اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دوی د چا سره جهاد کوي؟
تيمور
07.10.2011
لښکرګاه (پژواک ١٤ تله ٩٠): د هلمند ولايت مسوولين وايي، چې وسلوالو مخالفينو (طالبان) د ملکي وګړو پر يوه ٣٠٣ موټر ډزې کړې، چې په دغه بريد کې يو ماشوم وژل شوى، اته ښځې، څلور واړه ماشومان او څلور سړي سخته ټپيان شوي دي.
دغه پیښه نن سهار وخته د دغه ولايت د ګرشک ولسوالۍ د حوض خشک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د يادونې ده، چې له دې مخکې هم د هیواد په سوېلي ولايتونو کې د سپرليو پر موټرو د چاودنو له امله لسګونو بې ګناه مسلمانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ابواحمد
05.11.2011
طالبانو یو وقت داسې کار نه ده کړی چي په هغه کښي دې قصداً د مسلمانانو زهیردل وي ، خو البته که داسې شوي نو دا هم د مصلحت للاسلام والمسلمین پر بناء به شوي وي،او ګرانه ورور په اسلام کښي داسې حوادثې په زرهاوو وجود لري چي د اسلام او دمسلمانانو دګټې لپاره دې بعضي کسان د مجاهدینو په عملیاتو کښي تللي وي!