د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دا څه ډول حدیث دی؟

محمود سعيد
19.10.2011

په فیسبوک کې یو ملګري لیکلي وو:
په مشکوات المصباح کې راځي چې نبی علیه صلوات وسلام وفرمایل:هرهغه څوک چې دعصبیه یانیشنلزم لپاره کارکوي داسې ده لکه دخپل پلار په اعضای مخصوصه(تناسلي آله) خوله لګوي.
ما ترې د حدیث د سرچینې غوښتنه وکړه او هغه دا تړونی راکړ چې په یوه برخه کې ېې لیکل شوي:
"Leave it, it is rotten." [Muslim and Bukhari] and in the Hadith recorded in Mishkat al-Masabith, the Messenger of Allah (saaw) said,

"He who calls for `Asabiyyah is as if he bit his father's genitals"
ـــــــــــــــــــــــــ
http://members.cox.net/arshad/nationalism.ht
ــــــ
فکر نه کوم چې محمد (ص) دې دا ډول خبرې کړې وي...


رښتینی
19.10.2011

سعید صاحب سلامونه اونیکې هیلې

وروره دا صحیح حدیث دی اوپه دې کې دشک ځای نشته . زه دلته ددې حدیث په اړه
څو خبرې درسره شریکوم خدای دې وکړې ستاسو دقناعت او پوهي سبب وګرځې .

دحدیث متن :

- قال النبي (صلى الله عليه وسلم): «مَنْ تَعَزَّى بِعَزَاءِ الْجَاهِلِيَّةِ، فَأَعْضُوهُ بِهِنِّ أَبِيهِ،
وَلا تُكَنُّوا» (رواه النسائي، وغیره )

ژباړه : رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې څوک چې جاهلی نسبت وکړې یعنی دقوم دپلوې
له پاره راپورته شې نو هغه ته ووایئ چې دپلار په تناسلي اله دې خوله ولګوه داخبره پّ ډاګه ورته
وکړئ په کنایې توګه نه .

اوچا چې د جاهلیت ناره پورته کړې ده نو صحابه کرامو درسول الله صلی الله علیه وسلم
داخبره عملی کړې ده لکه د ابی بن کعب په دې لاندې روایت کې چې راغلې دې :

حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ مُحَمَّدِ بْنِ الصَّبَّاحِ أَبُو عَلِيٍّ الزَّعْفَرَانِيُّ ، ثنا إِسْمَاعِيلُ ابْنُ عُلَيَّةَ ، عَنْ يُونُسَ بْنِ عُبَيْدٍ ، عَنِ الْحَسَنِ ، عَنْ عُتَيٍّ ، أَنَّ رَجُلا تَعَزَّى بِعُزَّى الْجَاهِلِيَّةِ ، فَقَالَ لَهُ أُبَيٌّ : " اعْضُضْ بِهَنِّ أَبِيكَ " ، وَلَمْ يُكَنِّ ، فَكَأَنَّ النَّاسَ اسْتَنْكَرُوا ذَلِكَ ، فَقَالَ أُبَيٌّ : " إِنِّي قَدْ أَرَى الَّذِي فِي وُجُوهِهِمْ ، إِنِّي لَمْ أَسْتَطِعْ إِلا ذَلِكَ ، إِنَّا كُنَّا نُؤْمَرُ إِذَا الرَّجُلُ تَعَزَّى بِعُزَّى الْجَاهِلِيَّةِ فَأَعِضُّوهُ بِهَنِّ أَبِيهِ وَلا تُكَنُّوا "
مسند احمد بن ححنبل ، ادب المفرد للبخاري ، مشکل الاثار للطحاوي ، صحیح ابن حبان ،
معجم الکبیر للطبراني ،مصنف ابن ابی شیبه ، تاریخ دمشق لابن عساکر او نور ....

ژباړه : یوه سړي د جاهلیت په نامه نسبت وکړ یعنی خلک یې دقومیت په اساس را وبلل نو ابی بن
کعب رضی الله عنه ورته وویل دپلارپه تناسلي اله دې خوله ولګوه ! اوداخبره یې په ډاګه وکړه کنایه
یې ونکړه خلکوته دده دا خبره ښه نشوه ښکاره نوده وویل : ما د خلکو په مخونوکې زما دخبرې په
باره کې کرکه معلومه کړه خو ماباید خامخا داسې ویلې وی ځکه موږ ته امر کړل شوی دی چې
څوک دجاهلیت ناره اوچته کړې نو هغو ته به وایئ چې دپلار په تناسلي اله خوله ولګوه او دا امر
هم راته شوی دی چې دا خبره به په ډاګه ورته کوئ نه په کنایي توګه .

اوس ځینی خلک وایې چې دخدای پیغمبر دومره سخته خبره څنګه کړې ده ! او دا خبره
ختیځپوهانو او نصاراو ډیره لویه کړې ده چې په اسلام کې فحش اوسپکې خبرې ندې روا نو
پیغمبر یې څنګه داسي خبره کړې ده چې هغه ډیره سخته خبره ده !!
ددې شبهي له پاره ځواب داده چې دا خبره له سره غلطه ده چې په اسلام کې داسي سخته
خبره ناروا ده داسمه ده چې په اسلام کې اصل داده چې باید سپکې او پوچې خبرې ونکړل
شې او نرمه ژبه ډیره ستایل شوې ده خو که فرضا په ځینی استثنایي حالاتو کې اړتیا پيښه
شي بیا داډول خبره رواده لکه قراکریم چې وایې :
«لَا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ وَكَانَ اللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا» (النساء:148).

یعنی په ښکاره توګه بده خبر کول الله نه خوښوې یواځې دهغه چا له پاره اجازه شته چې
په هغه ظلم شوی وې او الله اوریدونکی او پوهه دی .

داراز په نورو ایتونو کې هم راغلې دې چې دبدو ځواب په بدو سره ورکول روادې
اوس ددې حدیث په اړه موږ داسي ویلی شو چې له دې نه درسول الله صلی الله علیه وسلم
پر اخلاقو هیڅ نیوکه ( نعوذبالله ) نسې کیدلی ځکه یو خو دهغه اخلاق قران ستایلې دې
وانک لعلی خلق عظیم اوبل دا خبره دداسی انسان له پاره ده چې هغه تردې د ډیرې بدې
سزا وړ او مستحق دی ځکه هغه یوې داسي ګناه ( نشنلزم) ته خلم رابولې چې هغه اسلام
په ډیره سختي سره ناروا بللی ده د قومیت او نشنلزم ګټه یواځې داده چې انسانان په خپلو
منځونوکې سره وپیژنې لکه قران کریم چې وایې : وجعلناکم شعوبا وقبائل لتعارفوا .
نو که یوڅوک دقومیت پر اساس جګړه کوې یا قومیت ته خلک رابولې هغه ناروا کار کوې
او دهغه له پاره داسې الفاظ مناسب دې .

او بل په حدیث کې د( هن ) توری راغلی دی څوک چې له عربي ژبي سره بلدتیا لرې
هغه پوهیږې چې داد تناسلي الي له پاره نوم نه دی بلکی دا دداسي شیانو له پاره یو عام نوم
دی چې دهغو یادونه په خوله باندي مناسب نه وې یعنی دایو اسم جنس ده د مخصوصي الی
نوم ندی ،

اوبل دلته یوه بل ټکې ته هم اشاره مهمه ده هغه دا چې له وطن سره مینه او له خپل ښار سره مینه
قومیت او نشنلزم ندی او داپه اسلام کې هیڅ ناروا نده په روایاتو کې راغلې دې چې رسول الله
صلی الله علیه وسلم له مکي سره مینه ښکاره کړې ده له احد سره یې مینه ښکاره کړې ده له خپل
قوم قریشو سره یې مینه ښکاره کړې ده .
په مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more