د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دحکمتیار څخه یوه پوښتنه او دهغه ځواب

م . ق
03.11.2011

دا پوښتنه په لاندې لنک کې شوې مرکې څخه کاپي شوه.

[url]http://www.shafaq-hia.co.cc/2011/11/ary.html[/url]

پوښتنه: آيا تاسو او طالبان يو کيدى شئ ، ستاسو او هغوى ترمنځ توپير څه دى؟

ځواب: موږ په مستمره او صادقانه توگه دا هڅه كړې چي د مقاومت ټولي ډلي په يوه صف كي راغونډي شي او د مقاومت د دوام، له مقابل لوري سره د مذاكراتو څرنگوالي او د هېواد د راتلونكي په اړه گډ دريځ ولري، خو د ځينو داخلي او خارجي كړيو د مخالفتونو له كبله دا هيله ترسره نشوه، همدغو كړيو طالبان يو ځل وړاندي د حزب اسلامي په ضد وجنگول او اوس هم دا هڅه كوي چي د حزب اسلامي په ضد ئې وجنگوي او د يووالي مخه ونيسي.
موږ او طالبان يوازي په دې اړه متفق يو چي ټول بهرني ځواكونه دي له كوم قيد او شرط پرته ووځي، له دې آخوا هم زموږ په تگلارو كي ژور توپيرونه شته او هم په اهدافو او د افغانستان د راتلونكي په اړه، [color=white:922919a5b8]موږ داسي عمليات په كلكه غندو چي عام ولس ته مرگ ژوبله اړوي، په جوماتونو، مدرسو، ښارونو او د خلكو د گڼي گوڼي په ځايونو كي له هرراز چاودنو سره مخالف يو، موږ د هېواد له آزادۍ وروسته په داسي انتخاباتو باور لرو چي له اسلامي اصولو سره په بشپړه توگه مطابقت ولري او په ترڅ كي ئې د ملت د خوښي مسلمان، اهل او صالح زعيم او د ولس حقيقي او ممثله شورى انتخاب شي، موږ منتخب اسلامي حكومت غواړو او د دې مخالف يو چي څوك د وسلې په زور اقتدار ترلاسه كړي او پر افغانانو د خپلي خوښي زعامت او نظام تحميل كړي. [/color:922919a5b8]


عادل عادل
03.11.2011

السلام علیکم

[quote:40296db81a]ښارونو او د خلكو د گڼي گوڼي په ځايونو كي له هرراز چاودنو سره مخالف يو، [/quote:40296db81a]

د محترم حکمتیار صیب جهادي سابقې ته په احترام سره همدوی ته وایم چې که په همدې ځای کې ستاسو د هغو ټولو توپچی حشرګړو نومونه څوک درته کتار کړي،،، چې ستا په خاصه قومانده به یې له ریشخورو څخه کابل ښار تر راکټي ړانده باران لاندې نیوی،،، نو بیا به څه درته پاته شي.

خبرې دې ټولې ښې څه چې سره زر دي،،، خو هی افسوس چې تش شعارونه نه وای!!!!

او محترم مبازر صیب

هسې نه چې بیا مې د طالب په شک په توپونو وولې،،، که مو د پخواني حزب اسلامي د غړیتوب کارت ښکاره کړی،،، نو یقین لرم چې سابقه به مو د روسانو له وتلو مخکې دورې ته کمه شامله وي،،، ،، ستاسو تعهد به په حزب اسلامي کې خدای خبر د څه او یا چا سره شوی وي چې دا دی ظاهرا تر ننه هم په خپل حال قایم او دایم پاته دی،،،،،، خو د اکثریت خلکو او عامو افغانانو تعهد له نوم، شخص او شنې جنډې سره نه بلکه د هغو څو ګوتو په شمېر اسلامي او شرعي اصولو سره شوی چې د حزب اسلامي د تعهد پاڼې پر شا به کتار لیکلي وو! ،، چې د یادو اصولو د پالنې ابتکار نن سبا د حزب نه بلکه د بل بابا په لاس دی.


م . ق
03.11.2011

[quote:fabb25cf15="عادل عادل"]السلام علیکم
د محترم حکمتیار صیب جهادي سابقې ته په احترام سره همدوی ته وایم چې که په همدې ځای کې ستاسو د هغو ټولو توپچی حشرګړو نومونه څوک درته کتار کړي،،، چې ستا په خاصه قومانده به یې له ریشخورو څخه کابل ښار تر راکټي ړانده باران لاندې نیوی،،، نو بیا به څه درته پاته شي.[/quote:fabb25cf15]

مخکینۍ پالیسي یې غلطه وه خو اوسنۍ پالیسي او تګلاره یې ډیره ښه او د ستاینې وړ ده، مخکینی حزب مړ شوی دی او اوس نوی حزب زیږیدلی دی چې اکثره یې نوي ځوانان او تعلیم یافته خلک پرمخ وړي چې صرف خولۍ یعنې امیر یې پخوانی دی خو هغه هم دزمانې تحولاتو او تجربو ډیر ښه او پوه کړی دی،پورته دوه خواص یې چې د ولسي خلکو ساتل او په منتخبه شوری عقیده لرل دي د ټولو دردونو دوا کیدلاي شي.

[quote:fabb25cf15="عادل عادل"]که مو د پخواني حزب اسلامي د غړیتوب کارت ښکاره کړی،،، نو یقین لرم چې سابقه به مو د روسانو له وتلو مخکې دورې ته کمه شامله وي،،، ،، ستاسو تعهد به په حزب اسلامي کې خدای خبر د څه او یا چا سره شوی وي چې دا دی ظاهرا تر ننه هم په خپل حال قایم او دایم پاته دی،،،،،، خو د اکثریت خلکو او عامو افغانانو تعهد له نوم، شخص او شنې جنډې سره نه بلکه د هغو څو ګوتو په شمېر اسلامي او شرعي اصولو سره شوی چې د حزب اسلامي د تعهد پاڼې پر شا به کتار لیکلي وو! ،،. [/quote:fabb25cf15]
کارډ هیڅ معنی نه لري، عملي مبارزه مهمه ده، هرڅوک چې حق او حقیقت ته ډیر نزدي وي،مبارزه یې په پوهې استدلال، تعقل ،فهم او فراست مبني وي زه یې حمایت کوم ترڅو یې چې دحق او حقیقت لمن نیولي وي، ضرور نه ده چې دهغوي دټولو اړخونو تقلید جامد وکړم، زه د دلیل او تعقل تابع یم چې دا دهرچاسره وي زه یې ملګری یم، هرڅوک چې په کارډونو، پاڼو او شعارونو عقیده لري هغه ړوند دی چې هیڅکله به د خپلواک نظر، رایې او دریځ خاوند نه شي بلکه د لکیر فقیر به وي چې دنورو په کش کړل شوو لکیرو درومي او خپل ابتکار نه لري.

[quote:fabb25cf15="عادل عادل"]چې د یادو اصولو د پالنې ابتکار نن سبا د حزب نه بلکه د بل بابا په لاس دی[/quote:fabb25cf15]

هغه اصول څه او ابتکار یې د کوم بابا په لاس کې دی؟؟ ایا په ثابته شوې حقیقي توګه یې ابتکار د بل بابا په لاس کې دی او کنه هسې یوه بې ثبوته دعوه ده؟؟

مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more