نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاکستان ولې له حقانې او طالبانو سره مرسته کوي، ویډیو (پاکستانی تلویزیون)
طالب ISI
25.09.2011
http://www.youtube.com/watch?v=v8UUfd4P3SA
http://www.youtube.com/watch?v=XLwEtMQ0488
په دې ویډیو ګانو کې ویل کیږي، چې کرزی هسې په نامه ولسمشر دی، ټول قدرت د شمالي ټلوالې لاس کې دی، نو چې امریکا لاړه شي، پاکستان پدې کې ګټه ده چې حقاني او طالبان غوندې خلک قدرت کې وي، چون افغانستان په وچه محاط هیواد دی، د طالبانو حکومت به پاکستان باندې وابسته حکومت وي، نو ځکه به افغانستان کې یو دوست حکومت خو پاکستان پورې تړلی حکومت حاکم وي.
ویل کیږې چې که حقاني بیا په امریکایانو حمله وکړي، نو زیات نه زیات به وزیرستان کې بمباري وشي، نو که لږ عام خلک مړه شول، هیڅ خبره نه ده، که زیات مړه شول، یوڅه غالمغال به جوړ کړو، خو د امریکا سره زیات تعلقات نه شو خرابولی. خو حقاني غوندې کسان هم له لاسه نه ورکوو. ځکه ددوی صادرات اوس ۲۶ میلیارده ډالرو ته رسیدلي، چې زیاتره یې پخته ده او ۶۰٪ یې امریکا ته ځي، نو ځکه که ډیره خبره خرابه شي، د زرداري حکومت به ړنګ شي.
خلاصه دا شوه چې پاکستان ته ګټه همیش اولیت لري، او زمونږ غازي طالبانو ته دوی د فارمي چرګانو په سترګه ګوري، او چې څه ډول غواړي همغسې یې کاروي.