د موضوعګانو سرپاڼه
نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د حقاني ډلې یو نامتو قومندان ووژل شو!
تيمور
13.10.2011
د پاکستان د جيو خبري رسنۍ د رېپوټونو له مخې، نن ورځ په شمالي وزيرستان کې، د امريکايي بې پيلوټه الوتکو په بريد کې د حقاني د ډلې د يوه نامتو قوماندان د وژل کيدو خبر ورکړل شوی دی.
د دغه خبري رېپوټ له مخې دغه وژل شوی قوماندان نوم جميل حقاني دی، چې د دغه ډلې د لوژستيکي چارو مسووليت يې پر غاړه وو. رېپوټ زياتوي، چې ډرون الوتکو د (دنده دار پاخيل) په سيمه کې، پر يوه کور دوه توغندي ويشتلي چې د نوموړي قوماندان د وژل کيدو تر څنګه څو تنه نور د دغه ډلې ټپيان شوي دي.