اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دوقت مطابق د اسلامي او شرعي پښتنو فقهې مجلس
ابواحمد
05.11.2011
له ټولو قدرمنو څخه هیله کیږي چي په دې فقهې مجلس کښي خپلې دیني او شرعي مسئلې او یا پښتنې راسره شریکې کړي، او موږ به کوشش وکړو چي د مسلمانانو دینې پوښتنې تر جیدو مفتیانو او علماء ورسوو
او دهغوﺉ ځوابونه ودوﺉ ته په دې مجلس کښي په خپل وار سره په ډیره چټکتیا نشر کړو ٫ انشاء الله تعالی ٫
په فقهې مجلس کښي دوقت پر مطابق یوه پختنه
ابواحمد
05.11.2011
لکه څرنګه چي روانه میاشت د ذوالحجې یعنې لوی اختر ده او موسم د حج ده ، نو باید یوه پختنه ولیکم او هغه پختنه داده چي ځما یو کلی وال له مکې مکرمې نه راته ټلیفون وکړ چي له ماسره ځما ضعیفه مور ده نو دا ډیره کمزورې ده ، د شیطانانو د ویشتلو قدرت نه لري دضعف او د ډیر رش په خاطر ، نو که زه ددې وکیل شم او شیطانان وولیم دابه صحیح وي او که نه؟ او بل دا چي دمې به ځما په مور واجب وي او که نه ؟
که لطفاً دفقهې مجلس علماء ددې پښتنې ځواب راکړي!
ع کريم حليمي
06.11.2011
[quote:5918b9bbe0] د شیطانانو د ویشتلو قدرت نه لري دضعف او د ډیر رش په خاطر ، نو که زه ددې وکیل شم او شیطانان وولیم دابه صحیح وي او که نه؟ او بل دا چي دمې به ځما په مور واجب وي او که نه ؟
که لطفاً دفقهې مجلس علماء ددې پښتنې ځواب راکړي![/quote:5918b9bbe0]
قدم ضعفة أهله ولم یأمر هم بالکفارة ،پر ضعفاء باندي دم او کفاره نشته
اما که بېله عذره ئې ترک کړئ نو بیا کفارة واجب کیږي ، والله غزوجل أعلم
که بیله غذره يې ترک کړي نو علیه دم عند أبي حنیفة ، او د امام یوسف او امام محمد په فقه که څوک جمار ترک کړي دم نه لري
درنښت
پوښتنه ؟
ابواحمد
11.11.2011
السلام علیکم !
ګرانو محترمو دینې علماء که چیري ددې مسلئې په متعلق معلومات راکړﺉ؟
مسئله داسې ده چي که چیري د یو حاجي په طواف کښي پښه وېنې شي او طواف دستې اېله کړي او اودس في الحال وکړي پردې سړې باندي به دمې واجب وي او که نه؟
او یا اودس ښه ډیر وقت وروسته وکړي نو بیا به څرنګه وي؟
ستاسو خادم ؛ انعام الله
ع کريم حليمي
12.11.2011
وعلیکم السلام و رحمة الله
[quote:982907c0f2]مسئله داسې ده چي که چیري د یو حاجي په طواف کښي پښه وېنې شي او طواف دستې اېله کړي او اودس في الحال وکړي پردې سړې باندي به دمې واجب وي او که نه؟
او یا اودس ښه ډیر وقت وروسته وکړي نو بیا به څرنګه وي؟ [/quote:982907c0f2]
پر معذر او ضعیفه باندي دم نه اوړي ، ښه مثال يې د ښځي د حیض عذر دی ، هر کله چه څوک معذره شي ، او په طواف کولو کښي ځنډ پېښ شي
یعني په طواف کښي تأخیر راسي ، هم دم نه پور اوړي ،
مَعْذُر او ْضعیفه : دا (اصلَّ عندنا في کل نسک جاز ) و الله أعلم