د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د جن ګناه

پتوال
13.10.2011

وايي چې پيريان له اوره پيدا شوي ، او د انسان په څېر يا تر هغه هم زيات ګناهکار مخلوق دی ، خو دا چې ايا پيريان د انسانانو په شان د خوراک چښاک
اړتيا لري که نه څوک يې نه وايي، که رښتيا خوراک او چښاک ته اړتيا لري نو ددې توکو د پيدا کولو له پاره به غلا ، داړو مرګ او نورو
ګناهونو ته لاس ورغورځوي . که د انسان غوندې شهواني غريظه هم لري نو په زنا به هم اخته او ګناهکاره کيږي . او که يې نه لري نو بيا به دڅشي ګناه ترې د څه له پاره سر ووهي ؟؟؟؟
که خوراک کوي نو د خوراکي موادو توليد به هم کوي او چې توليد کوي عقل او منطق به هم لري او چې عقل او منطق لري غلا به هم کولی شي او د وږې خېټې د مړولو له پاره به ترې کار اخلي ! خو که غلا کوي نو انسانان خو يې بې له هغې هم نه ويني نو بيا ولې ټول فابريکوي او زراعتي مواد له انسانانو څخه نه غلا کوي ؟؟؟؟؟؟
او که دا يو هم نه لري، عقل او هوش به هم نه لري ، نو بيا ګناهکار کېدلی هم نشي او ددوزخ له عذابه به بچ پاتې کيږي، په دې صورت کې يې بيا له ملايکو سره څه فرق څه شی شو ؟؟؟؟؟
ولې جنت ته به هم اړتيا نه لري ځکه چې جنت خو انسانان د خېټې د لوږې او شهواني اړتيا د رفع له پاره غواړي ، کله چې پيريان غذايي او شهواني اړتيا ونه لري نو جنت به څه کړي او د څه له پاره به جنت غواړي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

دا ټولې پوښتنې حليږي که ووايو پيريان د اتومي زراتو (الکترونونو ) په څېر کوچني موجودات دي چې په سترګو هم نه ښکاري خو چې په ميليونونو ميليونو سره يوځای شي د يو انسان اويا بلې بلا شکل جوړولی او ښودلی شي ! او که څنګه ؟؟؟؟


رښتینی
13.10.2011

پتوال لیکې:
خو جنت ته به هم اړتيا نه لري ځکه چې جنت خو د خېټې او خوټې له پاره انسان غواړي ،

پتوال صاحب دا خبره سمه نده جنت ددې له پاره نده چې تا یې یادونه کړې ده بلکې
په جنت کې به انسانان او پیریان دالله په نور معرفت او پیژندنه بوخت وې او دالړۍ به ترلایتناهې وخته پورې روانه وې .

( للذين أحسنوا الحسنى وزيادة ....... (یونس 26 )

یعنی چا چې په دنیا کې ښه عملونه کړې وې دهغو له پاره به ښه وې او زیادت به هم وې
له دې زیاده تورې نه مطلب دالله دیدار ده او دابه جنتیانو ته ترټوله غوره ورکړه وې
چې دټول جنت او په هغه کې له شته نعمتونونه به غوره وې اودا خبره په صحیح حدیثوکې راغلې ده نو دا له هغه څه نه بیل او زیات شی ده دکوم څه یادونه چې پتوال صاحب کړې ده .
او بل دا خبره هم ثابته ده چې په جنت کې دالله لیدل د الله دمعرفت انتها نده بلکې دالله معرفت بی پایه ده لکه قران چې وایې :

قل لو كان البحر مدادا لكلمات ربي لنفد البحر قبل أن تنفد كلمات ربي
ولو جئنا بمثله مددا

دلته علما ء لیکې چې په دې ایت سره دالله معرفت مراد ده او دالله معرفت پای نلرې
او پاته شوه د پیر یانو موضوع نو هغه چې الله په خپل عبادت او معرفت مکلف کړې
دې مطلب داشو چې هغوی عقل لرې او ګناه هم ترې کیږې پاته شوه دا خبره چې اوس
خو به نو ګنا هم کوې او غلاوې او زناوې به هم کوې خامخا به یې کوې خوپه خپله دایره کې او خپله دایره یې کومه اوڅنګه ده په دې به بیا خبره کوو........


پتوال
15.10.2011

رښتينی صيب مننه ستاسې له ځواب نه !

دا خو سمه ده چې په جنت کې د الهي معرفت بهير څپاند پر مخ درومي ، خو آيا انسان په دنيا کې ددې په فکر وي او جنت صرف ددې
معرفت له پاره غواړي ؟ دا يوه abstract او مجرد روحاني هدف دی، جنت په دنيا کې د کړو نېکيو مجرا ده او مجرا هغه نعمتونه دي چې
په دنيا کې هم د انسان خوښ دي، يعنې دده اړتيا رفع کوي او دده اړتياوي غوړ خوراک او ښکلې ښځې دي او تصادفي نه ده چې
په جنت کې دنعمتونو ويالې او ميوې اود خدمت او شهوانيت له پاره حورې اوغلمان شته! په جنت کې د الله تعالی معرفت بلا کيف معرفت دی
او خښي چې ترې پيدا کيږي په دنيا کې يې تصور نشي کېدای . خو د خوټې له پاره دخوندونو تصور هر انسان کولی شي او ددې له پارعه چې د همدغو خوندونو د تصور پواسطه په دنيا کې د خيټې او خوټې مطلوب خوندونه کنترول کړي . آيا له دې پرته له انسان سره د جنت تمع پيدا کېدای شي ؟؟؟؟؟

دپېريانو له پاره د خوراک او شهواني اړتياو څبره مهمه ده، که يې نه لري نو څنګه ګناهکار کېدای شي ؟؟؟؟؟ او که يې لري ثبوت يې ولې نه ليدل کيږي !


عادل عادل
15.10.2011

السلام علیکم

پتوال صیب مونږ او تاسو خدای مکړه لمونځ، اودس او د قران کریم تلاوت ته شا کړو،،، او پر ځای یې ګرده ورځ موزیک، لهو لعب، خوشګزراني او داسې نورو حرامو کارونو ته مخه کړو،،، نو د رزق برکت او د روان سکون به له کوره کډه کوي،،، دا ولې ؟ ځکه چې په داسې کور کې پېریان ځالې کوي،،، او د ژوند په هره صفحه کې د انسان سره شریکیژي،،، مګر هغه پېریان چې له خدایه ویریژي.

او ښاغلی پتوال صیب د پیریانو تر شهوت پورې دومره ویلی شم چې که تاسو ته احتلام کیژي یا پخوا شوی وي،،، نو همدا د پېریانو د شهوانیت ثبوت دی،،،،:) مګر دا چې په لغمان کې مو شپې تېرې وي:)، د څپاند صیب خوا ته دې غټه پوله وي


پتوال
15.10.2011

عادل صاحب سلامونه او درناوی !
زما يو کاکا الحاج مولوي محمداسماعيل صاحب رحِمَهُ الله به چې د ميلمنو له پاره ډوډۍ دېرې يا حجرې ته ووېستله ، بيا به که هر څونور کسان
هم راپېښ شول او ډوډۍ ته به ورسره کښيناستل نو غوښه او ښوروا، يا ورېژې به يې نه خلاصېدلې . په دې د ښونځي شاګردانو هم تجربه کړې وه
چې کله به رخصت شول او کورونو ته به تلل نو په لاره کې به تر هغه معطلېدل څو د مولوي صاحب ډوډۍ دېرې ته راووځي، بيا به ورروان شول
او سلام به يې واچاوۀ، له مولوي صاحب څخه څوک تر هغه په لاره نشو تېرېدلای تر څو چې به يې يې ډوډۍ ته نه و راستون کړی .
نو د شاګردانو دغه ډلې به بيا کيسې کولې چې مونږ حيران يو چې د مولوي صاحب د ډوډۍ په غوښه او نور کتغ کې ولې کمی نه راځي
که مونږ ٢ تنه ورشو او که ٤ يا ٦ تنه ورشو ټول تر پايه ښه غوښه وخورو . په هغه وخت کې زما ځواب هم دوی ته همدا و چې زه خو ترې
٥ کلي ليرې اوسيږم ، ولې ښايي چې دمولوي کاکا به مې پيريان په اودَه کې وي هغوی به ورته له کوره نور نور کتغ راچلوي .
البته نوموړی د ديني علميت سره د ډېر رياضت او تقوا خاوند هم و او خلکو ته به يې ډير خير او برکت رسېدلو.
الله دې زمونږ او ستاسې په شمول د هغه جنت الفردوس په برخه کړي ، امين!
زه د ديندارانو په برکتي او د فاسقانو په بې برکته ژوند پوره باور لرم
خو سره ددې ټولو بيا هم د پيريانو په اړه دا يو عقيدوي تفسير دی نه د ثبوت خبرې ،
والله اعلم



ع کريم حليمي
16.10.2011

ډېر ګرانو مکرمو او واجب احترام دانشمند پتوال صاحب ، حامد صاحب ، عادل عادل صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله و برکاتهُ

نه پوهېږم چه حامد صاحب ولي‌ وایي چه جنت د خېټي له پاره نه دي‌
او د مکرم پتوال صاحب خبري‌ ئې سمي نه دي بللي ، که دغه آیه کریمه (اللهم اتنا في دنيا حسنة وفي الاخيرة حسنة و قنا عذاب النار)‌ تر نظر لاندي ونسو . په دنیا کښي حسنات دي او په آخرت کښي ( نعيم الدنيا او نعیم اخرت ) د جنت او دنیا یوه مشترکه نقطه دا خوراک چښاک ، او دا ترمور او پلار خــــــــــوږېٖ ( أَزْوَجٌ مُّطهَّرَةٌ ) هلته شته ، او پر داټولو خبرو سربېره رب العزت فرمايي چه : ولا تنس نصيبك من الدنيا......
یعني د دنیا څخه هم وچه خوله مه راځي ، تعيش وتأكل وتشرب او ♂♀
هو!!!!! مضیق او مهلک مه کړئ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مکرم او محترم پتوال صاحب ، ستاسو د بحث او ؟؟ ته څو ورځي ورسته را غبرګېږم ، که رب غوښتي وي
درنښت


ډاکتر څپاند
16.10.2011

سلامونه،
کېدی شي پيريان ميکروسکوپيک موجوداوي او دانسان په مدفوعاتو تغذي شي،
خو دعادل صيب لېکنۍ د شيطان او پيري فرق رانه ګډوډ کړ :?


وزیري
16.10.2011

السلام علیکم:

پتوال صاحب، یو کتاب می لیدلی وه خدای می دی نه غلطی چی په نامه د المرجان فی الاحوال الجان وه لکه څی. که دا کتاب پیدا کړی نو ان شاء الله ستا د سوالونو جواب خو څه کوی چی نور به هم ډیر زیات پوه شی.
هیره دی نه وی چی دا صرف قیصی نه دی بلکی علمی یعنی مدلل بعث پری شویده. بهتره به دا وی چی د حامد صیب په شان یو ځوان یی پیدا کړی او لکه نبوی سیرت غوندی لړۍ وار برید پری وکړی.

والسلام


اکرم
16.10.2011

[quote:75152ed1e2]سلامونه،
کېدای شي پيريان ميکروسکوپيک موجوداوي او دانسان په مدفوعاتو تغذي شي،
خو دعادل صيب لېکنۍ د شيطان او پيري فرق رانه ګډوډ کړ [/quote:75152ed1e2]څپاند صاحب !
در اصل کې ! هغه د لرو په اصطلاح ، ستاسو انګیرنه او اخیستنه دعادل صاحب د څرګندونې څخه بلکل سمه ده ، اوهغه داسې چې ددګماتیکه نصوصو پر بنا شیطان هم دجن څخه دی ، په دې معنی چې د دوګمونو دمؤلف څخه دتآلف په خیال کې تروتنه شوی !
نور خو ټول پوهیږو چې داشپې اورځې د Halloween دي ! او په غرب کې دا شپې خلک عموماً هسې هم دپیریانو د کیسو په مشغولا تیروي !!!
نه پوهیږم چې د پتوال صاحب بحث به هم د همدې ځایه الهام اخیستی وي او کنه ؟ کنه دخیالې رومانتیکه کیسو پرته پیریا ن به یواځې هغه مضره میکروبونه وي چې دنظافت په عدم کې رامنڅته کیږي !!! لکه مضر شیطان !!!

او که د کیسو د مؤلفینو هر څه په اودس وای ، نو داسې مضر ه اوچټل ابلیس چې دجن هم نوعه دی به له کومه شوی واي ؟؟؟

او هغه نور مضره مایکروسکوپیکه موجودات چې تاسو يې پیریان بلئ هم همداسې درواخله.


رښتینی
16.10.2011

پتوال صاحب اونورو ورږڼو سلامونه اونیکې هیلې

جنت دپتوال صاحب دښوول شوې موخې له پاره طبعا ده خو لکه ما چې وویل
اصلا هغه جهان هم انسان تش دخوراک اوڅښاک اوخپلوخواهشاتو ګوډۍ ندی
بلکې هلته به دالهی معرفت په ستره اوله خونده ډک مکلفیت بوخت وې اودې
خبرې ته ما په راوړل شویو ایتونوسره یوڅه تفصیل ورکړ

او وزیري صاحب هغه کتاب آکام المرجان نومیږې او له دې لاندې
لینک نه یې درښکته کولی شئ :

http://www.4shared.com/document/Pcyp642f/______-______-__.html


محمود سعيد
16.10.2011

له عقلاني اړخه هم کیدای شي ووایو چې الله (ج) به جنت له داسې حکمت پرته نه وي رامنځته کړی چې پکې یوازې انساني غریزه مړه شي.
حامد صیب په دې اړه ډیر ښه وړ او قانع کوونکی ځواب ویلی دی.
عادل د احتلام یادونه کړې ده! فکر کوم دا چې خلک وايي شیطان وغولولم، دا به هسې یوه اصطلاح وي. دا یوه طبیعي کړنه ده چې د شرایطو په رامنځته کیدو او په غیر ارادي توګه د مغز د بې لاریتوب له وجې رامنځته کیږي او شیطان یا پیریان پکې کومه ونډه نه لري.



ع کريم حليمي
19.10.2011

السلام علیکم و رحمة الله
درنو مکرمو وړونو ، خدای دي وکړي چه جوړ او روغ به یاست
یو خالق دی چه : هو الله الذی لا اله الا هو عالم الغیب و الشهاده هو الرحمن الرحیم
او بل ئې هر شئ او هر څه چه دي : مخلق ئې دي ،
مخلوق ئې دوه قیسمه دي : معنٰي‌ او ماده --- پخپله رب العزت نه ماده ده او نه معنٰی
او رب العزت دوه جهانونه (مستور او مکشوف) خلق کړیدي چه : یو عالم يې درېٖٖٖٖٖٖٖٖ جهته ، بل يې دوه جهته ، یعني درې جهته خلقت ئې طول او عرض او ضخامت لري ، او دوه جهته خلقت ئې ممکن يوازي طول او عرض ولري

درې جهته مخلوق دا خاصیت ، توان او قوت یا استعداد نه لري چه : د دوه جهته مخلوق لیده او کاته وکړي
اما په مقابل کښي‌ دوه جهته مخلوق ته دا استعداد او قوت ورکړه شوی چه : د دری جهته مخلوق لیده او کاته او مداخله هم وکړي
ولله اعلم

نور بیا


محمود سعيد
19.10.2011

دروند حلیمي صیب ښکلی ځواب مو ویلی دی.
[quote:e32c80dcb7]درې جهته مخلوق په خلقت کښي دا توات او قوت یا استعداد نه لري چه : د دوه جهته مخلوق دي لیده او کاته وکړي
اما په مقابل کښي‌ دوه جهته مخلوق ته دا استعداد او قوت ورکړه شوی چه : د دری جهته مخلوق لیده او کاته او مداخله هم وکړي
ولله اعلم [/quote:e32c80dcb7]
دلته د الله پاک لوی حکمت شته. دا چې درې اړخه موجودات چې خامخا له دوه اړخه یا دوه جهته موجوداتو ډیر توان لري، خو د یو بل په لیدلو کې دا خبره معکوسه ده.



ع کريم حليمي
19.10.2011

په تېر پسې

ټول دری ضلعي خلفت په ذات سره شریک دي ، دری ضلعي یعني‌ ۱۱۶ + عنصرونه چه : انسان ئې هم له همدا عنصرو څخه يې جوړ کړیدی

قرآن عظیم الشأن خبر راکوي چه : بسم تعالی ـ ولقد خلقنا الانسان من سلالة من طین
قرآن عظیم الشأن و مونږ داهم را زده کوي چه : انسان یو مجموعه ده د درې ضلعي خلقت یعني د انسان أصل او نسل او نسب له طین څخه دي
او طین عبارت او معنې داده چه : تُراب مُخْتَلِط بالماء
نو داهم مونږ ته رامعلومه ده چه دا دری جهته خلقت یعني ۱۱۶ عنصره +
چه عبارت دی له مایع ، ګاز ، جامد ، چه اصلاً د ۳ ضلعي مخلوق که جانداره دی او که بیجانه د دوی تر منځ هیڅ فرق نسته ، لوی فرق یې د عنصرونو په تعداد کښي دي .

اوس راځو زمونږ بحث أصلي ته (جن ، ملائکه ، شیطان لعنه الله )، او یا مستور مخلوق
۱) قوله تعالى : قال أنا خير منه خلقتني من نار وخلقته من طين
۲) قوله تعالی : وخلق الجان من مارج من نار
له پورته آیه کریمې نه څرګنده ده چه : إبليس لعنه الله له اور نه جوړشویدی
او جن یا پېریان د اور له لمبې، یا د اور له ژبي نه جوړ شویدی
د جن او شیطان خلقت په قرآن سره ثابت دی چه : له اور او د اور له لمبې
نه خلق شويدی
دریم مخلوق چه : ملائکه نومیږي په قرآن سره نده ثابته چه : له اور نه او یا له نور نه پېدا شوېده ، خو په احادیثو ثابته ده چه ملائکې له نوره خلق شوېدي

نور بیا


پتوال
30.10.2011

السلام علیکم و رحمة الله
محترم او مکرم استاد حليمي صاحب او درنو وړونو ، خدای دي وکړي چه جوړ او روغ به یاست !

[quote:b2fffc3788]یو خالق دی چه : هو الله الذی لا اله الا هو عالم الغیب و الشهاده هو الرحمن الرحیم
او بل ئې هر شئ او هر څه چه دي : مخلق ئې دي ،
مخلوق ئې دوه قیسمه دي : معنٰي‌ او ماده --- پخپله رب العزت نه ماده ده او نه معنٰی
او رب العزت دوه جهانونه خلق کړي چه : یو جهان يې درېٖٖٖٖٖٖٖٖ جهته خلق کړي
او بل يې دوه جهته خلق کړیدی ، یعني درې جهته خلقت ئې طول او عرض او ضخامت لري ، او دوه جهته خلقت ئې ممکن يوازي طول او عرض ولري [/quote:b2fffc3788]
ښايي دلته د جهان او مخلوق کلمې سهوا ً سره بدلې شوي او د خلقت کلمه په خپل ځای وضع شوی وي ، که څنګه (؟ )، ځکه طول او عرض خو دبيل بيل مادي شيونو او موجوداتو بعدونه دي ، [color=blue:b2fffc3788]نه د غير مادي يا معنوي جهان ! [/color:b2fffc3788]
[quote:b2fffc3788]درې جهته مخلوق په خلقت کښي دا توان او قوت یا استعداد نه لري چه : د دوه جهته مخلوق دي لیده او کاته وکړي .[/quote:b2fffc3788]
دلته درې - بُعده  موجودات اول په ژونديو ليدونکو  مخلوقاتو منحصر  او رامحدود کړی شوي او بيا په ټولو  ليدونکو حيه او نه ليدونکو غير حیه  موجوداتو
 ناسم تعميم شوي  ښکاري ،ايا زما اټکل  سم نه دی ؟ 
[quote:b2fffc3788]اما په مقابل کښي‌ دوه جهته مخلوق ته دا استعداد او قوت ورکړه شوی چه : د دری جهته مخلوق لیده او کاته او مداخله هم وکړي ولله اعلم [/quote:b2fffc3788]
دغه ښايي  د جنياتو له پاره د يو هندسي تعريف هڅه وي ٠  زه ددې جملوو  صرف  په وروستي ټکي ايمان لرم ، په : [color=white:b2fffc3788]والله اعلم [/color:b2fffc3788]!
خو که په ايت يا حديث دوه بعدي مخلوق ثابت شي بيا يې دسر او زړه په دواړو سترګو منم . 
پوښتنه : ايا معنوي نړۍ خو به دوه بعده نه وي اټکل شوي ؟؟؟  والسلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !



ع کريم حليمي
31.10.2011

ډیر محترم او مکرم دانشمند پتوال صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته ، خدای دي وکړي چه تاسو هم جوړ اړ روغ اوسئ ، ښې هیلي او
دل جمه ژوند ، د رب له درباره تاسو ته غواړم
[quote:482b3f4f7f] ښايي دلته د جهان او مخلوق کلمې سهوا ً سره بدلې شوي او د خلقت کلمه په خپل ځای وضع شوی وي ، که څنګه (؟ )، ځکه طول او عرض خو دبيل بيل مادي شيونو او موجوداتو بعدونه دي ، نه د غير مادي يا معنوي جهان ! [/quote:482b3f4f7f]
محترم پتوال صاحب ! زه به خپل نظر تاسوته په عرض ورسوم اصلاً
معنی د لفظ ضد ده ! لفظ او معنی دواړه بې صورتَ کیفیتِ حال دی
او جهان ، نړۍ ، کېهان ټول باصورتَ کیفیت دي چه درې ضلعي لري
معنا او لفظ یوه ضلعه لري چه وخت نومیږي ، بعضي الفاظ او معنی ډېر وخت اخلي بعضي‌ لږ وخت . معنوي جهان هيڅ وجود نه لري ، کله چه یو کیفیت معنوي وي ، نو جهان کیدلی نه شي ، یوازي مادي شیان جهان جوړه وي
دجن جهان : هم لفظي او هم معنوي او هم مادي جهان لري!!
لمړئ ئې د قرآن په اورېدلو کښي فکر کړئ ؤ ، او بیا ئې خبري وکړلې
او جسم يې دوه ضلعي شکل لري ، هره سترګه ، کېمره چه له درېٖٖٖٖٖٖٖٖ ضلعي جسم نه جوړه شوېوي ، دوه ْضلعي جسم نه شئ په لیدلی
[quote:482b3f4f7f] ښايي د جنياتو له پاره د يو هندسي تعريف هڅه وي ٠ زه ددې جملوو صرف په وروستي ټکي ايمان لرم ، په : والله اعلم ! [/quote:482b3f4f7f]
بلې پر دغه تیوریو !! [color=white:482b3f4f7f](ډاروین نظر ، د وحدت وجود نظريه ، او د دوه ْضلعي نړۍ نظر)[/color:482b3f4f7f]

به هیڅکله ایمان رانه وړو
که چیري تیوري یوه ښکاره تجربه شوه نو بیا علم شو ، او په علم موږ باورکوو ، دتیوریو مطلعه ښه شئ ده ولي چه ُفکر وسعت په پېداکوي

او هو ! جنياتو له پاره د يو هندسي ( دوه ضلعي ) شکل تعریف هڅه مي ده
اور یو کیمیاوي تغیر دي ، هر کله چه یو شئ اور واخلي ، دوه نه لیدونکي ځني آزادیږي‌ يو اینرژي او بل دوه ضلعي‌ ماده !

نوربیا


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more