د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

جرمنیانو د آی اس آی اجنټ کشف کړ

محمود سعيد
31.10.2011

د جرمني مطبوعاتو د یکشنبې په ورځ افشا کړه چې په افغانستان کې د جرمني د امنیتي ځواکونو په منځ کې د پاکستان د استخباراتي اجنټ نفوذ دا اندېښنه ورته پیدا کړې چې ممکن هغه پټ او حساس مالومات طالبانو ته ورکړي وي.

بیل ام سونتګ اوونیزې بې له دې چې د خپل خبر سرچینه وښيي، د یکشنبې په ګڼه کې راپور ورکړ چې د جرمني خارجي استخباراتو(بي این ډي) د کورنیو چارو وزارت ته خبرداری ورکړ چې پاکستاني اجنټانو په افغانستان کې د هغو ۱۸۰ جرمني پولیس افسرانو جاسوسي کړې چې په افغانستان کې افغان پولیس روزي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت رویټرز خبري اژانس ته وویل چې بي این ډي شک کوي چې د جرمنیانو یو ایمیل یا برېښنا لیک کتل شوی دی.

د پاکستان د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو چارواکي حاضر نه شول چې په دې باب نظر څرګند کړي.

خو بیل ام سونتګ اوونیزې لیکلي چې د پاکستاني اجنټ له لوري د جرمني د کورنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د دېره پوځ، د هغه د اوامرو او د پوځي مقاماتو د نومونو لیست غلا شوی دی.

اوونیزه په برلین کې د یوه امنیتي کارپوه په قول، چې نوم یې نه دی اخیستی، لیکلي:«د هغې تجربې له مخې چې موږ یې لرو، باید دا توقع ولرو چې د پاکستان استخباراتي اداره (آی ایس آی) وسله والو طالبانو ته حساس استخباراتي مالومات ورکوي.»

د امریکا متحد ایالتونه هم له تېرو څو کلونو راهیسي پر پاکستان شکمنه شوې او وايي چې د پاکستان پوځ او یا په پوځ او آی ایس آی کې ځیني عناصر د طالبانو ملاتړ کوي څو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته په دې هیواد کې ګوډاګی رژیم ولري.

بیل اوونیزه د امنیتي سرچینو په حواله لیکي: په افغانستان کې د جرمني پولیس افسرانو د دې مسلې تر افشا کېدو مخکې په ارزانو لارو مکالمې کولې خو په دې کار سره یې د دښمن لاره پرانستې وه چې د دوی له حاله پوره خبر شي.

بیل اوونیزه همداراز لیکي چې د جرمني د کورنیو استخباراتو له خبرداري وروسته او افغانستان ته د جرمني د ولسمشر له سفر مخکې په افغانستان کې د جرمني پولیس په نویو لپ ټاپونه سمبال شول.دا لپ ټاپونه تر ټولو نوي او پرمختللي سافټ وېرونه لري څو د دوی مکالمې خوندي وي.
ttp://taand.com/index.php?mod=article&cat=c66&article=2976


pattang
31.10.2011

هرڅوک خپل ګوډاګی غواړي که دوی ګوډاګی نه غواړي نو له افغانستان څخه دې خپل
عسکر وباسي او افغان ملت ته دې خپل طبيعي حق ورکړي ! د isi له ګوډاګيتوب سره
به بيا ګورو چې څرنګه اوتر کومه حده !


محمود سعيد
31.10.2011

د غله په ګیره خس وي.


pattang
31.10.2011

ته تر اوسه لا کوچنی يې په خبرو دسر نه خلا صيږي !

[quote:67b5989b4a="محمود سعید"]د غله په ګیره خس وي.[/quote:67b5989b4a]


محمود سعيد
31.10.2011

[quote:4b7e185d6a]ته تر اوسه لا کوچنی يې په خبرو دسر نه خلا صيږي ! [/quote:4b7e185d6a]
که رښتیا راباندې وايي اوس د زانګو ماشومان هم تورمخي لنګ وهلي پیژني...


طالب ISI
31.10.2011

سعید صاحب ریښتیا وایې، زه خو وایم چې که له اغوذ بالله من شیطان رجیم سره من شیطام رجیم و ای،اس،ای هم علاوه کړو، نو کیدای شي، خدای پاک مو ددغه له شره خلاص کړي.

پتنګ صاحب د طالبانو وقت کې د ضرب مومن په نامه یو اخبار چاپیده، اکثره به رنګه عکسونه پکې هم و، دغه اخبار واله چون د ای،اس،آی تر چتر لاندې کراچی کې چاپیده نو د طالبانو هر ځای د دوی د ورتګ څه ممانعت نه کیده. داسې ځای، مرکز به نه و چې دوی به یې عکسونه نه اخیستل، دغه اخبار به بیا په پاکستان کې په مدرسو ک مفت تقسیم کیدو. او داسې شیان به کې لیکل شوي و چې که وحدت یا نورو پاکستانې اخبارو یوه ورځ هم لیکلي وی، بند شوي به و.

کله چې د طالبانو حکومت سقوط وکړ، نو یوه طالب څخه مې پوښتنه وکړه چې امریکایانو ستاسې ټول ځایونه ولې داسې نغډ، نغد ویشتل نو ده وویل چې مشران وایې چې ضرب مومن واله و د ټولو ځایو نقشې به سي،ای،اې خرڅې کړې.

او مونږ اوس به دوی پوه شو. نو چې اس،اس،ای واله په یوه اخبار باندې ټول طالبان تر نقشه لاندې راولي، نو ته په څه اطمینان لرې چې د ای،اس،ای سره به بیا ګورو!

د طالبانو طرز د فکر، ددوی پالیسې د ددې باعث کیږي چې خامخا به د ای،اس،ای په زنګانه خپل سر ږدي!

چې ځې، ځې آوبازو له به راځې!


پتوال
31.10.2011

زما په اند خو اندويان (روشنفکران) بايد په دوه برخو ووېشل شي ، خير اندوی او شر اندوی .
د خير اندويانو دنده دا نه ده چې د اختلاف ، جنګ او جګړې يو اړخ ټينګ کړي او د جګړې تودوخه وغواړي !
دا کار به کمونستانو کاوه او هغې ته يې د طبقاتي جنګ او مبارزی نوم ورکړی و.
د خيراندويانو رسالت دادی د خير په هدف منګولې کلکې کړي
او دخير لار ورته وموندي . دخير دلارې لومړی ګام د جنګ په اور اوبه او خاورې غورځول او هدف ته د سولې لار لټول دي چې
هم لنډه او هم له جنګ او وينو بهولو پرته هدف ته رسېدل تضمينوي !
داچې اور په اور نه مړ کيږي بلکې لا زياتيږي ، جنګ هم په جنګ نه ختميږي بلکې نور هم د جنګ لمبې زياتيږي .
جنګ د جنګ پر ضد ددواړو اړخونو له خوا خبرو ته سره د کښيناستلو له پاره وي، ځکه چې هر جنګ په خبرو انجاميږي او خبرې په سوله !
دوښمن خبرو ته اړباسل د د آزادۍ غوښتونکي اړخ هدف دی، نه د ظالم او تيری کونکي!
خو کله چې يو آزادي غوښتونکی ځواک خبرې ردوي او د جګړې غزول غواړي ، نو پوه شه چې دغه آزادي غوښتونکي پخپله آزاد نه دي
او د بهر لاس پرې حکمفرما دي ! يعنې دا جګړه د داخل او بهر تر منځ نه ، بلکې د دوه بهرنيو ځواکونو له خوا ددوه ګوډاګيو پواسطه روانه وي ،
خو پټ يا ښکاره يې باداران ورته رهبري کوي !
د کابل حکومت ګوډاګيتوب څرګند دی اواشغالګر باداران يې په ښکاره رهبري کوي !
د طالبانو ګوډاګيتوب هم څرګند شوی خو بهرني باداران (ISI ) يې لا هم په پټه رهبري کوي ! بې سارې بده خبره يې داده چې ددواړو ګوډاګيو باداران
په خپلو منځو کې د غلو انډيوالي لري او پنجابي پاکوستان ( مسلم ليګ او ISI ) دغه جګړه د دوه مخي سياست په مټ مخته وړي :
له يوې خوا د اشغالګرو سره ولاړ دی څو دومره ډالر ترې واخلي چې له بلې خوا پرې خپل ګوډاګيان تجيز او جګړې ته واستوي ! دا ډبل حراميتوب
چې مثال يې په تاريخ کې نه دی ليدل شوی دوی له طالبانو سره هم کوي او چې
له امريکايي بادار سره يې کولی شي له طالب
بيچاره انپړ سره به يې څنګه نه کوي :
له يوې خوا له طالب سره د اسلام تر نقاب لاندې د لېوۀ او اوښې دوستي چلوي طالب د افغانستان د ً آزادۍ ً له پاره روزي ،
په ډالرو يې تمعيش ، تسليح او تجهيز کوي او د جګړې ډګر ته يې استوي او له بلې خوا ترې د جنګ او سولې واک او د افغانستان آزادي
په خپل لاس او کنترول کې نيسي ! طالب حق نه لري چې د خپل هېواد دآزادۍ په اړه خبرو ته کښيني او يا آزادي راوړنکې ملي مسالحې
په اړه خبرو ته چمتو شي ، بلکې يو هدف ورټاکل شوی چې افغانستان به د پاکستان له پاره آزادوي او په هغې کې جنګياليو طالب ګوډاګيانو
ته د خبرو حق او اجازه نشته !
نو په داسې حالت کې افغانانو ته څه کول په کار دي ؟؟؟؟؟
هيله ده د يو مثمر بحث له پاره پدې اړه د يو خير انده نظر څرګندونه وکړئ ! والسلام


عادل عادل
31.10.2011

السلام علیکم

پتوال صاحب زه فکر کوم چې تاسو به اوس په آی-اس-آی باندې د طالب تورنولو سېرکل پوره کړی وي،،، ځکه خو مو په خبرو کې نوي څه نه راڅرګندیژي،،، دهرې موضوع په وړاندې ولو که سیاسي هم نه وي له خپل سېرکل یانې ذهني ارشیفه په درې تورو )ISI( لړلې زړې جملې په څو پراګرافونو کې تنظیم او زمونږ مخې ته کښېږدې،،، په دې لاندې یوه پراګراف کې دې په یوه ډېره ضعیفه نقطه ماشه راکاږلې او بیا دې ښه غټ توپ ویشتلی دی:-

[quote:ec4843aea8] خو کله چې يو آزادي غوښتونکی ځواک خبرې ردوي او د جګړې غزول غواړي ، نو پوه شه چې دغه آزادي غوښتونکي پخپله آزاد نه دي
او د بهر لاس پرې حکمفرما دي ! يعنې دا جګړه د داخل او بهر تر منځ نه ، بلکې د دوه بهرنيو ځواکونو له خوا ددوه ګوډاګيو پواسطه روانه وي ، [/quote:ec4843aea8]

په ایمان یې ووایه،،، خدای ته مخ او مونږ ته شا کړه،،، په مبارکو لیال عشر کې به درواغ هم نه سره وایو،،،، تر اوسه مو د طالبانو يا مقاومت سره د خبرو اترو او مذاکراتو په وړاندیز کې د یرغلګرو او د دوی د لاسپوڅو له لوري د اخلاص څرک محسوس کړی دی؟؟؟؟؟

ته او خدای چې د سولې د عالي شوری په سر کې مرتد لعین او متعصبه رباني ټاکل و سولې ته د رسېدو په روال مسخرې او ملنډې نه وې،،، ایا تر اوسه یرغلګرو چې په سر کې یې لېوګئ کلنټنه او توردلی اوباما دی،،، په خپلو مطبوعاتي څرګندونو کې د مقاومت سره د خبرو اترو نیت ښوولی دی؟؟؟

ایا په مذاکراتو کې د اساسي قانون منل او د وسلو پر ځمکه اېښودل د مذاکراتو لپاره د پېش-شرطونو په توګه تاسو ته واقعا سولې او خپلواکی ته د رسېدو مذاکرات ښکاري ؟؟

زما پورته سوالونه لطفا مه ځوابوی،،، بلکه لطفا دا ومنی چې په دا پورته پراګراف کې مو د سولې او مذاکراتو څخه د انکار دلیل زښت ډېر او بې کچې ضعیف دی؟؟؟

ټوله لیکنه مو در ولولو،،، ولولو،،، په اخر کې بیا هم سوالیې او پوښتنې کتار کړی،،، د دومره ژور تفکر له دعوی سره سره خو باید یوه د حل عملی او میداني لاره چاره هم راوباسی،،، دا نیوکو او له ځمکنیو حقایقو سره په ټکر کې تیورې غږولو که ځای نیولای نو تر اوسه به یې نیولای وای،،،

ستاسو د تجدید نظر او قوي استدلال په هیله


پتوال
31.10.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
ښه پوښتنه مو کړې ده :

[quote:770ffd765c]په ایمان یې ووایه،،، خدای ته مخ او مونږ ته شا کړه،،، په مبارکو لیال عشر کې به درواغ هم نه سره وایو،،،، تر اوسه مو د طالبانو يا مقاومت سره د خبرو اترو او مذاکراتو په وړاندیز کې د یرغلګرو او د دوی د لاسپوڅو له لوري [color=red:770ffd765c]د اخلاص څرک محسوس کړی دی؟؟؟؟؟[/color:770ffd765c][/quote:770ffd765c]
طالبانو بايد دا پوښتنه په هماغه اول کې د سولې د شورا په وړاندې رامنځته کړې او په جديت سره مطرح کړې وای او د يوې مشترکې بيطرفې شورا
غوښتنه يې کړې وای چې د اخلاص په معيارونو پوره وای . که ګوډاګی حکومت او بادارانو يې نشول کولای چې بيطرفه اشخاص شورا ته وړاندې کړي
هر اړخ دې خپل خپل استازي د مقدماتي خبرو له پاره ټاکلي وای ، بې له دې چې نهايي پريکړې وکړي ! د ګوډاکې حکومت د سولې شورا همدغسې يوه
شورا وه ، نو طالبانو هم د سولې خپله شورا جوړ ولای او وړاندې کولای شوه ! ولې يې دا کار و نه کړ ، ګونګ پاتې شول او بالاخره يې د سولې دشورا مشر
رباني وواژه ، که نومړي هر څومره يوه سياسي خبيثه اروا وه، د ملي سولې پيغام يې وروړلو ، د سولې غوښتونکي څوک د جنګ په ډګر کې نه وژني
خو په طالبانو ISI وواژه ، دقيق : ISI وواژه او په طالبانو يې د مسوليت اخيستنه اعلام کړه ! که څوک هر څومره ګوډاګی او تروريست شي
د سولې د پيغام وړونکي باندې د ترورستي بريد سرته رسولو مسوليت په غاړه نه اخلي ، بلکې دغسې عمل غندي او عامل يې رسوا کوي !
دا د رباني او سولې د شورا له پاره نه ، بلکې ددې له پاره چې وښيي
مونږ د سولې او آزادۍ رښتيني غوښتونکي يو او د الله رضا ، ملي سوله او آزادي زمونږ د جهاد هدف دی ! په بل عبارت د سولې خبرې د آزادۍ له پاره
د حق او باطل ترمنځ د رښتينولۍ سياسي شطرنج دی ، چې حق يې ګټي او باطل په کې ماتيږي ، له هغې څخه تېښته له حق څخه هم
تېښته او د خپل بطلان منښته ده .
دا ولې او په کوم صورت کې پيښيږي ؟
دا په ٢ صورتونو کې پيښيږي : چې لومړی يا سړی په رښتينې او ټوله معنی د پردي ځواک ګوډاګی وي ، د کوم له توره چې طالب رهبري ځان هډو خلاصوي هم نه ،
او دويم يا که طالبان په رښتيا دومره انپړ ، بې استعداده او غير سياسي ولګر اشخاص وي چې په سياسي خبرو هډو پوهيږي نه او خبار هم پرې نه وي يعنې د سياسي خبرو ميز ته کښيناستل ورته په کوه قاف ختل او دخپلې ماتې پلانول وي ، نو په دې صورت کې بياولې ډګر ته د هغه اتڼ له پاره راکښته شوي
چې پښې يې پرې نه خوځيږي نو بيا ولې ددوښمن په لمسه صرف د څو کالدارو يا ډالرو له پاره د خپل ملت په وژلو او هيواد
په ورانولو صرفه نه کوي و ملي خيانت او د تاريخ لعنتی اخيستلو ته تن ږدي ؟؟؟؟
د يو افغان ، په تيره پښتون او تيره تيره د يو راسخ مؤمن په توګه خو
زه داسې شرمېدلې د پاکستان شیطاني تګ لاره خو د طالبانو ورونو له پاره هم نه منلای او نه زغملای شم !
دغه شرمېدلي پاکستان ته مونږ څه ضرورت لرو ، طالب مشرتابه بايد ترې ځان بيل او را خلاص کړي او که دا نه کيږي ، بله نوې آزاده رهبري دې وټاکي،
د ملي جهاد سره د مرستې له پاره دې د لوېديزوال اشغالګرو په ضد له روسيې ، چين او عربي هيوادونو څخه مرستې واخلي، لومړی دې ماته امر وکړي چې روسيې ، چين او نورو اروپا يي هيوادونو څخه د پټو مرستو د کانالونو د پرانيستلو له پاره ددولتي مشرانو سره يې نېغې اړيکې ونيسم او دغسې نور ډېر ځوانان لکه پتنګ او مشر باوري صيب او نور چې په اروپا او عربو کې اوسي په ورته توګه ددوی مرستو ته ورودانګو !

نو عادل عادل صيب ستاسې معقوله او اړينه پوښتنه زه هم په سوچه (نه) سره ځوابوم ، خو عجيبه داده چې له مقابل دوښمن
او بيا ګوډاګي آړخ څخه وار د مخه اخلاص غوښتل کيږي ، دا له يوې پلمې څخه زيات څه نشي کېدای ، ځکه چې د اخلاص وجود او نه وجود په اثبات نه رسيدونکې ادعا پاتې کيږي ،
خو بر عکس هر اړخ حق لري چې درسيدلو پريکړو هغسې تضمين وغواړي چې دوی پرې باور کولای شي چې د سولې
د خبرو په وروستي پړاو پورې اړه لري ! د پنجابيانو پر ځای دې طالبان خپل ولس ته مراجعه وکړي او د قومي ديني مشرانو او نورو
په څه پوه دمشرانو و ته مراجعه وکړي او په ګډه دې ورسره د سولې خپل پلان جوړ کړي اووړاندې دې کړي ، له ملت څخه دې ملاتړ وغواړي !
سوله بايد په بهرنيانو او ګوډاګی حکومت تحميل شي او بهرنيان د جنګ له لاري سربيره د سولييز سياسي مقاومت له لاري هم تېښتې ته مجبور کړل شي !
دا هغعه وخت کېدای شي چې د سولې پلان پخپله د ملت واقعي استازي جوړ کړی او طالبان يې ملاتړ وکړي ! والسلام


عادل عادل
01.11.2011

السلام علیکم

[quote:3cca1db9c3]نو عادل عادل صيب ستاسې معقوله او اړينه پوښتنه زه هم په سوچه (نه) سره ځوابوم [/quote:3cca1db9c3]

وروره پتوال صاحب

زما یقین وو چې زما ودې پوښتنې ته به ستاسو ځواب سوچه (نه) وي،،، خو ما درته کښلي وو،،، چې مطلب مې ددې پوښتنې له مطرح کولو دا دی چې ستاسو د لیکنې هغه پراګراف چې ما اقتباس کړی وه،،، په ډېر ضعیف ټکي یې تکیه کړې وه،،، زبه به یې دلته بیا راواخلم:-

[quote:3cca1db9c3]خو کله چې يو آزادي غوښتونکی ځواک خبرې ردوي او د جګړې غزول غواړي ، نو پوه شه چې دغه آزادي غوښتونکي پخپله آزاد نه دي
او د بهر لاس پرې حکمفرما دي ! يعنې دا جګړه د داخل او بهر تر منځ نه ، بلکې د دوه بهرنيو ځواکونو له خوا ددوه ګوډاګيو پواسطه روانه وي ، [/quote:3cca1db9c3]

د څه شي خبرې،،، کومې خبرې،،، کوم وړاندیز ،،، کوم مذاکرات؟؟

رباني دې خدای ج په عذاب لري،،، که په روښتیا هم د سولې کوتره وای،،، نو د ګوانتامو له زندان څخه خو به یې د افغان بندیانو د ازادولو یوه تشه غوښتنه کړې وای،،،، یوه ورځ خو به شمال ته په لاره دې باګرام ته سر ورلیرې کړی وای،،، څرخي پله ته خو به ورغلی وای،،،، د نړی د جګړو په تاریخ کې د سولې تر ټولو لومړی مرحله د اسیرانو ازادول او په دوهم قدم کې اوربند ته لاره هوارول وي،،،، د منازعاتو د حل کتابونه په همدې ټکو ډک دي،،، خو ددې بر عکس،،، یرغلګرو په چاپو او وحشي عملیاتو کې شدت راوست،،، د اساسي قانون منل او وسله پر مځکه ایښودل یې دوه اساسي بېش-شرطونه وضع کړل،،،، نو پتوال صیب راځه زه او تاسو د طالبانو پر ځای شو،،، ایا داسې خبرې ردوی کنه؟؟؟ که یې ردوی نو بیا ولې په مردودو ټکو خپل استدلال ته تکیه ورکوی؟


..Ahmadzai
01.11.2011

سلامونه

پتوال صاحب د ISI مداخله همکاري أو ګوتوهنې خوڅه پټه خبره نه ده، خو دومره وزن ورکول چې ګواه کې دا ټول جنګ دوئ اداره کوي أو مالی خرچ یې هم دوئ برابروي له عقل څخه لرې خبره ده، پاکستانی واکداران په پیسو پسې ...ورکوي .
خو باید دې ته هم متوجې أووسې، چې دا جګړه کثیرة الأطراف جګړه ده، ډیر طرفونه پکښې دخیل دي، هرڅوک پکې خپل مطلب لټوي، هیڅوک د بل چا د سترګو تور لپاره همکاري نه کوي، که أمریکایان أو نور غربیان راغلي أو جنګ کوې هغوئ خپل أهداف أو خپل مرام لري نه زما، نه ستا أو نه هم د کرزي د سترګو تورو لپاره خپل ناولي بچیان دلته قربانوي، همدارنګه زمونز لاسپوڅي خپل جیبونه ډکوي، غله دي له غلاپرته بل هدف نلري، د هیچا په غم کې ندي، دې غلامې ادارې کې هیڅ داسې مخلص څوک نسته چې د ملت یا د دین غم ورسروي،دوئ خرڅ سوي غلامان دي.

پاکستان أو بانډ یې لکه سعودي أو دخلیج نورې خانې أو مالدارې کورنئ چې د طالبانو سره همکار دي هغوئ خپلې موخې لري أود خپلو ګټو په لټه کې دي، د پاکستان پوځ د سعودي د تیلو پیسو په پښو درولی، د پاکستان د ټول پوځ څلورمې برخې تنخا عربستان ورکوي، دوئ أوږد مهاله ګډ ستراتجیک أهداف لري، له دغو أهدافو څخه یو دا هم دی، چې أفغانستان باید د دوئ په بانډ کې وي أو د هند، روس أو ایران، لاسونه ترې لنډ کړي أو نفو‍ذ یې کم کړي، دسعودي له أهدافو څخه دا هم دی، چې باید د ایران توند مذهبي شیعه نظام په بغل کې یو توندرو سني نظام قایم کړي، أو پرې ویځپي أو یا یې هم پرې تل مصروف وساتي أویو سردرد ورته جوړ کړي، همدارنګه د منځنئ أسیا د انرژئ د منابعو څخه د أمریکا محرومول دي ترڅو د ډیر وخت لپاره نور هم د دوئ بازار ته محتاج وي، په دې علت طالبانو ته ۸۰٪ مالي مرستې له خلیج څخه په رسمي أو غیر رسمي توګه حاصلیږي، أو نور ۲۰٪ د دیني جذبې أو د فرضیت په خاطریې دینداره مسلمان تجاران ورکوي چې خپله دیني وجیبه یې ګڼي، طالبان دغه پیچیلې ارتباطات أو مصالح أو بانډونه په ډیر مهارت سره د خپلې برحقې جګړې أو مقاومت په محور راڅرخوي، خو ډیر په ځیرکتیا أو ویښتیا سره چې هسې نه د کوم یو په دام کې ښکیل نسي، د غربیانو سره مستقیماٌ جګړه کوي، أو د خپلوهمکارو نظامو سره بالوکالة چې هریو ته یې خپل حریف ساتلی، أو د ضرورت په وخت کې له هغو څخه استفاده کوي، پاکستان ته یې پاکستاني طالبان أو عربو ته یې القاعدة أو نورو شاوخوا دولتو ته یې نورساتلي، دټولو همکارانو یو یو لاس یې تاوکړی، هغوئ هم پوهیږي أو ښه یې ویني خو هغه نقطي چې ګډې ګټې شمیرل کیږي أو حیاتي أرزښت دوئ ته لري چې باید په هره بیه وي وسرته ورسیږي دوئ جبراٌ دې ته مجبوروي چې سترګې پټې کړي أو د طالبانو ملا ورټینګه کړي، دوئ ښه پوهیږي چې پښتانه کولی سي د دوئ ګټې خوندي کړي، أوپه دې هم پوهیږي چې همدغه پښتانه کیدای سي راتلونکي کې دوئ ته لوی خطرونه پیښ کړي ، خو اني ننګونې دوئ ته جدي خطرونه بریښي چې پرته لدغې لارې یې مخ نسي أړولی.

پاکستان زمونږ صمیمی دوست نه دی أو هیڅ کله هم نه وو، تل دوښمن وو أو وي به، خو کله هم آضطراري دوست جوړیږي، لکه چې د جهاد وخت کې أو أوسني حالاتو کې چې جبراٌ د طالبانو دوست دی، مونږ ته پکار دی چې ډیر په ځرکتیا أو پوره ویښتیا سره د دوئ له دغه مجبورئ څخه ګټه پورته کړو، أو دا موقعة هم ورنکړو چې بیا مو تیرباسي أو تیرې ناخوالئ راباندې بیا تکرار کړي.

طالبان دې ټکو ته ښه متوجې دي أو پام یې دي بل بدیل نلري، أو پاکستان هم بل بدیل نلري، مونږ ته أزادئ پکار ده أو دا مو مرام دی چې اسلامی خپلواک نظام قایم کړو، أو یرغلګر مات کړو، تیښتې ته یې مجبور کړو، نو کې دې مورد کې هرڅوک کومک راسره کوي مونږ یې باید ترلاسه کړو، دوښمن ډیر زورور دی، په تنها ځان نه کیږي، باید أسباب ترلاسه کړو أو د نورو مجبوریتونو څخه پوره ګټه پورته کړو.

له دیني أړخه هم جهاد پر مونږ فرض عین دي، هیڅ جواز د نه کولو یې نلرو خدای ته مسؤل یو، أو کنه مسلمانئ مو په سؤال کې راځي، أو د یرغلګرو په شتون کې هیڅ صلحه زمونږ په ګټه نده، أو نه صلحه منځ ته راتلی سي، مونږ پرته له جهاد أو جنګ څخه بله لار نلرو، أو جنګ کې مړي کیږي دردونه به پکې وي، جنګ یوه دردونکې اضطراري انتقالی مرحله ده.

په درنښت


pattang
01.11.2011

دابحثونه تخنيکي شکل لري،ځينې ستراتېګي پکشې شکاره او ځينې پټې
پکشې پرتې دي. ٠دطالبانوتړل په پردۍ غلامي کې زمونږ شهيدانو او زمونږ اولس
ته ناروا،لوی سپکاوی اوتحقير دی ٠ که مونږ څوک هرڅه بولي هدف مو د هېواد
ازادي اواسلامي دود دی ، څو ک چې له مونږ سره پردې برخه کې مرسته کوي
کور يې اباد !


رښتینی
02.11.2011

ډا کټر صاحب لومړۍ ستاسو له دې معقول تحلیل نه مننه کوم اوبیا دومره
باید ووایم چې دلته په طالبانو تورونه لګوونکې او یایې په ګام ګام دISI
په غلامانوسره یادونکې چې کله په خبروکې بند شې نوبیا دطالبانو له پآره
یوڅو توصیفې جملې ولیکې او ددوی په زعم یوډول هنر غوره کړې اوځانونه یې
خواخوږې معرفې کړي خو دوی ته په احترام دومره باید ووایم چې دحالاتو
نزاکت ته هم یوڅه توجه په کار ده او د وخت ظالم جبر هم بایدیوڅه په نظر کې
ونیول شې . دطالبانو په تیره دوره کې که څه هم بې جګړو نه وه او باندنیو او داخلی دښمنانو بیا هم اړ لرلې وو دطالبانو نسبی استقلال ددې خبرې ښه ثبوت ده چې په دوی کې داسې څوک نشته چې دهیواد هیواد په علیا ملي ګټو دې دنورو هغوته ترجیح ورکړې .او بله دخواشینې خبره دا ده د ciaاو دهغې د ګوډاګې دولت په اړه یې ځینې
خو پټه خوله وې یواځی په استدلال کې دتقویې له پاره یونیم ځل خوله ورواچوې
اوداپه داسې حال کې چې سی آی ای فعلا بمونه اوروې او هیواد یې اشغال کړی دی
نو دلته سړۍ دداسی خلکو داخلاص ! په دعوو شکمن شې .....
ډاکټر صاحب یوځل بیا هم مننه اوستاسو دپوره ګډون په هیله

[quote:99b1c42c70="J..Ahmadzai"]سلامونه

پتوال صاحب د ISI مداخله همکاري أو ګوتوهنې خوڅه پټه خبره نه ده، خو دومره وزن ورکول چې ګواه کې دا ټول جنګ دوئ اداره کوي أو مالی خرچ یې دوئ برابروي له عقل څخه لرې خبره ده، پاکستانی واکداران په پیسو پسې ...ورکوي .
خو باید دې ته هم متوجې أووسې، چې دا جګړه کثیرة الأطراف جګړه ده، ډیر طرفونه پکښې دخیل دي، هرڅوک پکې خپل مطلب لټوي، هیڅوک د بل چا د سترګو تور لپاره همکاري نه کوي، که أمریکایان أو نور غربیان راغلي أو جنګ کوې هغوئ خپل أهداف أو خپل مرام لري نه زما، نه ستا أو نه هم د کرزي د سترګو تورو لپاره خپل ناولي بچیان دلته قربانوي، همدارنګه زمونز لاسپوڅي خپل جیبونه ډکوي، غله دي له غلاپرته بل هدف نلري، د هیچا په غم کې ندي، دې غلامې ادارې کې هیڅ داسې مخلص څوک نسته چې د ملت یا د دین غم ورسروي،دوئ خرڅ سوي غلامان دي.

پاکستان أو بانډ یې لکه سعودي أو دخلیج نورې خانې أو مالدارې کورنئ چې د طالبانو سره همکار دي هغوئ خپلې موخې لري أود خپلو ګټو په لټه کې دي، د پاکستان پوځ د سعودي د تیلو پیسو په پښو درولی، د پاکستان د ټول پوځ څلورمې برخې تنخا عربستان ورکوي، دوئ أوږد مهاله ګډ ستراتجیک أهداف لري، له دغو أهدافو څخه یو دا هم دی، چې أفغانستان باید د دوئ په بانډ کې وي أو د هند، روس أو ایران، لاسونه ترې لنډ کړي أو نفو‍ذ یې کم کړي، دسعودي له أهدافو څخه دا هم دی، چې باید د ایران توند مذهبي شیعه نظام په بغل کې یو توندرو سني نظام قایم کړي، أو پرې ویځپي أو یا یې هم پرې تل مصروف وساتي أو سردرد ورته جوړ کړي، همدارنګه د منځنئ أسیا د انرژئ د منابعو څخه د أمریکا محرومول دي ترڅو د ډیر وخت لپاره نور هم د دوئ بازار ته محتاج وي، په دې علت طالبانو ته ۸۰٪ مالي مرستې له خلیج څخه په رسمي أو غیر رسمي توګه حاصلیږي، أو نور ۲۰٪ د دیني جذبې أو فرضیت په خاطریې دیندار مسلمان تجاران ورکوي چې خپله دیني وجیبه یې ګڼي، طالبان دغه پیچیلې ارتباطات أو مصالح أو بانډونه په ډیر مهارت سره د خپلې برحقې جګړې أو مقاومت په محور راڅرخوي، خو ډیر په ځیرکتیا أو ویښتیا سره چې هسې نه د کوم یو په دام کې ښکیل نسي، د غربیانو سره مستقیماٌ جګړه، أو د همکارو نظامو سره بالوکالة چې هریو ته یې خپل حریف ساتلی، أو د ضرورت په وخت کې له هغو څخه استفاده کوي، پاکستان ته پاکستاني طالبان أو عربو ته القاعدة أو نورو شاوخوا ته یې نورساتلي، دټولو همکارانو یو یو لاس یې تاوکړی، هغوئ هم پوهیږي أو ښه یې ویني خو هغه نقطي چې ګډې ګټې شمیرل کیږي أو حیاتي أرزښت دوئ ته لري چې باید په هره بیه وي وسرته ورسیږي دوئ جبراٌ دې ته مجبوروي چې سترګې پټې کړي أو د طالبانو ملا ورټینګه کړي، دوئ ښه پوهیږي چې پښتانه کولی سي د دوئ ګټې خوندي کړي، أوپه دې هم پوهیږي چې همدغه پښتانه کیدای سي راتلونکي کې دوئ ته لوی خطرونه پیښ کړي ، خو اني ننګونې دوئ ته جدي خطر بریښي چې پرته لدغې لارې یې نسي مخ أړولی.

پاکستان زمونږ صمیمی دوست نه دی أو هیڅ کله هم نه وو، تل دوښمن وو أو وي به، خو کله هم آضطراري دوست جوړیږي، لکه چې د جهاد وخت کې أو أوسني حالاتو کې چې جبراٌ د طالبانو دوست دی، مونږ ته پکار دی چې ډیر په ځرکتیا أو پوره ویښتیا سره د دوئ له مجبورئ څخه ګټه پورته کړو، أو دا موقعة ورنکړو چې بیا مو تیرباسي أو تیرې ناخوالئ بیا رابندې تکرار کړي.

طالبان دې ټکو ته ښه متوجې دي أو پام یې دي بل بدیل نلري، أو پاکستان هم بل بدیل نلري، مونږ ته أزادئ پکار ده أو دا مو مرام دی چې اسلامی أزاد نظام قایم کړو، أو یرغلګر مات کړو، أو تیښتې ته یې مجبور کړو، نو کې دې مورد کې هرڅوک کومک راسره کوي مونږ یې باید ترلاسه کړو، دوښمن ډیر زورور دی، په تنها ځان نه کیږي، باید أسباب ترلاسه کړو أو د نورو مجبوریتونو څخه پوره ګټه پورته کړو.

له دیني أړخه هم جهاد پر مونږ فرض عین دي، هیڅ جواز د نه کولو یې نلرو خدای ته مسؤل یو، أو کنه مسلمانئ مو په سؤال کې راځي، أو د یرغلګرو په شتون کې هیڅ صلحه زمونږ په ګټه نده، أو نه صلحه منځ ته راتلی سي، مونږ پرته له جهاد أو جنګ څخه بله لار نلرو، أو جنګ کې مړي کیږي دردونه پکې وي، جنګ یوه دردونکې اضطراري انتقالی مرحله ده.

په درنښت[/quote:99b1c42c70]


larghonay laraway
02.11.2011

السلام عليکم!
په زړه پورې بحث دی چې ماته په کې ډېر څه پاتې هم نه دي خو غواړم د ليکوالو په اندونو رڼا واچوم او خپل منځګړی تحليل درته وليکم!
خبره د جرمني له مطبوعاتو پيل شوې چې پاکستان طالبانو ته په جاسوسۍ تورنوي.
په دې اړه د پتنګ صيب چرګ د تېر په څېر همغه يکي يوه پښه لري او وايي طالبان که د ISI ګوډاګيان هم دي خو تاسو خوله پټه کړئ او څه مه وايئ ځکه چې د شهيدانو سپکاوی کېږي.
شهير صيب په زړه پورې نظر وړاندې کړی دی. رښتيا هم پاکستاني مطبوعات او ژورناليستان تر رسنيز رسالت جاسوسۍ ته زياته پاملرنه کوي. له احمدرشيد، رحيم الله يوسفزي او د ضرب مؤمن والاوو رانيولې تر سليم صافي پورې ټول د جاسوسۍ ډېر ليوال دي.
پتوال صيب موضوع ښه تحليل کړې ده. ليکوال باید خپله تقوا او بې طرفي وساتي او ټولنې ته داسې خير اندويه تحليل وړاندې کړي چې خپل ولس ته مختورن نه وي. پاکستان رښتيا هم له طالبانو انسانيت او عاطفه اخيستې او يوازې د وسلې په څېر يې ډزوي.
عادل صيب ډېره ښه پوښتنه مطرح کړې او ليکلي يې دي چې اوسنۍ د cia ګوډاګۍ اداره د سولې په اړه اخلاص نه لري او د رباني ټاکل يې غټ دليل دی.
نو زه وايم رښتيا هم اوسنۍ ګوډاګۍ اداره د سولې لپاره مخلصه نه ده. ځکه چې د دې ګوډاګۍ ادارې واګي د صليبيانو په لاس کې دي او هغوی روانه جګړه خپلو اهدافو ته د رسيدو لپاره پيل کړې ده. نو تر څو چې خپلو اهدافو ته نه وي رسيدلي د کرزي اداره او د ملاعمرډلګۍ د همدې لپاره جوړې شوي چې د جګړې ډګر تود وساتي.
همدا راز عادل صيب په دې په خپه دی چې پتوال ولې هر وخت د طالبانواو ISI په غلامۍ او بادارۍ غږېږي. نو څو چې مونږ يو، څو چې اوسنۍد cia ګوډاګۍ اداره وي، څو چې د پاکستان ISI او د ملاعمر غلامه ډلګۍ وي او په افغانستان کې د جګړې اور بل وي نو هر وجدان لرونکی انسان که قلم پورته کوي نو بايد چې دوی په تکرار تکرار سره وغندي او همدې ته (حسن تکرار) وايي.
احمدزي صيب هم جګړه ښه تحليل کړې ځکه چې دا يوازې د پاکستان د isi نه بلکې يوه ګڼ اړخيزه جګړه ده چې هر څوک په کې خپلې ډوډۍ پورې کوي. ولې د پاکستان د ISI او د امريکې د CIA ونډه تر هر چا لويه او بنسټيزه ده. نو ځکه بايد د جګړې همدې بنسټ ته ډېره پاملرنه وشي او خلک پرې خبر کړای شي.
همدا راز احمدزي په پای کې د جهاد فتوا ورکړې خو جهاد يوه سپېڅلې فريضه ده چې ستر هدف يې خپلواکي ده نه دا چې د جهاد پايله دې د CIA او ISI غلامي شي.

ريښتينی صيب هم په دې خواشينی دی چې ولې يوازې د طالبانو بادار ISI غندۍ او د CIA ګوډاګی دولت مو هېر کړی دی. نو په حقه دی ځکه د جګړې دواړه اړخه بايد وغندل شي. په

زما په نظر د ټول بحث ښه نتيجه به دا وي چې په افغانستان کې روانه جګړه د امريکا له خوا پيل شوې چې ګڼ صليبيان او کمزوري مسلمانان يې د ځان ملګري کړي دي خو بايد دا هم له ياده ونه باسو چې د دې جګړې په تودولو کې پاکستان تر ټولو ډېره ونډه لري ځکه چې په ښکاره توګه د جګړې ملاتړ کوي او د خپلو ګوډاګيانو په واسطه يې يو ړوند جهاد پيل کړی چې هيڅ سپېڅلی هدف نه لري. د دوی غټ جهاد د ښوونځي سوزول او بندول او د خلکو ړندول دي نو تاسو قضاوت وکړئ چې ړوند (معنوي ړوند يعنې بې سواد)به د قرآن په رڼا څه پوه شي؟
د جګړې د دواړو خواوو او د دوی د ملاتړو د تباهۍ او د افغانستان د خلاصون په هيله
ستاسو لرغونی لاروی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more