د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د رباني د وژنې په اړه د حزب اسلامي دریځ

م . ق
27.09.2011

حزب اسلامي: د استاد رباني په وژنه کې د امريکا استخبارات لاس لري
by عبدالمعيد هاشمى on Sep 21, 2011 - 11:36

جلال اباد (پژواک ٣٠ وږى ٩٠): د انجنير حکمتيار په مشرۍ د دولت مخالفه وسلواله ډله حزب اسلامي د استاد رباني پر وژنې خواشيني څرګنده کړه او وايي، چې د دې ډول وژنو تر شا د امريکا په مشرۍ د غربي نړۍ استخباراتي کړۍ لاس لري.

... پخوانى ولسمشر، د سولې د عالي شورا او د جمعيت اسلامي ګوند مشر استاد برهان الدين رباني تېره ورځ ماښام مهال د کابل په وزير اکبرخان مېنه کې، د خپل کور دننه په يوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

په دې پېښه کې د سولې د عالي شورا منشي معصوم ستانکزى، د استاد رباني د امنيت مسوول او د هغه سکرتر سخت ټپي شوي دي.

د حزب اسلامي وياند انجنير هارون زرغون د وږي په ٣٠مه له يوه ناڅرګند ځاى څخه د ټېلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ډول وژنو تر شا د امريکا په مشرۍ بهرنۍ استخباراتي کړۍ لاس لري.

نوموړي زياته کړه، تر څو چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه مېشت وي، جګړې او وژنې به دوام لري.

زرغون وويل، چې دوى د استاد رباني په وژل کېدو خواشيني شوي او د دې ترڅنګ د حزب اسلامي مشرتابه يې د هر افغان پر وژنه خواشيني کېږي.

د حزب وياند وايي: ((په ډېر تاسف سره ځيني جهادي څېرې له امريکايانو سره په خوا کې درېدلې، چې په ړندو بمباريو او خپلسرو عملياتو کې د ولس او په دې ډول ناڅرګندو وژنو کې د دوى ژوند تر ګواښ لاندې دى.))

د حزب وياند هېواد ته د سولې په راتګ کې د استاد رباني رول بې اغېزې وباله.

نوموړي زياته کړه: ((د استاد رباني تنظيم په دولت کې پراخه ونډه لري او ده د سولې په راوستو کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.))

هارون زرغون وويل، استاد رباني په دې وروستيو کې د خپلو څرګندونو پر مهال له امريکايانو شکايت کړى و، چې ولې نېغ په نېغه له طالبانو سره خبرې کوي.

د حزب اسلامي په نظر، [size=24:51937447b1]هېواد د بهرنيو استخباراتي کړيو په يوې ځالې بدل شوى او د زرغون په وينا، بهرني ځواکونه جګړې ته لمن وهي او دغه اور ګرم ساتي.[/size:51937447b1]

[color=cyan:51937447b1]دا متن د فیس بوک څخه رانقل شو.[/color:51937447b1]


محمود سعيد
27.09.2011

سلامونه.
[quote:7836450e9a]د حزب اسلامي په نظر، هېواد د بهرنيو استخباراتي کړيو په يوې ځالې بدل شوى او د زرغون په وينا، بهرني ځواکونه جګړې ته لمن وهي او دغه اور ګرم ساتي. [/quote:7836450e9a]
دا خو څرګنده ده چې هیواد د لسګونو استخباراتي کړیو د لوبو ډګر دی، په داسې حال کې لرې نه ده چې استاد رباني د هم له همدې کړیو څخه د یوې مټ وو او د خپلو اعمالو قرباني شو. په دې اړه د حزب اسلامي خواشیني بیځایه ده، ځکه استاد رباني د ملي اردو له هغو سرتیرو څخه چې د ناپاکستان د لاسپوڅیو په لاسونو قرباني کیږي زیات ارزښت نه درلود، ولې په هغوی بیا خوښي ښيي؟ په داسې حال کې چې وايي:

[quote:7836450e9a]
زرغون وويل، چې دوى د استاد رباني په وژل کېدو خواشيني شوي او د دې ترڅنګ د حزب اسلامي مشرتابه يې د هر افغان پر وژنه خواشيني کېږي.
[/quote:7836450e9a]


م . ق
27.09.2011

السلام علیکم،

خواشیني ښودنه یوه ډپلوماسي ده ځکه خو طالبانو هم د هغه د وژنې پړه پر غاړه وانه غیسته او بل د رباني سره د حزب پخوانی رقابت وو نو ځکه یې ظاهرا خوشحالي ښکاره نه کړه ځکه دا به ډیره ناځواني او کم ظرفیتي وي، پاتې شوه د طالبانو او ملي اردو خبره نو هغه دواړه طرف ته افغانان دي، که د طالبانو تر شا پنجاب انګلیس او عرب ولاړ وي نو د ملي اردو ترشا هم امریکا او داسې نور ولاړ دي نو د محاربینو د وژنې په هکله خواشیني ښکاره کول د هغوي په صف کې اودریدل دي نو داسې لیونتوب به حزب ولې کوي، حزب خو یو هوښیار او ډپلوماتیک نظریاتي او منظم تنظیم دی.

دا صرف زما نظر وو.

مننه


محمود سعيد
27.09.2011

وَلَوْلاَ دَفْعُ اللّهِ النَّاسَ بَعْضَهُمْ بِبَعْضٍ لَّفَسَدَتِ الأَرْضُ وَلَـكِنَّ اللّهَ ذُو فَضْلٍ عَلَى الْعَالَمِينَ.
د بقرې سوره ۲۵۱ آیه
ترجمه: که ځینې خلک د ځینو نورو په لاس دفع نشي په ځمکه کې به فساد خپور شي
خو بیشکه الله د ډیر فضل څښتن دی په عالمیانو باندې.

دا هم د رباني د مرګ په اړه زما د یو ملګري دریځ وو او زما ډیر خوښ شو.
او مبارز صیب کیدای شي ووایاست چې حزب اسلامي د بن لادن د مرګ په اړه څه ډول دریځ درلود؟


م . ق
27.09.2011

[quote:5d628f2c92="محمود سعید"]
او مبارز صیب کیدای شي ووایاست چې حزب اسلامي د بن لادن د مرګ په اړه څه ډول دریځ درلود؟[/quote:5d628f2c92]

دا پوښتنه د نړیوال صاحب نه وکړه.
زه د حزب نماینده نه یم، دا مطلب ما صرف د یوې خبرې لپاره رانقل کړی چې هغه د رباني د قاتلینو څخه پرده پورته کول دي.

مننه


محمود سعيد
27.09.2011

قرآني صیب غصه مه کوه، کیدای شي تاسې هم ترې خبر ولرئ.
[quote:7ef7333a1b]دا پوښتنه د نړیوال صاحب نه وکړه. [/quote:7ef7333a1b]
ولې نړیوال د حزب نماینده ګي کړې؟ هغه خو یوازې د یوه لوی رهبر له رښتیا ډکې ویناوې را اخیستې دي.


م . ق
27.09.2011

[quote:7b093a92c7="محمود سعید"] قرآني صیب غصه مه کوه، کیدای شي تاسې هم ترې خبر ولرئ.[/quote:7b093a92c7]

انډیواله غصه مې نه ده کړې، خو تاچې څه غوښتل هغسې ما ونه کړل یعنې تا غوښتل چې زه به د اسامه بن لادن په هکله هم د حزب دریځ رانقل کړم خو چونکه هغې کې زما دلچسپي نه وه ځکه چې کوم هدف پکې نه وو او هم پدې پوهیدم چې پدې اړه ته خبر یې.

[quote:7b093a92c7="محمود سعید"]ولې نړیوال د حزب نماینده ګي کړې؟ هغه خو یوازې د یوه لوی رهبر له رښتیا ډکې ویناوې را اخیستې دي. [/quote:7b093a92c7]

د نړیوال په نوم ذکر کولو کې زما هدف دا نه وو چې هغه د حزب نمایندګي کوي بلکه مقصد دا وو چې نړیوال صاحب د حزب ټولې مقالې او لیکنې را نقلوي، په هرڅه پخپله ښه پوهیږي خو بیا زما نه دا غواړي چې زه یې رانقل کړم نو زما اشاره دا وه چې دا کار دې هم نړیوال صاحب پخپله وکړي. :wink: :) :D


۰
27.09.2011

السلام علیکم ورحمةالله
واي یو ملي بس چي د پيښور نه يي کراچۍ ته سفر کولو په لاره کي یوځاي خلک ټول خاموش شوه نو یو چا وغوښته چي دا ناست خلک دي بیا په خبرو پيل وکړي او پدي سره به سفر لنډ او ستوماني به کمه شي .
نو دواړه چي په یوه څوکۍ ناست وو دي یو يي بل ته وویل چي تاسو چیرته اوسیږي دوهم يي ویل حیات اباد پيښور کي !
۱:هلته خو زه هم اوسیږ خو تاسو په کوم ځاي د حیات اباد کي ؟
۲: په فیز ون کي !
۱: ښه نو زه خو هم همالته اوسیږم په څومه کوڅه کي اوسیږي؟
۲: په اومه کوڅه کي!
۱: نو په اومه کوڅه کي خو زما کور هم دی خو تاسو څوم نمبر کور دی؟
۲: زمونږ ۶م نمبر کور دی !
۱: زمونږ هم ۶م نمبر کور دی کنه!
دي کي یو بل چا پري ورغږ کړ چي خدای مو خوار مکړه دواړه په یو کور کي اوسیږئ اویو بل نه پیژنئ!!!
دوي ورته وویل چي دواړه ورونه یو خو دا خلک ټول خاموش وو نو مونږ ویل چي څه خبره پیل شي او خلک رابیدار شي.
نو مبارزقرآني صیب او محمودسعید صیب لکه چي مونږ سره داچم کوي که څنګه!!!
الله مو سره پخلا کړه :)

مومندافغان


محمود سعيد
27.09.2011

مومند صیب سلامونه.

موږ سره پخلا یو او کومه ځانګړې خبره نشته، یوازې خبر دا ده چې ښو ته به ښه وایو او بدو ته بد. هغه متل دی چې وايې:
دوست به دې وژړوي او دښمن به دې وخندوي.
دا زما شعار دی چې ښو ته ښه او بدو ته بد وایم، او له ملګرو مې هم دا هیله ده چې که زه نیمګړتیا لرم هغه راپه ګوته کړي.
دلته خبره تر هغو ډلو ټپلو او ګوندونو پورې ده چې په یو ډول نه یو ډول د افغانستان په شخړو کې ښکیل دي، په دې لړ کې ټول هم ښه لري، هم بد.
هرې ډلې هم نیمګړتیاوې درلودلې دي او هم ښیګنې.
له بل لوري دا ځای چې موږ ورته راځو نوم ېې دی: بحث فورمونه.
اوس که تاسو وایاست او یا مبارز صیب وايي چې ولې مو نیوکه او یا څرګندونه وکړه نو دا به څه ډول وي؟


م . ق
27.09.2011

[quote:f7afeca0a5="مومندافغان"]السلام علیکم ورحمةالله
واي یو ملي بس چي د پيښور نه يي کراچۍ ته سفر کولو په لاره کي یوځاي خلک ټول خاموش شوه نو یو چا وغوښته چي دا ناست خلک دي بیا په خبرو پيل وکړي او پدي سره به سفر لنډ او ستوماني به کمه شي .
نو دواړه چي په یوه څوکۍ ناست وو دي یو يي بل ته وویل چي تاسو چیرته اوسیږي دوهم يي ویل حیات اباد پيښور کي !
۱:هلته خو زه هم اوسیږ خو تاسو په کوم ځاي د حیات اباد کي ؟
۲: په فیز ون کي !
۱: ښه نو زه خو هم همالته اوسیږم په څومه کوڅه کي اوسیږي؟
۲: په اومه کوڅه کي!
۱: نو په اومه کوڅه کي خو زما کور هم دی خو تاسو څوم نمبر کور دی؟
۲: زمونږ ۶م نمبر کور دی !
۱: زمونږ هم ۶م نمبر کور دی کنه!
دي کي یو بل چا پري ورغږ کړ چي خدای مو خوار مکړه دواړه په یو کور کي اوسیږئ اویو بل نه پیژنئ!!!
دوي ورته وویل چي دواړه ورونه یو خو دا خلک ټول خاموش وو نو مونږ ویل چي څه خبره پیل شي او خلک رابیدار شي.
نو مبارزقرآني صیب او محمودسعید صیب لکه چي مونږ سره داچم کوي که څنګه!!!
الله مو سره پخلا کړه :)

مومندافغان[/quote:f7afeca0a5]

هاهاهاهاهاهاها
محترم مومند افغان صاحب، ډیره خوندوره قیصه مو رانقل کړې د چا خبره چې enjoy مو کړله خو خــــــــــــــــــــــــــو پکې داده چې:
مونږ د یو فیز به یو خو د یوې کوڅې او یو کور نه یو هغه داسې چې محمود صاحب به د حزب تاید د بعضې ملي ارزښتونو او پالیسیانو د وجې نه کوي خو زه یې بیا نه یواځې ددې وجې نه بلکه د اخوان د اسلامي مفکورې له مد نظره کوم چې د اخوندانو په عقایدو فضیلت لري دا ځکه چې زما په نزد عقیده او مفکوره د اعمالو نه ډیر اهمیت لري.
له ناکامه تعین البتک لباز ګل ځکه چې بل نعم البدل نه لري.


محمود سعيد
27.09.2011

ډیر ښه قرآني صیب. داسې ټکي مو را اخیستي دي چې ساری نلري...
هم ېې اوسنی دریځ (له ځینو وړو خبرو پرته) او هم ېې پخوانۍ مبارزه (له ځینو وړو خبرو پرته) د ستاینې وړ دي.

[quote:6f4fdc1d02]مونږ د یو فیز به یو خو د یوې کوڅې او یو کور نه یو هغه داسې چې محمود صاحب به د حزب تاید د بعضې ملي ارزښتونو او پالیسیانو د وجې نه کوي خو زه یې بیا نه یواځې ددې وجې نه بلکه د اخوان د اسلامي مفکورې له مد نظره کوم چې د اخوندانو په عقایدو فضیلت لري دا ځکه چې زما په نزد عقیده او مفکوره د اعمالو نه ډیر اهمیت لري.
له ناکامه تعین البتک لباز ګل ځکه چې بل نعم البدل نه لري.
[/quote:6f4fdc1d02]


م . ق
27.09.2011

[quote:1064ce48d5="محمود سعید"]مومند صیب سلامونه.

موږ سره پخلا یو او کومه ځانګړې خبره نشته، یوازې خبر دا ده چې ښو ته به ښه وایو او بدو ته بد. هغه متل دی چې وايې:
دوست به دې وژړوي او دښمن به دې وخندوي.
دا زما شعار دی چې ښو ته ښه او بدو ته بد وایم، او له ملګرو مې هم دا هیله ده چې که زه نیمګړتیا لرم هغه راپه ګوته کړي.
دلته خبره تر هغو ډلو ټپلو او ګوندونو پورې ده چې په یو ډول نه یو ډول د افغانستان په شخړو کې ښکیل دي، په دې لړ کې ټول هم ښه لري، هم بد.
هرې ډلې هم نیمګړتیاوې درلودلې دي او هم ښیګنې.
له بل لوري دا ځای چې موږ ورته راځو نوم ېې دی: بحث فورمونه.
اوس که تاسو وایاست او یا مبارز صیب وايي چې ولې مو نیوکه او یا څرګندونه وکړه نو دا به څه ډول وي؟[/quote:1064ce48d5]

هو سعید صاحب ښو ته به ښه وایو او بدو ته بد خو زما او ستا اختلاف چې د کوم ځاي نه شروع شو نو مرکزي نقطه یې دا ده چې د ښو او بدو معیار زما او ستا په نزد جلا دی ځکه تاسو دې ته بد ویلي چې حزب د ملي اردو په وژنه خپله خواشیني نه ده څرګنده کړې خو د رباني په وژنه یې خواشيني څرګنده کړې ده خو زما په نزد دا بد نه دي بلکه ښه دي ځکه همدا د ډپلوماسۍ او سیاست تقاضی ده، په سیاست کې بعضې خبرې پټې او بعضې ښکاره وي، بعضې مرموزې او بعضې هسې تبلیغات وي لکه د امریکا او پاکستان اوسنی تبلیغاتي مطبوعاتي جنګ.
د نیوکو او اعتراض هرکلی کوم خو زما ځوابونه بعضې وخت د چا د فکري میلان او رجحان د راښکاره کولو لپاره وي لکه بعضې په خپل سر کې پښتون نشنلست فکر لري او هرڅه په هماغه ترازو تلي، که یې د فکر او خوښې سره سم وي خو ښه یې تعریفوي او که یې د فکر سره سم نه وي نو بد یې تعریفوي خو دې ته یې پام نه وي چې اصلي ستونزه د هغه نشنلست فکر دی او زه هم د هغه ورپام کولو لپاره ځیني کنایي جملې استعمالوم، خو انسان ضعیف دی بعضې وخت په کنایو پوه نشي او په ظاهري الفاظو پسې لاړ شي.

مننه


۰
27.09.2011

السلام علیکم ورحمةالله
د ښاغلي محمودسعید او ګران مبارزقرآني صیبانو نه مننه !
ښه شوه چي په بده مو وانه اخسته کنه بیا مي ځان ناګار اچوو لکه چي ما هڅ نه ویلي وي او نه مي کتلي وي هاهاها
خو دلته زه د ښاغلي محمودسعید صیب دخبري سره سل په سلو کي موافق یم اوهغه دا چي باید مونږ تاسو ښو ته ښه او بدو ته بد ووایو .
په طالبانو کي ډیري ستونځي او مشکلات وینو خو د وړي او غټي ستونځي فرق هم باید وشي او دا ستونځي او ښيګڼي دواړه باید د ارزښت او کوالټۍ په تله وارزول شي نه د تعداد په حساب .
او د اخوان المسلیمن تحریک ته درناوی لرو له نشت نه ښه دی خو پوره ورته نشو ویلي یو څه مشکلات هم لری لکه په غربي جمهوریت ایمان [چي په نواقض ایمان کي راځي] او داسي نور.
خو ورسره یو څه ناڅه خوبۍ هم لري او هغه د مسلمانانو بیداری د دښمن نه په څنګ کیدل او د یو ښه اسلامي امارت ته توجه او پاملرنه ولو که داخوان المسلیمن سره نه وي خو ورپام کولو سبب يي ګرځي.
خو زه بیا دا وایم چي حزب خو اخوان المسلمین د منشور سره ډیر واټن لري نو فکر نه کوم چي تاسو پشان ځیرک او بیدا سړي دي هم پدي پوه نشي چي حزب اسلامي د اخوان المسلمین د اصل منشور نه څومره لیري دی.
۱: او بل دا چي که دا حزب اسلامي شي کوم چي د حکمتیار سره دی نو هغه ورونه چي د آن له ۱۳۴۸ نه یا ۱۳۴۹ نه مبارزین وو او په یوه کټه پیش يي ټول له مخي لیري کړل هغوي څنګه ارزوئ؟!!!
هغوئ حزبیان نه وو ؟ دحزب د کړنلاري نه منحرف وو[په دلیل سره غواړم] او که حکمتیار صیب ؟
څه مشکل وو چي داسي په اسانه يي وشړل حزب د حکمتیار د پلار میراث وو که ؟
۲: نیم يي کابل کي دکرزي په حکومت کي داخل او نیم يي سره د حکمتیاره[ځکه کابل کي د مسعود عکسونه ویزان دي ډاریږي ورنه] په غرونو کي په ټور وتلي او د نورو بي میډیا مجاهدینو ډلو عملیات په خپله کهاته کي جمع کوي څه وایاست ؟ ایا همدا شرعي سیاست دی چي د اصلاح القوم په معنی دی که دلته بیا هم له غربي سیاست نه الهام اخلي؟
۳: او دا اوسنۍ خبري چي ځیني يي آن د ډارون نظریه هم ده څنګه ازروئ؟
په [ سلفي شم که مذهبي] په کتاب کي ]څه وایاست؟
هیله ده چي بده يي ونه انګیرئ او په سړه سینه ځوابونه راکړئ!
په ډیره مینه او درنښت
ستاسو ورور مومندافغان[ ظریف خان چپرهاری]


Re: د رباني د وژنې په اړه د حزب اسلامي دریځ

تيمور
27.09.2011

[quote:3a20b7ea1d="مبارز قرآني"]

د حزب اسلامي وياند هېواد ته د سولې په راتګ کې د استاد رباني رول بې اغېزې وباله.

نوموړي زياته کړه: ((د استاد رباني تنظيم په دولت کې پراخه ونډه لري او ده د سولې په راوستو کې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده.))

د حزب اسلامي په نظر، هېواد د بهرنيو استخباراتي کړيو په يوې ځالې بدل شوى او د زرغون په وينا، بهرني ځواکونه جګړې ته لمن وهي او دغه اور ګرم ساتي.[/quote:3a20b7ea1d]

ګران ورور قرآني صیب سلامونه او نیکې هیلې

ستا سو نظر ډیر ښه او صادقانه نظر ده، په ریښتیا هم چې د دواړو خوا وو تر شا بهرنئ ځواکونه په واضحه توګه ولاړدي. الله تعالی پخپله زموږ ولس او هیواد ته کمکونه وکړی، آمین ثم آمین.او څنګه چې ټول افغانان پوهیږي د خوجین رباني وژنه ډیر مرموز شکل لري . او دا څه رنګه کیدای شي چې یو کس د هغه کورته چې د کابل په ډیر محفوظ ځای کې موقعیت لري ننوځي او په داسې مهارتونو سره هغه ته و وژني . دا یوه مرموزه وژنه ده او ددې وژنې د راز د پیدا کولو لپاره ډیرو تحقیقاتو ته ضرورت لیدل کیږي.

په درناوئ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more