د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا د سعود په عربستان کې به د عبدالله پوهنتون او نوره پوهنتون سره به د ویسټرنائیزیشن عمل شروع شي؟!!

ahmad bilal
26.09.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!

د اسلامي نړۍ د دوو مقدسو ښارونو هیواد، د اسلامي نړۍ مرکز، د اسلامي امتیانو د تندي ايښودلو سمت، او د اسلامي شعائرو (دواړه حرمونو) ځاې، د آل سعود په عربستان کې په لومړۍ ځل کو ایجوکیشن (مخلوط تعلیم) د هغه شخص په پوهنتون کې، چې د فهد بادشاه څخه مخکې د یو اسلامي جذبه لرونکۍ او جدي مسلمان په توګه یادیده،نافذ شو.....

دغه پوهنتون کې په کوم کې به چې سړي او ښځه په مخلوطه توګه تعلیم حاصلول غواړي، د کنګ عبدالله یونیورسټي آف سائنس آینډ ټکنالوژي په نوم یادیږي....

ښاغلۍ عبدالله په ۲۰۰۵ کې د ملوکیت په څوکۍ کیناست، او د راتللو سره یې د خپلې کابینۍ څخه هغه اسلامپالۍ وباسل، کوم چې د هغه په اند سخت دریځه ول، او دا یې تقریباً د لبرالانو ( کوم چې د هغه په اند ماډریټ دي) سره بدل کړل!!! پرته له دې څخه هغه غواړي ترسو په قضاء کې هم اصلاحات راولي.......

د دغه مخلوط تعلیم سره شیخ سعد الشیتري، څوګ چې د عبدالله د مذهبي سکالرانو کې و، د دغه پوهنتون سره د مخالفت اظهار وکړ، د هغه په وینا اسلام کې د نرو او ښځو په خلاصه توګه مخلوطوالۍ حرام ده، او ویې غوښتل ترسو یوه کامیټي جوړه شي چې وګوري آیا دا پوهنتون اسلامي اقدار تعقیبوي او کنه او په دې پوهنتون کې خو به بهرني نظریات نه ویل کیږي لکه د ارتقاء نظریئ غوندۍ......

خو عبدالله بیا شیخ سعد الشیتري ډیر ضر د خپلې څوکۍ څخه بیرته کړ، شیخ سعد الشیتري په ډیرو اسلامي علماو خپل اثر درلود ځکه بعضو د مخلوط تعلیم خلاف خپلې فتوی ګانۍ هم صادرې کړئ.....

مخلوط تعلیم سره که څوګ اختلاف کوي او که څوګ یې خوښوي خو پرته له دې بحث څخه یوه بله ستره لمحه فکریه دا ده چې په دې پوهنتون کې به ښځۍ کولې شي چې کوم رنګ لباس یې زړه وي اغوستلې به یې شي...!!؟؟؟؟؟

تاسو د الجزیرۍ په لاندې ویډیو کې دا خبری سره د پوهنتون د فضا سره، چې پکې کتل کیږي ښځو پتلونونه او .،،... اغوستلې دي، په دې ویډیو کې یې کتلې شئ:
http://www.youtube.com/watch?v=hI7MeGCxYos&feature=related

او زیاته یې لا بله چې کومۍ پابندیاني په ښځو د پوهنتون (کیمپس) څخه بیرون لاګو کیږي هغه به په پوهنتون کې نه نافذیږي؟؟؟؟!!!!!!!!!

پوښتنه دا راولاړیږي چې د عبدالله د پوهنتون او ورسره د آل سعود د خاندان د یوې بلې شهزادګۍنوره د پوهنتون سره به په سعودي کې د ویسټرنائیزیشن (غربیت) او سیکولرائیزشن عمل شروع شي او که ........................؟!!!؟؟؟؟

----------------------------------------
په دې هیله چې د سعود په خاندان کې د شهید فیصل او مرحوم خالد په شان پاکه وینه او د بدهوانو غیرت پیداشي!!!!... آمین!!!

[b][color=white:f5534e2fb1][/color:f5534e2fb1][color=red:f5534e2fb1][/color:f5534e2fb1][size=18:f5534e2fb1][/size:f5534e2fb1][color=white:f5534e2fb1][/color:f5534e2fb1]


رښتینی
26.09.2011

ښاغلی بلال تاسو ښه پوښتنه کړې ده او له بده مرغه باید ووایم چې
ستاسو دیادو شویو شیخانوله مخالفت سره په سعودی کې داسې
شیخان هم شته چې دمخلوط تعلیم دجواز فتواوې یې هم ورکړې
چې یو یې هم د مکی مکرمی دامر بالمعروف مشر و .
خو یوه د ډاډ خبره داده چې دملک عبدالله په دې پوهنتون کې په سلو
کې دوه یې سعودیان دې نور ټول دنورو اسلامی هیوادونو زده کوونکي
پکې دې ما هلته له ځینی سعودیانو نه اوریدل چې هغوی دا پوهنتون
بلکل خپل نه باله اوپه عامه توګه یې خلک مخالفت کوې
په هرصورت داسي ګامونه دملکي کورنۍ لخوا خوندور ندې او په دې
کې شک نشته چې په دې توګه دسعودي ولس د غربیت لور ته سوق کول
دې الله المستعان


پتوال
26.09.2011

پوښتنه داده چې دا بهرني محصلان يې بيا هم عرب دي او که عجم، او څو فيصده يې محصلانې دي ؟
څرګنده ده چې دغه شرط خو پرې بهرنيانو نه دی ايښی، بلکې د سعودي حکومت ( عبدالله) پخپله غواړي چې په پوهنتون دننه بهرنيانو ته دغه آزادي
او داخليانو ته هغه تنګي ورکړي ! آيا دوی غواړي داخلي ځوانان او پېغلې هم و هڅوي چې ورته لاره تعقيب کړي ؟؟؟
يا غواړي چې عصريت په دوی تجربه کړي ، که چيرې اخلاقي عواقب يې وخيم
نه وو او دکنترول وړ وو نو بيابه عصريت پخپله هم په ډير
احتياط سره پيل کړي او د همدې هدف له پاره يې ٢٪ خپل محصلان هم د تجربې
له پاره ور پريښودي دي څو سعودي ټولنه يې د سر په سترګو
وويني چې نتيجه يې په زړه پورې ده او هغه نتيجه نه لري چې خلک ترې وېرېدل ! ښايي دغه وروستۍ شونتيا يې اصلي انګېزه اوسي ، که څنګه ؟؟؟؟؟؟؟
او که نه دا بالکل يوه بيله (اقتصادي) تقاضا ده چې سعوديان يې د عصريت له ويرې پخپله بسيا کول نه غواړي او د بهرني اتباعو په واسطه يې رفع کوي !

په هر صورت په اسلامي ولسواکۍ کې چې مونږ ترې خبرې کوو دغسې بداخلاقي نشته، پوهنتونونه ، ليسې، متوسطې ، عالي او مسلکي ښونځي
د عالي تحصيلاتو وزارتونه، د معارف وزارتونه ، د روغتيا وزارتونه به دوه ډوله يو نرينه او بل ښځينه وي او ترانسپورتي وسايل به يې هم جدا جدا وي
يواځې د ابتدايې ښونځيو تر څلورم ټولګي پورې اود ملي شورا په سطحه به دغه مخلوط شکل امکان ولري او بس !
نو ر آن د کار ځايونه به هم سره ويشلي اوسي که خدای کول . خو له پوځي تاسيساتو او دردو جسماني کارونو پرته نور به په هېڅ شي
کې حجاب لرونکې ښځې تر نارينه و وروسته نه وي پاتې ! بريالۍ دې وي اسلامي ولسواکي !
ناکام دې وي د سعودي عرب کو جوکيشن


ahmad bilal
27.09.2011

دغه د عبدالله پوهنتون په تهوال کې پرانستل شوې، کوم چې د جدۍ ښار په شمال کې او ۹۰ کیلومتره لیری واقع ده، لومړي ځل باندې د سعودي بادشاهت لخوا ورته ۱۰ بلیونه ډالر ورکړل شول.... د هر قسمه جدیده ټکنالوژۍ څخه لیس ده...

اوس راګرځم د ښاغلي ریښتینۍ صاحب پوښتنې ته، چې هغه وايي دلته سعودیان وایي یوازې دوه فیصده سعودیان پکې سبق وايي....

که تاسو په دغه لاندې لینک کې وګورې، نو درته به څرګنده شي، چې دې پوهنتون کې تر اوڅه پورې ۱۵٪ سلنه سعودي عربان دي!!!! (په یاد دي وي چې ښځو او سړیو ته یې د داخلۍ لپاره یو رنګه د داخلې شرائط او مواقع دي!!)

:www.hpc.kaust.edu.sa/about/VisLabBrochure.pdf+saudi+arabian+nationals+seats+in+KAUST&cd=1&h

او د ښاغلي پتوال صاحب پوښتنې ته چې آیا دلته نور څوګ سبق وايي؟
ښاغلې پتوال صاحب که تاسو هم په پورتني لینک کې وګورې، نو پرته د سعودیانو څخه دلته زیات د چین، میکسیکو او امریکايي محصلین دي!!!!!

خو اوس پوښتنه دا را څرګندیږي، چې آیا دا بهرني محصلین به مسلمانان وي ؟ او که د بل دین، کوم به چې بیا د مسلمانانو سعودي ښځو سره په یو صنف کې کیښني!!؟؟

او آخر کې دې په یاد وي چې دغه ټولو محصلینو ته پوره سکالرشيپ ورکوي!!! خاص کر دغو بهر څخه راغلي محصلینو ته!!!!!

وعلیکم السلام!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more