د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډیر په زړه پورې - ما خو ټول ونشو لوستلای، خو یو ځل لوستل یې ضرور دي

حلیم
06.10.2011

وروڼو دغه لیکنه ډیره جالبه ده هیله ده د هیواد پالنې او د ګاونډیتوب د حق او حقوقو په اړه مو د پریکړې سر مشق شي.
لیکنه دلته را غورځوم:
(شاه جي او سردار جي / مطیع الله عابد

شاه جي :واخلئ واخلئ سړک ته قیر واخلئ ، خوړو ته کهیر واخلئ ،چت ته شهتیر واخلئ ،کابینې ته وزیر واخلئ، ضیعف صدراعظم، برادر کبیر واخلئ او جهاد ته کشمیر واخلئ.

سردارجي: ځلمو ته بورسونه واخلئ، جینکو ته سیریالونه واخلئ، گرم فلمونه واخلئ ، پارلیمان ته دیوالونه واخلئ مرض ته علاجونه او اوبو ته بندونه واخلئ.

شاه جي: وه هلکه سردار جي، دا ته دلته پښتونستان چوک کې څه کوې. دا خو زما علاقه ده .دلته خو به یوازې زه سودا خرڅوم. ځه لاړ شه ، دا بنیاتوب دې چېرته بمبي کې کوه.دا خلک د هندو د لاس نه څه نه اخلي.

سردار جي: عجبې خبرې کوي. هم ورته پښتونستان واې او هم پرې دعوا کوې. ستا دوکان لا جوړ هم نه وه چې ما دلته د امرتسر مسالې او د جالندر پتاسې خرڅولې. ته لا پیدا هم نه وې چې ما کابلي والا نه میوه او زابلي والا نه پیسه اخیستله. دلته خو خلک ماته لاله جي وايي ، زما د لاس دوا اخلي او ما نه خامتا اخلي.

شاه جي : دا لاله توب دې هغه وخت چرته وه چې په امو سور سیلاب راتیریدو. هغه وخت چرته وې چې د انقلاب په نوم عذاب راوریدو . کابلیان د کابل نه او زابلیان د زابل نه زما درشل ته راغلي وو . هم دا زه ووم چې ما ورته د اسلامي ورورولۍ لاس ورکړو او د همساتوب اخلاص ورکړو. زه ورسره د رحمان رشته لرم او ته ورسره د بهگوان ډرامه کوې. ته خو د دوي دښمن سره ولاړ وې. زه خو ېې غبرگونی ورور یم.

سردار جي: که ته ېې غبرگونی ورور ېې خو زه ېې خوږ دوست. ته باید پوه شې چې ورور د خدای لخوا نه په برخه رسیږي او دوست انسان ځانته خپله پیدا کوي . نو که ما چرې سخت وخت که د دوستی لاس نه وي ورکړی نو بخښنه غواړم ،خو خپل لستوڼي کې مې ورته ماران هم نه دي ساتلي. که د جهاد ملگری ېې نه ووم خو د شر او فساد اور ته مې هم لمن نه ده وهلې. ما هم افغانان په خپل کور پاللي خو په چا مې خرڅ کړي نه دي.

شاه جي: زه خبر یم ستا د غرض د دوستۍ او د مطلب د یارۍ نه .دوي ته پښتونستان غواړې او پخپله خاوره کشمیری انسان نه منې. دوي ته روغتونونه جوړوي او خپل ولس دې په سړکونو لوغړيږي. .مه کوه داسې چې د افغان په اوږه ټوپک ږدې او بلوچستان وولې. مه کوه دا د کارگل جنگ دیوگل ته مه راوله . زما په دښمنی کې دومره لیرې مه ځه چې سبا ته هندو ستړی وي او خدای ناراضه.

سردار جي:دا متل خو په تا ډیر سم برابریږي. زما دښمني به دوره مضره نه وي. څومره چې ستا دوستي مضره ده. نن راشه په کابل کې وگوره چې زما د فلمونه شور زیات دی که ستا د احسانونو زور. زما د ډرامو شوقیان ډیر دي که ستا په ضد راپورته شوي مظاهرچیان. راشه کابل کې وگوره چې بي دینه هندو پکې ډیر مقدم دي که دینداره پاکستانی. کشمیری انسان گټی یی چې دې دا نه وایی چې حتما به په دویم ځل هم د جمهوری رواړي او پخپله خاوره کشمیر نه منې. دوي خه وانخلي.نه خو

شاه جي: دا هم ستا د روپو شمال ته ناستو یارانو کمال دی. چې اول ېې د روس نه اخیستې بیا یی ما نه واخیستې ، بیا ایران او اوس ستا لاس ته ناست دي. محرم ېې مجرم او دوست ېې دښمن کړيدی. زما د دسترخوان احسان ېې هیر کړی او ستا بهگوان ته غبرگ لاسونه ولاړ دي. زما د مالگې خوند ېې هیر کړیدی او ستا د پان خوند ېې تیر کړیدی. همدې خلکو زما حمید گل ته جنرالي او ضیاالحق ته اتلولي ورکوله . نور خو لا نور د دې ملک باچا زما وطن کې اباد شوې او ښاد شویدی خو نن ستا په کور کې ماته گوته نیسي.

سردار جي: دې خلکو ستا مالگه خوړلې خوستا دال ېې نه دي خوړلي .ځکه چې ستا دال چې چا خوړلي هغوي تر ننه مخونه پټ گرځوي. ستا د یوې مالگې د قرض دپاره دوي د سره سیلاب مخې ته ودریدل او ستا پینځه اوبه ېې خیرنې نه کړې. سرونه ېې داو کړي او ستا د اسلام قلعه ېې خوندي کړې. خو افسوس چې د دوي ریشخور دې وران کړو خو خپل لاهور دې هم اباد نه کړو.د کابل باچا زما د شېملې میلمه وه خو تا ورته شمله کې بارود وټومبل . ډاکټر دې په انجینر وواه،انجینر دې په ملا او ملا دې په بلا. تا غوښتل چې هم ثواب وگټې او هم خورما. خو نن ثواب درنه اوبامه گټلی او خورما د خورما د خاوند سره لاړه .

شاه جي: دا ټولې ستا خیالي خبرې دي. نن هم لکونه افغانان په ښاراو کمپونو پالم . د وزیرانو کورونه او د ریسانو کاروبارونه ساتم . ته که ډیر هم زور ووهې خو همدې نولسو کې به پاتې ېې. ما نه پرته ېې شل کولې نه شې. که ډیر هم د شمال بادونه راولې خو شمشاد خپلولی نه شې. زما خیبر ورسره تړلی، ما نه ېې بیلولی نشې. نن دی که سبا دې دا ملک د زرغون شاه دی.تورخم ،شاه سلیم ،باجوړاو چمن زما دی .

سردار جي: گوره که زما منې نو دا میم زرما ټوله زما مه کوه. هغه د اقبال لاهوري خبره یاده کړه چې ویلي وو « دا ملک د افغان د ټولو زړه دی ،که زړه ناقلاره وي نو یو به هم بې غمه خوب ونکړي» نو راځه چې دوي خپل خوشال او رحمان ته خوشې کړو او دا بهگوان ېې د مخه لرې کړو چې ایمان ېې په قلار شي. ته هم کر د گلو وکړه چې سیمه دې گلزار شي.

شاه جي:لاله جي . دا خو دې ډیره گل خبره وکړه. زه چې د خپل پنجاب نه ستا پنجاب ته لاره خلاصوم نو ولې د لر او بر پښتون ترمنځ توره کرښه راکاږم. چې زما هنرمند ستا په خاوره د امن سندرې وايي نو گلزار عالم د سید عالم نه ولې بیلوم. دې تورې کرښې زما قسمت هم تور کړیدی او ستا په نیت ېې شکمن کړی یم.راځه چې د افغانستان دپاره د ښو گاونډیو مثال شو.راځه چې دې ورکو خلکو ته د لارې مشال شو.ته ورته د بنارس نه شال راوړه،زه به ورته د اوښکو دپاره دسمال راوړم.که دا وطن اباد وي او دا افغان ښاد وي نو هم به ستا دوکان چالان وي او هم به زما کورگی ودان وي.

سردار جي. ټیک ده شاه جي ټیک ده راځه چې دواړه ورنه لاړ شو او بیا ورته د سوغاتونو سره راشو. ته ورته واسکټونه بند کړه اود پولې پاټکونه بند کړه. ځان اوبه کړه او مړ دا اور کړه .ځان اوړه کړه او دا اوږی موړ کړه .زما به دوا شم او هر زخم به ېې ټکور کړم. زه به خټه شم او جوړ به دا کور کړم.

شاه جي. راځه لاله جي راځه ، خپله ټوکرۍ دې را واخله زه به هم خپله کراچۍ سمبال کړم.تر بله وخته مو په مخه ښه.رب رکها

سردارجي:ست سیریه اکال)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more