نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د طالبانو مرموز شخصیتونه او کړنلاري
مساپر
20.10.2011
ټولو هیوادوالو ته السلام علیکم و رحمته الله،
د طالبان یو شمیر نامتو کسان د خپل امارت په دوران کې یې مستعار نومونه لرل. د دوی په ډلې ځینو قوماندانانو، او ریسانو هم د خپلي اصلي نومونو پر ځای مستعارو نومونو څخه کاراخیستي وو، لا هماغه وخت ویل کیدل چې طالبان یوه بهرني تنظیم دي، د مثال په ډول د طالبانو د واکمني په وخت د کورنیو چارو وزیر ملا عبدالرزاق، اصلاً د ډیورنډ د هغې خوا اوسیدونکی وو، او د خپل اصلي نوم پر ځای یوه مستعار نوم لرل.
د طالبانو نور هم همداسې کسان شته چې مخ یې چا نه دی لیدلی ، لکه د دوی مشر ملا محمد عمر له داسې کسانو څخه دی چې د نورو واکمنانو او مشهورو کسانو په نسبت هغوي ته چا نه دی لیدلی. یو څوک چې پخپله په واک کې وي د دې اړتیا به څه وي چې څوک دې یې ونه لیدلی شي. د ملا عمر اخند په هکله ویل کیدل چې سر یې په څادر کې پټ کړی وي او په پټ مخ امرونه چلوي، آن دا چې د خپل امارت مهم چارواکي یې مخونه هم نه شي لیدلی. همدا اوس دوه کسه دي لکه د قاري یوسف احمدي او ذبیح الله مجاهد چې ځانونه د طالبانو ویندویان بولي، د دوی په اړه ویل کیږي چې دوی نشته په دې نومونه د کوم بل برښنالیکونه جوړ کړي چې په افغانستان کې د سولې خنډ وګرځي، وضعه متشنجه وښيي او د افغانستان په مسلمانو خلکو کې ویره او وحشت خپره کړي. نور به خدای پرې خبر وي.
والسلام،
طالب ISI
21.10.2011
دا یو حقیقت دی، یو چا بیا ویل چې د چمن له سرحده اخوا د د همدغه قاري یوسف او ذبیح الله مجاهد اطاق دی. چون افغان بیسیم او روشن شرکتونه هلته پایې لري ، نو دوی په آسانه د افغانستان سیم کاروتونه استعمالوي.
زه به یوه بله قیصه درته وکړم، د طالبانو وقت کې یوه طالب قیصه کوله، ویل مکرویانو کې مو د شپې ګزمه کوله، نو کله کله به مو د شپې د اول منزل بعضې کړکیو ته نیږدې غوږ نیوه، چې کومه ویډیو یا فلم خو به نه وي چالاند، په تصادفي توګه مې د داسې پاکستانی پاړسې تر غوږ شوه، نو انډیوالانو سره مې وویل چې دا پاکستانی دلته څه کوي، خلاصه دا چې دغه کور ته ورغلو، او سړی مو پیدا کړ.
سړی مو دریم ریاست ته بوتله، هلته یې اول اقرار نه کاوه چې څوک دی، خو بیا مو کیبلو ته واچوه، او سړی مو ښه نرم کړ، بیا یې اقرار وکړ چې دی د پیښور دی، او هلته یې په بورډ بازار کې د ډاکتر په نامه معاینه خانه خلاصه کړې وه، چې اصل کې سم ډاکتر هم نه و، بس هدف یې دا وو چې معاینه خانې پوسیله خپله عیاشي وکړي. پدې وقت کې یې د پيسو مقابل کې زمونږ کومه افغانه نجلی هم په ځان مخته کړې وه، او معاینه خانې ته به ورتله، خو ددغه ښځې کډه بیا کابل ته راغله، او دغه سړی بیا کابل پسې راغلی وو.
دغه طالب نوره پسې قیصه وکړه چې وروسته هغه نجلی ژړل چې دغه سړي به زوره دغه کار کاوه ، او مونږ د کابل له کوره څخه ځکه نه شوی ایستلی، چې مونږ یې ډار کړي وو چې زه تا طالبانو ته لاس ورکوم، او زه طالبانو پیژنم.
طالب ویل چې وروسته له هغې مو، دده د وهلو لپاره نوبت واچوه او چې ښه ډوډی به مو ورته وخوړه، نو یوه یو په نوبت ورتلو آو په کیبلو مو وهلو.
تر یوې میاشتې وروسته مو دومره ووهلو چې آخر یې زاری کولې چې ما مړ کړی.
طالب ویل چې خبرې قاضې ته شوه، نو دغه سړې په یوه شکل د مشرانو طالبانو سره ارتباط ټینګ کړ، او ګومان یې دا وو چې د دریم ریاست مشر دغه پاکستانې ته لاره جوړه که او خوشی یې کړ، البته د ددغه کیس او د ناحقه سړي د اعدام په خاطر ملا عمر قندهار ته ورغوښتی وو، خو کوم خاص ثبوت یې پرې پیدا نه کړل. (هغه ریس چې د یوه سړي مقابل کې یې بل نفر اعدام کړی وو، د پيسو مقابل کې، بیا د مقتول فامیل ویلي وو چې تاسې خو اصلي قاتل نه دی اعدام کړی).
خلاصه دا چې ټول طالبان بد نه وو، او نه دي، خو دغه ډول مرموز اشخاص پکې وو. چې دداسې کسانو موجودیت ددوی په ساده توب دلالت کوي.
خپله ملا صاحب عمر خلکو لیدلی، په اول کې به یې د جمعې مونځ هو ورکاوه، بیا وروسته چې څه چاودنې وشوې، ځان یې بیا ډیر نه ښکاراوه.
وایې ډیر عاجز، چوپ، سړی دی، د طالبانو قوماندانان چې به ورتلل همیش به یې ورته توصیه کوله چې ظلم ونه کړی.
البته دا دهغه خلکو قیصه د ه چې ملا عمر یې خپله لیدلی.
خو طالبان هم متجانس خلک نه دي، یو ځای کې دوی خپله ښونځیو سره مرسته کوي، د نجونو ښونځې نه ورانوي، خو بټې کوټ کې بیا اور ور اچوي، خو بس چې څوک له کوره مرور شي، یا واده نه ورته کوي، یا د عصري تحصیل نه لرلو له کبله کار نه ورته پیدا کیږي، بس د هغه نه طالب جوړ شي، اوپاتې برخه یې هم د مدرسو طالبان دي، چې غواړي زر حورې وویني، او یو تعداد خلک د امریکایانو او شر او فساد له ډلې څخه په تنګ دي، او بله چاره نه ویني.
الله پاک د خیر پیښ کړي.