د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د پښتنومختلفو شاعرانو شعرونه

عارف افغان
24.08.2004

دې دنيا کې چې هر څه زمونږه نه دي
واک د بل ، ژبه د بل او کار د بل دی
مال زموږه، ملک زموږه خواري موږ کړو
عيش د بل ، عشرت دبل اختيار د بل دی
( شهيدموسی شفيق )
ځاردې امريکا له روس او روس دې ځار له چينه شي
غواړمه چې ټوله دينا مينه ، مينه، مينه شي
( شاعر امن پير ګوهر )
په پوسه د شکر لبو زوړ ځوانېږي
دا خبره تجربه ده د خوشال
( خوشال بابا )
چې مې رنځورې هيلې وژني په طبيبو ګوتو
زما د دې عصر دښمن خو ډېر بې ننګه ښکاري .
( اند )
که هر څه مې وژنې خيال او فکر مې مه وژنه
پدې کې مې ملت ته ډېر تاوان ليدلی دی
(استاد الفت )
ډېر تفاوت شته په انسان کې د مانا په لحاظ
واړه لګيا دي ، ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
( استاد الفت )
ولې يې دومره وار خطا لکه خيمه د غريب
زګېروی دې ځي افغانستانه په تا شوي څه دي؟
( محمود اياز )
د هوسۍ تيونه ډک پاتې دي خدايه
بوی د سوي کباب خيژي ، کبلی نه شته
( کاروان )

که باده وي د اسلام پښتو مې ظرف دی
مړه کاندي په خپل ظرف کې مشروبات
( حمزه بابا)
ژوندی ځان پر ځمکه ښخ کړه لکه تخم
که لويي غواړې د خاور په مقام شه
( رحمان بابا )
نور باغونه د نوروز په وخت غوږېږي
په اهاړ کې غوړېده کا د کابل باغ
( خوشال بابا )
سيال به دې د حسن پيدا نه شي که کړم جمع
ښکلي د لاهور و د کشمير و د کابل
( پير محمدکاکړ )
پېښور مې همګي پسې پره کړ
بيا مې نه موند يې رقيبه د دلبر مخ
( علي خان خټک )
وايي چې خبرې له خبرو پيدا کېږي
فکر په وينا کې زرغونېږي او غوړېږي
څوک چې دخبرو نسل قطع په سکوت کړي
وژني معنا فکر د فرهنګ کور خرابېږي.
( الفت )
دروېشه تا يو داسې کلي ته پناه راوړله
چې خان يې توره او جومات يې مناره نه لري.
( درويش درانی )
نه د خپل ځان ، نه د جانان په خاطر
يمه ژوندی د ټول جهان په خاطر
( رفيقي )

لمن مې ډکه ده له کاڼو خو څوک نه پرې ولم
په عادتونو کې دا يو عادت د غر لرمه .
( درويش دراني )
وي دغه دوه سترګې خو بېل بېل يې د کتو انداز
چاته شي ګلونه، شي ګلونه د چا سترګو کې
( ډاکټر اعظم )
چي وهل به يې ستا لپاره د مرګ ځالو کې لاسونه
راشه هغه ماشوم ژوند مې له دېواله راپرېوتی
( نوراجان بهير )
هره پېغله حوره حوره ، هر زلمی غلمان غلمان
ملا شک راته پيداشو، داجنت دی که لغمان
( نور محمد لاهو )
په ماته کښتۍ سپور يم توپانونه مې په مخکې
په دې لاره يي بيايم که وم-وم،که نه وم- نه وم
( استاد خادم )
کلی لرو ،غر لرو د ستورو ډک اسمان لرو
شين د بوډی ټال ګوره نری نری باران لرو
رابه شي، پاچا به شي زموږ دملنګۍ په زور
خدای لرو، رسول لرو، وطن لرو قران لرو
( کاروان )
راشه وګوره فرعونه ! دا دود د ملنګانو
په دې خاور کې خورې دي، کپرۍ د بادشاهانو
( غني بابا )
په خندا خندا دې زړه له نصرت يوړ
اوس به چېرې له تا ځي څو يې ورنه کړې
( نصرت )

تورې زلفې دې په سپينو لېچو زانګي
ښاماران دي د چندڼو په ښاخونو
( عبدالرحمان بابا)
په هر مياشت کې يو موټر بدلوي
څوک چې حرامو پسې تل ګرځي
او څوک چې اوري د ضمير اواز
هغه ټول عمر په سيکل کرځي
( ق،طايزی )
چې دروغ له خولې وباسي کله خوله ده
چې رښتيا له خولې وباسي خوله هغه ده
( خوشال بابا )
راځه چې وژاړو او سيوري د ګلاب ته کېنو
سږ وچکالي ده د سپين غره پر څوکه واوره نه شته
مابه داستا په غم کې خاورې و ای په سر شيندلې
داسې وطن کې اوسم ياره چې يې خاوره نه شته
( ازمون )
خمارونه دې منم په اننګو کې
ولې نه يې شته نصيب زما په څښو کې
ستا ښايست راته د خپل وطن نظام شو
وږی تږی مې ساتي په زولنو کې
( رحمت شاه سائل )
يو بل مو دومره وويشتل په توپو توغنديو
چې بد مې شول تر پامه د ګلونو ګوزارونه
( نثار )
چې د جمال ډيوه شوه بله پتنګان شو ل پيدا
لومړی پتنګ ددغې شمعې ته انسان وګڼه
( استاد الفت )
ته چې ما ته عربي خبري وايې
د عربو ژبه څه زده عجمي
( خوشال بابا )
څوک به چا لره په درد او فرياد ورشي
چې په ظلم رضامـــــــــند شول پاچاهان
( خوشال بابا )
پروت په وينو کې لت پت ښه يم په پت کې
نه د سرو زرو پر تخت باندې بـــــــي پـــــــــته
( عبدالحميد مومند )
چې پيغام د پسرلي مې ارمغان دی
له سروره مې زړګی جهان جهان دی
دا پيغام اورول غواړم هر انسان ته
که هندو که عيسوي که مسلمان دی
( محمد داود مومند )
چې رښتين خادم يې وينم بېنوا دی
پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبـــــــــــــه
( استاد الفت )
شيخ دې لمونځ روژه کا زه به ډکې پيالې اخلم
هر ســــړی پيدا دی خپل خپل کار لره کـــه نــــــه
( خوشال بابا )
د ډهلي تخت خېرومه چې راياد شي
زماد ښکلي پښتونخوا د غروسرونه
( احمدشاه بابا )
ګومان مې نه شي که لاسونه مې دروريېږي
ته د اسمان لمنه زه د ديوالونو سيوری
زه ددې خونې دتاخ مات څراغ يم نه جوړېږم
په ما کې ښکاري ددې کور د ګناهونو سيوری
( ډاکټر اکبر اکبر )
قناعت له ډيره غمه سړی خلای کا
اچاوه پر خرابه نه شي خراج
( حميد بابا )
ددنيا خبرې واړه په دنيا شي
زه به څه کړم چې څوک نه لري دنيا
که په کلي کې مې کور دی زه ګومان کړم
چې کور نه دی دامې ګور دی د سارا
( رحمان بابا )
د ژوندون ميره اوږده ده ستړی کېږې
ګوټ د شونډو د شربت درسره واخله
د وصال ډيوه به مړه وي موږ به نه يو
دا په ياد د محبت در سره واخله
( موسی شفيق )
ژوندي قومونه ښکلوي د اديب ولي
مړه قومونه ښکلوي د اديب څلي
چې د مرګ په بستر پروت وي پُرس يې نه وي
بيا د قبر ښکلوي لرګي توږلي
( خليق )
خلک لګيا دي تجربې د مزايلو کوي
او موږ لګيا يو بس په خپلو لاسو کور ورانوو
خلک سيالي کوي له سيالو سره ځان سموي
او موږ د خپل وطن رونق ، د ژوند انځور ورانو
(مفتون )
ستا په راتلو مې زړه نه غم لرې شو
تمبې به پورې کړم چې بيا رانه شي
( ډاکټر اسرار )
زما د غر په رنګ مضبوطه حوصله لړزوي
اشنا چې سترګو ته رپ ورکړي زلزلې راولي
دا يې د سرو شونډو لمبې نه دي نور څه دي اشنا
چې په يخ ژمي کې په ما باندې خولې راولي
( مفتون )
ازادي د ابادۍ مقدمه ده
يو هيواد هله ابادشي چې ازاد شي
چې غلام وي نه يې نوم نه يې نښان وي
چې ازاد شي پر تمامه دنيا ياد شي
( استاد حبيب الله رفيع )
کسي هغه کسي ، چې د يار کسي پرې کسي
ورک شه هغه کسي ، چې بې ياره کسي کسي
( دولت لواڼی )
روښان وجود ير د لمر پټ کړ له جهانه ماښام
تيارې يې راوړې خدايه ! بيا راغی ستومانه ماښام
که ير څيره له فيضه ډک تکه سپينه ورځ ده
خو په اور بل کې بيا لري يو نافرمانه ماښام
( هنرمل کاکړ )
دې وی چې ولې ځې راځې په کوڅه
ماوی چې ستا د پلار کوڅه خو نه ده
دې وې د ږيرې نه دې وشرمېږه
ماوی ستا زلفو نه اوږده خو نه ده
( سيف مومند )
وايي راغلی د ګلونو سپرلی
په وطن بيا د شنو باغونو سپرلی
روغ ليونيه غواړه ټول وطن ته
د سولې ژوند د اخترونو سپرلی
( روغ لېونی )
په نړۍ کې که دوستۍ که دښمنۍ دي
خپلې ګټې، خپلې وټې يې محور دی
خپلې ښې او خپلې خوښې، خپل مرادونه
په بشر کې دا معيار د خير او شر دی
( پوهاند رشاد )
زه يې په ليکلو او ويلو ګناهګار شومه
نوريې په کولو او عمل باندې ښاغلي دي
( استاد الفت )
زما تړلي لاس وو ستا درنې درنې څپېړې
پو وخت خو به اشنا دا په حساب کې راولم
( اسمعيل يون )
وائی اغيار چه د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
( حمزه شينواری )
په پيسو پسې پښتو پښتو نارې دي
پښتانه هم پارسي واي چې ماړه شي
بختانيه !که افغان ملت راويښ شو
نو د خلکو د روزګار يو بند تاړه شي
( استاد بختانی )
ستا غيرته ډک ديوان نه شم قربان خټکه
يو ځلې بيا راشه دنيا ته خوشحال خان خټکه
( ملنګ جان )
فرق د شپانه او د قصاب پسو نه کله کوي
چې شنه ګياه يې لاس کې وويني قاتل پسې ځي
( استاد الفت )

غريب خلک مرده ګان پکې وريتيږي
ظالمان نکير منکر پيښورګور شو
( حميد بابا )
په خپل وطن کې جنګ راپه سر دی
دلته هم زه مرم، هلته هم زه مر م
( رحمت شاه سائل )
حيف دی چې دا هسې رنګ بې پته ته يې زړه ورکړو
زړه که لاړو، لاړو، غم خو دادی چې پښتو لاړه
( حمزه بابا )
نور به دغه ښار او کوڅه پرېږدمه چې ته غواړې
پل به مې دصبر په زړه کېږدمه چې ته غواړې
لمر د مازديګر يم په ديدن مې خفه کېږه مه
ای د ماښام ستوريه زياتې لېږدمه چې ته غواړې
( ارواښاد ساهو )
جد مې د غنم مينې را ايستی له جنته
زه له طمعه دار د غنم رنګو د وفا يم
( علې خان خټک )
ما ستا لپاره ماڼۍ جوړه کړه له ستوريو
خپلې جونګړې ته به ځم زخمي لاسونه
( درويش دراني )
چې د اوسپينې زنځير سلوي په ګوتو
هغه دېو په اومه تار د احسان نښلي
( حميد بابا )
د خوشال قدر که اوس په هېچا نه شته
پس له مرګه به يې ياد که ډېر عالم
( خوشال خان خټک )

ميړني دي چې خپل نوم پکې پيدا کا
ګنې دلته ټول راغلي دي بې نومه
( خيبر اپريدی )
يو باد رالګېدلی ما له ځانه سره وړي
د زړه اس می د باره له ارمانه سره وړي
دشپو په اوښ يو غل زموږه کلي ته راغلی
ګلونه او باغونه له باغوانه سر ه وي
( ننګيال صاحب )


پاتې دي (حمزه بابا)

pashton
13.06.2005

[color=blue:54a0559874]څه که په ژبه ئې تراخه پاتې دي
لا ئې په سترګو کې خواږه پاتې دي
د تندي ګونجې دې خورې کړه آشنا
يو څو خبرې مې په زړه پاتې دي
مځکې ته وګورو چې مخ شو سره
نور نو زمونږ په منځ کې څه پاتې دي
بس د هستۍ په خوب کې خوب ويني ټول
څوک دي ويښ شوي څوک اوده پاتې دي
اوکړه تپوس ئې د حمزه له سترګو
هغه خبرې چې په خوله پاتې دي [/color:54a0559874]



څاروان
14.06.2005

14-6-2005
-------------------------[color=white:e318494a31]نوې ترقي[/color:e318494a31]
ترقي شوه چې زلمي صاحب دفن شو
--------------------------- بي فكري پخپله فكر د وطن شو
د مسكو د جانس دپاره كمونست ؤ
--------------------------- ديموكرات شو چې يې وار د واشنګټن شو
----------------------------------------------------------- "" خادم""
=============


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more