د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د نا پاكانو هدف څه ده؟

مساپر
11.10.2011

ټولو عزتمندو ورونو ته السلام علیکم و رحمته الله،

زمونږ د ننګیالئ هیواد په ختيزو سرحدي پولیو کې د توغندوي بريدونو په بڼه د نا پاکانو چارواکو کړنو دا وښه یي چې هغوى غواړي د نړيوالو تر وتلو وروسته د پولې په دواړو خواوو کې د مېشتو عزتمندو پښتنو په وجود تېره شوې شیطاني کرښه له سره تازه کړي.
زموږ د یو شمیر کارپوهانو په اڼد، ناپاک پوځییان د اوږدې مودې راهيسې د توغنديو په راويشتو د کونړ او ننګرهار په سرحدي ولسواليو کې د پرتو ولسونو وينې د خپلي همدې (انګریزانه) هدف د رسېدو لپاره توى کړې.
دا واضحه خبره ده چې په دغو سیمو کې د پولې دواړو خواوو زمونږ مسلمان او ننګیالې پښتانه قومونه ژوند کوي، او دا هم باید پوه شي چې د دوى تر منځ دومره کلک ورورولي او پیوستون شته دي چې سیاسي دېوالونه، اغزي تارونه او بمونه هم نه شي کولاى د دوى د تلو راتلو لارې بندې کړي.
د دوى تر منځ د نامنل شوې کرښې په تېرېدو سره دوى بېل نه شول، اوس هم د دواړو خواوو قومونه وايي د کرښې د تازه والي هڅې دوى ته د بېلتون احساس نه شي ورکولاى.
ځینې کارپوهان وايي، چې د انګریز بچییان هر وخت د تېريو او ظلمونو په کولو سره هڅه کړې چې ياده شوي کرښه تازه وساتي، خو د قومونو ترمنځ د کلکو اړيکو له امله خپل هدف ته په رسېدوکې پاتې راغلي دي، او تر ابده پورې د خپل په دغه راځ شیطاني هدفونو په رسیدو پاتې راشي، انشأ الله وتعالی.

والسلام،


محمود سعيد
12.10.2011

زموږ په ختیځو کلو او بانډو د ناپاک ناروا بریدونه دوام لري. ویل کیږي دا له ناپاکستان سره د امریکا یوه ګډه لوبه ده تر څو په دې توګه په افغانستان کې خپلو دایمي هډو ته لاره هواره کړي.
داسې ګونګوسې هم شته چې بهرنیان افغان ځواکونو ته هم اجازه نه ورکوي چې ځوابي کړنه تر سره کړي. په داسې حال کې وسلوالو طالبانو او حزب اسلامي چې د لوبې یو اړخ جوړوي، هم کومه ځانګړې نیوکه نه ده کړې او د بیګناه افغانانو پر وژلو ېې سترګې پټې کړې دي.
موږ دا بریدونه په کلکه غندو او پر افغان دولت او نړیوالو غږ کوو چې د ناپاک د دې ناروا کړنو مخنیوی وکړي.
له دې پرته به افغان ولس په یوه غږ پاڅون کوي او د ټولو یرغلګرو زامې به ورماتي کړي.


حلیم
12.10.2011

دا بل یې در واخله،
ایران هم د لویدیځ څخه د هاوانونو یرغل را پیل کړی دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more