د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د جنایاتو لړۍ!

محمود سعيد
17.10.2011

څلور ورځې وړاندې د انسانیت او اسلام دښمنانو د خپلو زړو ملګرو په لمسون زموږ د کلي (وردګ- چک- انبوخاک) له سیند څخه هغه اړخ ته په کورونو پراخ یرغل وکړ. د شپې لس بجې ېې د کورونو دروازې په بمونو والوزولې او د زړو او ځوانانو په ګډون ېې د ټولو نارینه وو مټې تر شا وروتړلې، دا کسان ېې په یوه ځای کې خوندي کړل او بیا ېې د کورونو تالان پیل کړ.
په یوه کور کې ېې اسلامي کتابونه او یو موټر سایکل وموندل او سمدستي ېې ورته اور ورته کړ.
سهار ېې له نورو کورونو په راوتونکو کسانو ډزې پیل کړې او زما د ورور په ګډون ېې شپږ کسان ېې ټپیان کړل.
همدا شان ېې شپږ بیګناه کسان له ځان سره یوړل.
له دې پیښې یوه ورځ مخکې یو موټر چلوونکی ځوان د جګړې په ډګر کې ګیر شوی وو او د یوه دیوال څنګ ته ېې پنا اخیستې وه، یرغلګرو د هغه سر په نښه کړی وو او شهید ېې کړ.
تیره شپه ېې یو ځل بیا په یوه بل کلي یرغل کړی دی او د یوه ښوونکي سره ېې د هغه دوې پیغلې لوڼې چې هغه هم ښوونکې وې، شهیدانې کړې دي...
دا ډول پیښې زموږ په سیمه کې هره ورځ کیږي خو تر اوسه ېې چا په وړاندې ږغ پورته نه کړ.
د یادونې وړ ده چې د پرلپسې جګړو، بمباریو، چاپو او وژنو له کبله د سیمې ګڼ شمیر کسان لیږدیدلو ته اړ شوي او هغه چې پر ځای پاته دي له ډول ډول روحي او جسمي ستونزو سره مخ دي...
موږ په خپل وار دا کړنې په کلکه غندو او زر تر زره د داسې کړنو د مخنیوي غوښتنه کوو!


Re: د جنایاتو لړۍ!

مساپر
29.10.2011

[quote:ccabdaf940="محمود سعید"]څلور ورځې وړاندې د انسانیت او اسلام دښمنانو د خپلو زړو ملګرو په لمسون زموږ د کلي (وردګ- چک- انبوخاک) له سیند څخه هغه اړخ ته په کورونو پراخ یرغل وکړ. د شپې لس بجې ېې د کورونو دروازې په بمونو والوزولې او د زړو او ځوانانو په ګډون ېې د ټولو نارینه وو مټې تر شا وروتړلې، دا کسان ېې په یوه ځای کې خوندي کړل او بیا ېې د کورونو تالان پیل کړ.
په یوه کور کې ېې اسلامي کتابونه او یو موټر سایکل وموندل او سمدستي ېې ورته اور ورته کړ.
سهار ېې له نورو کورونو په راوتونکو کسانو ډزې پیل کړې او زما د ورور په ګډون ېې شپږ کسان ېې ټپیان کړل.
همدا شان ېې شپږ بیګناه کسان له ځان سره یوړل.
له دې پیښې یوه ورځ مخکې یو موټر چلوونکی ځوان د جګړې په ډګر کې ګیر شوی وو او د یوه دیوال څنګ ته ېې پنا اخیستې وه، یرغلګرو د هغه سر په نښه کړی وو او شهید ېې کړ.
تیره شپه ېې یو ځل بیا په یوه بل کلي یرغل کړی دی او د یوه ښوونکي سره ېې د هغه دوې پیغلې لوڼې چې هغه هم ښوونکې وې، شهیدانې کړې دي...
دا ډول پیښې زموږ په سیمه کې هره ورځ کیږي خو تر اوسه ېې چا په وړاندې ږغ پورته نه کړ.
د یادونې وړ ده چې د پرلپسې جګړو، بمباریو، چاپو او وژنو له کبله د سیمې ګڼ شمیر کسان لیږدیدلو ته اړ شوي او هغه چې پر ځای پاته دي له ډول ډول روحي او جسمي ستونزو سره مخ دي...
موږ په خپل وار دا کړنې په کلکه غندو او زر تر زره د داسې کړنو د مخنیوي غوښتنه کوو![/quote:ccabdaf940]

دروند ورور سعید صیب السلام علیکم و رحمته الله،
زمونږ د مظلوم ولس د ستونزو په اړه شاعر څومره ښکلې ليکلي دي:
جنت وطنه په دوزخ باندی بدل کړی چا
ښکلی زیبا وی په نړی کی دا نظر کړلی چا
ولس برباد وطن لمبه سو للوپه سو په اور
بس د پردیو و ښکیلاک ته برابر کړلی چا
چا دی پټکی چا دی پټی چا دی څادر وپلوره
د اد نړی ګرم بازار ته چا ورسر کړلی چا

وینه دی ځمکه ته نه رسی په هوا خرڅیږی
په خروارو خروارو بم ولی په تا اوریږی
د نړی ټولی سلاح ګانی ستا بچی ښکاروی
کله ماشوم کله بوډا کله زلمی ښکاروی
زړه می له درده څخه چوی خلاصوای دی شم
غم دی زغملای نه شم یاره هیره وای دی نه شم

والسلام،


محمود سعيد
30.10.2011

سلامونو ته مو علیکم سلامونه!
هیله ده روغ رمټ به یاست.
شعر مو ښکلی دی. د همدې جنایاتو په لړ کې زموږ له سیمې څخه د ملي اردو پوځونه چې له امریکایانو سره یو ځای وو وتلي دي او پر ځای ېې د کومانډو ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.
هلته داسې ورځ نشته چې کوم ټانک دې پر ماین وربرابر نه شي.
له دې سره د سیدآباد ولسوالۍ د حسن خیلو د کلي یو مشر چې انجینر میرویس نومیده د نامعلومو کسانو له لوري شهید شوی دی.
نوموړي هیڅ دنده نه درلوده او یوازې د سیمې د شخړو په حل کې ېې ونډه درلوده...


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more