د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د پښتنو او افغانستان په خیر کوم یو دی؟!

حلیم
29.09.2011

سلام،
لدې به سترګې نه پټوو چې پښتانه تل د خپل ځان او هم سیمې لکه پښتونخوا او افغانستان د وروسته پاتي والي، او د وینې توییدو اصلي عاملین او د اشغلګرو لپاره د لوبې اسباب ګرځیدلي دي.
ځنې به وایي چې د افغاسنتان یا پښتونخوا جغرافیایي او ستراتیژیک موقعیت ددې لویو ناخوالو د راتګ دلیل او د بهرنیانو د تمایل اصلي لاملونه دي، ځنې خو آن چې کاني زیرمې هم پکې شمیري. خو دا خبره په نورو ملتونو کې هیڅ نه تصدیق کیږي. په نړی یا حتی په سیمه کې داسې هیوادونه شته چې هم ښه سوق الجیشي موقعیت لري او هم یې ښه پرمختګ کړیدی، او هم یې خپل هیواد د لږکیو د لاسه د راولاړو ننګونو لکه افغانستان چې ورسره لاس او ګریوان و او دی په پوره ډاډ ساتلی دی.
اوس خبره دلته ده چې ددې لوی مصیبت لوی عاملین (پښتانه) باید څنګه او کومه لار خپله کړي؟
-اشغال هم د پښتون په مشرۍ،
-مقاومت هم د پښتون په وینو،
. د دواړو لوریو وژل شوي شهیدان او ژوندي یې غازیان دي.

له بلې خوا
-اشغال هم اشغال او مقاومت هم اشغال،
-د بشر حقوق د اشغال دسیسه، اسلام (تش په نامه) د غلام د اشغال دسیسه،
---------------------------------------------------------------------------
د امر الله صالح خبره «در اهداف بزرګ باید یکي شویم» خو متأسفانه چې موږ پښتانه په کوچنیو موخو کې ډیر خواږه، وفادار، یو پر بل قربانۍ او سرښندنې ته تیار مګر په لویو موخو کې همداسې لوی فکري درز لرو، چې حتی د یو بل وژل ځانته مباح ګرځوو.
پښتانه باید د ځان او حتی د سیمې د پرتو قومونو د ښيرازی په خاطر سره یو شي، باید هغه څه چې دوی یا د دوی خاورې ته دایمي او هغه کارونه چې د افغانانو له وسه وتلې وي، ددې دوه اړخونو څخه د یو په انتخاب سره هغه ترلاسه کړي البته په لږ باخت سره.
کچیرې تاسو ته د پورته دوه جناحو (د اشغال او مقاومت تر نامه لاندې) د یو د انتخاب حق در کړ شي، تاسو کوم یو انتخابوی، او په کوم دلیل؟
یا ستاسو کومې (شخصي یا ملي) ګټې د هغه پوسیله خوندي کیدی شي؟

پدې هیله چې خپل انتخاب هرومرو شریک کړی.


پتوال
29.09.2011

[quote:862c4c6e92]کچیرې تاسو ته د پورته دوه جناحو (د اشغال او مقاومت تر نامه لاندې) د یو د انتخاب حق در کړ شي، تاسو کوم یو انتخابوی، او په کوم دلیل؟
یا ستاسو کومې (شخصي یا ملي) ګټې د هغه پوسیله خوندي کیدی شي؟ [/quote:862c4c6e92]

که مقاومت هم اشغال نه وي نو مقاومت ! او که مقاومت بل اشغال وي ، نو ددواړو په ضد پاڅون ، دا به لوی هدف وي ، خو ستا خبره پښتانه
په وړو هدفونو راټوليږي او ګټي يې خو په لویو لویو هدفونو نه راټوليږي او مخکې له مخکې يې له لاسه ورکوي ! دوښمن هم دوی پيژندلي او په وړو وړو پتاسو يې غولوي او غټ غټ بيلرونه د زهرو پرې څښي !


عنوان

tandar
30.09.2011

سلامونه
پتوال صيب واقيعت تل تريخ وي ،بعضي وخت داسي ليکني کوي چه زمونږ ليکنو ته هيڅ ضرورت نه پيدا کيږي
ټول دافغان اولس اصلي دشمنان پيژني خو جرئت داظهار نه لري
دوطن ددشمنانو په سر تندر٠

[quote:7b4ed9cceb="پتوال"][quote:7b4ed9cceb]کچیرې تاسو ته د پورته دوه جناحو (د اشغال او مقاومت تر نامه لاندې) د یو د انتخاب حق در کړ شي، تاسو کوم یو انتخابوی، او په کوم دلیل؟
یا ستاسو کومې (شخصي یا ملي) ګټې د هغه پوسیله خوندي کیدی شي؟ [/quote:7b4ed9cceb]

که مقاومت هم اشغال نه وي نو مقاومت ! او که مقاومت بل اشغال وي ، نو ددواړو په ضد پاڅون ، دا به لوی هدف وي ، خو ستا خبره پښتانه
[color=red:7b4ed9cceb]په وړو هدفونو راټوليږي او ګټي يې خو په لویو لویو هدفونو نه راټوليږي او مخکې له مخکې يې له لاسه ورکوي ! دوښمن هم دوی پيژندلي او په وړو وړو پتاسو يې غولوي او غټ غټ بيلرونه د زهرو پرې څښي[/color:7b4ed9cceb] ![/quote:7b4ed9cceb]


پتوال
30.09.2011

سلامونه !
تندر صيب مننه کوم ! که سړی خپل ولس ته اخلاص ولري حقيقت موندلی او ويلی شي، تاسې چې حقيقت تائدوئ هم ستاسې د اخلاص او پاکې
اندتوګې برکت دی !
اوږود ژوند، بشپړه روغتيا او نېکمرغي دې غواړم !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more