د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

وَلَا تَتَّبِعُوۡا خُطُوٰتِ الشَّيۡطٰنِ‌ؕ

مساپر
04.10.2011

ټولو (مسلمانو) هیوادوالو ته السلام علیکم و رحمۃ الله و برکاۃ،
خبري آژانسونه وایي چې د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه کې نن سهار د امنیې قومندانۍ مخې ته په شوي موټر بم ځانمرګې برید کې لږ تر لږه پنځه ویشت مسلمانان شهیدان شوي دي، چې دوه تنه یې کوچني ماشوم دي .

د هملند ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامي يې په خپرولو سره یاده شوي پیښه تاييد کړي او پکې یې د لسو پولیسو او شپاړسو ولسي بیګناهو وګړو د ټپي کیدو خبره هم کړې ده. دوی ویلي چې چاودنه ډیره درنه وه چې له امله یې په سرک روانو موټرو ، کورونو او دفترونو ته هم زیانمن شوي دي.

د دغه پیښې مسولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی دی ، او د دوی ویاند یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې د سې شنبې په ورځ له غرمې مخکې د دوې یو تن (قاتل) ملګري د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د پولیسو له رینجر موټر سره هغه مهال له چاودیدونکو موادو خپل ډک موټر وجنګاوه چې د قومندانۍ مخې ته یې د پولیسو لپاره د نانوايي څخه ډوډۍ اخیسته.
د دغه راځ شیطاني اعمالو په کولو سره طالبان څه غواړي چې لاس ته راوړي؟
دا خو د اسلام د مبارکو ارشاداتو په خلاف دي، او موږ افغانان (الحمد لله) مسلمانان یو او د دوی دغه راځ اعمالو ته په هیڅ دلیل نه منو.
والسلام،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more