د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

راځه چې له یو بل سره توپیر ولرو!

محمود سعيد
17.10.2011

په بحثونو کې د ځینو ملګرو تاوده بحثونه او مخالفتونه او د هغو په ترڅ کې د ځینو ملګرو خواشیني او بحثونه پریښودل هغه څه دي چې ما ډیر ځوروي.
د یو بل زغملو او مخالفو نظرونو ته د غوږ ایښودلو په اړه د وصیل فیضي صیب یوه ښکلې او په زړه پورې ژباړه ستاسې مخې ته ږدم. هیله ده خوښه مو شي:
په دې اوږده لاره کې چې له پایه یې ناخبره یو او ژوند لکه د باد تېرېري، پرېږده چې زمونږ توپیرونه او اختلافونه له یو بل سره همداسې پاتې شي.
هیله کوم! مه غواړه چې یو شو، مطلق یو. مه غواړه چې هر هغه څه چې ستا خوښ دي، زه یې هم په هماغې شدت سره خوښ کړم او هر هغه څه چې زما خوښ دي، ستا هم په هماغې توګه خوښ وي.
مه غواړه چې دواړه په یو آواز مینان اوسو. یو ساز، یو کتاب، یو خوراک، یو رنګ او همداسې یو د نظر لید ولرو.
مه غواړه چې انتخاب مو یو وي، د ژوند کولو بڼه او او خوبونه مو هم یو وي.
همسفره او هم هدفه اوسېدل، هیڅکله د یو رنګ اوسېدو او یو رنګ کېدو په معنا نه دي بلکه د توقف دلیل دی.
په ما ګرانه! کله چې دوه تنه مینان وي او عشق هغوی عاطفي وحدت ته رسولي وي؛ لازمه نه ده چې دواړه د مرغۍ په اواز، د چینار په ونه، د غره د څوکې په واورین حجاب، په سور رنګ او په کولالي لوښو مین اوسي. که داسې حالت منځ ته ارشي، باید ووایو چې یا عاشق له خپلو خوښو تېر شوی یا معشوق، یو یې کافي دی.
عشق، د خودخواهۍ او خودپرستۍ نه تېرېدل دي لیکن، دا خبره په یو بل د بدلېدو په معنا نه ده.
په ما ګرانه: که زمونږ د نظر زاویه یوه نه ده، پرېږده چې یوه نه وي. پرېږده چې په عین وحدت کې مستقل هم واوسو. وغواړه چې په عین یووالي کې یو ونه اوسو. وغواړه جې یو بل تکمیله کړو، نه ورک.
پرېږده چې په صبر او مینې سره په هر هغه څه چې مونږ پرې اختلاف لرو بحث وکړو، اما دا ونه غواړو چې بحث دې مونږ مطلقا یو ټکي ته ورسوي.
بحث باید مونږ متقابل ادراک ته ورسوي، نه متقابلې فنا ته. دلته د یو عارف او د هغې د خدای خبره د بحث موضوع نه ده. خبره د واقعیتونو او د ژوند د ذره ذره عیني او روانو حقایقو ده.
راځه چې بحث وکړو. راځه چې معلومات لاس ته راوړو. راځه چې سره خبرې وکړو، اما په اخر کې ونه غواړو چې په یو بل بریالي شو. راځه حتی د ژوند اصولي او اساسي اختلافونه مو هم په ډېرو برخو کې، تر هغې ځایه چې احساس کوو دوه والی، خوښي، او ژوند رابخښي، نه خفګان او تاوتریخوالی، سره خوندي وساتو.
زه او ته حق لرو د یو بل په مخ کې سر پورته کړو، او حق لرو د یو بل ډېری نظریات او عقاید ونه منو، بې له دې چې د یو بل د تحقیر موخه ولرو.

په ما ګرانه!
راځه
چې
له یو
بل سره
توپیر
ولرو!


پتوال
17.10.2011

ډير ښکلی مضمون مو را خيستی ، د ژوند په منطقي حقيقت او عيني واقعيت ولاړ دی ! توپير د تغير او حرکت زېږنده او د مرګ يا سکون دوښمن او د ژوند
او پرمختګ معيار دی ! که مونږ ټول يوه اندتوګه ولرو نو ټول ولس به مو يو ډول نتيجه ، حاصل او توليد رامنځته کړي چې سره به يې نشو تبادله کولی، خو که په اند توګو کې توپير ولرو نو ډير ډولونه او بيلابيل معنوي او مادي تولېدات به رامنځته کړو چې کولی شو د متفرقو اړتياو د بسا له پاره يې سره تبادله کړو! زما په اند همدغې تنوع ته ژوند او ژوند کيف ته تنوع وايي او بس !


larghonay laraway
18.10.2011

سلامونه!
فکر کوم دا دواړه شيونه شتون لري.
همد د انسانانو تر منځ تفاوت شته او هم د انساني فطرت غوښتنه ده چې د ده خبره، موقف او منطق دې پر ځای وي نو له همدې کبله هر څوک په بحث کې هڅه کوي چې خپله خبره په سټيج کېنوي! دا طبيعي تفاوت او د انسان فطرت دی!


محمود سعيد
19.10.2011

تاسې دواړو ښاغلو ته د زړه له کومې سلامونه او نیکې هیلې!
دا سمه ده چې اندونه او فکرونه به توپیر سره ولري او هر یو به ېې پر بل منلو هڅه کوي، خو دا چې دلته ځینې وروڼه راځي او بیا بحثونه په ښکنځلو او سپکو سپورو بې رنګه کوي نو له دوی سره باید څه وشي؟
ځینې هغه چې نازولي دي، په وړو خبرو خواشیني کیږي او بحثونه له یوې مخې پریږدي. په دې سره د دوی هغه خدای ورکړې شتمني له موږ څخه له شریکولو ژغوري...


larghonay laraway
19.10.2011

سلامونه
يو بحث دی او بل جنګ دی!
بحث په منطق او دليل ولاړ دی چې پوهه زېږوي او جنګ په ښکنځلو او وهلو کېږي.
نو که په منطقي بحث کې څوک خپه کېږي خدای دې خوشاله کړي او که د جنګ په اړه خو معلومه ده چې دا د جنګ ځای نه دی نو ښکنځلو ته په کې هيڅ اړتيا نشته.
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more