د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

وا اسلاماه

مومن مهاجر
02.11.2011

درنو وروڼو او خوندو !
ښې چارې او زرغونې هيلې
تېره ورځ مي د ايمان د ارزښت په اړه يو کتاب لوست چي د ښاغلي قرضاوي له لوري ليکل شوی او پښتو ژباړه یې عبد الحميد وردګ کړې ده ، ښاغلي قرضاوي د خپلې سريزې په دوران کي د انسان لپاره د ايمان پر ارزښت او اهميت خبرې کولې په دې لړ کي د يوې بېلګي په وړاندي کولو سره هڅه کړې چي خپلې خبرې له واقعيت سره برابرې وښيي ( او حقيقت هم همداسي دی ) ، په دې لړ کي يې د چنګېزيانو په وړاندي د قطز د مبارزې يادونه کړې ده . فارسي ژباړن ترې لاندي ليکي چي په دې اړه په فارسي ژبه کي د عبد الحق عتيد له لوري يو داستان د ( وا اسلاماه ) په نوم ليکل شوی دی د لا تفصيل لپاره هماغه ته رجوع وکړئ .
نو تر دې وروسته د دې کتاب ( وا اسلاماه ) د لوست ، مطالعې او ژباړې مينه را سره پيدا شوه ، له تاسو درنو لوستونکو هيله کوم چي د دې کتاب په موندنې کي راسره مرسته وکړئ ، که دا د نړۍ جال په مټ شوني وي نو بيا خو نوره هم ښه ده مګر د انټرنيټ په غېږ کي مي دا کتاب تر لاسه نه کړ ... په دې اړه ستاسو مرسته غواړم .

يادونه :- لکه څرنګه چي په ټول افغان بحث فورم کي د داسي ليکنو لپاره ځانګړې خونه نه شته نو دې موضوع ته په پام سي دلته مطرح کړه هيله ده تېروتنه به مي نه وي کړې .


رښتینی
02.11.2011

محترم ورور مهاجر صاحب السلام علیکم

محترمه تقریبا همدا د وا اسلاما ه شایسته کتاب شاوخوا لس کاله مخکې
ما مطالعه کړی و داکتاب ناول ته ورته کتاب ده او که رښتیا راباندې وایې
تراوسه یې هم لا دخوند ذایقه په دماغوکې لرم بیخي شایسته کتاب ده او له
ما سره اوس هم شته کاش کور دې رانږدې وی نو دڅو شپو له پاره به مې درلیږلی و
دا کتاب اصلا په همدې نامه یوه عرب لیکوال علی احمد باکثیر لیکلی دی
او عبدالحق عتید فارسی ته ژباړلی دی دعربی به یې زه یو لینک درته کیږدم
خدای دې وکړې درته خلاص شې

http://www.scribd.com/doc/1144551/%D8%B9%D9%84%D9%89-%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF-%D8%A8%D8%A7%D9%83%D8%AB%D9%8A%D8%B1-%D9%88%D8%A7-%D8%A7%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85%D8%A7%D9%87#


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more