د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو په لويه جرګه کي د نه ګډون خبردارئ ورکړ

pattang
27.10.2011

طالبانو په لويه جرګه کي د نه ګډون خبردارئ ورکړ

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر
نېټه : ٤ / ٨ / ١٣٩٠ | 2011-10-26

طالبانو راتلونکې مياشت په کابل کي د لويي جرګې د جوړيدو سره د مخالفت تر څنګ خبردارئ ورکړئ دی چي هر برخه اخستونکی به يې تعقيب او په نښه کړي ، ددوی دليل دادی چي لويه جرګه زموږ دهيواد له جوړيدوسره سم په دې هيواد کې عنعنه ګرځيدلې وه ،تل حکومتونو په مهمو او کليدي مسائلوکې ورته مراجعه کوله ، هميش يي دهيواد دآزادۍ او خپلواکۍ په اړه پريکړې کولې او زموږ دملت لپاره دآزادي بښونکې اصل په توګه يوه درنه عنعنه پاتې شوې وه خو د طالبانو په وينا اوس د بهرنيانو په اشاره افغان دولت ددغي ملي عنعنې څخه نامشروع ګټه پورته کړي او په افغانستان کي د بهرنيو پوځونو شتون ته قانوني بڼه ورکړي


پتوال
27.10.2011

طالبان وخت نه لري او د افغاني لويې جرګې په ځای له ISI سره د کويټې په شورا، پوځي او ځانمرګي بريدونو په تريننګونو بوخت دي ،
له دې لس کلن پټ بهير څخه بي بي سي په خپل رېپوټ او يو مستند فيلم کې داسې پرده پورته ګوي :

(( نوې پلټنه ښيي چې پاکستاني عسکر طالبان روزي

ځينو طالب وسله والو ويلي چې پاکستاني عسکرو روزلي دي
په دې وروستيو کلونو کې متحد ايالات تر بل هر کله ډير په دې باوري شوي چې پاکستان په پرله پسې توگه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.

پاکستان دغه ادعاوې نه مني خو نوي شواهد ښيي چې کيسه بله ده.

د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو يادونه شوې چې که امريکا وار دمخه پاکستان ته پرې د حملې خبر ورنه کړي نو گوزار يې کاري او بريالى وي.

د بي بي سي يوې پلټنې هم موندلې چې گڼو طالب وسله والو ادعا کړې چې د پاکستان پوځيانو له دوى سره په په روزنه کې مرسته کړې ده.

يوۀ طالب قومندان او د يوۀ بل کس چې د ځانمرگي بريد نيت يې لارۀ بي بي سي ته وويل چې پاکستاني عسکرو روزلي دي.

د بي بي سي تلويزيون "د پاکستان د پټ جنگ" په نامۀ په دې اړه مستند فلم خپروي.

پاکستاني عسکر
د پاکستان پولې ته نژدې د متحدو ايالاتو سرتيري هم وايي چې دوى پاکستاني عسکر ليدلي چې له طالبانو سره مرسته کوي.

پاکستان تل د طالبانو د ملاتړ تور رد کړى دى خو تيره اوونۍ يې ومنل چې دوى په خپله خاوره د اورپکو ډلو د مخنيوي لپاره تر هغه څه چې کوي نور څه هم کولى شي.
د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې له يوۀ مخکيني مامور بروس ريديل څخه ولسمشر بارک اوباما غوښتي چې "د پاکستان پټ جنگ" وگوري.

د سي اى اې دغه پخوانى مامور وايي:" زموږ خپل شواهد ښکاره وو پاکستان خپل ايجنتان ليږي ."

ښاغلى ريديل وايي د امريکا له خوا د بې پېلوټه الوتکو هغه بريدونه بريالي وي چې متحد ايالات پکې واردمخه پاکستاني چارواکو ته خبر ورنه کړي.

کله چې پاکستاني چارواکي خبر نه وي نو د بې پېلوټه الوتکو د هدف وړ کسان په خپل ځاى پاتې وي او په بريد کې سم په نخښه کيږي.

په دې نويو افشاگريو کې متحد ايالات او برتانيا هم له داسې پوښتنو سره مخامخ شوي چې ځواب يې ورته اسانه نه دى او هغه
په دې ډول چې همدا دواړه هيوادونه پاکستان ته خورا ډيره مرسته ورکوي او خپل ملاتړى يې بولي. ))
[color=blue:b14fae7d51]نو کله چې د طالب سياسي انپړ مشرانو پوځي لکۍ
او د تيز رګ داسې د ISI په لاس کې وي نو هېڅکله بيا نشي کولی د افغانستان په اړه په کومه ملي يا سيمه ييزه
پريکړه کې پخپله په آزاد اومستقل ډول ګډون وکړي ! نو دغه پورته اعلاميه هم د طالبانو نۀ ، بلکې د طالب مشرتابه په خوله د ISI اعلاميه ده او بس !
آيا همداسې نه ده ؟[/color:b14fae7d51]


pattang
27.10.2011

انډيواله خبرې دې نوې ندي :
ډېر ښه کوي چې له طالبانو سره مرته کوي تر څو چې اشغالګر خنځيران او فرعونيان
وشړي ، که حقيقت پټ نکړو له هر ازادي غوښتنکي حرکت سره له باندې مرسته شوې
ده او کېږي: ==> ليبيا څرنګه ?? هو هو هغه ستاسو ملګري دي ،26 زره وارې بمباري
د شهيد قذافي په لښکر ....
اتحادې شوروي د هوچيمين ، عسکر روزل اسلحه يې ور کوله او دجنګ په موه کې
يې ٥٤ ميليارده دالر مرسته ورسره وکړه نو ولې پاکستان يې له طالبانو سره
ونکړي????????????????????????????

الله دې لږ څه نصيحت درته وکړي !

[quote:5d87c8aaed="پتوال"]طالبان وخت نه لري او د افغاني لويې جرګې په ځای له ISI سره د کويټې په شورا، پوځي او ځانمرګي بريدونو په تريننګونو بوخت دي ،
له دې لس کلن پټ بهير څخه بي بي سي په خپل رېپوټ او يو مستند فيلم کې داسې پرده پورته ګوي :

(( نوې پلټنه ښيي چې پاکستاني عسکر طالبان روزي

ځينو طالب وسله والو ويلي چې پاکستاني عسکرو روزلي دي
په دې وروستيو کلونو کې متحد ايالات تر بل هر کله ډير په دې باوري شوي چې پاکستان په پرله پسې توگه په افغانستان کې د طالبانو ملاتړ کوي.

پاکستان دغه ادعاوې نه مني خو نوي شواهد ښيي چې کيسه بله ده.

د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو يادونه شوې چې که امريکا وار دمخه پاکستان ته پرې د حملې خبر ورنه کړي نو گوزار يې کاري او بريالى وي.

د بي بي سي يوې پلټنې هم موندلې چې گڼو طالب وسله والو ادعا کړې چې د پاکستان پوځيانو له دوى سره په په روزنه کې مرسته کړې ده.

يوۀ طالب قومندان او د يوۀ بل کس چې د ځانمرگي بريد نيت يې لارۀ بي بي سي ته وويل چې پاکستاني عسکرو روزلي دي.

د بي بي سي تلويزيون "د پاکستان د پټ جنگ" په نامۀ په دې اړه مستند فلم خپروي.

پاکستاني عسکر
د پاکستان پولې ته نژدې د متحدو ايالاتو سرتيري هم وايي چې دوى پاکستاني عسکر ليدلي چې له طالبانو سره مرسته کوي.

پاکستان تل د طالبانو د ملاتړ تور رد کړى دى خو تيره اوونۍ يې ومنل چې دوى په خپله خاوره د اورپکو ډلو د مخنيوي لپاره تر هغه څه چې کوي نور څه هم کولى شي.
د امريکا د استخباراتو د مرکزي ادارې له يوۀ مخکيني مامور بروس ريديل څخه ولسمشر بارک اوباما غوښتي چې "د پاکستان پټ جنگ" وگوري.

د سي اى اې دغه پخوانى مامور وايي:" زموږ خپل شواهد ښکاره وو پاکستان خپل ايجنتان ليږي ."

ښاغلى ريديل وايي د امريکا له خوا د بې پېلوټه الوتکو هغه بريدونه بريالي وي چې متحد ايالات پکې واردمخه پاکستاني چارواکو ته خبر ورنه کړي.

کله چې پاکستاني چارواکي خبر نه وي نو د بې پېلوټه الوتکو د هدف وړ کسان په خپل ځاى پاتې وي او په بريد کې سم په نخښه کيږي.

په دې نويو افشاگريو کې متحد ايالات او برتانيا هم له داسې پوښتنو سره مخامخ شوي چې ځواب يې ورته اسانه نه دى او هغه
په دې ډول چې همدا دواړه هيوادونه پاکستان ته خورا ډيره مرسته ورکوي او خپل ملاتړى يې بولي. ))
[color=blue:5d87c8aaed]نو کله چې د طالب سياسي انپړ مشرانو پوځي لکۍ
او د تيز رګ داسې د ISI په لاس کې وي نو هېڅکله بيا نشي کولی د افغانستان په اړه په کومه ملي يا سيمه ييزه
پريکړه کې پخپله په آزاد اومستقل ډول ګډون وکړي ! نو دغه پورته اعلاميه هم د طالبانو نۀ ، بلکې د طالب مشرتابه په خوله د ISI اعلاميه ده او بس !
آيا همداسې نه ده ؟[/color:5d87c8aaed][/quote:5d87c8aaed]


Re: طالبانو په لويه جرګه کي د نه ګډون خبردارئ ورکړ

patang
27.10.2011

انډیواله لودګي خوند نه کوي۰
طالبان دهر هغه څه مخالفت کوي چې پاکستان یې نه غواړي۰
طالبان خپل هویت نه لري ==> نه ګډون او مخالفت یې څه ارزښت لري?????
[quote:1f912fbc95="pattang"]طالبانو په لويه جرګه کي د نه ګډون خبردارئ ورکړ

خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر
نېټه : ٤ / ٨ / ١٣٩٠ | 2011-10-26

طالبانو راتلونکې مياشت په کابل کي د لويي جرګې د جوړيدو سره د مخالفت تر څنګ خبردارئ ورکړئ دی چي هر برخه اخستونکی به يې تعقيب او په نښه کړي ، ددوی دليل دادی چي لويه جرګه زموږ دهيواد له جوړيدوسره سم په دې هيواد کې عنعنه ګرځيدلې وه ،تل حکومتونو په مهمو او کليدي مسائلوکې ورته مراجعه کوله ، هميش يي دهيواد دآزادۍ او خپلواکۍ په اړه پريکړې کولې او زموږ دملت لپاره دآزادي بښونکې اصل په توګه يوه درنه عنعنه پاتې شوې وه خو د طالبانو په وينا اوس د بهرنيانو په اشاره افغان دولت ددغي ملي عنعنې څخه نامشروع ګټه پورته کړي او په افغانستان کي د بهرنيو پوځونو شتون ته قانوني بڼه ورکړي[/quote:1f912fbc95]


پتوال
27.10.2011

انډيواله بيا څه شوي چې سپکو ته دې خوله واچوله ،

تر اوسه پورې خو ستا او ISI په شمول ټول طالبان او پنجابي حکومت په دې منکر و چې له طالب او القاعدې سره ISI مرستې ،
ملاتړ ، پوځي او لوژيستيکې مرستې روانې دي، خو بيځايه پلمه يې داوه چې دا لمر يې په ګوتو پټولو، اسناد او شواهد يې غوښتل ، د طالب سره
د ددغه جهنمي سازمان مرستې امريکا هم پټولې څو جګړه دوام وکړي ، ولې
د القاعدې سره د ISI مرستې ترې پاکوستان پټې ساتلې،
خو اوس چې بن لادن د ISI له کونې څخه راووت ، نور نو سخته وه چې په همغه سوړه کې طالب پټ وساتي له کومې څخه چې اسامه مړ راوويستل شو .
نو د طالبانو د نه ګډون ګواښ صرف د خپل غلامانه ماهيت د پټوولوله پاره کوي اوپه ټول افغانستان د پاکستان د ولکې لاندې د طالب حکومت کولو
يوه ستراتيژي ده او بس !
د پرچميانواو کارمل څه هدف و ، افغانستان د شوروي په ١٤ جمهوريت اړول او خپل حکومت پرې د شوروي په نامه ابدي کول !
آيا دحميدګل اخطارونه دې هير کړل چې ويل يې افغانستان به د پاکوستنګ پنځمه صوبه شي (؟؟؟؟؟؟) آيا هېڅ کوم انپړ طالب هم چيرته موجودنه و چې د حميدګل ددې اخطار په وړاندې يې صرف آه قدرې ويستلی وای ؟؟؟؟

بل داهم ټي چې څوک د ويتنام د ملي آزادۍ پاڅون د طالب له پنجابي القاعدوي غورځنګ سره مقايسه کوي :
[quote:3015be12e7]اتحادې شوروي د هوچيمين ، عسکر روزل اسلحه يې ور کوله او دجنګ په موه کې
يې ٥٤ ميليارده دالر مرسته ورسره وکړه نو ولې پاکستان يې له طالبانو سره
ونکړي???????????????????????????? [/quote:3015be12e7]
خو هلته د شوروي ملاتړ او مرستې د شمالي ويتنام له حکومت سره ښکاره او په رسمي توګه کېدلې، دلته پټې او د يوې ډلې سره کيږي چې رسميت هم نه لري .

هلته هدف ملي آزادي وه دلته د افغان ملت تش نوم هم پاکوستان اورېدلی نشي پاتې خو لا تائيدول يې .
هلته شوروي د ويتنام کومه برخه نه وه لاندې کړې خو دلته دې پاکوستنګ تر آباسينه پورې لر افغانستان ټول لاندې کړی او برافغانستان
ته يې هم خېټه په اوبو کې ايښې ده ، هلته د ګاونډي چين له لاسوهنې څخه ويتناميانو ځان دومره ليرې ساته چې بالاخره چين
له ډېرې غصې پرې يرغل وکړ، خو دلته برعکس طالب مشرتابۀ د ISI سپيو سره دومره غاړه غړۍ خنجک شوی دی چې ځان ترې نه خوځولی
او نه ژغورلی شي، آن تر دې چې هر دم که وغواړي د طالب مشرتابه هر غړی نيولی زنداني کولی او په امريکايانو خرڅولی هم شي !

نواوس ته قضاوت وکړه چې د پاکوستنګ مرستې له طالب سره نور څه معنی لري ؟
صرف دا معنی چې طالبان به افغانستان تل د پاکوستنګ په تنګه سياسي محاصره کې ساتي او يا لږ تر لږه د لرافغانستان د سپېڅلې
خاورې قباله به په لاس ورکوي او يا خو طالب دومره د ملي ګټو پر ضد و جنګوي چې هيواد پرې داسې وران او دړې وړې کړي چې نور
بيا د افغان وطن ، ملت او دولت د جوړېدلو هډو امکان پاتې نشي .

که دا ناولي او ککړ هدفونه نه وي نو پاکوستنګ نو ر د څه له پاره له طالبانو سره مرسته کوي ؟؟؟؟؟ آيا يواځې د اسلام له پاره يې
کوي؟؟؟؟؟ نه هېڅکله نه، که د اسلام له پاره يې کولای نو ايا عراق اسلامي هيواد نه و هلته يې ولې يو سرتيری ونه ليږه ،
يو پاکي ناولی يې د چريکي جنګ له پاره وانستاوۀ ، د فلسطين سره ولې پوځي مرسته نه کوي آيا هلته څوک مسلمان نشته ؟؟؟؟
په سعودي عرب کې ولې د امريکايي اډو په ضد يو ټس او پس قدرې هم نه کوي او هلته ولې د القاعدې مرستې ته نه وردرومي ، نه اوس او نه پخوا ؟؟؟؟؟

دا پورتنې لينکونه خو هم دا ښيي چې لومړی ځل هم طالبان د ISI له مرستې پرته قدرت ته نه دي رسېدلي ، نو هغه وخت خو د طالب
غورځنګ د ملي آزادۍ غورځنګ هم نه و ، ملي آزادي خو موجوده وه، صرف ISI د افغانستان د ملي
آزادۍ نفې کولو ته ګومارلي وو او هر څه يې د ISI په مشوره مرسته او
مداخله او مشرۍ سره کول !


pattang
27.10.2011

خ خ [quote:dfe5490705]انډيواله بيا دې کوم ځای خارښ کړی چې سپکو ته دې خوله واچوله ،[/quote:dfe5490705]
خارش اوسپکې خو زه په خپله ليکنه کې نه وينم !
ستاخپل نظر او زماخپل٠
نور بيا


ډاکتر وطنمل
28.10.2011

دروند ورور پتنک صيب السلام عليکم ورحمة الله !

داسې فکر کوم تاسې يوه اصطلاح داسې کاروئ لکه پيښوريان چې ورته د ( بې وقوفه) کلمه کاروي، خو داسې کارول يې لويه تيروتنه ده،
ځکه لوده او لودګي تر بي وقوفه ډيره سپکونکې او ښکنځونکې کلمه ده ، خو تاسوته د هر چا په وړاندې د هغې کارول
بالکل لکه د سبو خوړل ښکاري او غير شعوري پرې خلک خفه کوئ .

نوهيله ده ددې کلمې له کارولو سره د تل له پاره خدای پاماني وکړئ ، ځکه خلکو ته دې ښکنځل کونکی معرفي کوي ، او زه به ددې
خدای پامانۍ په وياړ دپتوال ګيله + د عبدالسلام ورور ليکنه ړنګه کړم !
موفقيت مو غواړم !


م . ق
29.10.2011

[quote:f69c0268fa]ډېر ښه کوي چې له طالبانو سره مرته کوي[/quote:f69c0268fa]
افرین دبدنامې تورې شبکې ای ایس ایی پوخ جاسوسه، خپله بې شرمانه جاسوسي دې بیا په اثبات ورسوله،
طالبان دې هم درته په رډو او سپینو سترګو ګوري چې دې رسوایې ته څرنګه پرتوګ کوي؟
زه فکر نه کوم چې دوي به د تورو پنجاپکو د سکهانو د اولاد او د ابدالي او وزیر اکبر خان د دښمنانو په غلامۍ وشرمیږي او یا به ورته د پلار او نیکونو ننګ ودریږي.
دوي دې لکه د شاشجاع غوندې د انګلیس د خیټې لاندې د رنجیت سنګ پنجاپک غلامي کوي.
زه نه پوهیږم چې کله به هم دوي ته پښتني ننګ او غیرت ودریږي او کنه؟


عنوان

tandar
29.10.2011

پنجابي ته پيغام
دپورتني جر او بحث له محتوياتو څخه مي دغه دخپل شعر يو ټوټه لازم وګڼله چه ې وليکم

په ډاګه ې وايو لراوبر نشته يو افغان دي........په اغيار ASI باندي غږونه کوو
په پښتو او پښتونخواباندي وياړيږو.............دخوښي نه نن جشنونه کوو
....................................دوروري لاسونه موورکړي يوتربله
....................................سباله قندهاره تر اټکه اټنونه کوو
[color=red:7cdcca74f7]امريکااوغربيان څه کړي.........تورپنجابي هم ګذارونه کوي
پټان اګهي نه ډارول پرون بچيان..... نن په پټان باندي وارونه کوي
......راځي چه ورپه ياد تاريخ داحمدشاه او ميرويس خان کړو
...چه داسي سباياد شو لکه مونږ چه په نيکوباندي فخرونه کوو[/color:7cdcca74f7]
پنجابي ،asi ، له يوي خوا٦٠ فيصده اشغالګر ته اکمالات کوي اوله بلي خوا دي په پټه او ښکاره وهي په کوم وجدان سره سړي ورته دوست وواي ٠
اول مرګ په asi ،دوطن ددشمنانو په سر غيبي تندر


Re: عنوان

م . ق
29.10.2011

[quote:dc5c9b18a3="tandar"]پنجابي ته پيغام
دپورتني جر او بحث له محتوياتو څخه مي دغه دخپل شعر يو ټوټه لازم وګڼله چه ې وليکم

په ډاګه ې وايو لراوبر نشته يو افغان دي........په اغيار ASI باندي غږونه کوو
په پښتو او پښتونخواباندي وياړيږو.............دخوښي نه نن جشنونه کوو
....................................دوروري لاسونه موورکړي يوتربله
....................................سباله قندهاره تر اټکه اټنونه کوو
[color=red:dc5c9b18a3]امريکااوغربيان څه کړي.........تورپنجابي هم ګذارونه کوي
پټان اګهي نه ډارول پرون بچيان..... نن په پټان باندي وارونه کوي
......راځي چه ورپه ياد تاريخ داحمدشاه او ميرويس خان کړو
...چه داسي سباياد شو لکه مونږ چه په نيکوباندي فخرونه کوو[/color:dc5c9b18a3]
پنجابي ،asi ، له يوي خوا٦٠ فيصده اشغالګر ته اکمالات کوي اوله بلي خوا دي په پټه او ښکاره وهي په کوم وجدان سره سړي ورته دوست وواي ٠
اول مرګ په asi ،دوطن ددشمنانو په سر غيبي تندر[/quote:dc5c9b18a3]

ډیر محترم او دروند مشر ښاغلي تندر صاحب، الله مو د پښتنو د ښکاره او پټو دښمنانو په سر همداسې تندر لره.
ستاسې ولوله انګیز شعرونه زمونږ احساسات راژوندي کوي او وینه مو په جوش کې راولي، الله مو تل ښاد، اباد سوکاله، نیکمرغه، هوسا او بریالي لره.
خیبر خو صرف لار د تلو راتلو ده
په کابل او پیښورکې افغان یو دی


عنوان

tandar
29.10.2011

سلامونه
زه دټولو ليکني لولم خو دپتوال صيب ليکني او نظر خاوري اوملت ته بالکل زما دزړه خبري دي هغه چه کله کله څه ليکلي لکه زما زړه چه ې پوښتلي وي
له خدايه مي ډير ژر اولسمشر خوښتي خو چه زه ې دکم وخت لپاره وزير دفاع شم بيا به وګوري چه تورلنګيانو ته ددالخوړلو هضمول څنګه ورزده کوم ههها
ستاسو دقلم جهاد تر توري او توپک زيات دي
د وطن ددشمنانو په سر تندر


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more