نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ناپاکستان غچ او که د ښکیلتیا لومه؟
محمود سعيد
26.09.2011
د سی آی ای پرمرکزباندی برید ترسره شو
26 September 2011 | نور خبرونه
په کابل کې ارګ ته څېرمه پر هغې ودانۍ وسلوال بريد شوى، چې په کې د امريکا د سي. اى. اې استخباراتي مامورين مېشت دي.
په کابل کې يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د تلې په څلورمه رسنيو ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې رامنځته شوه.
سرچينې زياته کړې، چې څو وسلوالو پر ياده ودانۍ ډزې کړې، خو تر اوسه يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
يوې امريکايي سرچينې رسنيو ته ويلي، په نوموړې ودانۍ کې، چې پخوا د اريانا هوټل په نامه يادېده، اوس په کې د سي اى اې مامورين اوسېږي.
سرچينې ومنله، چې پر دې ودانۍ وسلوال بريد شوى دى.
د ملي امنيت يوې سرچينې بهرنيو رسنيو ته ويلي، چې په دې پېښه کې يو تن وژل شوى، خو دا چې وژل شوى څوک دى، په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.
د سلطان په نوم د پېښې يوه عيني شاهد رسنيو ته وويل، چې د اريانا هوټل په ساحه کې دوى د ډزو غږونه واورېدل، خو په دې پوه نه شول، چې څه خبره ده.
http://spogmainews.com/?p=7284
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
څه فکر کوئ چې امریکا به پر ناپاکستان برید وکړي او که به دا هم هغوی د پټو پلانونو یوه برخه وي؟
زه خو فکر کوم چې ناپاکان هومره هوښیار دي چې د خپلې ژغورنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي، بیا کیدای شي کوم لوړ پوړی طالب او یا د القاعده ډلې غړی امریکایانو ته وسپاري او د ځان سپیناوی وکړي.