د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

قذافي هم پښې وغزولې

Kamil
20.10.2011

د لیبیا پخوانې پاچا معمر القذافي نن د پنجشنبی په ورځ ورسته له هغې چی په سخت ټپي حالت کې ونېول شو د لیبیا د ملي انتقالي شوری د سرتېرو لخوا ووژل شو.
څو ساعته مخکې یو خبر خپور شو چې معمر القذافي په ټپي حالت کې نېول شویدی.
ویل کیږي چې قذافي په خپو او سر باندې لګېدلې و او سخت ټپي و، ملګرو یې غوښتل چی شفاخانې ته یې ورسوي خو په لاره کې یې سا ورکړه.
سرچېنې دا هم وايي چې قذافي د ناټو ځواکونو لخوا ویشتل شویدی.
د یادونې وړ ده چې قذافي په لیبیا باندې د ۴۲ کالو راهیسې واکمن و.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more