د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ء

ahmad bilal
25.09.2011

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاة!
هیله لرم چې ټول ورونه به د خپلو ښو شیبو څخه تیریږي...
د انټرنیټ پر صفحو، په غربي جرائدو، په مطبوعاتو، او حتی فلمي نړۍ کې د ۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ په هکله داسې معلومات خپریږي چې د هغوي په اند په دې ورځ د سهار په یولسو بجو او یولسو دقیقو باندې به قیامت راځي....
د دې په هکله ما یوه لیکنه پیدا کړه چې دلته یې زه د اردو ژبۍ څخه ژباړم، هیله ده ستاسو به هم خوښه شي... دا لیکنه د همدۍ تیوري باندې لیکل شوې ده.... دې لیکنه کې یې د دغه تاریخ په هکله سائنسي، د نورو مذاهبو، تهذیبونو او د اسلام نظر وړاندې کړې ده....
------------------------------------------------------------

۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ء
لیکنه: ابوالحسن علوي
ژباړه: احمد بلال

نن سبا غربي ټولنه کې د دغه تاریخ (۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ء)په هکله ډیر بحثونه، تحقیقونه او مکالمۍ کیږي. د غرب د یوی ډلۍ .مفکرینو او اسکالرانو پرزوره ټینګار دا ده چې دغه ورځ به د نړۍ د ورانیدلو او بربادیدلو ورځ، د یوی نوي زمانۍ اغاز او یا د قیامت ورځ به وي.

غرب کې دغه رنګه دعوه کوونکیو کې د علم خاوندانو تعلق د سائنس او سائنسي علومو سره هم ده. خو د بل پلوه دغه دعوه کې داسې مفکرین هم شامل دي څوګ چې د مذهب او د مذهبي خاوندانو په نمائنده ګۍ کې هم شمارل کیږي. په دغه موضوع، غرب کې بلا ډیر کتابونه هم لیکل شوې دي.

د مثال په توګه د مشهور انلاین شاپینګ، ایمیزون، په ویپ پاڼه کې لاندني کتابونه، ورسره د کتابونو تعرف او تبصرۍ د دغه تاریخ په هکله موجودې دي.
http://www.amazon.com/

The Mystery of 2012: Predictions, Prophecies, and Possibilities
The Complete Idiot's Guide to 2012
Fractal Time: The Secret of 2012 and a New World Age
Apocalypse 2012: An Investigation into Civilization's End
Planet X Forecast and 2012 Survival Guide
Maya Cosmogenesis 2012: The True Meaning of the Maya Calendar End-Date
2012: The War for Souls
2012: The Return of Quetzalcoatl
2012 and the Galactic Center: The Return of the Great Mother
How to Survive 2012: Tactics and Survival Places for the Coming Pole Shift
2013: The End of Days or a New Beginning
Envisioning the World After the Events of 2012
Toward 2012: Perspectives on the Next Age
The Mayan Prophecies for 2012
The Orion Prophecy: Will the World Be Destroyed in 2012?
Mayan Prophecy 2012
The World Cataclysm in 2012: The Maya Countdown to the End of Our World

همداسې د یوی سروی (سرچینۍ) مطابق نړۍ کې تقریباً ۶۰ زره داسې ویپ پاڼۍ شته چې د همدۍ تاریخ د پیښیدونکۍ واقعۍ په هکله پیشن ګوئیانۍ، لټریچر او مواد ده. بعضۍ داسې ویپ پاڼۍ هم دي چې په خاص توګه د همدغه تاریخ لپاره جوړې شوې دي، لاندې موږ د یو څو ویپ پاڼو ادرس هم ورکوو کومې چې د دغه تاریخ په هکله جوړۍ شوې دي:

December 21 2012, The official Website for 122112 Information
http://www.december212012.com/

21 December 2012...still many undisclosed secrets... – Home
http://www.21122012.net/

December 21 2012 Predictions – The 2012 End of The World ?
http://www.december2012endofworld.com/

December 21 2012 - The unofficial website on 12 21 2012 or 21 12 2012
http://www.december-21-2012.co/

Debunking the "2012 Doomsday" - 2012hoax
http://www.2012hoax.org/

2012 CHANGES ARE NOW
http://www.2012changesarenow.com/
2012 Galactic Alignment | 11:11 21-12-2012 Maya Calendar
http://www.2012rising.com/

په بعضو ويپ پاڼو کې خو حتی د دغه تاریخ په هکله کاونت ډاون هم شروع شوې ده او ورسره دا پيغام هم په کتل کیږي چې دغه کاونټ ډاون به د نړۍ تر ختمیدلو پورې جاري وي او د دي نړۍ اختتام ته دومره ورځۍ، ساعتونه، دقیقۍ او ثانیۍ پاتې دي.

پرته له دې څخه پر ۲۰۱۲ء نوم باندې یو فلم هم جوړ شوې ده په کوم کې چې غربیانو نړۍ تباه ښودلۍ، دغه فلم ریکارډ بزنس وکړ او د یو ریپورټ مطابق دغه فلم ۷۷۰ ملیونه ډالر وګټل!!
لومړۍ فلم ته په کتلو اوس په همدۍ موضوع یو بل فلم هم جوړیږي. همدغه رنګه امریکا کې داسې کاروباري فرمز هم منځ ته راغلي څوګ چې د دغۍ ورځ د تباه کیدلو څخه د ژغورنۍ په خاطر د ځمکې لاندې د پناه ځایونه نه یوازی جوړوي بلکه خرصوي یې هم.
د دې تمهید نه پس به موږ د سائنسي خاوندانو او د مذهبي خاوندانو په نزد د دغۍ تاریخ ممکنه تباه کارۍ په باره کې تصورات، مفروضۍ، نظریات او د تحقیقاتو یوه اجمالي جائزه وړاندې کړو.

۲۰۱۲ء د سائنسي خاوندانو په نظر کې:

۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ء کې به نړۍ کې عظیمه تباهي او بربادي واقع کیږي، د دغه تباهي او بربادي په هکله موږ د سائنسدانانو انفرادي، اجتماعي او اداره جاتي تحقیقات د شواهدو په رنګ وړاندې کوو. په دې سلسله کې د پخواني مایان تهذیب د سائنسدانانو او امریکايي تحقیقي خلايي اداره (ناسا) نوم په خاص توګه اخستل کیږي.

د مایان تهذیب پیشن ګوئیانۍ:

مایا په ریاضي، فلکیات او انجینئرۍ کې ډیر پرمختللی قوم و او د هغوي د عروج زمانه د ۲۰۰۰ قبل مسیح نه تر ۲۵۰ء پوری ده. دغه قوم د لانګ کاؤنټ کیلینډر په نوم یوه جنتري جوړه کړی کومه چې پر ۵۱۲۳۰۳۶ کلنو باندې مشتمله ده او د دغه ابتدا د ۳۱ اګست ۳۱۱۴ ق م څخه شوې ده او اختتام يې په ۲۱ دسمبر ۲۰۱۲ء کې کیږي، دغه جنتري ته د ورلډ ټائم کیلنډر نوم هم ورکړل شوې ده، د دغه جنتري معلومات موږ ته د ۶۰۹ قبل مسیح څخه کیږي.

مایا قوم په اصل کې دری رنګه جنتریانۍ استعمال کړې وې، یوه د شمسي نظام مطابق د ۳۶۵ ورځو شمسي جنتري وه، دویمه د ۲۸۰ ورځو مذهبي جنتري وه او دریمه دغه ورلډ ټائم کیلنډر وه کومه چې په ۵۱۲۸ کلنو باندې مشتمله وه. د دغۍ جنتري بنیاد د هغوي د اجرام فلکي او د ستورو د تاویدلو په باره کې د هغوي مهارت او معلومات ول، د هغوي تحقیق مطابق په ۲۱ دسمبر په یولسو بجو یولسو دقیقو باندې به ځمکه او کهکشانونه مراکز به په یوی کرښۍ راځي او له دې وجهې به پر ځمکۍ ډیری تبدیلیانۍ راځي، د دغه جنتري مطابق به له دې ځای څخه د یو نوي وخت آغاز کیږي.

د لاندې کتاب تبصره نګار،
aya Cosmogenesis 2012: The True Meaning of the Maya Calendar End-Date
لیکي:

While researching the 2012 end-date of the Maya Calendar, John Major Jenkins decoded the Maya's galactic cosmology. The Maya discovered that the periodic alignment of the Sun with the center of the Milky Way galaxy is the formative influence on human evolution. These alignments also define a series of World Ages. The fourth age ends on December 21, 2012, when an epoch chapter in human history will come to an end. Maya Cosmogenisis 2012 reveals the Maya's insight into the cyclic nature of time, and prepares us for our own cosmogenesis--the birth of a new world.

د دغۍ جنتري مطابق د وخت نوعیت څه دا رنګه ده چې دا د یوی حلقۍ په څیر تاویږي چې د وخت آغاز او انتها یې دواړه یو دي.
همدغه رنګه د
2012: The War for Souls
کتاب تبصره نګار لیکي:

December 21, 2012, may be one of the most watched dates in history. Every 26,000 years, Earth lines up with the exact center of our galaxy. At 11:11 on December 21, 2012, this event happens again, and the ancient Maya calculated that it would mark the end, not only of this age, but of human consciousness as we know it.

د دغه قوم، مایا، په هکله دا هم وئیل کیږي چې تر اوسه پورې یې څومره پیشن ګوئیانۍ کړې دي ، هغه په راتلونکو پیښو کې په صحیح توګه ثابت کړل شوې دي. د هغوي دغه رنګه پیشن ګوئیانۍ د هغوي په تهذیبي آثارو کې د انځورونو په شکل کې موجود دي. د دغه قوم وینا ده چې هغوي ته د ۲۱ دسمبر څخه وروسته بل هیڅ څیز هم په نظر نه راځي.

نور بیا....

-د معاصرو سائنسدانانو تحقیقات
-۲۰۱۲ء د اهل مذهب په نظر کې
-انفرادي پیشن ګوئیانۍ
- د اسلام له نظره


ahmad bilal
25.09.2011

تیر پسې......

د معاصرو سائنسدانانو تحقیقات:

د امریکايي خلايي ادراۍ (ناسا) مطابق لمر د خپل مدار څخه په ۱۱ کلنو کې تاویږي او په ۲۰۱۲ء کې به د ایرس نومۍ یوه سیاره د لمر نیزدۍ راشي او د همدې کشش له وجهې به لمر خپل رخ بدل کړي او د دغه رنګه رخ بدلولو له وجهې به پر ځمکۍ منفي اثرات راشي او پر ځمکه به شمسي طوفان راشي. د دغه سیاری په هکله دا تحقیقات هم مخ ته راغلې دي چې دا سیاره په ۳۶۰۰ کلنو کې د لمر مخ ته یوځل راځي.

د ۲۰۰۴ په مارچ کې ناسا دغه سیاره زموږ د شمسي نظام لسمه سیاره وګڼله او دغه سیارۍ ته یې د سیډنا نوم ورکړ.

د بعضو سائنسدانانو مطابق دغه سیاره به په ۲۰۱۲ء کال کې د مریخ او مشتري منځ کې تیریږي او د دغه سیارۍ فاصله به د ځمکۍ سره نیزدی شي. د بعضو خلګو دا دعوه هم ده چې ناسا په ۲۰۰۵ کې یو داسې جوهري سټیلائت میزائل ډیپ ایمپیکټ تیارول شروع کړل کوم به چې په دغه سیارۍ ویشتل کیږي. په دغه نوم یو انګریزي فلم هم جوړ شوې په کوم کې چې د روس په هکله دا امکان هم ظاهر شوې چې روسیان به پر دې سیارۍ جوهري حمله کوي. په دغه جوهري حمله کې یو داسې امکان هم ښودل شوې چې د دغه سیارۍ یوه حصه به د اور څخه تباه کیږي او نړۍ به بیا د تیږو دور ته ځي.
د
The Orion Prophecy: Will the World Be Destroyed in 2012
کتاب تبصره نګار لیکي:
In the year 2012 the Earth awaits a super catastrophe: its magnetic field will turn over in one go. Phenomenal earthquakes and tidal waves will completely destroy our civilisation. Europe and North America will shift thousands of kilometres northwards into polar climate. Nearly the whole earth's population will perish in the apocalyptic happenings. These dire predictions stem from Mayans and Egyptians -- descendants of the legendary Atlantis. The Atlanteans had highly evolved astronomical knowledge and were able to exactly calculate the previous world-wide flood in 9792 BC. They built tens of thousands of mandjits and escaped to South America and Egypt. In the year 2012 Venus, Orion and several other stars will take the same 'code positions' as in 9792 BC, the year of the previous cataclysm! For thousands of years historical sources have told of a forgotten time capsule of ancient wisdom located in a mythical labyrinth of secret chambers filled with artefacts and documents from the previous flood -- this book gives one possible location.

بعضو نورو سائنسدانانو هم ۲۰۱۲ء د ډیرو اعتبارونو له وجهۍ زموږ د ځمکۍ لپاره ډیر زیات سیکورټي رسک ګڼلی ده. د بعضو سائنسدانانو مطابق یوه سیاره، نبرو، یا پلینټ ایکس د ځمکۍ نیزدی به تیره شي او د خپل کشش ثقل له وجهې به د ځمکۍ محور کې تبدیلي راولي یعني قطب شمالي به قطب جنوبي او قطب جنوبي به قطب شمالي کړي او ځمکه به ۱۸۰ درجۍ تاوه شي. د دغۍ سیارۍ په تللو د طوفاني هواګانو په دولت به ساحلونه تباه کړل شی، آتش فشانونه به والوځي، او ورسره به زلزلۍ هم راشي. د بعضو خلګو دا هم وینا ده چې دغه سیاره د جنوب لخوا زموږ شمسي نظام ته داخل شوې هم ده او د دغۍ سیارۍ اثرات جنوب کې واقع د آسټرلیا د براعظم څخه شوې دي.
همداسی د
Mayan Prophecy 2012
کتاب تبصره نګار لیکي:
Famed for the accuracy of their astronomy and the sophistication of their measurement of time, the ancient Mayan civilization has been recognized as one of the most important ever to have existed. According to recently decoded stone monuments and manuscripts the Mayans believed a cataclysmic change will affect the planet on 22 December 2012.On this date the fifth great cycle of time which began on August 11th 3113 BCE will come to a violent end. In this comprehensive book, expert author David Douglas presents compelling evidence for the accuracy of the Mayan calendar in predicting major events in world history and examines the latest scientific research that suggests events such as magnetic field changes and solar flares will indeed culminate in 2012; events which could result in catastrophe for our planet.

د بعضو سائنسي حلقو له طرفه دا امکان هم ظاهر کړل شوې ده چې ځمکه او کهشکان به په یوی لیکه پراته وي چې د دې وجهې به پر ځمکه آفات نازلیږي.۱۹۹۹ء کال کې د ویب بوټ په نوم یوه ټکنالوژی یا دریافت وکړل شو کوم به چې په انټرنیټ او کمپیوټر کې موجود ټول معلومات جذبوي، د انسان لاشعور لوستلو به کوښښ کوي، د انسان او د نړۍ د مستقبل په هکله به د دغومره معلوماتو په بنسټ خپلې پيشن ګوئیانۍ کوي، داسې وئیل کیږي چې د دغه پیشن ګوئیانۍ ټولی صحیح ثابتیږياو دغۍ ټکنالوژۍ د ۹/۱۱ په هکله هم پیشن ګوئ کړی وه، دغه سافټ وئیر هم په ۲۰۱۲ کې د ځمکۍ سره د سیارۍ جنګیدل او نړۍ کې د اتومي جنګ آغاز پیشن ګوئ کړې ده.

نور بیا....
-۲۰۱۲ء د اهل مذهب په نظر کې
-انفرادي پیشن ګوئیانۍ
- د اسلام له نظره!


ahmad bilal
26.09.2011

په تیر پسې.....

۲۰۱۲ء د اهل مذهبو په نظر کې:

د هندو مذهب بعضې سکالران واي چې په ۲۰۱۲ء کې به (کل یګ) ختم شي او (ست یګ )به د دوهم ځل لپاره شروع شي او همدا به د (دهرم )بدلولو وخت وي. (یګ) زمانۍ ته وايي او د هندوانو د مذهب مطابق ټولی څلور زمانۍ دي. لومړۍ (ست یګ )وه، مطلب کوم چې حق هم حق وي، بیا (تریتا یګ ) راغله، بیا (دواپر یګ) راغله، بیا (کل یک ) راغله او اوس به د دغې په خاتمه یو ځل بیا (ست یګ) راځي، د حق دور. د هندوانو د مذهب مطابق د (کل یک) آغاز په ۳۰۱۳ قبل مسیح شروع شوې و او کرشنا د (کل یګ )عمر پنڅه زره کاله ویلې وه. د هندوانو ډیر لړ تعداد د کرشنا د دغۍ پیشن ګوئ ته اوس د یوی کیسۍ یا افسانۍ په نظر ګوري.

همداسې د تبت بده ازم کې د بعضو راهبانو مطابق د بدها د پیشن ګوۍ په رڼا کې د یو زرغون دور پيل به شروع کیږي. د بعضو بدهي مذهب رهنماو (مانکس) دا وینا هم ده چې د هغوي د کشف مطابق به په ۲۰۱۲ء کې یو اتومي جګړه کیږي او په دې نړۍ کې د ۲۰۱۰ څخه نړۍ په دوو برخومخکې لا ویشل شوې هم ده.

پرته له دې څخه د یهودو د تاریخي روایاتو څخه دا هم معلومیږي چې مصر کې د بخت نصر نه پس (نیپوشانی زار ) په نوم یو بادشاه تیر شوې ده. هغه یو اوږد خوب ولید چې کاهنان د دې خوب د تعبیر کولو څخه عاجز راغلل نو حضرت دانیال علیه السلام د دغی خوب مفصل تعبیر بیان کړ په کوم کې چې تر قیامته پورې د واقعاتو ذکر شوې ده. شام کې بصری ته نیزدو د (تستر) په نوم یو ښار و چیری چې د (هرمزان) بادشاه د خزانو په تلاش کې یو تابوت پیدا کړ، په کوم کې چې یو جسد، یوه صحیفه ، یوه ګوتمه او لس زره درهمه هم ایښودل شوي و. د دې جسد په هکله دا مشهور شول چې دا حضرت دانیال علیه السلام ده.

د بعضو تاریخي روایاتو مطابق د حضرت عمر رضی الله عنه د خلافت په زمانه کې هغه ته د بیری د پاڼو څخه غسل ورکړل شو او بیا د هغه د خښولو حکم صادر کړل شو او د هغی صحیفۍ ترجمه کعب الاحبار وکړه، په کوم کې چې بیا د مستقبل په هکله پیشن ګوئیانۍ موجودې وي. د ډاکټر سفر الحوالي وینا ده چې د دغو پیشن ګوئیانو مطابق به یو ناپاک ریاست په ۱۹۶۷ء کې قائم کړای شي او ۴۵ کاله به قائم وي او دغه کال به ۲۰۱۲ء وي. ډاکټر سفر الحوالي دغه کال، ۲۰۱۲ء، د دغۍ ریاست د زوال ابتداء ګڼلۍ ده. د ناپاک ریاست څخه د ډاکټر سفر الحوالي مراد د اسرائلو ریاست ده.

د عیسایانو د یوی ډلۍ په نزد به د ۲۰۱۲ء کال کې آرمیګا ډان به کیږي او عیسایان به ریچرډ کړل شي، یعنی حضرت عیسی به د ۲۰۱۲ء څخه مخکې د آسمان څخه تشریف راوړي او خپل متبعین به د ځان سره آسمان ته وخیژوي او خرابو خلګو باندې به قیامت راشي. د بعضو عیسايي محقیقنو په نزد بائبل کې داسې اشارۍ ورکړل شوې دي چې د ۲۰۱۰ء او د ۲۰۱۲ء په منځ کې به یوه سیاره (وام ورډ) به په اوقیانوس سمندر باندې اثر اندازه شي او په غټه پیمانه به یو سمندري طوفان راولي، په اوسني وخت کې چې عیسايي نړۍ کې څومره فلمونه هم جوړیږي په دي کې هم د اوبو عذاب یا د تباهۍ تذکره پيدا کیږي شاید دا به د نوح د طوفان سره دوي تشبیه کوي ، په کوم کې چې ټوله نړۍ تباه کړل شوې وه.

انفرادي پیشن ګوئیانۍ:

ناسټراډومس د فرانس یو یهودی وه او وروسته بیا عیسوی شو. دغه شخص د پنځلسمۍ پیړۍ څخه تر قیامته پورې پیشن ګوئیانی کړي دي کومې چې غرب کې ډیری معروفی دي. ناسټراډومس وینا ده چې په ۱۹۹۹ء کې به یو د نه ختم کیدونکۍ جګړی آغاز کیږي او په ۲۰۱۲ کې به دریم نړیواله جګړه کیږي. هغه دا هم پیشن ګوئ کړې وه چې یوه سیاره به اوه ورځۍ په آسمان کې ښکاري، آسمان باندې به وریځۍ خپری شي او بیا به دوه لمرونه ښکاري او ویټي کان به د دغو اثراتو څخه هم تباه کړل شي.

همداسې شاه نعمت الله د بخاره سید وه، هغه تقریباً په ۵۴۷ ه کې د دوو زرو شعرونو باندې مشتمل یو فارسي قصیده ولیکله په کوم کې چې د مستقبل په هکله د یو څو الهاماتو تذکره موجوده ده. هغه په خپلو اشعارو کې د لومړۍ، دویم، او دریم نړیوال جګړو په هکله تذکره کړی. د هغه د پیشن ګوئ مطابق به یو بل دریم جګړه ډیر ضر ونښلي، په کوم کې به چې د دې نړۍ یوه غټه برخه تباه به شي.

نور بیا...
۲۰۱۲ء د اسلام له نظره.


ahmad bilal
26.09.2011

په تیر پسې..........

۲۰۱۲ء د اسلام له نظره :

د اسلامي تعلیماتو په رڼا کې د رسوال الله صلی الله علیه وسلم د بعثت سره د قیامت ورځ نیزدۍ شوي ده خو د قیامت متعین وخت خدای پاک خپلو انبیاو او رسولانو ته هم نده وئیلی نو لهاذا د قیامت د متعین وخت په هکله د پیشن ګوئیانۍ حیثیت یوازی د حماقت څخه زیات نده. سورة القمر کې خدای پاک فرمايي:

اقْتَرَ*بَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ* ﴿١﴾
ترجمه: رانژدی شو قیامت او څیری دوه ټوټی شوه سپوږمۍ

په سورة الانبیاء کې خدای پاک فرمايي:

اقْتَرَ*بَ لِلنَّاسِ حِسَابُهُمْ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ مُّعْرِ*ضُونَ ﴿١﴾
ترجمه: نژدی شو خلقو ته (وخت د) حساب (او جزا) د دوی حال دا چه دوی په غفلت کښی دی (له دی حساب او جزا خپلی) مخ ګرځوونکی دی (له) ایمان راوړلو څخه په دغه سره)

یو بل ځای سورة محمد کې خدای پاک فرمايي:

فَهَلْ يَنظُرُ*ونَ إِلَّا السَّاعَةَ أَن تَأْتِيَهُم بَغْتَةً ۖ فَقَدْ جَاءَ أَشْرَ*اطُهَا ۚ فَأَنَّىٰ لَهُمْ إِذَا جَاءَتْهُمْ ذِكْرَ*اهُمْ ﴿١٨﴾
ترجمه: پس انتظار نه کوي دوي مګر د قیامت چی رابه شي دوي ته ناڅاپه نو په تحقیق راغلې دي علامۍ نښۍ د هغه (قیامت) پس بیا څرنګه به (نفع ورسوي) دوي ته هغه وخت چې راشي دوي ته (قیامت) پند آخیستل توبه ایستل د دوي.

د اسلام د دین مطابق د قیامت راتلل یو بنیادي عقیده ده خو د هغه وقوع څخه وړاندې د هغو نښو پوره کیدل لازمي ده د کوم چې قرآن او سنت پیشن ګوئیانۍ کړې دي د مثال په توګه د مهدي ظهور، د دجال خروج، د حضرت مسیح علیه السلام راتلل، د یاجوجو ماجوجو راوتل، دابت الارض راوتل، لمر د مغرب لخوا طلوع کیدل وغیره.

تر ټولو اهمه پوښتنه دا ده چې د نړۍ تباه او برباد کیدلو دغه ورځ د ستورو د عمل او دخل له وجهی وي او یا پر ځمکه کې د اوسیدونکو د اعمالو وجه. غربیان خو دغه عظیمه ممکنه تباهي د یو سائنسي تبدیلي په طور ګوري خو زموږ د تجزیه مطابق دا غالب امکان ده چې امریکا یا غرب باندی به خدای پاک د هغوي د ظلم او ستم په سبب یو عذاب نازل کړي چې پکې عین ممکنه ده چې د اوسني فرعون، جزیره نما امریکا، پکې د سمندري طوفانو وغیره په ذریعه سره د لښکر غرقه کړي او د انساني تاریخ د دې عظیمۍ تباهۍ په هکله په ماضي کې د متقرقو مذاهبو پیشن ګوئیانې وي.

نن سبا که د یو خوا د مذهب پلویان دې ته د قیامت نوم ورکوي نو له بلې خوا اهل سائنس دې تباهۍ او بربادې ته سائنسي توجیحات وړاندې کوي، سورة الفجر کې خدای پاک فرمايي:

أَلَمْ تَرَ* كَيْفَ فَعَلَ رَ*بُّكَ بِعَادٍ ﴿٦﴾ إِرَ*مَ ذَاتِ الْعِمَادِ ﴿٧﴾ الَّتِي لَمْ يُخْلَقْ مِثْلُهَا فِي الْبِلَادِ ﴿٨﴾ وَثَمُودَ الَّذِينَ جَابُوا الصَّخْرَ* بِالْوَادِ ﴿٩﴾ وَفِرْ*عَوْنَ ذِي الْأَوْتَادِ ﴿١٠﴾ الَّذِينَ طَغَوْا فِي الْبِلَادِ ﴿١١﴾ فَأَكْثَرُ*وا فِيهَا الْفَسَادَ ﴿١٢﴾ فَصَبَّ عَلَيْهِمْ رَ*بُّكَ سَوْطَ عَذَابٍ ﴿١٣﴾ إِنَّ رَ*بَّكَ لَبِالْمِرْ*صَادِ ﴿١٤﴾

ترجمه: آیا نه وینی نه ئی خبر ته (ای محمده!) چه څه کړی دی رب ستا (له قبیلی د اول) د عادیانو سره چې ارم ؤ چه خاوندان د قوت قامتونو لویو ؤ (یا خاوندان د لویو ستونو ؤ) هسې (قبیله) چه نه وه پیدا کړی شوی مثل د هغی (په قوت قدرت کښې) په ټولو ښارونو کښی. او (څه کړی ؤ رب د تا له) ثمودیانو هغو سره چه کنستلی غوڅی کړی ئی وی لوئی تیږی (ګټی) به کنده کښی. او (څه کړی ؤ رب د تا له ) فرعون سره چه خاوند د (ډیرو لښکرو) میخونو ؤ. هسی (سړی ؤ دوي ګرد (ټول)) چه سرکشی ئی کړی وه په ښارونو کښی بیا ئی ډیر کړی ؤ په هغو (ښارونو) کښی فساد ورانی نو نازله کړه پر دوی باندی رب ستا (قمچینه) متروکه د عذاب.بیشکه رب ستا په ځای د انتظار کښی دی (اعمالو د دوی لره چه سم د دوی له عملونو سره جزاء هغوی ته ورکړی).

او که دا د خدای عذاب ده نو له دې څخه د ژغوریدلو واحده لیار ایمان او اطاعت ده او د دغه عذاب څخه د ژغوریدلو لپاره جوهري اسلحۍ جوړول او یا زیرزمیني پناه ګاهۍ جوړول د الله تعالی به مقابله کې هیڅ هم ندي، سوره الحشر کې خدای پاک فرمايي:

وَظَنُّوا أَنَّهُم مَّانِعَتُهُمْ حُصُونُهُم مِّنَ اللَّـهِ فَأَتَاهُمُ اللَّـهُ مِنْ حَيْثُ لَمْ يَحْتَسِبُوا ۖ ﴿٢﴾
ترجمه: او ګمان نه کاوه دوی چه بیشکه دوی لره منع کوونکی ساتونکی دی کلاوی د دوی له (عذابه د) الله پس راغی پر دوی (عذاب د) الله له هغه ځایه چه ګمان نه کاوه دوی.

زموږ په خیال د دغه تاریخ حقیقت د مفروضاتو څخه زیات بل هیڅ هم نده او د دغه تاریخ په هکله باید موږ دا پیغام خپور کړو چې د خدای سره مقابله کولو پر ځای که موږ د هغه اطاعت او د هغه خبره ومنو نو بیا یو قوم کولی شي چې د هغه د نازل شوي عذاب څخه ځان وژغوري، هر ژوندي څیز ته زوال لازم ده او دغه کائینات به هم خپل وخت پوره کړي او یوه ورځ به د مکملۍ تباهۍ سره مخ وي او همدغه ورځ به د قیامت ورځ وي او پس له دغۍ ورځ به موږ د خدای په روی بیا راپورته (ژوندي) کیږو او د خپل خدای په وړاندې به د خپلو اعمالو حساب او کتاب ورکوو، له دې نه پس خو به یا ابدي جنت ته ځو او یا به د همیش همیش لپاره د انسان ځای جهنم کیږي.

مصادر اومراجع:

December 21 2012, The official Website for 122112 Information
21 December 2012...still many undisclosed secrets... - Home
December 21 2012 Predictions – The 2012 End of The World ?
December 21 2012 - The unofficial website on 12 21 2012 or 21 12 2012
Debunking the "2012 Doomsday" - 2012hoax
2012 CHANGES ARE NOW
2012 Galactic Alignment | 11:11 21-12-2012 Maya Calendar
Literature & Humor Articles : Hamariweb.com - اکیس دسمبر2012 - حصہ دوئم
Express News Bhaid: 21 December 2012

پای......


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more