نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
یالله، بسم الله ، الله اکبر: د کمونیزم نه پس افغانانو کاپیتالیزم په ګونډو کړ!
ahmad bilal
18.10.2011
یالله، بسم الله ، الله اکبر: د کمونیزم نه پس افغانانو کاپیتالیزم په ګونډو کړ!
ټول خلګ په یوی خوشحالۍ کې مبتلاء ول، له ډیرې مودی د هغوي په سترګو کې د سور انقلاب په هکله خوبونه او د فلم فیتۍ تیریدلې ترسو دلته هم سور انقلاب د سرو انقلابیانو په مرسته په دې خړ پړ هیواد کې عملي کړای شي. په هغه هیواد کې چې د هغه په هکله امیر البیان او امیر شکیب ارسلان په حاضر العالم الاسلامي کې څه داسی وايي:
زما دې پخپل ځان قسم وي، که په ټوله نړۍ کې د اسلام نبض ولویږي، چیری هم پکې د ژوندون سکته پاتې نشي، خو بیا به هم د همالیه د غرو لمنو او د هندوکش د غرونو ترمنځ په اوسیدونکو کې د اسلام نوم ژوندی وي، او د هغوي عظم به ځوان وي.
هغه هیواد چې د وروستی پیړۍ ستر اسلامي علامه، علامه ابوالحسن ندوي پخپل کتاب کې، د کابل سیند څخه د یرموک سیند پوری، دا هیواد د مجاهدینو او فاتحینو هیواد ګڼلی.
هغه هیواد چې د هغه د اسلامي غیرت په هکله د شرق ستر اسلامي شاعر او فلسیوف، علامه محمد اقبال، د افغانانو غیرت او د ملا ترمنځ د اړیکې په هکله پخپل شعر کې داسې وايي:
افغانیو کې غیرت دین کا هی یه علاج
ملا کو ان کې کوه و دامن سی نکال دو
په داسی یو هیواد کې روسیانو خپل فوځیان او ټانګونه ننباسل، دا د دسمبر ۱۹۷۹ میاشت ؤه، څرنګه څنګه دعوی ونشوی، د مستۍ په عالم کې څه څه ونه ویل شول ، د افغانستان د کابل پوهنتون کې څه څه ونه شول، هم هغه د علامه صاحب اقبال خبره د افغانانو غیرت لیری کولو لپاره روسیانو، کمونستانو لومړۍ زموږ پر ملایانو ګذارونه وکړل، ډیر يې بند ته غوځار کړل، ډیر یې شهیدان کړل.... زموږ ډیرو شاعرانو د روسیانو په آمد کې تر اوسه خپلې عقیدې خرابی کړي او په هغه وخت کې هم د هغوي په راتګ يې طربیه شعرونه پيل کړي ؤل ( له دې جملې څخه یو زیار هم ده) خو د دغو خلګو په مقابل کې زموږ خلګو یوازې الله ته د مرستې اواز وکړ، په هغه یې توکل او هغه یې د ستر رب په نوم یاد کړ: یالله، بسم الله، الله اکبر!
افغانانو خپلی د میړانې سینې د هغوي د جبر شپیلۍ ته په خندا ونیولی، تر دوو کلنو پورې افغانانو د لاس څخه جوړ شوی ټوپکونو په مرسته د یرغلګر په وړاندې جنګیدل، چا به خپل د دهقانۍ لور راپورته کړی ؤ ترسو د بی دینه او بی خدایه دښمن خلاف خپله فریضه ادا کړي، د افغانانو د غیرت او د زړورتیا داستانونه ولیکل شول، حتی زموږ د غیرت او زړورتیا عظمت په هکله همدغه سور فوځیانو هم پخپلو کتابونو کی ولیکل؛ وجنګیدل خو افغانان، شهیدان خو شول افغانان، مهاجر خو شول افغانان، ښځۍ کونډۍ خو شوې د افغانانو، وینه خو تویه کړه افغانانو!!! که څوګ د کمونست او سیکولرانو زامنو ته پلاستیکي ټوپک هم ورکړي نو هغوي به آسمان په سر راپورته کړي او شور به کړي خو بیا دغه د نړۍ سیکولران او کمونستان د دغه جګړۍ ټوله سهره کله د سی آې آی په غاړه اچوي او کله د آې ایس آې په غاړه خو دغه سیکولران او کمونستان په دې نه پوهیږي چې څوګ د نړۍ جوړونکې ته د هغه د دین لپاره غږ کړي، او څوګ چې د اسلامي تاریخ د نورو فاتحینو په سیر د اسلحې او تخنیک څخه وروسته پاتې وي خو بیا هم د الله په مرسته خپل یقین وساتي او خپله ستره آرزو یې یا شهادت وي او یا فتحه! نو هغوي به څرنګه ناکامیږي؟!! بلکه فتح به د هغه چا په پښو کې وي څوګ چې دا وايي: یالله، بسم الله، الله اکبر (وه خدایه! شروع کوو ستا په نوم، الله تر ټولو ستر ده!)
سویت یونین خو لاړ ټوټه شو، د روس اقتصاد د خپلو پښو څخه ولوید، د نړۍ ټول زور یو خوا شو(یوني پولر)، د کمونیزم مفکورې باندې خپله د کمونستانو عقیده هم ختمه شوه، کمونیزم پس د اویاو کالو ژوند تیرولو پس له دې نړۍ څخه خپلې سترګی د امپراطورو په قبرستان، افغانستان، کې پټې کړی. ځکه موږ ویلي و: یالله، بسم الله، الله اکبر!
خو دا ځل بیا، امریکا سره د نړۍ اته څلویښتو هیوادونو د صلیب تر چتر لاندې په هغه هیواد یرغل وکړ د کوم څخه چې دیارلس کاله وړاندې د کمونیزم جنازه وتلې ؤه، دا ځل هم نړیوال ښکیلاږ څه نا څه دعوی ونه کړې ،چې طالبان اوس تاریخ شول، طالبان ختم کړای شول، خو هغوي ته معلومه نه ؤه چې دا ځل هم دغه افغانانو د الله په نوم او په توکل د تاریخ د پخوانیو یرغلګرو په شان د دې یرغلګر خلاف هم د الله لوې ده نعری پورته کړی، دا ځل خو افغانانو سره نه آی ایس آئ ؤ او نه ورسره سی آئ ای، جنګ نور ګټل شوې ده، ځکه خدای رب العزت هم خپلو بنده ګانو ته وایي: که تاسو پخپل تعدد کې کم هم وی نو زه به تاسو ته په لویو لویو لښکرو فتح درکوم. نن د افغانستان په ۹۰٪ علاقه باندې مجاهدینو خپلې منګولۍ لګولی دي. ځکه طالبانو ویلي و: یاالله، بسم الله، الله اکبر!
د ډیپلوماسۍ او د حقیقت خوښوالي په نړۍ کې مشهور امریکايي دیپلومات، هنري کیسنجر پخپل یو اخباري مضمون کې، کوم چې د فبروري په ۲۶ په کال ۲۰۰۹ کې خپور شو، هغه هم په خپل مضمون کې څرګردانه ښکاري چې آمریکا ته څه پکار دي؟، خو د خپل حقیقت خوښوالۍ له نظریی څخه یې اوباما ته دا نصیحت کړی چې امریکا اوس هغه څه نشي زغملۍ د کوم په سلسله کې چې هغوي پر افغانستان حمله کړی وه . وروسته په همدې مضمون کې د هغه د ذهن څخه تیاری وریځۍ اخوا شوي، هغه وايي:
امریکايي ستراتیژي په افغانستان کې نشي کامیابیدلۍ، دغه هیواد د دې لپاره ستر ده، علاقه یې ډیره کړکیجنه ده، نفوس یې د ډیرو طبقو څخه جوړ ده، او اکثره خلګ یې مسلح دي، او تر اوسه پورې یو یرغلګر هیواد هم هلته نده کامیاب شوې.
ځکه خو هینري کیسنجر هم وايي، هغوي هیڅ کله هم په هغو خلګو نشي کامیابیدلئ کومی طبقو اړیکې چې د لااله الا الله باندې قائمی وي او څوګ چې د یاالله، بسم الله، الله اکبر اسلحۍ څخه لیس وي!
هنري کیسنجر مخکښې زیاتوي:
امریکا هیڅ کله هم په افغانستان کې فاتح کیدای نشي ، که هر څه هغه د لنډ موقعیت لپاره هم وي!
دا برۍ یوازې په دي ده چې موږ په پوره توکل ویلي و: یاالله، بسم الله، الله اکبر!
زموږ په نظر خو امریکا د لومړۍ ورځ څخه ماتۍ خوړلې وه کله چې د امپراطورو په قبرستان راننوتلې وه، خدای پاک په خپل قرآن کې فرمايي:
هر یو نفس څکونکی د مرګ دی (یعنی مری) سورة الانبیاء ۳۵
د پورتني آیت اطلاق موږ په امپراطورو، باغروره سرونو، هیوادونو، تهذیبونو هم کولې شو، چې یوه ورځ به هغوي د زوال سره مخ کیږي، ځکه خو ابن خلدون هم په خپله نظریه کې همدا رنګه وايي چې یو نظام خپل زوال ته په ۱۲۰ کلنو کې رسیږي!! خو د هنري کیسنجر، ران پال، او اوس د وال سټریټ او د نړۍ سرمایه دارانه نظام خلاف لاریونه، اختلافي نظریات، او په وال سټریټ حمله کول د دغه خبرې ثبوت ده چې امریکا سره د خپلی فوځي ماتې چې لا پخوا یې خوړلې وه، اوس هغوي د کمونیزم په سیر ، د هغوي نظام، کاپیتالیزم، هم په زوال ده! یالله، بسم الله، الله اکبر!
د تیر ۱۷ سپتمبر څخه راپدیخوا د وال سټریټ قبضه کول غوښتل اوس په درسته نړۍ د کاپیتالیزم خلاف خپل سفر پيل کړې ده، تر اوسه د نړۍ د ۸۰ هیوادونو په ۹۰۰ څخه زیات ښارونو کې په سل هاو زره وګړيو د کاپیتالیزم خلاف لاریونه کړې دي،داسې څرګندیدله چې د لندن نه نیولې تر سیډڼي پورې خلګو د کاپیتالیزم خلاف د نړیوالې احتجاج ورځ لمانځي.
د دغه سرمایه دارانه نظام خلاف لاریونونو اوس د نړیوال خوځښت رنګ اخستلې ده، چې په لنډه توګه د دغو لاریونو معلومات په لاندې ډول دي:
- ترټولو ستری مظاهری په میډریډ او په روم کې وشوئ، چیری چې په سلهاو زره خلګ سړکونو ته راوتلي وه
- په لندن کې هم د سرمایه دارانه نظام خلاف خلګو خپل لاریون په یو فائنینشل ولسوالۍ کې، کوم چې د سټي پال کیتیدرل ته نیزدو ده، ترسه کړ. د ویکي لیکس بنسټ ایښودونکۍ، جولین اسانجۍ، هم دغه لاریون کې ورګډ شو او دا یې وویل: یو د بعضو وجهو چې موږ دغه لاریون شاته دریږو دا ده چې د لندن بانکي نظام د خرابو روپیو نه جوړ ده.
- لندن کې تقریباً اویا خیمۍ خلګو په سړکونو ودرولې او شپه یې سبا کړه
- د اروپايي ټولنې په فرنکفرت او برسلز ښار کې هم ډیرو خلګو لاریونه ترسره کړل
- په روم کې خلګو نه یوازې مظاهره وکړه بلکه مظاهرینو او د پولیسو ترمنځ یو کوڅه ایزه نښته هم وشوه
- روم کې یو ځوان یو اعلان نیولې وه، چې پرې لیکلي یې وه: یوازی یو حل، انقلاب
only one solution: Revolution!
دغه لاریون کې ۷۲ وګړي زخمیان او ۱۲ د پولیسو لخوا ونیول شول
- په نیو یارک کې پولیسو یوازې ۸۲ کسان ونیول، او یوه ښځه پکې زخمي شوه
- په کاناډا کې د ۱۰ زره څخه زیاتو خلګو د ګیټار سره د کمپنیانو او د سرمایه دارانه نظام خلاف شعارونه ورکړ
- په دلچسپۍ دغه لاریونو او اختلافي دریځونو ته یوازې د اټالیئ سنټرل بانک مشر خپل نیکی همدردیانی وتړلې او ویې ویل: دغه خلګ د نړیوال فاینانس خلاف پاریدلي دي، او زه پر دغه پوهیږم!
- د پرتګال په دارالخلافه کې تقریباً ۵۰ زره خلګو د سرمایه دارانه نظام خلاف لاریون وکړ
- نور د نړۍ هر ګوټ ګوټ کې د سرمایه دارانه نظام (کیپیتالیزم) خلاف لاریونه وشول، چې په لاندې توګه دي:
پیرو، چایل، سربیا، پاریس، جنیوا، امسټرډم، زیوریخ، میکسیکو، هانګ کانک، ټوکیو او نور ډیر....
نړۍ اوس دوه نظامونه په ماتې خوړنه ولیدل، د یو مرکز کریملین او ماسکو وه، چې د هغوي افغانستان کې ماتۍ بیا په درسته نړۍ کې د کمونیزم، مارکسیزم، او سوسیالیزم ماتې وه؛ او اوس کاپیتالیزم چې مرکز یې واشنګټن او وال سټریټ ده، هم په افغانستان د یرغال له وجهې، ان شاء الله، د نړۍ د کاپیتالیزم نظام ړنګیدل وي، ځکه موږ په ۱۹۲۹ء کې هم ولیدل کله چې امریکا کې اقتصادي غټ ریسیشن راغۍ نو هغه درسته د کاپیتالیزم د هیوادونو نړۍ په خپل لمن کې ونیوله او همداسې په ۲۰۰۸ء کې فائنینشل کرائیسیز هم، کوم چې د امریکا څخه شروع شوی وه بیا یې د اثر وړانګۍ په درسته کاپیتالیزمي نړۍ کې ولیدل شوې!! او اوس د افغانانو په شعار: یالله، بسم الله، الله اکبر! به د نړۍ کاپیتالیزمي نظام نه یوازې ختم کړي بلکه هغوي ته به پرته د بل نظام، اسلامي نظام، یو نظام هم نه وي پاتې، نو ځکه موږ مسلمانان وایو: یاالله، بسم الله، الله اکبر!
راتلونکې وخت د اسلام ده! راتلونکې وخت د مسلمانانو ده! راتلونکې نظام د اسلامي نظام ده! راتلونکې دستور د قرآن ده! راتلونکې بهترین امت چې خدای پاک د انسانانو د خیر لپاره راپيدا کړي د هغوي ده! یالله، بسم الله، الله اکبر!
په تکبیر مو پاریدلئ درست جهان دی!
د طالبانو او اسلامي حزب د بریاو په هیله!
پتوال
18.10.2011
احمد بلاله وروره سرمايداري خو يو اقتصادي نظام دی ، نه مفکوروي !
کمونيزم کوم اقتصادي نظام نه دی، خو يو مفکوروي اقتصاد لري چې په مفکوره ولاړ دی، نه په طبيعي ټولنيزې قانونمندۍ ! مفکوره يې په پرکتيک او عمل کې باطله راووتله او هر عملي ارزښت يې له لاسه ورکړ !
خو داسې اسلامي هيواد هم نشته چې کاپيتاليزم په کې هېڅ نه وي يا يې نه غواړي، نو که څوک يې نه غواړي هغوی به فيوډالي
اقتصاد ته بيرته ورګرځي يابه د برده دارۍ نظام ته ستنيږي او يا که چيرې خصوصي ملکيت په لغته وهي نو آن کمون اوليه ته به ستنيږي !
نو زه نه پوهيږم چې تاسې يا طالبان کرام کومې مرحلې او کوم اقتصادي فارماسيون ته ستنېدل غواړئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
داسمه ده چې اسلام اقتصاد تنظيموي ، خو د کومې مرحلي او کومې ټولنې اقتصاد تنظيموي ، د فيوډالي ټولنې اقتصاد ، که د برده دارې ټولنې اقتصاد
او که د کمون اوليه اقتصاد په اسلام تنظيموئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
ahmad bilal
19.10.2011
محترم پتوال صاحب! هیله لرم چې روغ به یاستئ....
پتوال صاحب ما خو هم ندي ویلي چې سرمایه دارانه نظام یو مفکوره یا آئډیالوجي ده بلکه هر ځاې مې د کاپیتالیزم یا سرمایه دارانه نظام ښودلې او کمونیزم مې د مفکورې سره لیکلې.....
خو محترم پتوال صاحب!
مفکوره خو هغه ته وايي څوګ چې د نړۍ په هکله سوچ او فکر کوي!
مفکوره د یو خاص قوم، ځای او د ګروپ عقائد، عقیده، سوچ او فکر ته وايي!
مفکوره بیا خپل ډیر اقسام لري: لکه:
سیاسي
اقتصادي
قانوني
مذهبي وغیره
نو اوس کاپیتالیزم هم یوه اقتصادي مفکوره ده! او نظام هم ده، ځکه نظام هغه ته وايي:
نظام بیا هغه ته وايي چې تفصیلي میتود، پروسیجر، او روټینز د دي لپاره قائم کړای شي ترڅو یو مخصوص مشکل حل کړي، یا یو مخصوص فریضه ترسره کړي.. وغیره
نو اوس له دې څخه څرګنده شوه چې کاپیتالیزم (سرمایه دارانه نظام) هم نظام ده او هم یوه اقتصادي مفکوره!!!
محترم پتوال صاحب تاسو لیکئ:
خو داسی هیڅ اسلامي هیواد هم نشته چې کاپیتالیزمي نظام ونه غواړي او که څوګ نه ستنیږي آیا هغه به اوس فیوډالي نظام ته ستنیږي؟؟؟
نو زه نه پوهیږم چې تاسی یا طالبان کرام کومی مرحلی او کوم اقتصادي فارماسیون ته ستندیل غواړئ؟؟؟؟
محترم پتوال صاحب لومړۍ زه واضح کول غواړم زه نه طالب یم او نه کوم بل څوګ بلکه د طالبانو یو خواخوږۍ!!
دویم، اسلامي هیوادونو باندې اکثره سیکولر یا فیوډال او یا کمونستان حکومتونه کوي، نو هغوي چې څه غواړي هغه کوي، بلکه دا ټول د غرب یا د نورو نظامونو ګوډاګیان او ړانده تقلیدان دي!!!
سرمایه دارانه نظام چې په کومی مفکوره یا په کوم بنیاد ولاړ ده، هغه سود ده، یا په نورو لفظونو کې ربا ، انټرسټ، مارک آپ وغیره
همدغه سود د سرمایه دارانه نظام کې هغه کړکیچونه راوړاندې کړي دي چې اوس د نړۍ ۱۱۰۰ ښارونه او ۸۰ هیوادونه د دغۍ خبری ثبوت لپاره کافي ده!!
دغه تحریک کوم چې د وال سټریټ د قبضی څخه شروع شو اوس نړیوال شکل اختیار کړې ده... د دغه خوځښت یا تحریک شاته دغه عوامل دي:
د خلګو د امدن ترمنځ غیر مساوات ( چې په دی اکثره اقتصاد پوهان اتفاق لري چې دا د سود څخه رامنځته کیږي)
ځکه خو په دغه لاریونو کې دا رنګه شعارونه په سترګو کیږي:
We are 99%
1% have 40% wealth
capitalism is crashed installed new system
د کارپوریټ مالکانو (یا ملټی نیشنل کمپنیانو) په سیاسي یا په حکومتونو اثرات : دا هم د هغوي د لابیانو څخه رامنځته شوې او عوامل یې سرمایه دارانه نظام ده.... او د دغو ټولو ترشا یهودیان او یا صهیون کار پر مخ بیايي!!!
دا یو څو عوامل ول چې د کاپيتالیزم تحریک خلاف یې خلګ راوپارول، یوازی په اسلام کې د سود خلاف دا درسونه دي که عملی کړای شول نو دغه پورته مشکلات او یا ستونزی به حل کړای شي.(ځکه هغوي سره یوازې همدا نظام باتې ده نور ټولو سر خوړلې ده!)
د نړۍ یوازینې نظام چې سود خوړل د الله سره په جنګ تشبیه کوي، اسلام ده
د نړۍ یوازینې نظام چې د سود یوه وړه برخه هم د خپلی مور سره د زنا ګناه سره تشبیه کوي، اسلام ده
ستاسو بله پوښتنه چې که څوګ کاپيتالیزم ونه غواړي آیا هغه به اوس فیوډالیزم ته ستنیږي؟؟
محترم پتوال صاحب! د کاپیتالیزم سره د اختلاف دا معنی نده چې موږ به فیوډالیزم نظام غواړو!! د کاپیتالیزم سره اختلاف یوازي په دغه ده چې دا نظام سراسر زموږ د دیني تعلیماتو خلاف ده، ځکه د دغه نظام بنیاد چې پر څه شي پروت ده، هغه بیا زموږ په دین کې د خدای سره د جګړۍ کول او یا د مور سره د زنا په کولو تشبیه شوې ده!!!
هو، د دغه نظام بعضی او یا نور ډیر څیزونه به داسې وي چې اسلام او یا دیني تعلیماتو کې ورته اجازت وي!! خو ما مخکې وویل د دغه بنیاد په سود ایښودل شوې.............
اسلامي اقتصاد؛ چې په افسوس سره د ډیرو پیړیو راهیسې پکې چا دومره کار نده کړې، خو کوم کار چې پکې پخوانیو علماء کړې هغه بیا د اقتصاد بابا، آډم سمته څخه زر کاله مسلمانانو کړې ده!!!!
زه د مثال په دول یو څو کسان راخلم، لکه امام ابو یوسف رحمة الله علیه د خپل کتاب، کتاب الخراج او کتاب الاسرار سره
الماوردي، د خپل کتاب احکام السلطاینه سره
ابن تیمیه رحمة الله علیه د خپل یو څو کتابونو سره
ابن خلدون چې ډیر خلګ یې یوازې د سوشیالوجي او یا په انتروپالوجي کې اخلي، خو د اقتصاد په هکله د هغه علم هیروي!!
او خصوصاً اوس د وروستیو څلویښتو کلنو څخه چې څه په اسلامي اقتصاد کې روان دي، او څه په اسلامي بانکنګ کې روان دي، ان شاء الله ډیر ضر به نړۍ د اسلامي اقتصاد او بانګنګ افادی وویني!!! (وګورئ اسلامي بانګنګ ملائیزیا کې)
دغه بانکي سیسټم ، کاپيتالیزم، ماکرسیزم، کمونیزم، خو ټول د یهودانو د سازشونو او طوطیو برخه ده!!!
که ضرورت و نور بیا.................
پتوال
21.10.2011
احمد بلال جان ته سلام !
وروره نوره سمه ده، خو کاپيټاليزم يواځې د سود په سرمايه محدودول يواړخيزه اندتوګه ده. صنعتي سرمايه، تجارتي سرمايه ،
مالي سرمايه اوداسې نورو تر سودي سرمايې زيات رول لوبولی او لوبوي يې . د سرمايې اساس د اضافي ارزښت وړيا خپلول او استثمار دی ،
نه سودخوړل!، سود خوړنه د سرمايدارۍ د ودې په شرايطو کې يو شرط دی نۀ يې علت او نه يې اساس !
ahmad bilal
21.10.2011
وعلیکم السلام محترم پتوال صاحب، هیله لرم چې روغ به یاستئ...
محترم پتوال صاحب! منم چې صنعتي سرمایه، تجارتي سرمایه، مالي سرمایه ، د سرمایې اضافي والې (کاپیټال اکامولیشن) په کاپیټالیستي نظام کې خپل رول لوبوي یا که موږ د کاپيټالیزم پر ځاې د اقتصادي پرمختګ لفظ استعمال کړو نو غوره به وي، ځکه که د ډیرو نظامونو سره دغه پورتني عوامل ورته نه وي نو ډير ترې مختلف هم نه دي!!
د بل پلوه سود؛ که موږ د کاپیټالیستیکي تاریخ ته زیر شو نو دغه نظام د ناوړه بانکي سیستم او مالي نظام (کرنسي) څخه خپل ژوند شروع کړ، او لا روان ده په همدغه اساس یا په نورو لفظونو کې له دغه بانکي سیستم څخه د یهودو ناوړه پيدا کړل شوې هم سود ده چې د دغه سیستم ژوندون، بنیاد، اساس، عوامل، علت، او د دغه نظام یو ستر بنسټ ده(!)
په درنښت