نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کرزی صيب ؛ لږ پام !
لړمون خوړينی
23.08.2004
څو ورځې وړاندې له انګريزي ښکېلاک څخه دخپلواکۍ دورځې په وياړ دهېواد دانتقالي اسلامي ادارې مشر ښاغلي کرزي دهېواد ستر دولتي نښان دغازي امان الله خان مډال دايساف دقواوو قومندان جنرال تېلر ته منظور کړ چې دملت دبابا ظاهر لخوا دنوموړي په ټټر و ټومبل شو .
موږپه دې اړه همدومره ويلی شو چې کاشکې داسې نه وای شوي . ځکه چې دا کار اصلاٌ پخپله په داسې حالت اعتراف دی چې هېڅکله هم بشپړه خپلواکي نشي تغبيريدای .
له بله پلوه داهغه تومرا حاجي بګو من ترا ملا خبره ده ، امريکايي او اروپايي هيوادونه ښاغلي کرزي ته مډالونه ورکوي اوښاغلی کرزی يې په بدل کې ملي او دولتي افتخارات هغوی ته ورببښي .
زموږ چارواکي بايد پوه شي چې ترڅو پورې بهرني ځواکونه زموږ په هيواد کې پاته وي ترهغو بايد په دغسې حاتم بخشۍ کې دولس روحيې پوره خيال وساتل شي ، کوم وخت چې وضعه نورمال او ثبات ټينګ شي بهرني پوځونه له هيواده ووزي ، دهيواد چارواکي کولای شي بهرنيو پوځيانو اويا نورو فعالينوته زموږ په هيواد کې دښو خدمتونو په وياړ ستاينليکونه او مډالونه ورکړي .
متاسفانه کرزی صيب په دې اړه دتېرو يارانو نه کم نه دی او موږ ته چې کوم وياړونه القاب او يا مډالونه داميرانو او ولسمشرانو څخه پاتې دي پرهغه دې خپل لرې اونږدې دوستان نازوي .
دلته يوه بله يادونه ضروري ده کله چې دتېرو څو نظامونو چارواکيو ددولتي مقامونو ، رسمي القا بو او رتبو اوځينو وياړونو سره کومه لوبه وکړه اوهغه يې ټول په ذهنيتونو کې تر ډېره حده بې ارځښته کړل ، په دغسې اقداماتو به پاتې القاب او رسمي وياړونه هم خدای مه کړه له لاسه ورکړو . زموږ دملي وياړونو او القابو دبې ارځښتۍ دمخنيوي يواږينۍ لاره همدغه ده چې په پټو سترګو يې دبخښلو لوبه تکرار نشي.
salou khan
24.08.2004
لړمون خوړينه وروره هيله لرم چې زما دزړه له کومی سلامونه له نېکوهيلوسره
يوځای ومنۍ.
زه هم دباندنيوپوځونومخالف يم خوچاره څه ده.که څه هم دوی تراوسه پورې پر
بېوزله افغانانوباندې دټوپکيانواوجګړه ماروجنايت کارانودظلم اوتيری ننداره
کوی اوله ځينوواقعيتونوڅخه سترګی پټوی خوبياهم ددوی له رول څخه سترګی
نشوپټولۍ.که دوی نه وی،کيدلۍ شی چې د واک پرسريوځل بيادوينولښتی
وبهيږی.کيدلۍ شی چې کرزی صيب له همدې کبله داکارکړۍ وی.په هرصورت.نور
څه نه ليکم،خدای دنکړی چې ستاسودلړمون د ﻻ خوړينيدوسبب نشم.
روغ اوبريالي اوسۍ!
ستاسوورورسالوخان
يادونه: زه salou يم خودڅوورځوراهيسی پدې نوم فورم ته نشم ننوتلۍ.اوس ديو
څه مودې لپاره د salou khan په نوم ليکنې کوم !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
طالب خان
24.08.2004
وروڼو السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
خداي جل جلاله مو روغ رمټ لره.
وروڼو حقيقت دادى چي گران هيواد نن دصليبي يرغلگرانو ترلاس لاندي يو مستعمره هيواد دى اومحترم كرزى او ورسره نور ذوات داستعمار له غلامۍ نه پرته نورڅه كارنلري.
يوځل چي هيواد مستعمره شي بيانوكه دامان الله خان مډال وي اوياهم دلمر مډال ارومرو به دصليبي جنرالانو په ټټرونو ځوړنديږي.عملا او مريونه اصلا له ځانه جوهر نلري.هغوي دملت له ميني،خواخوږۍ او استازيتوب نه بى برخي وي او دبل په مټو دواك په گدۍ كينول شوي وي.هغوي اصلا ديرغلگرانو ددغه كار له امله زموږملي افتخارات(كه چيري دامان الله خان په نامه مډال يو ملي توكى وي)دنوروپه سينو راځوړندوي.له هغوي نه دهرڅه هيله كيداى شي ځكه يوځل چي څوك له وجدانه عاري شي بيانوهغه ته ملي افتخارات اونواميس خرڅول هيڅ باك نلري.