د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اسامة بن لادن غورځنګ څنګه ارزوئ؟!

حلیم
11.10.2011

سلام، ښاغلو او آغلو،
د اسلام مبارک دین د نړۍ د ادیانو معتبر دین او په ریښتیني توګه د ژوند ټولې برخې پکې شاملې دي، چې یو یې هم سیاست دی.

ډیر اسلامي غوځنګونه به مو لیدلي وي، یا به مو یې په اړه لوستلي وي، او یا به هم یوازې د کیسې په توګه روایت شوي وي. مثلاً : ..... چې هر یو یې له ځانه لاسته راوړنې او وتنې لري.

راځئ نن پدې خبرې وکړو چې: د اسامة بن لادن (په غربي عبارت القاعده) جهادي ډله چې په زیاترو اسلامي هیوادونو کې جهادي تاریخچه لري او د جهاد بیرغ یې په ټولو حساسو او ترڅنګ یې بې واکه شوو او یا له واکه شړل شوو مسلمانانو ټولنو کې څپانده ساتلی دی، او د هغوی د حق غوښتنې د ادعا د پوره کولو لپاره جنګیدلي دي. لکه افغانستان، کشمیر، فلیپین، بوسنیا، سوډان، سومالي، یمن، اذربایجان، او نور.
بحث به پدې پیل کړو چې آیا نوموړی غورځنګ د اسلامي نړۍ په خیر دی او کنه؟
نورې پوښتنې به په پرلپسې ډول رامنځ ته کوو او شنو.
درنښت[color=red:adc3935948][/color:adc3935948]


پتوال
11.10.2011

١ - په ټوله عربي نړۍ کې هېڅ چيرې هم د القاعدې غورځنګ پيل نشو او په روانو غورځنګونو کې يې هم هېڅ اغيز و نه ليدل شو !

٢- اسامه د آزادۍ ملي خصلت او ماهيت په پام کې و نه نيوه او د نوړيوال کمونستي غورځنګ په څېر يې چې د شوروي په مرکزيت
او مشرۍ يې ټينګار کاوه اسلامي غورځنګ يې هم نړيوال او هم په عربي مرکزيت او مشرۍ پورې تړلی او محدود کړ او د ډيرو ولسونو ملي ګټې يې پيمال کړې !

٣- د پاکوستان غوندې د مغرضوا و د نوي او زاړه استعمار د بچيانو سره يې پښې په يوه موزه کې ننويستلې اوسيمه کې يې د ISI په پلانونو عمل وکړ .

٤ - نتيجه يې د لر او بر پښتون قام تباهي او سياسي زيانونه شول ، پښتانه يې لر او بر رسوا او په نړۍ کې د تيرورستانو په نامه بدنام کړل .

٥- هغه څه يې چې په خپل هيواد او نورو خپلو عربي هيوادونو کې نشول کولای او درانده تلافات يې پرې نه لورېدل هغه يې په نورو اسلامي هيوادونو
په تيره افغانستان او پښتونخوا وتپل او د درندو تلفاتو په تحميلولو سره يې له ناپوهو او مظلومو پښتنو له ناپوهۍ څخه د خپل هدف له پاره مطلقاً ناوړه ګټه پورته کړه !

٦- سر بېره په دې يې لر او بر پښتانه طالبان د ISI
په لومه کې ښکېل کړل چې دا يې تر ټولو ستر خيانت د افغان ملت او پښتون قام پر ضد تر سره کړی دی . که اظواهري او القاعده
د خپلو تيروتنو تلافي کوي نو دخپلو دغو جنايتونو او نړيوالو خيانتونو تلافي دې وکړي له خدمت نه يې تېر ناست يو !

٧- اسلام يې له اجتهاد او ژورې فقهي او دينپوهنې څخه وويست او پر ځای مسطح او په ساده ګرايۍ اخته او عاميانه کړ
او د افراطيت په لاره يې د سياسي سوۀ استفادې په يوه آرزانه وسيله بدل کړ !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more