نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دوی د چا په ګټه فعالیتونه کوي؟
مساپر
06.10.2011
السلام علیکم،
حقاني وسله والو له تیري یوی میاشتي څخه د مچلغو سیمي ته اخطاریه لیکونه او شب نامۍ استولي چې باید د بند کارونه په جوړیدو کې له دولتي مامورینو سره هیڅ ډول همکاري ونشي، ترڅو چې د دې پرمختیايي پروژي چې کیدایشي د پکتیا ټول اوسیدونکې په خپلو پښو ودریږي مخه ډب شي. د بند د جوړولو کار کوونکیو له تیره اونې چې اخطاریه او شب نامئ یې د حقاني وسله والو څخه ترلاسه کړي دي ، د کار ځاي پریښودلي ، او په لسګونه ماشینونه د کار په ځاي کې د غسې بیکاره پراته دي چې ورځ په ورځ یې د خرابیدو ویره زیاتیږي ، په دي توګه زموږ د هیواد د پرمختګ دښمنانو ددي ستري پروژي مخه لا تر اوسه پوري نیولي دي. اوس نو تاسو د یو با وجدان مسلمان، افغان مسلمان په حیث موږ ته څه ځواب لری چې ووایی او مهرباني وکړی دا هم ووایاست چې طالبان د چا او د څه د پاره دا کارونه کوي؟ آیا دوی زمونږ د ګران افغانستان په تباهي پسي ملا نده تړلي؟ آیا د افغانانو د وژلو د پاره یې له خپل بادارانو څخه قومانده نده ترلاسه کړي او کوي؟ او که اوس هم پري باور نه کوي نو د بند د جوړیدو او د د موکراسي یې سره څه ! الله (ج) دې زموږ د مجاهد ولس او ویجاړ هیواد دښمنان ژر تر ژره مخونه توري کړي، آمین.
په درناوئ
pattang
07.10.2011
انډيواله بندو نه ، مکتبونه ، علم ، ترقي زمونږ ار مان دي ، خو دغسې يو فاسد
رژيم داشغالګرو تر يوغ لاندې نه غواړو٠ دوی کارونه کوي خو دزمونږ دمعنويت
دوښمنان دي٠
shokoor
07.10.2011
سلام علیکم!
مساپره وروره هغه څه چې عیان دی څه حاجت د بیان دی. پاکستانیانو هیڅکله د افغانستان د آبادۍ پلویان نه وو او نه دي. اوس وخت آی اس آی هغه د افغان جاهل او احساساتی لښکرې پر دې او هغې پلمې غولوي او د افغانانو هیواد پر دوی باندې ورانوی. دا ورانکاران خو پر آبادۍ باندې نه پوهېږي. دا د سیالۍ وتلي خو دخپل امارت په وخت کې هم کوم بند،سرک، ښوونځی، روغتون او داسې نور آباد نکړل. د دوی هغه لویه شاهکاری د بامیانو تاریخی بتانو ویجاړول وو. پاک الله دوی نور هم وشرموي آمین یا رب العالمین.
والسلام
مساپر
07.10.2011
[quote:694a958dff="shokoor"]سلام علیکم!
مساپره وروره هغه څه چې عیان دی څه حاجت د بیان دی. پاکستانیانو هیڅکله د افغانستان د آبادۍ پلویان نه وو او نه دي. اوس وخت آی اس آی هغه د افغان جاهل او احساساتی لښکرې پر دې او هغې پلمې غولوي او د افغانانو هیواد پر دوی باندې ورانوی. دا ورانکاران خو پر آبادۍ باندې نه پوهېږي. دا د سیالۍ وتلي خو دخپل امارت په وخت کې هم کوم بند،سرک، ښوونځی، روغتون او داسې نور آباد نکړل. د دوی هغه لویه شاهکاری د بامیانو تاریخی بتانو ویجاړول وو. پاک الله دوی نور هم وشرموي آمین یا رب العالمین.
والسلام[/quote:694a958dff]
وعلیکم السلام و رحمۃ الله و برکاۃ،
دروند او ښاغلی ورور شکور صیب، ډیر ښکلې او حق خبرې مو کړی (حق ویل ډیره میړانه او شهامت غواړي). زه بلکل تاسو سره په یو انډ یم.
الله تعالی مو مزید بریالیتوبونه په برخه کړه، آمین یا رب العالمین.
په درناوې،
حلیم
09.10.2011
پتنګ صیب،
کاش چې نوم مو پتنګ نه وای، یا مو په خبرو کې د خو نه وروسته جمله نه وای لیکلې.
زه تر اوسه ځنو د عقل خاوندانو ته حیران یم چې دوی څه شي ته حهاد او ازادي وایي؟
د پنجاب امر منل، او د خپل کلي کور ورانول؟
ولې نن پښتانه دومره به بهرنۍ نړۍ سره په نفرت کې ساتل شویدي، همدا اشغال خو په ټوله اسلامي نړۍ کې عام دی، ولې یې یوازې پښتانه قربانیان دي؟
عربستان
پاکستان او د امریکا میلیونونه ډالره مرستې او نظامي اډې د افغانستان په ضد
کویټ
منځنی اسیا ټول هیوادونه
لبنان
سوریه
ایران
تر پرون پورې مصر
.
.
.
پتوال
20.10.2011
جهالت ډېر بد شی دی ، د جهل پواسطه سړی په بل پردي قدرت خرڅيږي خو دئ په ځان نه پوهيږي او له ځان څخه خبر نه وي ، خو
باداران يې په ډېره مستۍ خپل سياسي ډول او آن پوځي جبهه خاني ته ګډوي !
خو له هغو روښانفکرو يا ملايانو هم توبه چې د پرديو په خدمت کې
په خپلو هيوادوالو ديکتاتوري چلوي او يا د اشغالګرو ملاتړ کوي ! څنګه کېدای شي چې هيوادوال سره يو شي هم د جاهلو پردي پالو طالبانو مخه ونيسي، هم اشغالګر وشړي او د هغوی ګوډاګيان له قدرته راوغورځوي او هم ټوپکسالاران مهار کړي ! که دا ټول کارونه ونشي نو د يو بدلول په بل او د بل په بل خو په دا ديرشو کلونو کې ډير وشل، څېرې واوښتې را واوښتې ډلې او ټپلې يو د بل پسې بدلې شوي او د وطن ،ملت او خلکو ورځ يې نوره هم پسې بدتره کړه !
طالب، (تنظيمي) مجاهد، کمونېست او ددوی حاميان روسان ، ISI او امريکايان له ټولو څخه افغان ولس کرکه او ژور نفرت لري او پر ځای يې د هيواد آزادي او استقلال ، د اسلامي عالمانو ، ملي شخصيتونو او وسلواکو عناصرو ګډ ملي اسلامي ولسواک حکومت غواړي ! دا په دې معنی چې واقعي ديني عالمان ملي او ولسواک شخصيتونه مني، واقعا ملي شخصيتونه اسلامي عالمان او ولسواک عناصر مني او همدارنګه واقعي ولسوا شخصيتونه هم ملي او هم اسلامي عناصر و سره په ګډه حکوکت ته چمتو دي !
هر څوک چې له ددې وحدت له دايرې څخه پښه بهر ږدي بايد د خيانتکار ، جنايتکار او دوښمنپلوه ديکتاتورانو په توګه وپيژندل ، ورټل ، وشړل او وځپل شي !
راځۍ چې له ضد اسلامي ، ضد ملي او ضد ولسواک ديتاتورانو څخه په کرکه او نفرت ښودلو سره خپل ملي اسلامي ولسواک وحدت پياوړی کړو
او پر مټ يې د وطن په خدمت کې بېسارې کارنامي تر سره کړو . ومن الله توفيق !