ټولنه او ټولنپوهنه
په پښتو کښې د مختلفو ژبو متلونه
      عارف افغان
      20.08.2004
    
1.	د خوړلو له پاره ژوند مه کوه،وخوره چې ژوند وکړې.  ( امريکايي متل )
2.	لږ خوړل خوندور او ډير خوړل بې خونده وي.   ( چيني متل )
3.	روغتيا نعمت دی   ( دري متل )
4.	د روغتيا خاوند هيلې لري  ، د هيلو خاوند هرڅه لري.  ( عربي متل )
5.	هر ورځ يوه مڼه خوره، ډاکټر ته به دې اړتيا نه وي   ( انګريزي متل )
6.	چې ډير خورې ، لږ خوړلو ته به اړشې . ( اسپانوي متل )
7.	ړانده ته شپه او ورځ يوه ده . ( پښتو متل )
8.	چې پوهيږي هغه ځوريږي .   ( پښتو متل )
9.	هغه چې هيله له لاسه ورکوي ، ډير څه بايلي .   ( اسپانوي متل )
10.	تر وروستۍ سلګۍ پورې هيله من اوسه .   ( انګريزي متل ) 
11.	هيله  نيمه سوکالي ده  (  تورکي متل )
12.	په خټو کې لوېدل ننګ نه دی ، ننګ دادی چې په کې پاتې شي . ( الماني متل  )
13.	هغه څوک چې وخت ته انتظار باسي ، له لاسه به يې ورکړي.(ايټاليايی متل)
14.	ډير کلک باد هم د څاه اوبه ښورولی نه شي .   ( جاپاني متل )
15.	چې پښې لري او ګدايي کوي ، پښې يې تېری دي . ( عربي متل )
16.	د بيکارۍ نه  بېګار ښه دی .     ( پښتو متل )
17.	کار د ژوندانه مالګه ده .   ( دري متل )
18.	ناپوه د هر چا په کار کې ګوتې وهي .   ( الماني متل )
19.	کار اسان دی ، پيل يې ګران .   ( پښتو متل )
20.	چې د ملا تير يې کلک وي ، لويه دنده به ونه مومي .   ( روسي متل )
21.	اس خپلې وربشې خپله  ډيروي .  ( پښتو متل )
22.	نر ميړه  په کار ښه ښکاريږي .      ( پښتو متل )
23.	بې کاري لنګيږي ، خواري زيږوي .  ( پښتو متل )
24.	چې خولې وچې شي د کار ستړيا هېرېږي .   (بيلژيکي متل )
25.	هغه کار کۍ چې تل يوې کوي ، ډيره ځلېږي .   ( يوناني متل )
26.	چي څلوېښت ورځې له نورو سره ژوند وکړې يا به د هغوی غوندې شې ،يا به يې خوشې کړې .  ( عربي متل )
27.	په ځنګله کې يې وزېږوه ، په ښار کې يې لوی کړه . ( پښتو متل )
28.	که د يوه چا په خوي بوي نه پوهيږې ، دوستانو ته يې وګوره . ( جاپاني متل )
29.	هر څوک د خپلې سپيڅلتيا ساتونکی دی .  ( هندي متل  )
30.	وچ هډوکی د شپېللو نه دی .  ( البانی متل )
31.	غل چې په غلا لاس بری نه شي ، ځان ته رېښتين وايي .   ( مراکشي متل )
32.	چې څه دې ورکړل چوپ اوسه ، چې وادې خيستل غږېږه . ( اسپانيايي متل )
33.	ټول ښه دي ، خو دهر  کار له پاره نه .    ( اسپانيايي متل )
34.	نيمګړتيا  لټوونکي  له نيمګړتيا  وو سره  مخامخېږي ، ځکه چې لټوي يې . ( سکاتلنډي متل )
35.	مچۍ چيچي ، خو خپله هم مري .   ( انګليسي متل )
36.	درون وږی ځمکې ته ډير را کوږوي .  ( ايرلنډي متل )
37.	که له لېوه کره مېلمه ياست ، خپل سپی هم بوځۍ .   ( روسي متل )
38.	ژېړ سپی د سور  لنډي  ورور دی .   ( دري متل )
39.	پيشو که ړنده هم وي ، موږک نه پرېږدي .   ( عربي متل )
40.	د موږک د ډارولو له پاره کورته  اور مه اچوه . ( پرانسي متل )
41.	لېوه  به پوستکی واړوي ،  خو فکر نه  اړوي . ( يوګوسلاوي متل )
42.	پاک لمني او بې وزلي نه جوړه کېږي .  ( يوناني  متل )
43.	ښه  ملګري  لويه شتمني ده .   ( دري متل )
44.	د خولې او زړه  وينا چې يوه شي ، يارانه  ترې جوړېږي .   ( پښتو متل )
45.	په  يارانه کې   بنګړي ماتېږي .    ( پښتو متل )
46.	په دوزخ کې هم ملګري موندل کېدای شي .  ( اسپانيايي متل  )
47.	که دوست نه شي موندلي ، دښمني هم مه کوه .  ( يوناني متل )
48.	تر ناپوه ملګري ، بله بده بلا نه شته .  ( پرانسي متل )
49.	ازمېيلی مه ازمېيه .   ( پښتو متل )
50.	غوړه مال، يا ناپوه دی چې غواړي سپک مې کړي او يا چالا که دی چې غواړي ومې غولوي .    ( چيني متل )
51.	ډير خلک د يوه هډوکي  له پاره له ځانه سپي جوړوي .   ( سويډي متل )
52.	غوره مال  سړی يو پټ  دښمن دی . (   مجاري متل )
53.	پر خوله دي شين پسرلی ، پر زړه دې کړنګ ژمی ،    ( پښتو متل )
54.	غوړه مال پټ دښمن دی .    ( هنګري متل )
55.	د غوړه مال خبره په زهرو لړلي شات دي .   (لاتيني متل )
56.	وينا د پيسو غوندې لګوه .  ( الماني متل )
57.	که په جيب کې پيسې نه لرې ، په خوله کې شات ولره .  ( يوناني متل )
58.	بربنډ له لارې اوړي ، وږي نه .   ( پښتو متل )
59.	چاړه چې د سرو شي ، څوک يې پر ګېډه نه منډي .  ( پښتو متل )
60.	هيندو پېسې ګټي پښتون کيسې .   ( پښتو متل )
61.	اړ سترګې نه لري .      ( پښتو متل )
62.	پردی سپی په ډوډۍ خپل دی .    ( پښتو متل )
63.	لوږه د  پاک لمنۍ تر ټولو بد ساتونکی دی .  ( ايټاليايي متل )
64.	که په ځنګله کې دې هم  کور وي، بې ځايه لرګي مه سيزه .   ( چيني متل )
65.	سره زر انساني مقناطيس دی .   ( فرانسوي متل )
66.	تشه  لاسه ته مې دښمن يې .  ( پښتو متل )
67.	چې يو يې خوري نور ورته  ګوري ، د اسمان کاڼي دې  پرې ووري. ( پښتو متل )
68.	پيسې د لاس خيری دی .   ( پښتو متل )
69.	وږې ګېډه زړه سوی نه لري .     ( دري متل )
70.	که غواړي وپوهېږې چې هيواد څومره ګران دی ، څه موده بهر لاړشه .            ( رومي متل )
71.	مينه تر قانون اوچته ده .    ( چيني متل )
72.	د دروغو ډيوه رڼا نه لري .  ( دري متل )
73.	چي باران ودرېد، سيند به روڼ شي .    ( ترکي متل )
74.	که محکمې ته دې خپله غوښتنه وړاندې کړه ، پيشو به دې وګټې ،  خو غوا   به بايلې .  (  چيني متل )
75.	د سيند اوبه چې ټيټې شي ، تيږي يې راښکاره کېږي . ( انګرېزي متل )
76.	بډې چې پر وره  راننوځي ، نيا وله کړکۍ تښتي .  ( ترکي متل )
77.	روښتيا او سور ګل  دواړه اغزن  دي .  ( اسپانيايي متل )
78.	غو ا به توره وي ، خو پۍ يې سپينې دي . ( روسي متل )
79.	په واوره کې د پښو پل نه پټېږي .  ( جاپاني متل )
80.	اوښ پر بډه نه وهل کېږي .  ( پښتو متل )
81.	که شپه تياره ده خو مڼي  په شمار دي .  ( پښتو متل )
82.	لمر په دو ګوتو نه پټيږي .   ( پښتو متل )
83.	ښېګڼه غوره سياست دی .   ( انګريزي متل )
84.	په لوڅ لاس مارمه نيسه .  (  يوګوسلاوي متل )
85.	که خپلو نيګړتيا وو ته مو پام وي، د نورو به رانه هېرې شي . ( عربي متل )
86.	د لاس ګنډه په غاښو مه نيسه   .  ( پښتو متل )
87.	پر اوبوکرښه نه راکښل کېږي .    ( دري متل )
88.	چي کومه پېښه منځته رانه شي لېونی هم واکمني کولای شي .(الماني متل )
89.	بوډاګان د مڼې  رنګ او زلميان يې خوند ستايي .  (يوناني متل )
90.	زلمی د ځوانۍ په نېشه مست وي ، د چا نه اوري .    ( پښتو متل )
91.	که ځوانانو پوهه او زړو ځواک لرلای ، هر څه به سم وو .   ( ايټاليايي متل )
92.	دبې زرو ملګري ته زړورتيا  نا شونې ده .   ( الماني متل )
93.	د يوه درناوي او دبل سپکاوي د مېړانې نښه نه ده .  ( اسپانيايي متل )
94.	زړور يوه ورځ مري ، بې زړه  هر ورځ .  ( پښتو متل )
95.	زمری چې مړ شي ، ګيډړ يې هم لکۍ راکاږي .    ( اسپانيايي متل )
96.	د باز له ځالې باز الوزي .    ( پښتو متل )
97.	ټولې جګړې درې سر چينې لري : پيسه ، ښځه ، ځمکه .   ( هندي متل )
98.	کږه خوله په سوک سمېږي .    ( پښتو متل )
99.	په جګړه کې  يو ګام د سلو کلو لار ده.  ( پښتو متل )
100.	بدمرغي د سوکالۍ تر څنګ ولاړه ده .      (يوګوسلاوي متل )
101.	بدمرغي له هغي کړکۍ نه راننوځي چې پرانيستې موپرېښې ده.(چکي متل )
102.	انسان  ترکاڼي کلک تر ګل نازک دی .   ( پښتو متل )
103.	خوندونه سرسري او دردونه  ژور وي . ( چيني متل )
104.	يوه بدمرغي بله زېږوي .   ( ډنمارکي متل )
105.	په هر ه بدمرغۍ کې يوه ښيګڼه  هم شته .   ( پرانسي متل )
106.	اسمان لرې ، ځمکه سخته .     ( پښتو متل )
107.	او بو  اخيستی ځګ ته لاس اچوي .    ( پښتو متل )
108.	اوبه چې تر سر تېرې شي څه  يوه نېزه څه سل .   ( پښتو متل )
109.	خوږ خټکی د موږک خوراک شي .    ( دري متل )
110.	د پيمخې ساقي شراب خواږه وي .( روسي متل )
111.	چې لمر ځلېږي ، سپوږمۍ ته اړتيا نه شته .   ( روسي متل )
112.	ښکلا د مينې مور ده .     ( انګريزي متل )
113.	ښکلا د ليدنکي په سترګو کې ده . (انګريزي متل )
114.	خره ته يي ګل وينو ، هغه وخوړ.   ( پښتو متل )
115.	ښکلی د خدای هم خوښ دی.  (پښتو متل )
116.	نړۍ له  خپل مين  نه تښتي .      ( ايټاليايي متل )
117.	په يوه مينه کې په زرګونو بدمرغۍ شته.  ( عربي متل )
118.	په مينه او جګړه کې هر څه پېښېږي .   ( اروپايي متل )
119.	چې مور يې درخانۍ  وي ، لور به يې ښاپيرۍ  وي .   ( پښتو متل )
120.	چي سل خويه يې نوروي ، يو به يې د مور وي .   ( پښتو متل )
121.	چي مور ميره شي ، پلار پلندر شي .    ( پښتو متل )
122.	ارمان به کړې هلکه ، بيا به نه مومې ادکه .   ( پښتو متل)
123.	خندا په روغ زړه کيږي .    ( پښتو متل )
124.	انسان ټول   ژوند زده کړه کوي ، خو بيا هم نا پوه مري . ( يوګوسلاوي متل )
125.	وروستي غړي چي د ښځې په وجود کې مري ، هغه ژبه ده . ( هندي متل )
126.	چوپيتا نه تېروځي . ( هندي متل )
127.	مرګ ته زوړ و ځوان يو دی .    ( پښتو متل )
128.	مرګ په ماړه نس ښه دی .     ( پښتو متل )
129.	هنر ځواک دي .  ( انګريزي متل )
Amenullah darez
امين الله دريځ
متلونه
      (( ښه ))
      22.08.2004
    
دريځ صاحيب ډيره مننه ، خدای دي ستا پر لاس نور برکت کښيږدي او حوصله دي زياته اوسه . ډير ګټور کار دي کړی چي د بيلا بيلو هيوادونو متلونه دي را يوځای کړيدي . يوځل بيا منه ډير په زړه پوري دي .
 
