د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د ټولو څخه لوي نعمت!

مساپر
13.10.2011

السلام علیکم و رحمته الله،
د ټولو دنیوي او اخروي نعمتونو څخه ډیر لوی نعمت د الله (ج) رضأ او خوښی ده، او حق تعالی به په جنت کې ټولو مومنانو ته هر ډول نعمتونه او خوشحالي ورکوي خو د ټولو څخه لوي نعمت به د حقیقي محبوب دا‌‌‌ئمي رضأ وي.
په یوه مبارکه (صحیح) حدیث کې راغلی دي چې الله تعالی جل جلاله به جنتیانو ته غږ کوي چې: ای جنتیانو!
جنتیان په ځواب کې عرض وکړل چې لبیک.
حق تعالی بیا پوښتنه وکړي چي: هل رضیتم! (آیا اوس خوښ شوي یئ؟)
جنتیان به داسې عرض وکړل: ای پروردګاره! ولی به نه یو خوشحاله حال دا چې تاسو خپل انتهائي انعام او مهرباني پر مونږ کړي ده)

د دغه مبارک حدیث څخه دا واضحه شو چې د ټولو نه لوي نعمت د الله تعالی جل جلاله رضایت او خوښي ده، نو مونږ ټول باید چې د واقعي مسلمانانو په شان خپل ځانونه د الله (ج) د مبارکو ارشاداتو په عملی کولو چمتو کړو.

والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more