نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبانو د امریکا ادعاګانی شدیدأ رد کړې
pattang
28.09.2011
طالبانو د امریکا ادعاګانی شدیدأ رد کړې
خپروونکی : خبري څانګه
ليک : لر او بر
نېټه : ٥ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-09-27
طالبانو رسنیو ته یوه اعلامیه لیږلې چی په هغه کی یې د امریکایی چارواکو دا تورونه په کلکه رد کړل چی پر امریکایی مرکزونو یې وروستۍ حملې پاکستان ته منسوب کړی دي .
اعلامیه وایی چی امریکایی مسؤلینو خصوصأ جنرال پترس امریکایانو ته په درواغو سره ویلی وو چی موږ طالبان کمزوره او مات کړي دي ، خو اوس له شرمه نسي منلای چی دا وروستي خورا دقیق بریدونه د طالبانو وو .
اعلامیه وایی چی واشنګټن په نفاق افګنۍ سره مولوی جلال الدین حقانی یوه جلا ډله بولی خو هغه په تمامه معنا د طالبانو د تحریک یو کلک او وفادار غړی دی او د طالب مشرانو ټول هدایتونه منی .
اعلامیه په پای کی وایی چی موږ په عمل کی امریکایانو ته ثابتوو چی زموږ مقاومت کمزوره سوی نه بلکی پیاوړی سوی دی او واشنګټن به باالاخره دا تریخ حقیقت ومنی .
اعلامیه پاکستاني حکومت او ملت ته مشوره ورکوی چی امریکا به تر هغو له دوی نه خوشاله نسی چی تر څو یې د دوی ټولی مادی او معنوی شتمنۍ لوټ کړي نه وی .
۰
28.09.2011
السلام علیکم ورحمةالله
یاره پتنګ صیب که دا د ناپاکستان په هکله يي هم ویلي واي چي درواغ واي مونږ ورسره دښمني لرو مونږ سره يي ډیر ظلمونه کړي او کوي يي او ډیر مخلص طالبان مجاهدین يي ونیول او امریکا ته يي وسپارل او یا يي پري خرڅ کړل چي عبدالسلام ضعف يي غټ مثال دی.
او مونږ ورسره هڅ نوع اړیکه نه لرو او د ناپاکستان د فوځ ویاند دوراغ واي نو ډیر خوند به يي کړی واي .
یا دي ماته فقط د یوي لیکني اجازه راکړي چي دطالبانو به نماینده ګۍ يي ولیکم بیا ګوره چي څومره نره خبره او نردریځ لیکم چي هم الله او هم ټول مجاهد افغانان او هم مخلص طالبان پري خوښ شي.
د طالبانو او ټولو مجاهدینو لخوا د نر دریځ په هیله
مومندافغان
محمود سعيد
29.09.2011
تاسې دواړو ښاغلو ته سلامونه!
د غورځنګي صیب خبره که طالبان هم لږ له ډپلماسۍ کار واخلي او ځینې پیښې په ناپاک پورې وتړي، نو ګټه به ېې تر هغه ډیره وي چې دوی ېې په خپل نوم کوي.
د رباني د وژنې د پړې په غاړه نه اخستلو په شان د ډیرو بریدونو پړه په ناپاک ور اچولی شي او بیا د هغوی دواړو له شخړې څخه په خپله ګټه استفاده کولای شي.
خو دا هله چې:
دوی په رښتیا د ناپاک خواخوږي نه وي او جهاد ېې د نوم ګټلو مبارزه نه وي.
پتوال
01.10.2011
تاسو دريواړو ته له سلام وروسته :
[quote:ecf3663789]د طالبانو او ټولو مجاهدینو لخوا د نر دریځ په هیله
مومندافغان[/quote:ecf3663789]
ياره موند صيب طالب مشرتابه په هر څه کې نر دريځ نيسي ، خو په دې اړه به يې له ښځينه توب نه حتی نرښځيتوب ته هم ور پورته نشې کړای
پاتې خولا نارينتوب ته !
دا داسې توقع ده لکه له نجيب ، تره کي او کارمل څخه چې د کی جي بي او کرزی د سي. آی . آی پرضد د دغسې يوجرئت امکان لرلای،
چې هغوی ونشو کړای او نه عاشه ښه ده نه ګله دوی دې وخوري يو تر بله ،
نو مشر ملا صيب حفظ الله به څنګه دا نارينتوب خپل کړي ؟؟؟؟؟
په طبي عملياتو( ترانس پلانتېشن) به يې هم داتشه ډکه نکړي !