نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مذهبي فاشيزم او زړې کينې !
pattang
27.10.2011
مذهبي فاشيزم او زړې کينې !
وروڼو ضرور يې نه بولم چې ددې عنوان لاندې ډېر اوږد تاريخي مضمون وليکم,
زما هدف دادی چې دفوروم لوستونکي ورځنی سياست او د حقوقو تنا سب په
سترګو کې ونيسي :
څوورځې مخکې محمود عباس د فلسطين اولسمشر UN ته يوه عريضه وړاندې کړه
او په هغې کې يې له UN څخه وغوښتل چې دفلسطين ملت په رسميت وپېژني٠
دا ٧٠ کاله کېږي چې فلسطينيان خپل ټاټوبی نه لري او ټول يې دلته او هلته دمهاجرت
ژوند کوي٠ خو دمحمود عباس نه مخکې د اسرئيلو صدر اعظم ځان نيويارک ته رسولی
وو او هلته يې د خپلو يهودي او صليبي امريکايانو سره ددې لپاه وليدل چې د محمود
عباس درخواستي ته منفي ځواب ورکړي ، اودفلسطين ددولت رسمي پېژندل د امريکا
دويتو د حق په وسيله ردکړي ٠ هغه وه چې دامريکې د un استازي دغه قانوني او انساني غوښتنه رد کړه او بهانه يې داوه چې فلسطينيان دې اول له اسرائيلو سره سوله
وکړي او بيا به يې un په رسميت پېژني٠
که حقيقت ته وګورو داپر دې مانا چې اسرائيلوته نور هم وخت ورکول کېږي چې
فلسطييان له خپلې خارې وشړې او په مځکوکې يې هغو يهودو ته چې له امريکې
، اروپااو نورو ځايونو څخه ور ځي کورونه او ښارونه جوړ کړي٠
اوس به ولې عربي هېوادپالونکي اسلام پالونکي او مسلمانان ددې فرعون امريکا
په مخ نه پورته کېږي او ددوی هر کار به بد نه بولي٠
يهودي او صليبي فا شيزم جنوبي سوډان چې تر ٢ مليونه عيسويان ژوندپکشې
کوي په رسميت وپېژاند او شرقي تيمور چې يوه کوچنی جزيره ده او عيسويان ژوند
پکشې کوي په رسميت وپېژاند، خو پر مليونو فلسطينيان چې دا 70 کاله کړيږي
اوشړل کيږي دپردې شاته واچول٠
ټولو غربي ميدياوو د فلسطين دنه پېژندني په هکله خپلې خولې پټې ونيولې ٠
زما هدف دادی چې مسلمانان سر يو شی اوددې حراميانو د بشر دوستي او اولسواکي
په شعارونوغلط نشۍ ، خپل کلتور او خپلې پوهې ته په خپله روزنه ور کړۍ ، نه ددې حراميانو او غلوپه مرستو!