د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

حضرت صاحب!!!

محمود سعيد
23.10.2011

د یوه روسي فوځي لیکوال په کتاب (سرې لښکرې په افغانستان کې) د ګروموف له خولې داسې لیکل شوي:
یوه ورځ له ما سره په شخصي ملاقات کې د سلیمان لایق له خولې دا خبره راووتله چې د مجددي د ټبر په هکله د هند په آرشیف کې د انګلستان د (انتلجنس سرویس) اسناد شته
چې ښيي، د دې کورنۍ کوم غړي په څه پیمانه له انګریزي استخباراتو سره اړیکې لرل...

د افغانستان په سیاست کې نوموتې څیره صبغت الله مجددي، د وخت د انقلابي دولت د قومونو او قبایلو د چارو د وزیر سلیمان لایق د خور (مهرنګار) خاوند دی.
مجددي همدا اوس هم د افغانستان په سیاست کې پراخه ونډه لري، خو دا لا څرګنده نه ده چې هغه د کوم فکر پلوي دی! همدی وو چې وینې څښونکي دوستم ته ېې د سیف الله خالد بن ولید لقب ورکړ.
نوموړي یو مهال په داخلي جګړو کې ښکیل مجاهدین ځپل او بل وخت له هغوی سره په یوه ګدۍ د قدرت او ډالر په ویش کې د منډې لوبه کوي.
هغه تر اوسه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې کوم غبرګون نه دی ښوودلی او تل د خپل موقف د لوړ ساتلو په هڅه کې دی.
هغه د خلکو له هغه باور څخه چې پر روحانیونو ېې لري، ګټه پورته کړه او د تیرو ولسمشریزو ټاکنو د شخړو پر مهال ېې استخاره هم کړې وه چې پکې ېې کرزی د افغانستان د راتلوکې لپاره وړ کس بللی وو.
تاسې د هغه په اړه څه اند لرئ؟


پتوال
23.10.2011

[quote:dd3da8e508]که ګروموف وايي چې :
یوه ورځ له ما سره په شخصي ملاقات کې د سلیمان لایق له خولې دا خبره راووتله چې د مجددي د ټبر په هکله د هند په آرشیف کې د انګلستان د (انتلجنس سرویس) اسناد شته چې ښيي، د دې کورنۍ کوم غړي په څه پیمانه له انګریزي استخباراتو سره اړیکې لرل...[/quote:dd3da8e508]
نو دا خو يوه بلا بلې ته وايي چې بو :

ګروموف پخپله د KGB داخلي روسي او سليمان لايق يې بهرنی ً افغانيً استازی دی ، خو دواړه په ګډه صبغة الله مجددي په دې تورنوي چې په نيکونو کې يې چا د اګليسانو سره اړيکې لرلې (!) .
که دغه ملا بلا سليمان لايق که رښتيا افغان وي بايد په دې خبره زهر وخوري ، دغه نالايق غوښتل په دې تور لګونې سره ځان نور هم KGB ته
ور نږدې کړي او د خپلې خور مهرنګارې تړاو له صبغة الله مجددي سره بې معنی وښيي او په عين وخت کې د مجددي صيب جهادي شخصيت زيانمن کړي .
دده دا فتنه انګېزه پوزه دې خدای غوڅه کړي چې د قدرت په وختونو کې يې هم د امين هم د کارمل ، هم نجيب او هم د شمال ټلوالی پلوی کاوه
او له هر يو سره يې په دسيسو کې برخه لرله ! نالايق پخپله د ابليس غوندې يو ملا و خو وروسته ترې ملعون او بلا جوړه شوه .
د مجددي کورنۍ د اسلام کلک پلوی کړی دی ، ملايان او طريقو والا په سياست څه پوهيږي ، نو ممکنه وه چې په هند کې د هندوانو او سېکانو
او په افغانستان کې د امان الله خان پر ضد ترې انګليسانو ګټه پورته کړه لکه څنګه چې يې اوس انګليسان د ISI له لارې د پاکوستان له پاره
له طالبانو څخه ګټه اخلي او د افغانستان پر ضد يې جنګوي ! نو دا تور لښکر نه ليدل چې د ISI له پاره خپل وطن ورانوي
خوځانګړي مجدديان ليدل به په بېلو بېلو ونو کې دسلامت ځنګل ورک کول وي څنګه؟
نو حل دا نه دی ، حل دادی چې ټول ملي، اسلامي او ولسواک ځواکونه سره لاسونه يو کړي او په ګډه اشغالګرو او د پنجابي ISI او د هغوی لښکرو ته
خوله ماتونکی ځواب ورکړي ! ومن الله التوفيق


محمود سعيد
26.10.2011

ښاغلی پتوال!
ستاسې ډیرې لیکنې او ځوابونه داسې وي چې زه ترې سم فهم نشم اخستلی، ځکه ېې بې ځوابه پریږدم. کیدای شي ستاسې فهم ډیر لوړ وي خو هیله ده لږ مو خبرې زموږ له فهم سره سمې کړئ تر څو سؤ تفاهم رامنځته نشي.
[quote:7677953e7a]او په عين وخت کې د مجددي صيب جهادي شخصيت زيانمن کړي.[/quote:7677953e7a]
د مجددي صیب څه ډول جهادي شخصیت؟
په پورتني ځواب کې مو دا خبرې هم یوه له بلې سره اړخ نه لګوي:
[quote:7677953e7a]د مجددي کورنۍ د اسلام کلک پلوی کړی دی،«««»»» ملايان او طريقو والا په سياست څه پوهيږي ، نو ممکنه وه چې په هند کې د هندوانو او سېکانو
او په افغانستان کې د امان الله خان پر ضد ترې انګليسانو ګټه پورته کړه[/quote:7677953e7a]


ډاکتر څپاند
26.10.2011

دمجددي جهادي شخصيت؟
دده د جهاد روستی شهکار دا وو چې وې ويل:"خارجي نظاميان زموږ ميلمانه دي،پر ميلمنو يرغل حرام دی"

سلېمان لايق هله د مجددي په هکله روس ته داسې ويلي ول چې لايق ځان 
'انټرناسيونالست" ګڼلې وو٠
کمونيزم ديوه "بيخدايه دين" (نعوذ باالله) ماهيت درلود٠لکه چې يهودان عقيده لري چې ټول يهودان په ټوله نړۍ کې دې يوې کورنۍ غړياو غم،ښادي ئي يوه ده،دغه راز کمونستان هم دهمدې عقدي لرونکي ول٠
نن دادی ځيني مسلمانان لکه القاعده هم په همدې عقيده دي٠


پتوال
26.10.2011

[quote:20a9dea1bc="ډاکتر څپاند"]دمجددي جهادي شخصيت؟
دده د جهاد روستی شهکار دا وو چې وې [/quote:20a9dea1bc]
له نورو بدګڼو اوښېګڼو پرته سره له دې چې ډيرې تيروتنې ، نيمګړتيا او بېکفايتۍ يې لرلې، هغه جهادي شخصيت و ، کوم چې
دۀ ته يې د ملي خيانانو کمونستانو پر ضد د جهاد وياړ او بيا د لومړني جهاد ي جمهمررئيس مقام ورکړی و او تاريخ ثبت کړی دی .
دا لاندې جمله يې په جهادي دورې پورې تړاو نه لري چې يې [quote:20a9dea1bc]ويل:"خارجي نظاميان زموږ ميلمانه دي،پر ميلمنو يرغل حرام دی"[/quote:20a9dea1bc]
خو دغه لاندې دوره د مجددي د جهاد ي او نالايق د هغې دورې سره تړاو لري چې نوموړ ي د KGB په ليکو کې د وطن ملت او اسلام
پرضد آنټررررررر - ناسيونالوستي (( مبارزه)) کوله چې څپاند يې هم ، خو متاسفانه د تبرۀ کولو له پاره ، داسې تائيدوي :
[quote:20a9dea1bc]سلېمان لايق هله د مجددي په هکله روس ته داسې ويلي ول چې لايق ځان
'انټرناسيونالست" ګڼلې وو٠[/quote:20a9dea1bc]
او بيا دليل راوړي چې :
[quote:20a9dea1bc]کمونيزم ديوه "بيخدايه دين" (نعوذ باالله) ماهيت درلود٠لکه چې يهودان عقيده لري چې ټول يهودان په ټوله نړۍ کې دې يوې
کورنۍ غړي او غم،ښادي ئي يوه ده،دغه راز کمونستان هم دهمدې عقدي لرونکي ول ٠ نن دادی ځيني مسلمانان لکه القاعده هم په همدې عقيده دي٠[/quote:20a9dea1bc]
خباند صيب که ستاسې دا جملې زه داسې پشپړې کړم نو بالکل به يې تائيد کړې :
څنګه چې هر فاميل يو مشر او يو مرکز لري ، نو د نړيوال کمونستي فاميل
مشر او مرکز هم شوروي اتحاد و ، نو ځکه افغاني کم و نيستان او له جملې څخه ي ې سلېمان نالايق هم د شوروي په لاسپوڅۍ وياړ کاوه، خو څپاند صيب
خبردار، داسې بالکل نه ده :
چين هم کمونست و ، خو دمسکو عغلامي يې نه کوله، ويتنام هم کمونيست و خو د چين غلام نه و ، او آيا هسپانيې ، فرانسې ، ايټاليې ستر
کمونستي ګوندونه کمونستان نه بولې که څنګه ، کوم يو يې د مسکو باداري او مشري منله ؟؟؟؟ او کوم يو يې لاسپوڅي کوله ؟؟؟؟؟؟ يو هم نه !!!!
دا صرف د ايران ، افغانستان او پاکوستان يو څو ملېډر کمونستان و لکه ببرکارمل، تره کی، د تودې رهبران او پاکي بنګښ چې د شوروي دکمونستي خردجال سياسي لډوان به يې خوړل او د ملي وطني ، اسلامي
او ولسواکيزو ګټو څخه ورته تېرېدل او په ډېره سپين سترګۍ سره يې د افغان ولس په ژوند، حقه حقوقو، پت او ملي ناموس پښې ايښودلې !

محمود سعيده ورورجانه زما مذلب داو چې ملاخېل او د طريقو والا خپلې سياسي ننګونې په دينې احساساتو نشي درک کولی، له يوې خوا د اسلام په نامه جنګيږي او له بلې خوا په همغو اسلامي پاڅونو تکيه کوي چې شاته يې پرون انګليسي استعمار پخپله او نن د همغه استعمار په ملاتړ د هغه بچپان
يعنې ISI ولاړه ده ، دا وړمه ورځ او پرون د مجدديانو او نن د طالبانو د جهاد ماهيت دی ، مجدديان د پرون د ISI او نن د CIA سره ولاړ دي .
خو که څوک نن د ISI په مشرۍ د CIA پر ضد تر خپلې وسې جنګ ته جهاد وايي نو بيا څنګه پرون د ISI په مشرۍ د KGB پر ضد
تر خپلې وسې جنګ ته جهاد نه وايي ؟؟؟؟ ، هو، برعکس چاچې پرون د ISI په مشرۍ جنګ ته ملي جهاد نه وايه هغوی نن هم د ISI په مشرۍ د CIA
پر ضد جنګ ته ملي جهاد نه وايي ، بلکې د ISI مشري په حقه د هغوی د ملي خيانت او جنايت ثبوت بولي ، او دا خيانت يې پ لکه څنګه چې يې د نني طالبانو او د پروني تنظيمي مجاهدينو پلويان يې وږي دي په دې نشي پټېدلای
چې KGB يا CIA پر ضد جنګېدلي يا جنګيږي ! آيا همداسې نه ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟


ډاکتر څپاند
26.10.2011

پتوال صيب سلامونه،

وګورئ چې ستاسو سياسي عقيده په ٢٢ دقيقو کې څومره تغير کړی :shock:
707pm
[quote:270c1fa0f9]
پتنګه په دې خو ته هم پوهيږې چې هغوی که هروخت او د هر چا پسې ټوپک راواخيست اول به پرې له پاکستان څخه ځان خلاصوي ، خو دوی
چې د هرچا پسې ټوپک راخيستی اول يې د پاکستان
غلامي منلې او بيا يې جهاد کړی دی ، دا دې هم د مجاهدينو او هم د طالبانو په حالت صدق کوی![/quote:270c1fa0f9]

بيامو په 7:29
داسې ليکلي:

[quote:270c1fa0f9]له نورو بدګڼو اوښېګڼو پرته سره له دې چې ډيرې تيروتنې ، نيمګړتيا او بېکفايتۍ يې لرلې، هغه جهادي شخصيت و ، کوم چې
دۀ ته يې د ملي خيانانو کمونستانو پر ضد د جهاد وياړ او بيا د لومړني جهاد ي جمهمررئيس مقام ورکړی و او تاريخ ثبت کړی دی .
دا لاندې جمله يې په جهادي دورې پورې تړاو نه لري چې يې[/quote:270c1fa0f9]

يعنې اول مو دپاکستان غلام او بيا ٢٢ دقيقې روسته مو جهادی شخصيت ...ګڼلې :D :D

زه ډاډ لرم چې د٢٢ دقيقو تفاوت نظر ته به که پرتوګ نه وي نو لنډی نيکر يا
لنګ ورواغوندې خو پټول به ئي مشکل وي٠

جهادي اشخاص هغه قهرمان او شهيدان ول او دي چې دانګريز روس ،پاکستان اودټول غرب سره په ولږه اوتنده دخپلې عقيدې پر بنسټ(چې هرڅه به ئي) جنګېدلي اوجنګېږي٠نه مجددي او ورته په اسطلاح ليډران چې په سلهاوو ميليونه ډالره ئي دجهاد ترنامه لاندې پخپلو جبونو کې ذيرمه کړي او
دپنجاب په قصرونو کې لکه ګيدړان پټ ول٠

دکمونستي رهبرانو په هکله تا سو سره قريب نظر لرم،او هغه داچې دمنطقې
ګوندونه دمسکو تابعداران تربيه کيدل٠دغه راز پيکنګ ته وفادار ګوندونه هم
موجود ول،غټ مثال ئي دکمبوديا کمونست ګوند٠
افغاني اسلامي او غير اسلامي وندونه ډير افراطي ول٠


Sangar Watan
16.11.2011

لويه جګړه :o

دکابل حکومت بيا دسترسحرګر دجادو په چم،دژبې په چټاقئ او انګريزي تربيي
(جناب حضرت الحضرتېن صبغت الله) دملت سترګې په کوف اوچوف ړندې کړې او دغلامې هار او امېلونه ئي د "جهاديانو"په غاړه ابدي کړه٠

غربيان ساده او احمق ګڼۍ؟؟
نه هغوي ډير تيزفکره،هوښيار او چوتار دي٠
پدې ټول پوهېږي چې افغان ولس دپاکستاني جرنېلانو او د ISI او ايراني فاشستانو دنوم سره حساسيت لري(هغوئ چې طالب پلوه دي،پدې هيڅکله باور نشي کولی چې ګواکې طالبان دې د ISIپه  لومو کې ګير پاته وي،که نه نو هغوي به تر هرچا دمخه دپاکستان د مرګ
"سخوات"وېشلی وی)
نو په همدې وجه د اشغالګرو "لاسپيکر" حضرت ګوټي د امرېکې ددايمي هډو
دشتون لپاره،ولس ته دپاکستان او ايران تېره غاښونه ورښکاره کړه٠(وې چې
سر دې سيند ته کم او  ک  دې  غ  ته کمه خوا زور وهې،بې ادبي دې معافه وي)٠
زما خو اوس دا شک په يقين بدلېږي چې دکونړ په سيمه کې دپاکستاني نظاميانو
وروستي بريدونه هم ددې سترې توطئې يوه برخه وه٠پدې ډول ئي افغانان نور
هم پدې احمقانه باور کړل چې که امريکايان نه وي نو پاکستان به مو له ستوني
تېرکړي٠(خدای ج مو هېر کړی او دامريکا سيوري ته دی پناه وروړې)٠

بيا ودې غلام ګوډاګي حکومت ګوټي ته وايم چې ولې دايمي؟؟تاسې څه حق لرئ چې افغانستان په دايمي توګه خرڅ کړئ؟؟

درنو هېوادوالو!
ولې په يوه ستر حقيقت ځان نه پوهوو او يا ترې سترګې پټوو؟؟
پاکستان په سيمه کې دامريکۍ لپاره داسرايلو ددولت پشان رول لوبوي٠
ISI د CIA غلام دی٠دا څنګه کېدی شي چې غلام دبادار  مقابله کوي او بادار ورسره مادي او معنوي مرستې کوي؟


محمود سعيد
17.11.2011

حضرت صیب په پاړسو پیل وکړ او بیا ناڅاپه پښتو شو او وېې ویل:
خه راغلئ په کور د پختنو!
ماته خو ېې یوازې همدې خبرې خوند راکړ.


سلامونه

tandar
17.11.2011

سلامونه
چه دناپاکستان څخه داسرائيلو غوندي کار اخلي،بيا په افغانستان کي دڅه لپاره ځان ځاي پرځاي کوي ولي خپلو کورو ته نه ورکيږي؟
ستاسو خبره يو واقيعت دي ،پنجابي په غلامي کي پيداشوي او په وينه کي پيچکاري شويده
مننه

[quote:15c1ad5b3f="Sangar Watan"]لويه جګړه :o

دکابل حکومت بيا دسترسحرګر دجادو په چم،دژبې په چټاقئ او انګريزي تربيي
(جناب حضرت الحضرتېن صبغت الله) دملت سترګې په کوف اوچوف ړندې کړې او دغلامې هار او امېلونه ئي د "جهاديانو"په غاړه ابدي کړه٠

غربيان ساده او احمق ګڼۍ؟؟
نه هغوي ډير تيزفکره،هوښيار او چوتار دي٠
پدې ټول پوهېږي چې افغان ولس دپاکستاني جرنېلانو او د ISI او ايراني فاشستانو دنوم سره حساسيت لري(هغوئ چې طالب پلوه دي،پدې هيڅکله باور نشي کولی چې ګواکې طالبان دې د ISIپه  لومو کې ګير پاته وي،که نه نو هغوي به تر هرچا دمخه دپاکستان د مرګ
"سخوات"وېشلی وی)
نو په همدې وجه د اشغالګرو "لاسپيکر" حضرت ګوټي د امرېکې ددايمي هډو
دشتون لپاره،ولس ته دپاکستان او ايران تېره غاښونه ورښکاره کړه٠(وې چې
سر دې سيند ته کم او  ک  دې  غ  ته کمه خوا زور وهې،بې ادبي دې معافه وي)٠
زما خو اوس دا شک په يقين بدلېږي چې دکونړ په سيمه کې دپاکستاني نظاميانو
وروستي بريدونه هم ددې سترې توطئې يوه برخه وه٠پدې ډول ئي افغانان نور
هم پدې احمقانه باور کړل چې که امريکايان نه وي نو پاکستان به مو له ستوني
تېرکړي٠(خدای ج مو هېر کړی او دامريکا سيوري ته دی پناه وروړې)٠

بيا ودې غلام ګوډاګي حکومت ګوټي ته وايم چې ولې دايمي؟؟تاسې څه حق لرئ چې افغانستان په دايمي توګه خرڅ کړئ؟؟

درنو هېوادوالو!
ولې په يوه ستر حقيقت ځان نه پوهوو او يا ترې سترګې پټوو؟؟
[color=darkblue:15c1ad5b3f]پاکستان په سيمه کې دامريکۍ لپاره داسرايلو ددولت پشان رول لوبوي
ISI د CIA غلام دی [/color:15c1ad5b3f]
٠دا څنګه کېدی شي چې غلام دبادار  مقابله کوي او بادار ورسره مادي او معنوي مرستې کوي؟[/quote:15c1ad5b3f]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more