نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
طالبان بيا د الله په فضل غوربند ته ورسېدل !
pattang
28.09.2011
طالبان وايي په غوربند دره کي يې ناټو ته ماته ورکړېده
طالبان بيا د الله په فضل غوربند ته ورسېدل !
خپروونکی : د لراوبر اداره
ليک : لراوبر
نېټه : ٤ / ٧ / ١٣٩٠ | 2011-09-26
طالبان ادعا کوي چي له تيرونهه ورځو راهيسې دپروان ولايت غوربند درې دشينوارو ولسوالۍ په داير او کفشان دروکې بهرنیو او کورنيو عسکرو لخوا روان عمليات نن د درنو تلفاتو ګاللونه وروسته له بشپړې ماتې سره مخ او شاتګ ته اړ شول .
طالبان وايي د کمين بريد او ماينونو په ترڅ کي يې د ناټو څلور تانکونه الوزولي او څلوېښتو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده ، طالبان په دې جګړه کي د خپلو ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبر هم تاييدوي .
دوی داهم وايي چي د ناټو د بمباريو په نتيجه کې ۲ښځې او يوماشوم شهيدان او خلکوته زياته اندازه مالي زيان هم اوښتی دی.
په دې اړه د ناټو يا دفاع وزارت لخوا ترا وسه جزیات نه دي ورکړه سوي .
پتوال
28.09.2011
[quote:8ce264b18a]طالبان وايي د کمين بريد او ماينونو په ترڅ کي يې د ناټو څلور تانکونه الوزولي او څلوېښتو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده ، طالبان په دې جګړه کي د خپلو ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبر هم تاييدوي . [/quote:8ce264b18a]
انا لله و انا اليه راجعون !
الله سبحانه و تعالی دې له اسلام او وطن څخه ددې ١٢
قربان شوو طالبانو شهادت قبول کړي او د CIA او ISI پلويان دې الله تعالی په ليونو سپيو، ليوانو او پړانګانو هم مات کړي !
حلیم
06.10.2011
پتوال صیب سلام،
پوه نشوم چې دعا دې چاته کړې او ښیرا چاته،
زما په اند ننی روان جهاد یوازې او یوازې د سي آی اې او آی ایس آی ډرامه یا ویدیو ګیم دی.
رښتینی
06.10.2011
دپتوال صیب له دعا نه داسي معلومیږی چې رواني اوضاع
متاثرکړی دی :) :) :) :) :)
pattang
07.10.2011
پتوال دخپلو اولسواکودرژيمو نوسياسي کارمندوته ته ښېرا کوي !
زړه يې نری شوی !
نوروز خان
08.10.2011
[quote:2d8ca77192="پتوال"][quote:2d8ca77192]طالبان وايي د کمين بريد او ماينونو په ترڅ کي يې د ناټو څلور تانکونه الوزولي او څلوېښتو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اوښتې ده ، طالبان په دې جګړه کي د خپلو ۱۲ کسانو د وژل کېدو خبر هم تاييدوي . [/quote:2d8ca77192]
انا لله و انا اليه راجعون !
الله سبحانه و تعالی دې له اسلام او وطن څخه ددې ١٢
قربان شوو طالبانو شهادت قبول کړي او د CIA او ISI پلويان دې الله تعالی په ليونو سپيو، ليوانو او پړانګانو هم مات کړي ![/quote:2d8ca77192]
څه سړه / توده پېرزو د یار / اغیار ده
په یو لاس کې زمهریر بل کې سقر دی
محمود سعيد
08.10.2011
سلامونه!
که غلط نه شم نو د پتوال صیب دعا او ښیرا څرګنده ده.
د داسې کسانو کمی هم نشته چې یوازې د الله په لار کې جنګیږي او شهیدانیږي، هغه چې یرغلګر په تندي ولي، سرلوړي مجاهدین دي.
حلیم
09.10.2011
سلام،
سعید صیب، همدغه برداشت زما هم دی.
نن که ټوله نړۍ یوې خواته شي او یوازې زه بلې خواته پاته شم، زه به دا په زغرده وایم چې زما کلیوال ( احمد او محمود، بیسواده، یا د لیسې زده کونکي) په ډیر پاک نیت، د خپل ناموس، عزت، او هیواد د خواندي ساتلو لپاره شپې شپې له خپل کوره بهر په ځنګلونو، غرونو، کروندو، مسجدونو، او حتی کله کله د روانو اوبو په ویالو کې تیروي. حتی په دوی کې داسې کسان هم شته چې د کلي نه ډوډی نه غواړي بلکه یوازې په رموز کې وایې چې دا دوه دری ورځې مو څه ندي خوړلي؛ بیا نو که چا څه ورکړل یا نه.
له بلې خوا متأسفانه چې همدغه پاک او سپیڅلي احساسات د نامردو، یا جهالو (سیاسي یا عقلي) رهبرانو لخوا هرومرو یا د آی-اس-آی او یا هم د سي-آی-اې سره تړلي دي.
معنی داچې نن په افغانستان کې داسې څوک نشته چې مستقیم یا غیر مستقیم ددې دوه ادارو لپاره د کار ونکړي. ځنې به د ملک په ورانۍ ځوریږي، له طالبانو به سر ټکوي، او د مرکزي دولت ټینګښت، د پښتنو یوالی او د مرکزي دولت خپلول به غواړي چې دا پخپله د سي-آی-اې لپاره کار دی. ځنې به د خپل ناموس، عزت، آزادی لپاره کار، تبلیغ او ... کوي. چې د خپلې دې موخې د تر سره کولو لپاره د مرکزي دولت نسکورول، یا په ټوله کې د پاکستان د نقشې عملي کول غواړي چې دا بیا د آی-اس-آی لپاره چوپړ دی. نو زه پوه نشوم چې پتوال صیب کومې ډلې ته دعا او کومې ته ښیرا کړیده.
محمود سعيد
10.10.2011
[quote:bd568df7a9] ځنې به د خپل ناموس، عزت، آزادی لپاره کار، تبلیغ او ... کوي د مرکزي دولت نسکورول، یا په ټوله کې د پاکستان د نقشې عملي کول غواړي چې دا بیا د آی-اس-آی لپاره چوپړ دی. نو زه پوه نشوم چې پتوال صیب کومې ډلې ته دعا او کومې ته ښیرا کړیده.[/quote:bd568df7a9]
حلیم صیب سلامونه!
عجیبه ده چې تاسې ولې داسې فکر کوئ چې د خپل ناموس، عزت او آزادی لپاره کار کول به د آی-اس-آی لپاره کار وي.
ایا تاسو ته معلومه نه ده چې دا د دوی ګډه لوبه ده او د یرغلګرو ټکول د ناپاکانو او انګریزانو په ګډو ګټو خاورې اړول دي؟؟؟
په رښتینو او د خدای په لار کې راوتلو مجاهدینو دا ډول ټاپه لګول لوی خیانت او نا انصافي ده.
الله د ريښتیني مجاهدین بریالي کړي تر څو د دواړو ډلو د پلویانو ورمیږونه ورمات کړي.
حلیم
10.10.2011
سعید وروره سلام،
لمړی بښنه غواړم چې زما پورته لیکنې لږ څه نیمګړتیا درلوده او اصلاح مې کړه. کیدای شي له سره یې وګورئ.
دوهمه خبره داده چې: یو حدیث کې راغلي چې مسلمان باید د یو غار نه دوه ځله ونه چیچل شي. مانا داچې زموږ په اړه د اسلام برباد دریځ مالوم دی، تشریح نه ورکوم.
او ستاسو د تعجب ځای ته راځم، زموږ ناموس چې څنګه پرون بې عزته کیده، نن هم همغسې کیږي. یوازې په دومره توپیر چې پرون د مسلمان د لاسه و او نن کیدای شي د کفر د لاسه وي. دا خبره د مبارکو طالبای کرامو په حق کې هم صدق کوي، خو هغه وخت زما او ستا له سره چپه وه (زما په یاد دي چې زما کلیوال خپلو وروڼو ته شمالیوالې کښینولې، نور به څه نه وایم).
سبابه بیا افغانستان ازاد شي!، بیا به د غربي وحشت پرځای د اسلامي خونخوارو ځناور صفته مجاهدینو ډلګی یو بل سره خوري، زرګونه سرونه به په نامطلوبه او بې جهته جګړو کې د دوزخ کندې ته روان وي، او میلیونونه یتیمان او زرګونه کونډې به را ته پاته وي. لدې آزادۍ نه همدا تریخ استعمار ډیر ښه دی، خو که د اسلام برباد لاس زموږ نه لنډ شي.
زه پوهیږم چې زموږ عزت پایمال دی، زموږ کلتور باندې تعرض دی، زموږ خاوره اشغال ده، زموږ څخه قدرت اخیستل شوی، او تر ټولو مهمه دا چې روانه جګړه خاص یوازې زموږ (پښتنو) د ځپلو لپاره ده.
مګر دایې چاره نده چې د باران نه تښتو او ناوې لاندې خپله شپه کړو.
هدف ته رسیدل نن ځنې د ننګ څخه ډکې ننګونې له ځانه سره لري، چې د پښتانه د مزاج سره سمې ندي، مګر بله چار نشته!.
پښتانه آزادي کټي، خو په چابه یې ساتې؟
پښتانه په واک کې راځي، خو په چابه یې چلوې (دوام)؟
پښتانه د تورې زور لري، خو د بورې زور نلري.
--------------------------------------------------------------
دا هر څه چې لیکم یوازینی مطلب مې دادی چې پښتانه ځنو تاریخي نادودو ته د خپل تاریخي ویاړونو لپارهباید غاړه ورکړي، کنه پدې وړو وړو آرمانونو به مو د لوی ارمان لاسته راوړل ناشوني وي.
آفرین پتنګ صیب
Salahudin Sapand
11.10.2011
پتنګ صیب فکر کوم چی ډیر ریښتین انسان یی ستا لیکنی همیش د حق ناره وی مګر په دی پوه نشوم چی آیا ته د طالبانو د امارت پلوی کوی او که د هغه طالبانو چی ریښتیا هم خاص د الله د رضا لپاره خپل سر قربانوی؟
Re: آفرین پتنګ صیب
pattang
11.10.2011
Sapand صيب سلام عليکم !
وروره کور د ودان ، الله دې ماته نور هم د حقيقت لاره خلاصه کړي تر څوچې ستاسو
په ډول دوستان راڅخه مايوسه نشي ٠
ځواب درکول يې مغلق دی خو زه به يې لنډ درته ليکم !
ملايانو او طالبانو په هره پېړۍ کې د هر خارجي اشغال په مقابل کې خپل مقاومت
کړی او اولس يې د اشغال پر ضد راپاره ولی دی، خوپه دغه ټول ژنداو مسير کې
دوی ډېر مسکين د لوږې ژوند کړی ، ددوی ټول ژوند او عمر په خيراتو اووظيفو
کې تېر شوی ، که ددوی حالات ژور درته وليکم ژړا به در شي ٠!!
-- زه دهغوطالبانو پلوي کوم چې د الله په نوم په خپله پاکه عقيده له خپل دين ،
هېواد او ناموس ځخه د هر خارجي اشغالګر او مداخله ګر په رټنه او اشغال
خپل سرونه ورکوي٠
-- که اسلامي امارت دا پورته طالبي خصوصيات ونلري نوا سلامي امارت ته به
زما په شمول ټول پورته پېژندل شوي طالبان څټ وروګرزوي٠
-- اسلامي امارت بايد حتمي او ضروري خپل اقتصادي ، سياسي ، ټولنيز او
نړيوال اړکي نوي تعريف کړي ، اولس او نړۍ ته يې ښکاره کړي او هغه
دپخوا اشتباهات تکرارنکړي ٠
** زما دغه غوښتنه د يوه داسې دوست په شان ده چې ان له 1996 کاله ځخه
را نيولې تر نن ورځې پورې ددوی پلوي کوي .
[quote:ba1de43d1f="Salahudin Sapand"]پتنګ صیب فکر کوم چی ډیر ریښتین انسان یی ستا لیکنی همیش د حق ناره وی مګر په دی پوه نشوم چی آیا ته د طالبانو د امارت پلوی کوی او که د هغه طالبانو چی ریښتیا هم خاص د الله د رضا لپاره خپل سر قربانوی؟[/quote:ba1de43d1f]
پتوال
23.10.2011
سعيد صيب ليکي :
[quote:649fb97414]الله د ريښتیني مجاهدین بریالي کړي تر څو د [color=red:649fb97414]دواړو ډلو د پلویانو ورمیږونه ورمات کړي[/color:649fb97414][/quote:649fb97414]
دلته هم يوې ډلې ته پرځای خيرا او بلې ته په حقه دعا شوې ده
پتنګ ليکي :
[quote:649fb97414]-- زه دهغوطالبانو پلوي کوم چې د الله په نوم په خپله پاکه عقيده له خپل دين ،هېواد او ناموس ځخه د هر خارجي اشغالګر او مداخله ګر په رټنه او اشغال
خپل سرونه ورکوي٠ ....-- اسلامي امارت بايد حتمي او ضروري
خپل اقتصادي ، سياسي ، ټولنيز او نړيوال اړکي نوي تعريف کړي ، اولس او نړۍ ته يې ښکاره کړي او هغه دپخوا اشتباهات تکرارنکړي ٠ [/quote:649fb97414]
دلته لومړیۍ ډله د دعا وړ او دوهمه يې امارت دی چې يو شرط ورته ايښودل شوی، خو پوره کولو ته يې پتنګ لس کاله صبر کړی او لس شل کاله نور
هم ورته کوي او کولی يې شي ، نو که دهغې په پای کې د امارت رهبري ټوله د ISI غړي هم راووتل دپتنګ پرې څه چرت نه خرا بيږي ،
خو زه دټول افغان ولس سره يوځای دا دعا کوم چې الله دې افغانان هم د ISI او هم CIA له غلامۍ څخه وژغوري او هغه څوک چې يې
لاسپوڅي وي هغوی دې خدای دافغانانو په لاس تباه کړي که دا کرزیخېل وي که ملا عمر خېل ا و که دواړه خېلونه ٠
چې زما دکوراغزي ته کاږۀ ګوري ٠٠٠٠اور دې بل پهCIA او ISI شي !
عنوان
tandar
24.10.2011
زه ورته له زړه نه امين وايم
پتوال صيب ليکي
[color=darkblue:da440d41a3]او زه دټول افغان ولس سره يوځای دا دعا کوم چې الله دې افغانان هم د ISI او هم CIA له غلامۍ څخه وژغوري او هغه څوک چې يې
لاسپوڅي وي هغوی دې خدای دافغانانو په لاس تباه کړي که دا کرزیخېل وي که ملا عمر خېل ا و که دواړه خېلونه ٠
چې زما دکوراغزي ته کاږۀ ګوري ٠٠٠٠اور دې بل پهCIA او ISI شي ![/color:da440d41a3]
نن يو افغان ويډيو راښکاره کړه چه يو سپين ږيري حاجي په خپله خوله چيغي وهي چه بيګاه امريکايان په کور راغلل او زما سره ې بد کار ،لواطت، وکړو البته ښځي به ې کور کي نه وي؟
اشغالګر مو په ناموس کله صرفه کوي؟
نن ديوه ملي قيام ورځ ده افغانه که ويښيږي او پوهيږي او ناموس ګټنه غواړي؟
دوطن د دشمنانو په سر تندر