اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د حضرت رسول (ص) د کاریکاتور د خپرولو پر دفتر برید وشو
تيمور
03.11.2011
سلامونه او نیکې هیلې،
د فرانسې پولیسو خبر ورکړی چې د شپې مهال یوه بجې د یوې فرانسوې مجلې پر دفتر باندې برید شوی او ودانئ یې سوځولې.
پولیس وایي چې په پیښه کې چا ته زیان نه دی رسیدلی. د ریپوټونو له مخې د چارلي هېبدو په نوم طنزیه مجله کې د عربي پسرلی تر سرلیک لاندې په مجله کې یو داسې مضمون هم خپور شوي وو چې د حضرت محمد (ص) کاریکاتور ورسره وو. د همدغه کاریکاتور د خپریدو په غچ کې پر دغه دفتر برید تر سره شوي.
ورونو که مونږ ځانته مسلمان او د حضرت محمد (ص) پیروان وایو نو مونږ ته ښایي چې د حضور (ص) د سنت څخه اطاعت وکړو. تاسو ته د حضرت رسول (ص) او د هغه یهودی ښځه کیسه په یاده ده، چې یوه یهودی ښځه د حضرت په مبارک بدن ناولي شیان غورځوله، خو یوه ورځ هغه دا خپله شیطاني کار نه شو کولاې، حضرت رسول اکرم (ص) حیران شو چې دا ښځه څه شو، نو خلک حضور ته وویل چې هغه ښځه ناروغه ده.
رسول الله (ص) د یهودي ښځئ کور ته لاړ، او د هغه د ناروغي پوښتنه وکړه، او بیا وفرمایل که چیری کومه مرسته غواړي، نو دوی حاضر دي.
هغه ښځه د حضرت محمد (ص) د مهرباني څخه ډیر حیران شو، او په ډیر پښیماني د رسول الله (ص) څخه معذرت وغوښتل او په هغه وخت مسلمان وشو.
دا زمونږ د ستر پیغمبر سنت شریف ده او هر مسلمان ته فرض دي چې په هغه مبارک لار ځانونه سم کړو، نه دا چې خلک ته د اسلام څخه نورهم لیرې کړو. دا چې زمونږ دښمنان د اسلام په نوم بیګناه انسانان وژني او یا د غچ اخیستلو په بهانه دغه راځ وحشیانه اعمال کوي او یا هر شي چې د دوی زړه غواړي وکړي، دغه راځ اعمال ټول زمونږ د رسول (ص) او زمونږ د دین او د سنت نبی (ص) پر ضد اعمال دي.
والسلام،
وصيل پېروز
04.11.2011
ښاغلی تېمور صاحب ! ستاسو له ګټورو معلوماتو ډېره مننه يقيناً دا کار چي د هر چا له لوري ترسره شوی ټولو مسلمانانو په ځانګړي ډول هغو کسانوته چي د رسول الله صلی اله عليه وسلم له سنتو سره سپېڅلې مينه لري او غواړي خپل ژوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثو ښکلی کړي نو هغوئ بايد د داسي باتورو شاه زلميو له تاريخي کړنو عبرت واخلي او د دوئ پر قدم پلونه کښېږدي .
مګر هو ! دا هم د خاصې پاملرنې وړ ځای دی چي موږ بايد خپل ژوند د رسول الله صلی الله عليه وسلم له اوامرو سره سم تېر کړو ، د رسول الله سنت ژوندي کړو ، بدعتونه ووژنو ، خلکو ته توحيد ورسوو او رښتني اسلام ته يې نژدې کړو ... يقينا همدا د بريا او کاميابۍ يوازينی هغه راز دی چي ډېر خلک يې په موندلو کي پاتي راغلي الله دي موږ ټولو ته هدايت وکړي . آمين
په مينه او درنښت
حلیم
08.11.2011
تیمور صیب ستاسو دنظر سره سل په سلو موافق یم.
الله پاک د زموږ مسلمانانو ته د ستاسو د بیان سره سم هدایت وکړي