نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
داستاد برهان الدین ربانی یاد
موفق افغان
28.09.2011
[color=darkblue:a01485f658]د عبد العظیم مراد لیکنه[/color:a01485f658]
[color=green:a01485f658](له هغې لیکنې څخه په استفادې سره چی د[برهان الدین ربانی او ولسمشرۍ ته دراګرځیدو خوب] تر عنوان لاندې په الجزیره نټ کې په ۳/اکتوبر/۲۰۰۴ نیټه خپره شوې وه)[/color:a01485f658]
برهان الدین ربانی د طالبانو دمخالف شمالي ټلوالې نوموتی رهبر وو چې تل به یې دولسمشرۍ چوکۍ ته دراګرځیدو خوب لیده. دی په کال ۱۹۹۶ میلادي کې کله چې طالبان دکابل ښار ته ننوتل له دې چوکۍ څخه بې برخې شو.
برهان الدین رباني په کال ۱۹۴۰ میلادي کې په بدخشان ولایت کې وزیږید او خپل لومړنۍ زدکړې یې په هماغه ځای کې مخکې لدې چې په کابل کې دامام ابوحنیفه رحمه الله په مدرسه کې شامل شي سرته ورسولې. وروسته له هغې دکابل پوهنتون دشرعیاتو په پوهنځي کې شامل شو چې دزدکړیالانو تر منځ یې ځانګړی شهرت ترلاسه کړ.
په کال ۱۹۶۶ میلادي کې برهان الدین رباني قاهرې ته ولاړ او په ازهر پوهنتون کې شامل شو او دوه کاله وروسته یې خپله ماسټري (فوق لیسانس) په اسلامي فلسفه کې ترلاسه کړه او بیا کابل ته راوګرځید او په کابل پوهنتون کې یې په تدریس پیل وکړ. [color=darkblue:a01485f658]کیدای شي په فلسفه کې دبرهان الدین رباني ماستری ددې لامل ګرځیدلی وي چې ترمرګه څوک دده په فلسفه پوه نشي. برهان الدین ربانی له ځوانۍ څخه دمرګ تر ورځې یوه مشهوره او پیژندل شوې څیره وه مګر دده مخالفین، لرې او نیژدې کسان هیڅوک هم پدې پوه نه شول چې دی اخواني وو که سلفی او یا هم صوفی یا بل څه.[/color:a01485f658] هر چا به دا فکر کولو چې دده همفکر او هم مسلکه دی.
په کال ۱۹۷۴ میلادي کې کله چې په کابل کې پولیسو غوښتل چې دکابل له پوهنتون څخه یې ونیسي دبعضې محصلینو په مرسته له هغه ځای څخه وایستل شو او دپیښور په خوا روان شو.
برهان الدین رباني په ۱۹۷۹ میلادي کال کې دروسانو پر وړاندې جهاد پیل کړ او په پیښور کې یې دجمعیت اسلامی په نوم دیوه تنظیم بنسټ کیښود او دا دګلبدین حکمتیار په مشرۍ دحزب اسلامی څخه وروسته تر ټولو غټ تنظیم ګڼل کیده اما په شمال کې داحمد شاه مسعود او دافغانستان په غرب کې داسماعیل خان غوندې سرغړوونکو قوماندانانو موجودیت ددې تنظیم داداري او جهادي کمزورتیا لامل وګرځید.
دبعضې مشکلاتو پر بنسټ چې بیلګه یې مخکې یاده شوه پدې تنظیم کې اکثره دجهاد اسلحه او مالونه دهغه قوماندانانو خوراک شول چې پخپله به یې په پیښور کې ژوند کولو او دجمعیت په تشکیلاتو کې به یې غټه جهادي جبهه درلوده او کومه اسلحه او مواد به یې چې ترلاسه کړل هغه به یې په سرحدی بازارونو (ترې منګل) کې په ارزانه بیه خرڅ کړل او پخپله به له استاد څخه دنورو موادو لپاره دنوي فرمان دترلاسه کولو په موخه بیرته پیښور ته وګرځیدل.
داستاد کورنۍ هم له نورو وروسته نده پاتې بلکه میرمن یې دجهاد دپیسو له مدرکه لوی تجارت لري، دا میرمن یوځل له ډالرو څخه دډکو بکسونو سره یوځای دامریکا په یوه هوایي ډګر کې ونیول شوه چې بیا وروسته برهان الدین ربانی ته دکوم نیژدې کس لخوا په مداخلې سره دا مسآله پټه شوه. ویل کیږي چې داستاد میرمن په تجارت سربیره یو کور په لندن کې هم لري.
په هرحال، په ۱۹۹۲ میلادي کال کې دیوې خاینانه توطیې له لارې په اصطلاح دمجاهدینو لخوا داحمد شاه مسعود، دکمونستانو لخوا دعبد الرشید دوستم او دشیعه ګانو لخوا دعبد العلی مزاری ترمنځ تړون لاسلیک شو چې له کبله دهغه وخت دکمونستي رژیم دجمهور رییس ډاکټر نجیب دکسانو له ماتې وروسته کابل ددوی تر ولکې لاندې راغی.
له بلې خوا دحکمتیار په مشرۍ دافغانستان اسلامي حزب هم دکابل ښار ته ننوتل او دقدرت په سر ددوی ترمنځ داختلاف په وجه سختې جکړې پیل شوې چې له کبله یې دکابل ښار له ۵۰ زرو څخه زیات بیګناه اوسیدونکي ووژل شول.
د ۱۹۹۲ میلادي کال داپریل ۲۴ نیټه دمجاهدینو اوو تنظیمونو په پیښور کې دموقت حکومت په هکله اتفاق وکړ چې لومړی به صبغت الله مجددي ددوو میاشتو لپاره دحکومت رییس وی او بیا به د څلورو میاشتو لپاره ریاست برهان الدین ربانی ته سپارل کیږي. ددې اتفاق پر بنسټ رباني باید دانتخاباتو لپاره زمینه مساعده کړې وای چې بیا به ګټونکي دحکومت واګې په لاس کې نیولې مګر رباني دڅلورو میاشتو له تیریدو وروسته یوه ډله خلک دقومي مشرانو تر نامه لاندې راغونډ کړل او خپل حکومت یې لومړی د ۱۸ میاشتو لپاره او بیا تر نامالومې مودې پورې وغزاوه چې دا کار دتنظیمونو تر منځ داختلاف دلاډیریدو او بالآخره په کابل کې دسختو جګړو دپیل کیدو لامل وګرځید ترهغې چې دا حکومت په ۱۹۹۶ میلادي کال کې دطالبانو لخوا را وپرځول شو او ټولې جګړه مارې ډلې له کابل څخه دشمال په لور وایستل شوې.
په کابل کې دشدیدو جګړو په اوږدو کې د ۱۹۹۳ میلادي کال دمارچ دمیاشتې په اوومه نیټه په اسلام آباد کې دافغانستان دګوندونو تر منځ یوه غونډه ترسره شوه چې پکې دسعودي عربستان او پاکستان په مرسته ددوی ترمنځ یوه پریکړه امضا شوه او ددې پریکړې پر بنسټ په کابل کې دجګړې دښکیلو خواوو ترمنځ ډز بندي او د ۱۸ میاشتو لپاره دبرهان الدین رباني دولسمشرۍ دمودې تمدیدول او دصدراعظم په توګه دحکمتیار په تعیینولو اتفاق وشو مګر دتیرو افغاني معاهدو په څیر دحزب اسلامی او جمعیت اسلامي ترمنځ پریو بل باندې دتورونو دلګولو له کبله دا معاهده هم عملي نه شوه او ترمنځ یې دنویو سختو جګړو اور بل شو.
دحکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په لومړیو کې دبرهان الدین رباني له حکومت سره لدې کبله وجنګید چې ګواکې دوستم او نور کمونستان دده له حکومت سره یوځای دي مګر د۱۹۹۴ میلادي کال دجنوري په لومړۍ نیټه حزب اسلامی له خپلو پخوانیو دښمنانو دوستم، دشیعه ګانو دوحدت ګوند او صبغت الله مجددي سره یوځای او درباني دحکومت په وړاندې یې دهماهنګي شوری په نوم یوه ټلواله جوړه کړه.
ددې ټلوالې له جوړیدو شپږ میاشتې وروسته رباني دا ځل دهرات په ښار کې قومي مشران سره راټول کړل او دخپل حکومت موده یې دیوه کال لپاره تمدید کړله. دا وو چې دهمدې کال په نومبر میاشت کې دطالبانو حرکت دکندهار په ولایت کې راپورته شو او په پیل کې رباني ورته دسولې دکوترو لقب ورکړ او دحزب اسلامي په خلاف یې له هغوي سره مرسته وکړه ولې وروسته یې چې ولیدل طالبان یوازې دحزب اسلامي په خلاف نه بلکه درباني جبهې یې هم له منځه یوړې نو هماغه وو چې له حکمتیار سره یې جوړجاړي وکړ او دا متخاصم جګړمار ګوندونه سره یوځای شول او په کال ۱۹۹۵ میلادي کې دیوه تړون پر بنسټ حکمتیار درباني له حکومت سره یوځای شو او دصدر اعظمۍ چوکۍ یې ترلاسه کړه مګر طالبانو لدې کرسۍ نه دډیر خوند اخیستلو فرصت پرې نه ښود او یوکال وروسته یې درباني اوحکمتیار دحکومت څړي په کابل کې ورټول کړل او کابل داسلامي امارت لاسته ورغی.
حکمتیار دخپل حکومت له سقوط څخه څو ورځې وروسته له صحنې ووت او ایران ته یې پناه یووړه اما رباني له خپلې شمالي ټلوالې سره یوځای دطالبانو په خلاف خپلې جګړې ته ادامه ورکړه او پدې سره یې یوازې خپل شتون په سیاسي ډګر کې ثابت کړ بلکه ډیری اروپایي هیوادونو او امریکا حتی ملګرو ملتونو رباني دافغانستان دولسمشر په توګه پیژانده حال دا چې رباني دکیناستي ځای هم په افغانستان کې نه درلود او یوازې دهیواد ۵٪ سلنه خاوره دشمالي ټلوالې تر واک لاندې وه او ددې کلونو په اوږدو کې درباني دحکومت نا مستقره پلازمینه کله کله به دافغانستان له پولو بهر ته هم منتقلیده.
په کابل کې دطالبانو دحکومت له پنځه کلونو تیریدو وروسته دکال ۲۰۰۱ میلادي دسبتمبر د یوولسمې پیښې منځ ته راغله او امریکا له خپلو نورو صلیبی ملګرو سره پر افغانستان یرغل وکړ. پدې وخت کې رباني دشمالي ټلوالې له خپلو نورو ملګرو سره دهیواد په شمال کې میشت وو او امریکایانو ته یې په ډیر ورین تندي هرکلی وویلو او ورڅخه ویې غوښتل چې تاسې یوازې زمونږ لوجستیکي مرسته او مونږ په وسلو سمبال کړي مونږ به دځمکې پر مخ ستاسې دپوځ په توګه وجنګیږو اوتاسې یوازې دهوا له لارې خپلو بمباریو ته زور ورکړي ان دا چې کله امریکا دخپل یرغل په پیل کې له ۷۰۰۰ پاونډه او خوشه یي بمونو څخه کار اخیست ولې درباني احساس داوو چې دا بمونه کافی ندي او له امریکا څخه یې وغوښتل چې لدې څخه هم غټ او زورور بمونه په افغانانو راواوروي. درباني دا دشرم نه ډکه غوښتنه او موقف دده په تاریخ کې ثبت شوي اولدې کبله تل نیوکه او انتقاد ورباندې کیده.
شمالي ټلواله او پخپله رباني پدې اند وو چې که دوی دامریکا لپاره وجنګیږي نو هغوی به په بدله کې دطالبانو له سقوط څخه وروسته حکومت شمالي ټلوالې ته وسپاري او درباني خوبونه به یوځل بیا ریښتیا شي او په حقیقت کې په لومړیو ورځو کې همداسې هم وشول او رباني دریاست کرسۍ ته تکیه وکړه ولې څو ورځې نه وی تیرې چې دبن کنفرانس منعقد شو او رباني په باد لاهو شو او ملګرو یې چې دبن په کنفرانس کې برخه اخیستې وه دځای لپاره مهم وزارتونه ترلاسه کړل ولې دخپل استاد له حقوقو یې دفاع ونکړه او هغه وو چې استاد دقدرت له کړۍ بهر پاتې شو.
سره لدې چې استاد دخپلو شاګردانو لدې کړنې نا خوښ وو ولې بیا هم مایوسه نه شو او له دوی سره یې اوږه په اوږه خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه ترڅو یې چې دکرزي دریاست په دوهمه دوره کې وکولای شول له هغه سره ایتلاف وکړي او خپل زوم دولسمشر دمرستیال په توګه او ځنې نور ملګري دوزیرانو او رییسانو په توګه وګوماري.
سره لدې چې دا ایتلاف وروسته ړنګ شو لکن استاد دیو بل ایتلاف له مخې پدې وتوانید چې خپل ځنې نیږدې ملګري دوزیرانو، والیانو او سفیرانو په توګه پدې امریکايي حکومت کې وردننه کړي. سربیر پردې په کابل کې دامریکا دګوډاګۍ ادارې رییس کرزي رباني ته دده دکړیو چوپړونو په بدله کې دسولې دعالي شوری ریاست ورکړ. رباني ددې یوه کال په اوږدو کې امریکا ته دمجاهدینو دتسلیمیدو په لار کې ډیر زیار وایست ولې پایله دومره ګټوره نه وه او دخپل ریاست له یوه کال تیریدو وروسته یې اعلان وکړ چې دی نه یوازې پدې ندی توانیدلي چې طالبان او یاهم ددی قوماندانان تسلیمۍ ته وهڅوي بلکه پدې هم ندې توانیدلی چې ددې شوری بودیجه هم تثبیت او لاسته راوړي.
مګر دې ریاست هم دنورو ریاستونو په څیر له استاد سره وفا ونکړه اووروسته له یو کال او درۍ میاشتو یې پداسې حال کې خپل سر وخوړ چې زیار یې ایست دمخالفینو یو قوماندان دامریکا لاسپوڅي حکومت ته دتسلیمیدو لپاره راوبولي ولې دې قوماندان ددې پرځای چې تسلیم شي رباني یې دمرګ کندې ته وروغورځاوه.