د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

که پیل ولري نو پای به خامخا وي؟

محمود سعيد
16.10.2011

اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!
کله چې وینم، زموږ د دین پوهان او عالمان په ښکلو ټکو او پراخه سینه، د نوې نړۍ په ژبه د اسلام د خپراوي او سرلوړتیا لپاره هڅې کوي، نو خوښي مې بې کچې وي.
د داسې یوې ورځې په هیله چې ټول دیني عالمان مو همداسې ویښ او ژوندي شي تر څو د ناپوهۍ له تیارو څخه د مسلمان ولس د را ایستلو ارمان پوره شي.
راځم یوې پوښتنې ته:
دا باور لرو چې الله (ج) پیل او پای نه لري.
له هغه راوروسته د هغه مخلوقات او کاینات دي چې ټول ېې پیل لري خو پای ېې توپیر لري. د بیلګې په ډول جنت او دوزخ پیل لري خو لکه څنګه چې څرګندیږي پای نه لري.
اوس څنګه ویلای شو چې داسې یو څیز چې پیل ولري، هغه د پای ونه لري؟


رښتینی
16.10.2011

محترم سعید صاحب د اخرت یاجنت او جهنم ابدیت دهغوی دذات له وجی نده لکه
دالله جل جلاله ابدت دالله جل جلاله ابدیت دهغه دذات له وجهې ده ځکه په هغه باندې
زمانه نه تیریږې او زمانه په خپله مخلوق ده او داخرت ابدیت دزماني په لحاظ ده
نو دلته اخرت ته هم ابدیت ثابت ده خو داسی ابدیت نه لکه دالله جل جلاله ابدیت
امام الجرجانی په خپل کتاب التعریفات کې وایې : دابدیت او ازلیت په لحاظ موجود
په څو ډوله ده یو هغه چې هم ازلي او هم ابدي وې لکه الله جل جلاله او بل هغه چې ابدي
وې او ازلي نه وې لکه اخرت او بل هغه چې نه ابدې وې او نه ازلي لکه انسان او بل هغه
ده چې ازلي وې خو ابدي نه وې او دا قسم موجود ناشونی دی

او دا فلسفي پوښتنې دې چې له یوه ځواب نه لس نورې پوښتنې را پورته کیږې
نو که په همدې ځواب دې بسنه او کفایت وشو ډیره به ښه وې اوکه نه بحث به داسې
لورې ته مخه کوې چې بیا به دمتکلمینو اسفار پسي را سپړو او په هغه کې خوند نشته
هغه دچا خبره علیکم بدین العجائز په دې اړه دزړو ښځو ګروهه مختصره او اسانه ده وایې
یو لوی عالم په یوه لاره روان و نو په لاره کې یوه زړه ښځه وه چاو رته کړه چې داسی عالم
راروان دی چې دالله په وجود زر دلایل لرې دې ورته وویل :
که همدومره شکونه نه وی ورسره دومره دلایلو ته به یې اړتیا نه وه

په مینه



ع کريم حليمي
16.10.2011

ډېر محترم محمود سعید سلامونه احترام په عرض رسوم ،
محترم وروره ، د هغه جهان بیالوجي او کېمیاوي تعامل او جوړښت کښي‌ Oxidation نه پېښېږي‌ نو زړېدل هم نسته ، اوله سته او آخر نسته
د دغه جسم سره نه راپورته کېږو ، نوري سترګي به وي یعني بل جسم به لرو
اصلاً دغه دOxidation عملیه ده چه زړېده کوي ، او د مرګ سبب کیږي
په جنت کښي به همېشه ۳۳ کلن یو ، چه Oxidation نه وي, هلته aging هم نه وي ( آخر)
درنښت


..Ahmadzai
16.10.2011

سلامونه

حلیمی صاحب چې Oxidation نه وي نو بل څه ډول کیمیایي تعامل به وی، أو استقلاب ، یعنی Mitabolism به څرنګه صورت نیسي، که لږ توضیحات ورکړې؟

په درنښت


محمود سعيد
17.10.2011

دروند او قدرمن رښتینی صیب، دروند کریمي صیب او ښاغلی احمدزی له تاسې ټولو څخه ځانګړې مننه کوم چې دا ډول پوښتنې په ورین تندي او اخلاص ځوابوئ. له الله نه درته جنتونه غواړم.
رښتینی صیب لیکي:
[quote:af9ee8e0c1]او دا فلسفي پوښتنې دې چې له یوه ځواب نه لس نورې پوښتنې را پورته کیږې [/quote:af9ee8e0c1]
دې پوښتنو ته باید ځوابونه ومومو. له ټوکو ټکالو او بیځایه سیاسي بحثونو څخه ېې ډیر ګټور بولم.

[quote:af9ee8e0c1] او بل هغه چې نه ابدې وې او نه ازلي لکه انسان[/quote:af9ee8e0c1]
تر کومه چې پوهیږم روح د انسان د پیژندنې، او ژوند معیار دی. ویل کیږي چې روح نه مري بلکه له دې نړۍ څخه بلې ته لیږدي او هلته په بله سټه کې راټوکیږي.
اوس نو انسان ته هم ازلي نه بلکه ابدي څیز ویلای شو او که نه؟
له دې سره که د وخت یا زمانې په اړه لږ روښنايي راکړئ چې په کومه برخه کې راځي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more