نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په استامبول کانفرانس کې پاکستان او ایران په افغانستان کې د صلحې لپاره له لاسلیک څخه ډډه وکړه
طالب ISI
04.11.2011
شنونکي: داستانبول په غونډه کې د ګاونډيانو دوه مخي نړيوالو ته معلومه شوه
by اباسين زهير on Nov 3, 2011 - 16:02
کابل(پژواک ١٢لړم٩٠) : پاکستان د استانبول په غونډه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره ليکلى تضمين ورنکړ ، خو دا د افغانستان لپاره لاسته راوړنه وه، چې په دې کار سره نړيوالو ته د پاکستان څېره څرګنده شوه.
دا څرګندونې د استانبول د غونډې ګډونوال او سياسي شنونکي محمد زبير شفيقي نن ( د لړم ١٢ مه ) پژواک خبري اژانس ته وکړې.
دغه کنفرانس د ٢٩ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو په ګډون ، چې له افغانستان نه په کې ولسمشر او لوړ پوړي دولتي پلاوي ګډون کړى و ، د لړم په ١١مه د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شو.
شفيقي وايي، افغانستان غوښتل چې په ياده غونډه کې له پاکستان څخه ليکلى تضمين تر لاسه کړي ، چې تر دې وروسته به په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره پوره هڅي کوي ، خو بريالى نه شو .
خو دده په وينا، پاکستانيو چارواکيو په دې غونډه کې په خوله ژمنې کولې، چې په افغانستان کې به د سولې د راوستو لپاره هڅې کوي .
هغه زياتوي : (( خو دا اوس د افغانستان لپاره يوه لاسته راوړنه شوه ، چې د پاکستان اصلي څيره هغو هيوادونو ته معلومه شوه ،چې په پاکستان يې ډير زيات حساب کاوه .))
ده وويل ، چې پاکستان تر ډيرو هڅو وروسته دې ته حاضر شو ، چې د افغانستان د سولې عالي شورا د مشر د وژني د عاملينو د پلټنې په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي .
استاد برهان الدين رباني د وږي په ٢٩مه ديوه ځانمرګي بريد کوونکي له خوا ، چې ځان يې د سولې د پروسې لپاره د طالبانو استازى معرفي کړى و، په خپل کور کې ووژل شو .
افغان چارواکي وايي چې د استاد رباني د وژنې پلان د پاکستان په کوېټه کې طرحه شوى او هغه اسناد چې په دې برخه کې يې ترلاسه کړي ، پاکستان ته سپارلي دي.
سياسي څېړونکى انجنيرمحمديونس فکور هم د شفيقي څرګندونې تاييد وي او وايي ،ايران او پاکستان په دې کنفرانس کې هڅه کوله ، چې د خپلو هيوادنو په هکله خبرې وکړي.
دده په وينا، دا په داسې حال کې ده ،چې ددې غونډې ډيره برخه په افغانستان کې د ستونزو لپاره ځانګړې شوې وه .
د هغه په اند ، په کار وه چې افغانستان د استانبول تر غونډې مخکې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره د پاکستان او ايران هوکړه تر لاسه کړې واى .
دى وايي چې دغه هوکړه بايد د استانبول په کنفرانس کې مطرح شوې واى، تر څو نورو هېوادونو ترې ملاتړ کړى واى .
د فکور په وينا، د افغانستان يواځنې لاسته راوړنه د استانبول له غونډې دا وه ، چې ټولو نړيوالو په ژوندې بڼه د ولسمشر خبرې واوريدې او په دې پوه شول ، چې د افغانستان امنيت د ګاونډيو له کړنو سره تړاو لري .
افغان چارواکي وايي چې ددې کنفرانس ګډون کوونکيو هوکړه وکړه ، چې د افغانستان خپلواکۍ او ملي حاکميت ته به درناوى کوي او د امنيت د ټينګښت ، له ترهګرۍ او نشه يي توکيوسره د مبارزې او سيمه ييزو همکاريو په برخه به د افغانستان د حکومت له پروګرامونو ملاتړ کوي.
داستانبول کنفرانس له جوړېدو يوه ورځ مخکې د افغانستان ، پاکستان او ترکيې د ولسمشرانو او نورو دولتي چارواکيو درې اړخيزه غونډه هم په استانبول کې جوړه شوه.
په درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان ، ترکيې او پاکستان ترمنځ د نظامي تمريناتو او امنيتي همکاريو تړونونه لاسليک شول او د برهان الدين رباني د وژنې موضوع د څېړنې په موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاريو پر ګډ ميکانيزم هم هوکړه وشوه.
تبصره:
اوس خو به ټولو ته نوره هم ثابته شوي وي، چې دغه د شیطانستان چارواکې څومره ناغیړه دي، فقط دې ته متنظر دي چې ناټو لاړه شي، او دوی د طالب په جامه کې را داخل شي.
pattang
04.11.2011
که څوک ډوډۍ خوري نو لازم ده چې له داسې خرې غوښتني ځخه ځان لرې وساتي ٠
داشغالګرو شتون جګړه ده او بس٠
[quote:d7e35d3aca]شفيقي وايي، افغانستان غوښتل چې په ياده غونډه کې له پاکستان څخه ليکلى تضمين تر لاسه کړي ، چې تر دې وروسته به په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره پوره هڅي کوي ، خو بريالى نه شو[/quote:d7e35d3aca]
طالب ISI
04.11.2011
پتنګ صاحب یوه ورځ خو د ثواب لپاره د اشغالګرو تر څنګ په ای،اس،ای او پاکستان یو څو نیوکې وکړه. شاید کوم ځل د د طالب بد ویلي وي، خو د پاکستان او ای،اس،ای بد مې تر اوسه نه دي در څخه آوریدلي.
دا چې دوی د صلحې لپاره، یا عدم مداخلت لپاره لاسلیک نه کوي، نو ته ولې ورته خوښ یې؟
د تا څخه خو ملا عمر ښه دی، زړه کې خو لږ رحم لري، حد اقل خپلو افرادو ته خو وایې چې د ملکي خلکو سره احتیاط کوی. که کوم ځامرګي کې ۵۰ کسه عام افغانان شهیدان شي، او دوه کسه امریکایان، فکر کوم ستا به په افغانانو چورت هم خراب نه شي. ځکه دوه امریکایان خو مړه شوي.
لږ د سهاره د قرآن تلاوت کوه چې الله پاک د زړه لږ نرم کړي، او په افغانانو د زړه وخوږیږي، په جرمني کې نرم او ګرم تاویږي، د سپیرو ، غریبو افغانانو څه غم درسره دی، چې د طالبانو حکومت هم راشي، فکر نه کوم چې ته به جرمني څخه هلته لاړ شې.