د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

خبرې، جګړه او که یو هم نه؟

محمود سعيد
01.10.2011

د افغانستان د دفاع وزارت یوه اونۍ مخکې پټکه وکړه چې که ناپاکستان پر افغانستان د راکټونو بریدونه بند نه کړي نو دوی به کلک غبرګون وښيي!
دا غبرګون به کله ښوول کیږي؟
دوه نظرونه شتون لري.
یو دا چې دا خبره د سولې له لارې حل شي او بله دا چې د متقابل ځواب او جګړې له لارې.
د خبرو له لارې نظریه معقوله ده خو ستونزه ېې دا ده چې ناپاکان دا پړه نه مني، تر څو خبرو ته راښکودل شي.
دوهم نظر د جګړې دی او د هغې په اړه د افغانستان لوی درستیز ویلي وو چې که موږ ځواب ورکړو نو دلته به د کرښې او بریدونو د ټاکلو اړتیا پیښه شي چې دا بیا د ډیورنډ لیکې ته د رسمیت ورکولو پلان دی.
د لوی درستیز خبرې هم غولوونکې ښکاري. ویل کیږي چې بهرنیان افغان ځواکونو ته اجازه نه ورکوي چې ځواب ورکړي.
که چیرې د ځواب
ځواب باید داسې دروند، هوښیارانه او ناڅاپي وي چې د ناپاکانو ځالې دړې وړې کړي او لږ تر لږه تر مجازي پوله هم لږ هاخوا ورواړي.
دا به نه یوازې د دې لامل شي چې په خلکو کې د ملي یووالي او ننګ ولولې پیاوړې شي، بلکې د تاریخ په پاڼو کې به د خپلو سیمو د تر لاسه کولو لپاره لومړۍ جګړه ونومول شي.
دا به په راتلونکې کې زموږ د روا حقونو لپاره ښه ثبوت وي.
تاسې په دې اړه څه نظر لرئ؟


حلیم
04.10.2011

زه خو وایم پریږده چې تر ګوادره یې را خپل کړو،

موږ ته مهمه داده چې د چټلستان پر ضد ټول قومونه د فکري لحاظه یو موټی کړو، چې تر نن پورې 50٪ افغان-پښتانه او 100٪ نور ټول قومونه په همدې نظر دي.
او بل داچې لږ د جنګ شیمه هم را کې پیدا شي، اوس خو بیخي ستړي شوي یو.--- داسې نه چې تر کابل مو تیر کړي!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more