ټولنه او ټولنپوهنه
په تاسې کې داسې څوک شته؟!
حلیم
10.10.2011
سلام،
خدایزده چیرې یې ولیکم. حجرې ټولې د شاعرانو او ملانو په لاس کې دي!، :lol: :lol: :lol: :lol:
آیا په تاسې کې داسې څوک شته
چې:
- د پاکستاني میوو پرځای د خپل هیواد میوې مصرف کړي.
- د چینایي بوټونو او کالو پرځای خپل وطني بوټ او کلوشې و کاروي.
- د هندي ساري پرځای د خپل کلتور درنه جامه او د خپل هیواد تولید واغوندي.
- د ایراني نخودو او بادامو پرځای د خپل هیواد توت او کښتې مصرف کړي.
- د عربي طلاو پرځای خپل کندهاری ګنډ، او جامې واغوندي.
- د اوروپایي څښاک پرځای د خپل هیواد تولیدات مصرف کړي.
- او بالاخره په تاسې کې داسې څوک شته چې د یو غریب هلک نه د سرک په غاړه یو پیرکی یا یو ګیلاس جوس خریداري کړي، یا په کوم بوټ پالش باندې یوازې د مرستې په نیت خپل بوټونه پالش کړي.
----------------------------------------------------------------------------
کله به داسې کسان پیدا کیږي؟
همدا بهترین جهاد دی. خو موږ نه پوهیږو!!.