اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
زموږ پخواني ملګري چيرته تللي؟
حمید هڅــاند
01.10.2011
نن فورم ته په راتللو سره خدای شته ډېر خپه شوم چې د اسلامي بحثونو فورم په چلوونکو کې مې د وهاج افغان نوم و نه لید. زموږ مخکینی نورو ملګرو لکه نوروز خان درک هم نه لګېږي، یواځي د عادل عادل او مومن مهاجر نوم مي ولید. بحثونه هم ساړه غوندي ښکاري او خدایمکړه د ټول افغان د فورمونو رنګ لکه چې تللی غوندی دی.
محمود سعيد
01.10.2011
ښاغلی هڅاند سلامونه.
هیله ده روغ به یاست.
ستاسو په بیا راتګ خوښ شوم. لکه څنګه چې تاسې یادونه کړې ده، دا درانه مشران خواشیني شوي او ښايي د خپلو ځاني چارو د تر سره کولو لپاره تللي وي. په هر حال موږ د داسې مشرانو نیوکو، وړاندیزونو، اندونو او مشورو ته ډیره اړتیا لرو. هیله ده دوی یو ځل بیا په خپلو ښکلو لیکنو زموږ تنده ماته کړي.
د ناسوبو په ډله کې تاسې هم د جریمې په لړ کې یاست...
السلام عليکم
مومن مهاجر
01.10.2011
ښاغلی حميد هڅاند تر اوږدې ناسوبتيا وروسته يو ځل مو بيا په نبوي ډالۍ السلام عليکم ورحمة الله هرکلی کوو.
هيله ده چي ژوند به مو په خوښيو کي رنګين او بريالي به ياست .
هو ! موږ هم د ځينو ملګرو په تلو خپه يو او هيله لرو چي هغوئ زموږ خپګان نور ونه غزوی بېرته د ټول افغان بحثونو ته را وګرزي ، له موږ او ټولو ګډونوالو سره خپل ګټور معلومات شريک کړي څو د يو بل له ګټورو اندونو ګټه واخلو په ځانګړي ډول له وهاج افغان او قدوسي صاحب څخه ټينګه هيله لرو چي يو ځل بيا په خپلو شننو او ګټورو تحليلونو د ټول افغان بحث فورمونو ته ښکلا ور وبخښي .
په پای کي ښاغلي محمود سعيد صاحب ته هم نېکي هيلې او احترامات تقديموم او لکه څرنګه چي د ښو ليکنو حوصله لري له الهي درباره د نورو ګټورو پنځونو دعا ورته کوم .