نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
Punjabis in Bati kot- Ningarhar
طالب ISI
19.10.2011
د ننګرهار والي صيب ! فکر کوم تاسو به خبر نه ياست ، اوکه خبر ياست نو ولې يې پوښتنه او پلټنه نه کوی ؟ د خدای په خاطر لږ خو د دې مظلوم ولس له حاله ځان خبر کړی ،زه به درته د نمونې په توګه په ننګرهار ولايت کې، د بي امنيو او ګډوډيو، يوه نمونه او بېلګه در وښايم . هغه هم د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي غازي آباد په کلي کې ، چې څه نا څه څلور زره کورنۍ پکې اوسيږي .
د بټي کوټ ولسوالي چې څه، ناڅه په ديرش کېلومترۍ کې د جلال آباد ښار سره، د تورخم، جلال آباد په لويه لار د سړک پرغاړه يوه پرته ولسوالي ده او د چهار دهي غازي آباد کلی چې د بټي د ولسوالۍ د ودانۍ سره څه، ناڅه په اته کېلومټرۍ کې پروت کلی دی ، ته پوهېږې والي صيب چې پدې کلي کې، د دې کلي په مظلوم ولس څه تېريږي ؟ په خدای باور وکړه چې د دې کلي خلک نور د خپلو کورونو او مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي ، د هلمند او قندهار د ولسواليو هسې نومونه اخېستل کيږي ، والي صيب ! که د بټي کوټ د چاردهي د کلي له حالته خبر شوې ، نو د مارجې ولسوالۍ په امنيت به شکر وباسې .
شېرزی صيب ! د بټي کوټ ولسوالۍ د چاردهي په کلي کې د مازيګر د لمانځه وروسته څوک له کوره نه شي راوتلی ؟ ته پوهېږې ! په دې تېرو لسو مياشتو کې د چاردهي په کلي په رڼا ورځ ، د بازار په منځ کې ، په موټر سايکل د سپرو وسله والو له خوا له اته کسان، پدې نامه وژل شوي چې دوی له دولت سره کارکوي او دوی د حکومت جاسوسان دي .
والي صيب ! د ورځې لس بجې د چاردهي په کلي کې ، په موټر سايکل وسله وال کسان راځي د چاردهي بازار دوکانونه تالاشي کوي .
ګل آغا شېرزی صيب !په 15/10/2011 نېټه په موټر سايکلو وسله والو کسانو چې راکېټ، پيکا، کلاشنکوفونه او ګرنېټونه ورسره ول ، دچاردهي کلي د نجونو لېسه وسوځوله او کليوالو ته يې ويل : که غږ مو پورته کړ نو په راکټونو به مو کورونه داسې وران شي چې سبا د ورځې به خلک فکر ونه کړي چې په دې ځای آبادي تېره شوې ده .
شيرزی صيب ! عجيبه خبره ده ، د هرې شنبې، يکشنبې او پنجشنې په ورځو ، د بټي کوټ ولسوالۍ د چاردهي کلي ته په غزېدلې لار، د تورخم جلال آباد سرک په سل مترۍ او د ولسوالۍ د ودانۍ سره په يونيم سل مترۍ کې د وسله والو کسانو له خوا د چاردهي کلي ته تلونکي او راتلونکې، د سورلۍ موټرې تالاشي کيږي ، ځکه چې پدې ورځو کې هغه کسان کورونو ته ځي راځي کوم چې په دجلال آباد ښار يا په کابل او يا بل ځای کې خواري مزدوري کوي او يا وظيفه لري .
والي صيب ! ته دې د بټي کوټ ولسوال صيب ته ووايه چې : ته او خدای ، ته چې ولسوال شوی يې کله د چاردهي کلي ته تللی يې ؟ ته له ولسوال صيب نه پوښتنه وکه ، چې د بټي کوټ ولسوالۍ پوليس د د ورځې له دريو بجو وروسته د چاردهي کلي ته تللی شي ؟
کله د چاردهي په سرک د وسله والو کسانو له خوا د سورلۍ موټرې تالاشي کيږي په هغه وخت کې د بټي کوټ ولسوالۍ د امنيې قومندان صيب ، پوليسان صيبان او د امنيت کارکوونکي چيرې وي چې له دې وسله والو کسانو پوښتنه وکړي چې تاسو څوک ياست او څه کوئ ؟
والي صيب ! د بټي کوټ ولسوالۍ د چاردهي په کلي کې وسله وال، ښکاره د سيند په غاړه ټوله ورځ ناست وي ، ته دې د بټي کوټ ولسوال صيب ته ووايه چې ولې دغه وسله والو پسې نه ځي .
خبرې ډېرې دي خو دامې هغه د چا خبره د ( موټی د خروار نمونې ) په توګه وړاندې کړې .
والي صيب! د خدای په خاطر د بټي کوټ ولسوالۍ د مظلوم ولس په حال لږ ځان خبر کړئ .
د بټي کوټ ولسوالۍ يو اوسېدونکی
http://benawa.com/fullstory.php?id=45381
Why they burn schools
?