د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جمعیت اصلاح او یو ښه دریځ!

محمود سعيد
02.11.2011

د پردیو په لمسون ځینې کسان داسې ګونګوسې خپروي چې جهاد یوازې په افغانستان کې کیدای شي او بس. په داسې حال کې چې د نړۍ ډیر اسلامي هیوادونه په یو ډول نه یو ډول د پردیو لویدیځوالو تر اشغال لاندې دي او دوی پر هغو سترګې پټوي.
له نورو هیوادونو څخه کسان راځي او په افغانستان کې جهاد کوي چې ښايي په فلسطین کې تر دې ځای ورته اړتیا ډیره وي.
په دې لړ کې د جمعیت اصلاح د نړیوال جهاد دریځ د ستایلو وړ دی.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې هېواد دې اشغال شي يا به مقاومت کوې يا خيانت،‌ درېيمه پکې نشته”
Filed under Slideshow, اسلامي نړۍ19 comments
په دې ورځو کې د استاد راشد الغنوشي په مشرۍ د تونس د النهضه ګوند د بن علي د نظام له ړنګېدو وروسته په ازادو ټاکنو کې ۴۱ فيصده چوکۍ وګټلې، چې دې په تونس کې د اسلامګرايانو د کاميابۍ لاره پرانسته، او په دې ډول د النهضه ګوند د تونس راتلونکي حکومت د جوړولو لپاره تياری نيسي، دکتور راشد الغنوشي خبريالانو سره په مرکو کې ويلي دي، چې د ترکيې حکومت د دوی لپاره يوه نمونه او دوی هم غواړي چې په هماغه نقش قدم په تونس کې هم يو حکومت رامنځ ته کړي.

اصلاح انلاين د تونس د موضوعاتو او هلته د اسلامګرايانو د بريا په مناسبت د ښاغلي غنوشي پخوانۍ مرکه چې د اصلاح انلاين د همکارانو لخوا ورسره ترسره شوې ده ستاسو مخې ته ږدي.

- ځانګړې مرکه-
د مسلمان شرعي موقف د اشغالګر په اړه معلوم دی. هغه دا دی چې مسلمان بايد د اشغالګر په ضد مقاومت وکړي، دا مقاومت که په وسله وي او که په خبره او يا هم په مقابل سياست باندې. خو د اشغالګر مرسته د مسلمان شرعي دريځ نه وي، دې ته بيا بل شی وايو. دې ته خيانت او ګوډاګيتوب ويلی شي.
...
http://eslahonline.net/613


Musaferjan
02.11.2011

سلامونه
محمود سعيد صيب
دا دې نه دي ويلي چې جمعيت اصلاح مقاومت کوي او که خيانت؟
د جمعيت اصلاح مقاومت دا دی ، چې د امريکايانو سره يې په يوه کاسه خوري او څکي.
د جمعيت اصلاح مقاومت دا دی چې د امريکايي شرکتونو سره قراردادونه کوي .
او د امريکايانو پښې په افغانستان کې نورې هم ټينګوي .
د جمعيت اصلاح مقاومت دا دی چې د پي آر ټي سره ټينګې صميمانه اړيکي لري.
د جميعت اصلاح مقاومت دا دی چې تر ټولو کوچنۍ مراهق کدر يې د مليونونو ډالرو،
د درې څلورو شرکتونو، او د نوي ماډل ګاړو مالک وي .
د جمعيت اصلاح مقاومت دا دی چې ځوانان د جهاد له سنګر څخه زړه توري کوي .
د جمعيت اصلاح مقاومت دا دی چې د افغانانو تر منځ نفاق او تفرقې ته لمن وهي .
د جمعيت اصلاح مقاومت دا دی چې د شمالي مجرمې ټلوالې پښې مضبوطوي .
په جمعيت اصلاح له مشره نيولې تر کشره پورې ټول په خپلو خاصو مجلسونو کې
مسلح مقاومت پسې پروپاګنډاوي کوي .
د جمعيت اصلاح غړو ته نه د سر خطر شته، نه د لوږې خطر شته، نه د هستوګنځای
د کمۍ خطر شته.
د جمعيت اصلاح هر يو غړی لوی ډالري معاش لري، ساختماني او تجارتي او امنيتي
شرکتونو لري چې ټول يې د امريکايانو په خدمت کې دي، کوم به يې چې له لوږې
مړه کېدل، اوس په کابل ښار کې لوی لوی کورونه لري، نوي ماډل ګاړي لري، په خېټه
ماړه دي، غټې غټې خبرې کوي .
د جمعيت اصلاح غړي هم مقاومت کوي ، هم مزي ، ما ته يې زما د يوه شناخته کيسه
را په ياد کړه ، کوم چې يو زوی لره ، او کشمير ته به جهاد تللو ، نو پلا ر به يې ورته
ويل : که چېرې سم جهاد غواړې ؛ نو افغانستان کې سره کاپر روسان دي ، هلته لاړ شه،
د کشمير په جهاد مې ايمان نشته ، هسې حراميتوبونه دي ، بيا يې يو ورځ د خپل زوی
کيسه کوله ، چې ويل يې : د کشمير ډېر ښه خلک دي ، کله چې مونږ هلته جهاد ته لاړ شو ، نو بيا کورونو ته ورځو ، د کورونو ښځې زمونږ ډېر قدر او عزت کوي ، ښه غوړ
غوړ خوراکونه راکوي، او زمونږ دومره ښه چاپي کوي ؛ چې هغه ټوله ستړتيا مو ورسره لاړه شي .

که چېرې محمود سعيد ورور دېته مقاومت وای؛ نو پرې مبارک دې وي، او که چېرې
مقاومت نه وي؛ نو ضرور ټول له يوې مخې خاينان دي .
ځکه چې وطن ښکېل شي؛ نو يا به مقاومت کوې او يا خيانت، درېيمه خبره په کې
نشته
خبرې ډېرې دي ، نورې به نور ورونه پوره کړي .

مننه


ډاکتر څپاند
02.11.2011

درنو هېوادوالو،

دترکيې اوسنی حکومت تر پخواني حکومتونو څه فرق لري؟
زما په اند تقريبا هيڅ،ولې؟

ترکيه دناټو دتجاوزګر نظامي پيمان غړيتوب لري او ترکي نظاميان دانګريز او امرېکۍ سره يو ځای دافغانستان په اشغال کې فعال نقش لوبوي٠

سره ددې چې دترکي او اسرايلو روابط له هغې ورځې راهيسي چې څوتنه ترکان داسرايلي نظاميانو په لاس ،دغزې فلسطينيانو ته دمرستې دتکل په وخت
په کشتۍ کې ووژل شول،ساړه شوي خو اوس هم اسرايلي نظامي الوتکې
دترکي په فضا کې تمرينونه کوي٠

په ترکيه کې دپاکستان پشان فاحشه خانې شتون لري٠

ترکيه دسعودي عرب پشان دامريکې نږدې دوست او مددګاره ده٠

په ترکيه کې اسلامي اسلاحات؟

هو اوس نجونې اجازه لري چې پخپله خوښه ټيکری په سرکړي٠


حلیم
03.11.2011

سلام،
زما په اند د ټولو په خبرو کې لږ څه کږې او کيڼې شته،
د اصلاح انلاین د سیاسي موقف سره زه تر ډیره بریده موافق یم، او هغه د ننیو شرایطو سره سم بولم ځکه:
۱- ددې ډلې ګډونوال د خپلې اسلامپالنې ترڅنګ په علمي ډګر کې هم د شته امکاناتو څخه په استفادې سره ډیر پرمخ تللي روان دي او ځي به.
۲- د ملت په را ویښولو کې د فکر او محاسبې نه کار اخلي، نه داچې هر کار یې جذباتي، بې سنجشه او یوازې پر احساساتو ولاړ وي؛ چې دا د بریالیتوب یوازینی راز دی.
۳- د مسافر جان ورور خبرې ټولې ردوم، نن موږ هغه چاته چې ښه ژوند لري زحمت ګالي، کار کوي، عصري علم او تخنالوژي زده کوي او کاروي کافر نه شو ویلی. د دوی دې مبارک وي چې له ننیو شرایطو څخه یې د ځان او هیواد په خیر ګټه پورته کړه.
۴- د اصلاح یو مشکل چې هغه تر ماهم رارسیدلی دی هغه د تنکیو ځوانانو چې په مسلکي او عصري درسونو کې بوخت دي له خپلو مسلکي درسونو څخه لرې کول او په سیاسي او مذهبي مباحثو کې هغوی ته ګډون ورکول دی چې ښایې ځنې ځوانان یې د زغملو او یا د هغه کاروان سره د تللو وس ونلري او د ناکامۍ لامل یې ګرځي.

۵- د څپاند صیب د خبرې په اړه به دومره ووایم چې موږ باید هر بدلون ته وخت ورکړو، جذبات او یا آني بدلونونه دوام نلري، هر کار چې موږ یې دې حالت ته را رسولي یو تدریجي راباندې شویدي او د بیرته له منځه وړلو لپاره یې بیا هم باید تدریجي پلانونه ولرو
مننه


عادل عادل
03.11.2011

السلام علیکم

محترم سعید صاحب،،، ما ستاسو بره لیکنه لومړی په نن ټکی اسیا بحثفورمونو کې ولیده،،، هلته مې خپل نظر پرې څرګند کړ،،، دا چې ډېری لوستونکي به لا نن نه لولي،،، نو مناسب ده چې دلته یې هم رانقل کړم:-

ښاغلي غنوشي د خپلو خبرو په لاندې یوه،،،،،

[quote:e5d811667b]مقاومت په قلم هم کېدای شي، په تربيه هم کېدای شي او په سیاست هم کېدای شي، [color=white:e5d811667b]خو د اشغالګر د وجود په قانوني منلو باندې نه شي کېدلی. که څوک وايی چې دا روان اشغال روا دی، نو په دې توګه له هغه څخه دفاع د اشغال د پايښت لپاره زمينه برابرول دي[/color:e5d811667b] ...... [/quote:e5d811667b]

،،،، کې د اصلاح د موسسینو/اراکینو فکر او عقیده ښه انځور کړې ده. جزاهم الله خیرا

مرکزیانو ته ډېر کار او ستړی کوونکی اوږد واټن په مخ کې پروت دی،،، د دوی په اند به یو ځل افغان وولس د وخت د مصلحت او جبر له مخې د ډم-او-کرسی (دیموکراسی) په مردار ډنډ کې ښه خړوبیژي او تر اشباع وروسته ، خدای خبر د سلو کلونو په تېرېدو سره به، مرکزیان ایله د اردوغان او غنوشي ننني مقام ته رسي.

خدای ج دې د اصلاح بلند پروازو ته په خپل فضل سره هدایت وکړي چې تر خپلو وزرو لاندې روان وحشت او خونړیو جدي ناخوالو ته یې د سر او بصیرت سترګې ړندې دي،،، خو د افریقې په څنډو، شام او ټوله نړی کې د لیرې پرتو مستضعفو مسلمانانو عادي ربړې بیا ډېرې ښې لیدلای، ژړلای او انځورولای شي،،،، آمین

http://nunn.asia/forum/showthread.php/625-جمعیت-اصلاح-او-یو-ښه-دریځ!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more