اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د الله تعالی قول:(فاجتنبوُ لعلّکُم تُفلحون)
مساپر
30.10.2011
اسلام علیکم،
خبرونه وایي: كه څه هم تېر كال د هلمند په ځينو سيمو كې د مشترك په نوم تصفیوي عمليات تر سره شول او څه موده وړاندې د لښكرګاه ښار امنيتي چارې له بهرنيو ځواكونو څخه كورنيو ته وسپارل شوې، خو په دغه ولايت كې د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې په برخه كې لا هم د پام وړ څه نه دي شوي.
د هلمند د باغران ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، نږدې اووه کاله کېږي هلته دولتي اداره نشته او د وسله والو طالبانو له وېري خلک په خپلو ځمکو کې کوکنار كري، ځكه چې طالبان كله عشر او ذكات ټولوي نو اپين غواړي. باغران د هلمند يوه لرې پرته ولسوالي ده .
الله تعالی په واضحه توګه له نشه یي شیانو څخه په شدت منع کړي دي، ځکه چې هغوی د سړی عقل او هوش ته ډیر زیانونه رسوي، او عادی انسانانو ته د لیونیانو په شان په خپلو منځو کښی جنګونه او جګړی سره اخته کوي. دا څنګه مسلماني او جهاد شو؟
دوی د الله تعالی او د اسلام د ستر پیغمبر محمد (ص) د ارشاداتو څخه څه جوړ کړي دي؟
ځانونه ټول د اسلام خادمان وایي خو په اصل کې د دوی دغه راځ اعمالو ټول د اسلام د مبارکو ارشاداتو څخه توپیر لري.
والسلام،
فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
ع کريم حليمي
31.10.2011
محترم او مکرم مسافر وروره السلام علیکم و رحمة الله و برکاته
[quote:506f655034]يقول الله تعالي { يا أيها الذين آمنوا إنما الخمر والميسر والأنصاب والأزلام رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلكم تفلحون [/quote:506f655034]
ګرانه وروره ! ستاسو لیکني ته ، د ایات سره څرنکه ارتباط ورکوۍ؟؟
لمړئ ئې و مونږ ته د ارتباط نقطه را وښیاست
درنښت