نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
حزب اسلامي هم لوده توب پیل کړ
طالب ISI
04.10.2011
تهزین وال : د کابل ننګرهار د نوې جوړېدونکې لارې امنیت دې خوندي شي
خپروونکی : رحيم ګل څاروان
ليک : جمال افغان
نېټه : ١٢ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-10-04
د کابل دسروبي ولسوالۍ خلکو د وزيرانو د شورا دهغې پرېکړې هر کلۍ وکړ ، چې له مخې يې د کورنيو چارو وزارت د عامه تاسيساتو رياست ته، د معينيت درجه ورکړل شوه .
دغه پرېکړه د زمري په ٣١مه د وزيرانو د شورا په هغه غونډه کې وشوه، چې مشري يې ولسمشرحامد کرزي کوله .
د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکيو په وينا، له دغې پرېکړې وروسته به په هېواد کې د ټولګټو پروژو امنيت خوندي او هېوادوال به يې په بشپړېدو له ګټو برخمن شي .
د دغې ولسوالۍ د تهزين د سيمې يو تن اوسېدونکى٤٠ کلن ميراجان وايي، چې له تېر کال راهيسې له کابل څخه د خاک جبار د غازي بند، دوران خېلو او تهزين له لارې، ننګرهار ولايت ته د يوه پوخ سړک کار پيل شو، خو د وسلوالو مخالفينو د بريد له امله يې، په ځينو سيمو کې کار په ټپه درېدلى دى .
هغه زياته کړه: (( څه موده مخکې د حزب اسلامي کسانو چې مشري يې د اخترمحمد په نامه يو قوماندان کوي، د تهزين د کولالانو په سيمه کې د ياد شوي سړک د جوړولو د کمپنۍ ١٣موټر وسوځول. ))
هغه زياته کړ، چې د حزب اسلامي قوماندان اخترمحمد که څه هم د يوې مودې راهيسې په سيمه کې ندى ليدل شوى، خو ويل کيږي چې کسان يې فعال دي .
ميراجان زياته کړه، چې له دغه بريده وروسته يادې شوې کمپنۍ د کولالانو په سيمه کې د سړک جوړولو کار بند کړ، خو په نورو خوندي سيمو کې پرې کار روان دى .
دغه راز د تهزين د څرۍ د سيمې يوه بل اوسيدونکي احمدفهيم وويل، چې په سروبي ولسوالۍ کې د طالبانو تر څنګ، د حزب اسلامي د قوماندان اخترمحمد کسان د دولت پرضد عمليات ترسره کوي .
هغه زياته کړه، چې قوماندان اختر محمد يوه جهادي څېره ده او په خلکو کې تر يوه حده محبوبيت هم لري .
خو هغه له ياد شوي ګروپ او طالبانو څخه غوښتنه وکړه، چې په ټولګټو پروژو بايد بريدونه ونکړي، تر څو عام خلک ترې برخمن شي .
هغه وويل: (( زه ډير خوښ يم چې د کورنيو چارو وزارت د عامه تاسيساتو رياست په معينيت بدل شو، کيداى شي دغه معينيت زموږ له سيمې د تېرېدونکي سړک د پروژې په خوندي کولو بريالى شي او امنيت يې ټينګ کړي. ))
سروبي، چې د کابل په شاوخوا ٧٥ کيلومټرۍ کې ختيځ لوري ته پرته ولسوالۍ ده، وخت ناوخته په کې د دولت مخالفين په عملياتو لاس پورې کوي
تبصره:
طالبان خو که داسې کارونه کوي، ملامت نه دي، خو بس خپله خو عقل نه لري، چې هر څه ورته امر وشي، همغه کوي ، لکه جاپانې روبوټونه.
اوس د حزب اسلامي قوماندان اختر محمد هم داسې کاروته پیل وکړ، خدای مو خوار نه کړه، یوځل خو په تاسې ای،اس،ای ټول وطن وران کړ، هر څه مو خراب کړل، د جهاد، مجاهد او اسلام نوم مو بد کړ. اوس بیا ولې زړې کاتې کوی؟
آیا ددغه منطقو خلک حق نه لري، په پاخه سړک لاړ شي؟
خو په دې سړک د امریکایانو موټر تیز ځي، تاسې خو هم تیز پرې رسیدای شی، خپل زخمیان ، ناروغان پرې رسولی شی.
خپله خو مو په ټول عمر کې دغه خوار اولس ته هیڅ هم ونه کړل، اوس که کوم بل څوک خدای پاک پرې رحموي بیا تاسې مشکل جوړوی!
څومره بدبخته خلک یو مونږ.