نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
سیاسی دوړې !
pattang
29.09.2011
سیاسی دوړې !
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : نثار احمد صمد
نېټه : ٧ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-09-29
[img:813e656d33]http://larawbar.com/data/image/news/Dr.Nisar%20Ahmad%20Samad.JPG[/img:813e656d33]
بسم الله الرحمن الرحیم ـ بارک اوباما د خپل پوځ څخه غوښتي وو چی تر اکتوبر پوری باید په افغانستان کی مهم پرمختګ وکړی . خو اوس معلومه او ثابته سوه چی هغوی په دې کار کی ناکام سول نو ځکه هوایی خبری کوی ، افراطی تورونه لګوی او سیاسی دوړی جوړوی .
تریخ حقیقت خو دا دی چی امریکایی چارواکو خصوصأ جنرال ډیویډ پترس امریکایانو ته په درواغو سره ویلی وو چی موږ طالبان کمزوره او مات کړي دي ، خو اوس له شرمه د هغوی دقیق او حسابی بریدونه نسی منلای نو باید د هغوی دا حملې نورو خصوصأ پاکستان ته منسوب او راجع کړی .
د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میولن تور ولګاوه چی د پاکستان حکومت خصوصأ آی ایس آی د « حقانی شبکې » څخه ملاتړ او ساتنه کوی . سناتور لیندزی ګراهام خو آن پر پاکستان د پوځی حملې غوښتنه وکړه . خو که د دې ادعاګانو او تورونو اړونده شواهد داسی پرېمانه وی نو ولی جنرال میولن په کانګریس کی د خپلی دغه وینا پر مهال آن یو لا هم ونښود ؟ آیا دغسی ثبوتونه « مخفی » دي ؟ آیا د هغو کسانو لپاره هم « مخفی » دي چی بیان یې ورته کاوه ؟ نو ځکه دا هر څه هوایی خبری او سیاسی دوړی ښکاری .
واشنګټن مسلسل پر اسلام آباد باندی فشار نازلوی چی :
الف : د طالبانو سره مرسته مه کوﺉ ؛
ب : د هغوی مخه ونیسیً ؛
ج : هغوی وځپیً ؛
د : خپل سرحد کنټرول کړﺉ ؛
و : د تروریزم په مخنیوي کی نور هم جابر اوسیً ؛
خو تیرو لسو کالو دا ثابته کړه چی امریکا په خپل ټول پوځی ـ استخباراتی ـ مالی طاقت او د ناټو او کابل رژیم په ملګرتیا سره ونسو کړای چی « یو څو طالبان » مات یا محوه کړی ، نو پاکستان به څنګه دا کار وکړای سی ؟ د افسوس خبره دا ده چی هغه ډلی ټپلی هم د کمونیسټانو ، لویدیځو ایجنټانو ، سیکولرانو او نورو عقیدوی مخالفانو غوندی طالبان د پاکستان او لویدیځ لخوا په ګډه یو په اصطلاح جوړ کړی تحریک بولی چی ځانونه د اسلامی نهضت مخکښان ګڼی . هغوی دا هیره کړې ده چی ننني طالبان زوکېدلي هم نه وو یا به ماشومان وو چی دوی آن ۳۵ کاله وړاندی لا د همدې آی ایس آی په لمن کی د هغوی په دستور په لغمان او پنجشیر کی ورانکارۍ کولې ، او هماغو ډلو ټپلو وروسته جهاد په فساد سره واړاوه چی له امله یې همدا طالبانو ظهور او پاڅون وکړ او هغوی ټول یې جارو کړل . هغوی ته نه ښایی چی واشنګټن ته مستقیم یا نامستقیم د روانو سیاسی دوړو په جوړولو کی لاس ورکړی .
په هر صورت ، امریکا د خپلی نړیوالی اجندا له مخی د شرایطو مطابق رژیمونه بدلوی . دا کار یې په افغانستان او عراق کی د سوټی په زور وکړ خو په پاکستان کی یې بیا د « دیموکراسۍ » او « تدریجی بدلون » له لاری کوی . مګر دا هم نن ثابته سوې ده چی واشنګټن اصلأ پاکستان ته ډیره اړتیا لری آن تر افغانستان هم هغه ورته مهم دی ، مثلأ :
۱ ـ د دوستانو په واک کی د اټومی وسلو پاتېدل ، که نه هغه باید په خپله قبضه کی راوړی ؛
۲ ـ د القاعده او تروریزم په نوم د جنګ دایمی کول او اسلام آباد په هغه کی د ځان سره لرل ؛
۳ ـ د دیموکراسۍ بقأ ( که رښتیانۍ نه وی نو قلابی خو باید وی ) ؛
۴ ـ د اسلام پالو پواسطه د پاکستان د احتمالی سقوط مخنیوﺉ ؛
۵ ـ په افغانستان کی د خپلو پوځی اکمالاتو لپاره د هغه فعال ساتل
۶ ـ د آینده منطقوی جیو ستراتیژیو د تحقق لپاره د هغه استعمالول او باالاخره ځپل ؛
وګورﺉ ، لکه د سپټمبر تر حملې مخکی چی د القاعده نوم شهرت نه درلود خو واشنګټن ټوله ورځ هغه پورته کښته کاوه ، نن هم د « حقانی شبکه » په بهر کی هیڅوک نه پیژنی مګر واشنګټن یې تر وخت دمخه ژر ژر غټوی تر څو :
الف ـ په پاکستان کی د خپل آینده جنګ ښه پلمه ولری ؛
ب ـ د اسلام آباد سره د هغه تړاو په وچ زور ثابت کړی ؛
ج ـ په نفاق افګنۍ سره یې د طالبانو څخه جلا او ماسېوا وښیی ؛
د ـ خپله پوځی ماتې پټه او هغه پر نورو تاوان کړی ؛
و ـ د طالبانو حملې پاکستان ته راجع او منسوب کړی ؛
ی ـ د امریکایانو پام د اقتصادی او اجتماعی بحران څخه بلی خوا ته واړوی ؛
نو په اوسنیو شرایطو کی چی واشنګټن پرله پسې سیاسی دوړی جوړوی ، څه غواړي ؟ ځواب دا چی :
اول ـ غواړي پاکستان په دیپلوماتیکی جبهه کی تجرید کړی ؛
دوهم ـ اټومی وسلې یې تعقیب ، تصرف یا خنثی کړی ؛
درېیم ـ پر ضد یې اقتصادی یا نور بندیزونه ترتیب او نافذ کړی ؛
څلورم ـ په ملګرو ملتو کی یې پر خلاف کوم پریکړه لیک رامخته کړی ؛
پنځم ـ ښایی په مرګ یې ونیسي خو په تبه یې راضی کړی ؛
شپږم ـ ښایی پر ضد یې ( محدود ) پوځی اقدام وکړی ؛
خو پوښتنه دا ده چی ولی دغسی کوي ؟ ځواب دا چی :
۱ ـ د ناټو ځینی هېوادونه وتل غواړی او پلمې لټوی ؛
۲ ـ ناټو او پنتاګون پوه سوي دي چی نور یې نسي ګټلای ؛
۳ ـ د ناراضه عامه ذهنیت پام بلی خوا ته اړوی ؛
۴ ـ د څو طالبانو په مقابل کی خپل شکست نسي منلای او هغه باید پر بل تاوان کړی ؛
۵ ـ د مولوی حقانی څخه دوهم بن لادن جوړول غواړی ؛
۶ ـ پاکستان نور هم ځانته محتاج ، په ځان پوری وابسته او د ځان تابع کول غواړی ؛
۷ ـ تر ټولو مهمه دا چی امریکایی پوځ دلته یو نه حلېدونکی مشکل حلوی ؛
نو په داسی خطیر او حساس حالت کی اسلام آباد څه کولای سی ؟ تجربه او سابقه ښیی چی هغه به معاملې ته غاړه ایږدی ( یعنی : کُچ دیدو ، کچ لې لو )! که نه بل څه کولای سی ؟ او تر دې زیات یې څه کړي دي ؟ خو لوی شهامت به یې دا وی چی په خپله خاوره کی د ناټو اکمالاتی جریان وتړی . لاکن اسلام آباد هیڅکله داسی شهامت نه کړی دی او نه یې هم کولای سی بلکی درنه ډبره نه پورته کوی او نه یې هم په وس پوره ده !
نو چاره یې څه ده ؟
څنګه چی دلته د ټولو ورانیو او بدمرغیو اساس امریکا ایښی دی او پاکستان یې پر هغه روان کړی دی نو اوس هم تر ټولو غټ مسؤلیت د واشنګټن سره دی . مشهور امریکایی څیړونکی ( جسټین رېمنډو ) لیکی چی : « څنګه به پر هغو خلکو مؤفق سو چی هېواد یې موږ نیولی دی ؟ نو ځکه باید هر څه پر پاکستان تاوان کړو . »
ښه به دا وی چی واشنګټن د غرور د نیلی څخه راکښته سی ، د روانو حساسو پرمختیاوو سره صادقانه او عادلانه مقابله وکړی . د دې کار لپاره تر ټولو مهم او غټ مسؤلیت هماغه د سیمی په اړه د امریکایی بهرنۍ تګلارې د تعدیل او ترمیم اړتیا ده داسی چی هغه د « نظامی » حالت څخه « سیاسی » حالت ته بدلون ومومی .
تاریخ ښودلې چی دلته نظامی حل نه بلکی سیاسی حل نتیجه ورکړې ده . د پښتنی قبایلو هر غړﺉ ټوپک او وسله تل د ځان سره لری کټ مټ لکه د لویدیځی نړۍ هر ځوان چی موبایل تلیفون لری .
هو ، پښتنی قبایل صرف د جرګو تابع دي نه د جګړو ، که نه هیڅ لورﺉ به هم ګټندوی نه وی . فلهذا ، یوازینۍ لاره جرګې دي نه جګړې . والسلام ، ( ن . صمد )ې
۰
30.09.2011
السلام
علیکم ورحمةالله
پتنګ صیب ډیره ښه لیکنه مو راکاپي کړي همداسي ده چي امریکا اوس ناکامه ده
اوپلمي لټوي چي څرنګه نو اوس دا ټر په پر پټ کړي.
خو د پاکستاني فوځ مشر وینا چي هو مونږ د حقاني ګروپ سره اړیکي لرو څه
معني لري او طالبانو ولي دا خبره رد نکړه که تور وي نو بایده وو چي یوه رد
يي پري کړي واي چي نه د پاکستان د فوځ مشر درواغ واي او مونږ دپاکستان د
فوځ یا آی اس آي سره هڅ نوعه اړیکه نه لرو.
د پاکستاني فوځ دمشر څرګندونه او د طالبانو ورونو سکوت یوه معنی حتما لري.
امریکا ته چي داسي وویل شي چي هو مونږ دحقاني دګروپ سره اړیکي لرو خو
مرسته ورسره نه کوو!
نوبیا پوښتنه پیدا کیږي چي مرسته ورسره نه کوئ نو ویلی شی چي څه نوع اړیکي
ورسره لری؟
که مرسته هم نه ورسره کوی او د کارونو نه يي هم نشی منع کولای نو بیا دا
کوم ډول اړیکي دي چي تاسو ورسره ټینګي کړي دي ؟
نو د پاکستان فوځ د مشر ځواب به ستاسو دپه اند څه وي؟
او طالبان پدي باره کي ولي غلي ناست دی دا خو ډیره لوي تور دی .
اګر چي امریکا يي پاکستان ته منسوبوي او پاکستان ورباندي ګره موي خو دا
پوښتنه بیا مونږ افغانان دپاکستان څخه نه بلکي دطالبانو نه کوو چي دا څنګه
خبره ده د حقاني صیب ګروپ د طالبانو څخه جلا دی؟
د حقاني صیب ګروپ راسا د پاکستان نه حمایه کیږي او روزل کیږي او که نه
دطالبانو دامارت لاندي دی ؟
که راسا د پاکستان سره اړیکي لري نو بیا خو دطالبانو تحریک يي ځواب ده
ندی!
او که نه د حقاني صیب ګروپ دطالبانو یوه جبهه وي او د تحریک طالبان
افغانستان او امارت اړوند وي نو طالبان دي حتما ددي خبري سپیناوی وکړي یا
دي ردکړي او یا دي دا خبره ومني چي هو دحقاني صیب ګروپ یا جبهه د پاکستان
د فوځي اداري یا آی اس آي سره اړیکه لري نو بیا به نوري خبري او تبصیري
پري ولیکو!
دا یوه جالبه او جدي موضوع ده ځمونږ ټولو هغه افغانانو چي د یرغلګرو سره د
مقاومت حامیان دي په شک کي اچولي یو چي دا څه کیږي .
هیله ده چي مثبت ځواب ورته ولیکل شي او هسي يي بابیزه ونه ګنئ.
ستاسو ورور او ملګری مومندافغان
رښتینی
30.09.2011
د افسوس خبره دا ده چی هغه ډلی ټپلی هم د کمونیسټانو ، لویدیځو ایجنټانو ، سیکولرانو او نورو عقیدوی مخالفانو غوندی طالبان د پاکستان او لویدیځ لخوا په ګډه یو په اصطلاح جوړ کړی تحریک بولی چی ځانونه د اسلامی نهضت مخکښان ګڼی . هغوی دا هیره کړې ده چی ننني طالبان زوکېدلي هم نه وو یا به ماشومان وو چی دوی آن ۳۵ کاله وړاندی لا د همدې آی ایس آی په لمن کی د هغوی په دستور په لغمان او پنجشیر کی ورانکارۍ کولې ، او هماغو ډلو ټپلو وروسته جهاد په فساد سره واړاوه چی له امله یې همدا طالبانو ظهور او پاڅون وکړ او هغوی ټول یې جارو کړل .
په دې لیکنه کې دا پورتنی خبره زما ډیره خوښه شوه په انټر نیټ او په ځانګړي توګه
په فیسبوک کې ددې ډلو ځوانان همدا خبره بیخی ډیره تکراروې خو شاید دخپلو
مشرانو پنځه دیرش کلن پخوانی اړیکې یې هیرې وې او دمحترم مومون افغان
اندیښنه هم پرځای بولم طالبان باید دا سپیناوی وکړې خو یو خبره چې دیادونې
وړ یې بولو هغه دا چې دحقاني صاحب ډله بیخی محدود کسان او امکانات لرې
چې یواځی په خوست او پ:تیا کې شتون لرې اوبل په هیڅ صورت له امارت نه ځان
بیل نه بولې او نه به یې په اینده کې وبولې په دې اړه د لیکوال خبرې ډیرې پر ځای
دې چې امریکایان غواړې پاکستان ته بهانې جوړې کړې
په مینه [code:1:61c2010d84][/code:1:61c2010d84]
پتوال
30.09.2011
هسې خو هر چاته څرګنده ده چې دا جګړه په افغان ولس باندې امريکا او پاکستان په ګډه تحميل کړې ده ، د خوښۍ خبره داده چې ددوی
دغه نامقدس اتحاد مات شي او يو بل سره په خپلو منځو کې خنثی کړي، څو افغان ولس يې له شره خلاص شي ! دا هم حقيقت دی چې امريکا خپله
ناکامي پر پاکستان غورځوي او پاکستان هم خپله کاميابي د امريکا په ماتې کې لټوي !
حال داچې د يوه بری هم پر بل باندې افغانانو په ګټه نه دی، بلکې ددې دواړو غاصبينو تر منځ اختلافات ، جګړه او ددواړو ناکامي
د افغانستان آزادي منځته راوړي ! د هر يو په بري کې د ضعيف او ضعيف شوی افغانستان د اشغال ادامه نغښتې ده ، نو څه بايد وشي چې ددوی
په خپل منځ کې کړکېچ زيات او په جګړه بدل شي تر څو هر يو دومره ضعيف شي چې افغان ولس وکړی شي ددواړه لکۍ ور غوټه کړي !
امريکا او پنجابي پاکستان په ګډه سره مونږ افغانانو ته د جګړې ګوهی کندلی و، اوس يې خدای خپله ددغه کوهي په غاړه لار کړې ده نو که دواړه
پکې سره ولويږي لاس و پښې او مر کنډۍ يې ماتې شي زمونږ افغان ولس مظلوميت او قربانيو ته به الله (ج) کتلي وي ، الله دې وکړي چې ددواړو او دهغوی له لاسپوڅو څخه د نورو لاسپوڅو ډلو په شمول نور افغانستان وژغورل شي !
څنګه چې د مقالې ليکوال ليکي :
[quote:7e6a191108]تریخ حقیقت خو دا دی چی امریکایی چارواکو خصوصأ جنرال ډیویډ پترس امریکایانو ته په درواغو سره ویلی وو چی موږ طالبان کمزوره او مات کړي دي ، خو اوس له شرمه د هغوی دقیق او حسابی بریدونه نسی منلای نو باید د هغوی دا حملې نورو خصوصأ پاکستان ته منسوب او راجع کړی .
د ټولو ځواکونو لوی درستیز جنرال مایک میولن تور ولګاوه چی د پاکستان حکومت خصوصأ آی ایس آی د « حقانی شبکې » څخه ملاتړ او ساتنه کوی . سناتور لیندزی ګراهام خو آن پر پاکستان د پوځی حملې غوښتنه وکړه .
[color=red:7e6a191108] خو که د دې ادعاګانو او تورونو اړونده شواهد داسی پرېمانه وی نو ولی جنرال میولن په کانګریس کی د خپلی دغه وینا پر مهال آن یو لا هم ونښود ؟ آیا دغسی ثبوتونه « مخفی » دي ؟ آیا د هغو کسانو لپاره هم « مخفی » دي چی بیان یې ورته کاوه ؟[/color:7e6a191108] نو ځکه دا هر څه هوایی خبری او سیاسی دوړی ښکاری [/quote:7e6a191108]
خو که دا سياسي دوړې نه وي او حقيقت وي، نو بيا دا پورتنۍ پوښتنه په[color=blue:7e6a191108] هو![/color:7e6a191108] سره ځوابيږي ، چې په کانګرس کې هم د وينا په ترڅ کې نشي افشا کېدای،
که چيرې پاکستان ورته تر افغانستان اولويت لري او نه غواړي چې پاکستان له لاسه ورکړي !
ځکه که نثار احمد صمدي له ځوآب او نه ځوابولو څخه خبريږي نو پاکوستان خو به ترې لا پخوا خبريږي ، که نه صمدي له کومه ځايه خبر دی چې :
١- د کانګرس غړو شواهد غوښتي دي ؟
٢- نوموړي سناتور شواهد نه دي وړاندې کړي ؟
٣- صمدي څه قانوني ثبوت لري چې حکومت د کانګرس له دغسې يوې غونډې څخه هم د خپلې ديپلوماسۍ له پاره د حساسو شواهدو
د محرم ساتلو قانوني صلاحيت نه لري ؟؟؟؟
سمه خبره داده چې امريکا او پاکوستان دواړه په افغانستان کې ژورې ناروا ګټې او هر يو يې خپلو ګټو ته اولويت ورکوي او پدې ټکي کې سره ټکر خوري !
پاکستان د افغانستان داستقلاليت ، په خپلو پښو درېدلو او
نړيوال وزن د پيدا کولو مخه ډب کول غواړي څو هېڅکله خپله د لر افغانستان ملي مسله رابورته نکړای شي ، نو ددې مخنيوي له پاره غواړي
افغانستان له داخل څخه په خپلو پلويانو کنترول کړي، قبل الميلادي پيړيو ته يې واپس ستون کړي او د يوه متعصب وروسته پاتې نظام لاندې
يې خوسا چينجن وساتي ! نو ځکه دوی د افغانستان دوستي له خپلو لوېديزوالو دوستانو سره هم نه غواړي ، بلکې غواړي يواځې له وروسته پاتې اسلامي هيوادونو سره ددوستۍ اجازه ورکړي ، کوم چې پر افغانستان د پاکستان له تسلط سره موافق دی او ددې له پاره مرسته ورسره کوي !
نو په افغانستان کې د امريکا شتون او ستراتژيکو اړيکو په تړون سره د پاکوستان په کونه داسې طاقت فرسا او له وَس پورته درد راځي
چې له درده يې آن د تيز رګ شليږي ! تر اوسه يې امريکا په هغه او دغه پلمه غولوله ، خو اوس داسې ښکاري د دروغو مزل يې لنډ شوی او نن دی که سبا
له امريکا سره يې کړس راځي ! نو طالبانو ته دې خدای دومره ادراک ورکړي چې خپل ملي او اسلامت رسالت وپيژني او ځانونه نور
د پنجاب له تور خامار څخه چې د له غاړې څخه يې راتاو شوی ځانونه خلاص کړي ! طالبانو ته حتی دومره اجازه نه ورکوي چې له امريکايانو او يا افغان حکومت سره پخپله خبرې پيل کړي ، بلکې غواړي
د پخوا په شان چې د مجاهدينو په ځای هم پاکستاني چارواکو د ژنيف خبرې پر مخ وړلې اوس هم غواړي د طالب پر ځای دوی خبرې وکړي او
خپل شرايط کيږدي !