د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زه ګمراه شوی یم، که دوی ګمراه دي؟!!

حلیم
06.10.2011

سلام،
له پخوا نه مې د طالبانو (په وطني لهجه ملایکو) څخه د خیر ښېګڼې تمه شلېدلې وه، او تر اوسه مې هم ډیرې د خیر او هوښیارۍ دعاوې ورته کولې.
یو چابه ویل دوی د پنجاب زامن (د امریکالمسیان) دي ما به نه منله، یو چابه ویل چې دوی د افغانستان د تباهۍ لپاره تربیه شويدي، مابه ویل چې نه!، دوی سیاسي پوهه نلري خو خپل هیواد ته ډیر ژمن دي. چابه ویل دوی د امریکا په ګټه د امریکا سره لوبه کوي، مابه نه منله، او ورته ویل به مې دوی د اسلامي خلافت جوړونکي دي. او داسې ډیرې نورې خبرې مې هم اوریدې او له ځان سره به مې یې ځوابونه پیدا کول. که څه هم زه د دوی د بیسوادۍ پالنې او د ټولنې د مذهبي کیدنې د پالیسۍ سر سخت مخالف وم.
خو
څه موده مخکې چې د اسلامي ګاونډ هیواد پاکستان ټولو ګوندونو د امریکا سره د اړیکو د ترینګلتیا په اړه غونډه وکړه، او هر چا خپله نظریه څرګنده کړه، او د طالبانو د ښه استعمال پروپوزلونه یې وړاندې کړل. ماته دا جوته شوه چې په ریښتیا هم طالبان د امریکا تخم دی چې د پاکستان په دهقانۍ یې په پښتنې ټولنه او افغانستان کې وکاره. او دادی اوس همدې ځنګله ته همدوی په خپل لاس اور واچاوه چې زموږ تنکي ځوانان، ماشومان، ملایان، عالمان، کدري شخصیتونه، او تاریخي شتمنۍ ورسره یوځای سوزي.
زه اوس حیران یم، چې آیا دا پورته خبرې ریښتیا دي که له واقعیت څخه لرې دي. آیا طالبان (فدایي او جنګکالي طالبان نه ښیم، چې د هیواد مینې او د ناموس د خوندي ساتلو په نیت په سنګرونو کې شپې تیروي، بلکه هغه غټان یې له مولا ضعیف، متوکل، ملا عمر، او نور چې د تحریک سیاست چلوي او افغانستان یې دړې وړې کړ) په ریښتیا هم افغانان دي،کنه؟، آیا خدای لري، او پیژني ېې کنه؟، آیا دوی هم خپل دوست او دوښمن پیژني کنه؟، که څه هم یو متوسط طالب راته ویل چې د پنجاب نه به هم خرپ پورته کړو، خو لمړۍ به غربي ښامار په ګونډو کوو. ولې دا خبرې یوازې د جنګیالیو د جذب او خلکو د غولونې په نیت د دوی ذهنونو ته پیچکارۍ شوې وې. دوی به هیڅکه د پنجاب د امر خلاف کار ونکړي، که هغه د بامیانو د بتانو نړول وي، یا د نجیب وژل، یا د پښتنې ټولنې مذهبي کیدل او له سواده لرې ساتل، یا نور ملا ماتونکي او تاریخي غلام جوړونکي پلانونه.
طالبان یا القاعده، لکه د مچانو په څیر تل په هغه سیمو کې را غونډ شویدي، چیرې چې علم نشته (د اسلامي هیواد پاکستان په مټ، لکه زموږ وزیرستان، کوزه پښتونخوا، لوی کندهار، او داسې نور)، او زموږ خلک یې د دوزخ کندې ته ګوزار او د انسانیت له ژونده لرې ساتلي دي، چې دا تریخ تاریخي مانور تر اوسه زموږ د ټولنې میلیونونه انسانان په زور یا په رضا زغمي، او قربانۍ ورکوي.
د همدې جهالت د زیږولو، روزلو، او دادی نن د حاصل اخیستلو لپاره امریکا پانګونه کړې وه، اهداف یې درلودل ترسره یې کړل، او کوي یې. دا ټول د همدې کرل شوي جهالت او حماقت تریخ حاصل دی چې پښتانه یې څکي او له بلې خوا ښه او په زړه پورې محصول دی چې امریکا خپلو موخو ته رسوي.
د طالباني مجانیت له کبله نن ډیرۍ افغان او نړیوال مسلمانان دې ته اړ شوي چې د امریکا او نړیوالو حضور په افغانستان کې مثبت وبولي.
له بلې خوا چې طالبای کرام ځانونه د خدای د دین مدافعین بولي، دپنجاب له خوښې پرته د هیڅ اسلامي هیواد یا ادارې خبره نه مني، دوی غواړي په زور امریکایان وشړي، د هغوی له شړلو وروسته څو لسیزې د شمالي ټلوالې (روسیې، ازبکستان، ترکیې، تاجکستان، هند، او ایران) سره جګړه وکړي، بیا په لسګونو زره پښتانه بیسواده، بې تعلیمه، ځوانان شهیدان او میندې یې بورې او په میلیونونو یتیمان د فقر او تنګلاسۍ سره راته پریږدي.
دا ټول ددې پخاطر چې د پنجاب خان لالا ګټې په افغانستان کې خوندي وساتي.
لدې ټولو خبرو دا راته جوته شوه چې: طالبان له سره د امریکا کښت دی، پاکستان یې دهقاني کوي، او زموږ بیچاره پښتانه یې د محصولاتو قرباني دي.
د دوی د مشرانو ګمراهۍ او د کوچنیانو (جنګالیو او فدایانو) صداقت، وطنپالنې او اسلامپالنې زه ګمراه کړی وم. خو سر له ننه به زه دا وایم چې اي مجاهدینو فدایيانو ورورڼو!، ستاسو ایماني جذبه قربان شم، ستاسو هیوادپالنه قربان شم، ستاسو همت غیرت او حماسې ته سلام!. لکن لنعت شه په داهسې بې شعوره مشرتابه، او بې شعوره رهبریت!.
د یو پرمختللي اسلامي افغانستان په هیله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more