نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ژوند لړۍ
pashton
27.08.2004
د ژوند لړۍ
دا ژوندون دی پکښې ډير دي ارمانونه
هيلې ډېرې په زړګي کې, سره خواکې پړاوونه
کله وخت کوچۍ ليلا شي
ټول دې هير کړي پرهرونه
داسې غيږه درته خلاص کړي
چې رښتيا دي شي خوبونه
رقيب خپله ستا قاصد شي
پر زخمو ږدي مرهمونه
د تقدير او بخت پادشاه شې
هر خوا ستا وي داستانونه
هر څوک ستا د لار ملګری
هر خوا ښکلي انځورونه
خو چې کله دې قسمت موسکان لاس لنډ کړي
بيا به نه وي ښکلې سترګې بيا به نه وي بهارونه
بيا هر خوا تيارې تيارې شي
مات به شي ټول مشعلونه
د زړګي کاروان به لوټ شي
وران به شي ټول اميدونه
بيا به هر يو خپل پردی شي
سيند به يوسي الفتونه
بيا به خپل د غمو وير کړې
ژړا، اوښکې به نور نه کړي اثرونه
هغه ښه دوست به پردی شي
ستا په کلي به ئې نه وي ګذرونه
يو به روح وي يو به تن يو به زړګی وي
چار چاپيره توفانونه شا او خوا ته ګړنګونه
بيا به وار د سلګو راشي
بيا وروستي شي نفسونه
د ژوندون اخر لړۍ شي
هر څه واخلي رخصتونه
مننه پسرلی پښتون