د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

يو څه زما په زړه ،يوڅه ساد ه لودګي !!!

pattang
25.09.2011

يو څه زما په زړه ،يوڅه ساد ه لودګي !!!

محمد داود میرکی، ماسټري،ماسټري، ډاکټري - شیکاګو، امریکاmdmiraki@ameritech.net

په ټــول افــغانـسـتان کې دا ټولنیزـ سیاسي ازمایـښت چې د ۲۰۰۱ زییـز د اکـتوبر په اوومه نیټه پـیل شوی دی، د ولـسواکۍ په پلمه چلیـږي، افغانان یې له اساسي بشری حقوقو نه محروم کړي دي او د بې شـمارو سـرونه یې ریـبلي دي. دغه بخوله (فاجعه) د هغه ګډ ګټي ژوند د اړیکیو له لارې اسانه شوه او لا تر اوسه روانه ده چی د امریکې- ناټو او په افغانستان کي د ریاکارو سازمانونو د جنایتکارو عناصرو تر مینځ چلیـږي. دغو جنایتکارو عناصرو به پخوا د کلک معنوي ژوند چغې وهلې چی خلک وغولوي . خو په واقعیت کې یې معنوي لوږه په هغه مادی حرص بدله کړه چی امریکایي ډالر یې ممثل دی

هـغه وخت رار سیـد لی دی چی له امو تر اباسینه په ټــول افــغــانـستــان کې ټولـنیزه ـ سیاسي منظره بیا انځور کړو، او دا ملت له هغو وحشي ازمایښتونو نه وژغورو چی له څه د پاسه لـس کلونو راهـیسې چلیـږي. دې موخې ته یواځې د یوه غټ ټولنیزــ سیاسي تړون له لارې رسیدلی شوــ دهغسې تړون له لارې چی د واکمن او هیوادوال (تبعه) او دغه شان پخپله د هیواد والو (اتباعو) تر منځ اړیکې ټاکي. دا نوی ټولنیزـ سیاسي چلن د ټول افغانستان د ملي بـقا لپاره حـتمي دی. مـوږ د ټول افغانستان د ولسي تړون منسوبین لاندې ټکي وړاندې کوو

۱ــ د امریکې متحد ایالتونه او ناټو باید ځانونه په دې پوه کړي چې دا نوی سیاسی خوځښت به د افغانستان را تلونکې او سیاسـي منـظره ټاکي

۲ــ موږ په دې ټـینګ ولاړ یو چې افغانستان نور د خرڅلاو لپاره نه دی، که څه هم په جغرافیايی لحاظ د غټو قدرتونو د ګټو په څلورلاري کې پروت دی

۳ــ ټول افغانستان هغې بهرنئ ایډیالوجۍ ته اړتیا نه لري چی د تجاوز او تخریب د پـټولو کار ورکوي. افغانان د جوړښتیزې ولسواکۍ کوټلی ټولنیزــ سیاسي کلتور لري. د غه ډول ولسواکي په دې ستنو ولاړه ده: سمسمکی (مساوات طلبه) شعور، عملي ملاتړ(همبستګي)، فردي میـړانه (وقار،عزت)، او د جرګې له لارې د کړکیچونو څـرګـند حــل

۴ــ موږ ملي یووالی او سازونکې هیواد دوستي غواړو. موږ هغه بهرنئ ایډیالوجي او بې ګټې ایډیالیزم نه منو چې د افراط سره ګډه پوله لري او په پایله کې ورنه ګډوډي ،نفرت او ویجاړتیا راوځي

۵ ــ افغانستان د متحد ملي دولت د رامنځته کولولو لپاره یوې داسې څرګندې ستراتیجۍ ته اړتیا لري چی ډیرکیان(اکثریت) به پکې تشخیص شوي وي او لږکیان(اقلیت) به پکې محفوظ وي. ملي مدني معاشرت ځکه حتـمی او لومـړی دی چی خلک پکې د یو بل سره سوله ییز ژوند او د بیلا بیلو مفکورو زغـمل زده کولی شـي

۶ ــ افغان هویت باید له اوسنئ بـیعدالـتۍ نه بـچ شی او د ملي ټـینګـښت لپاره وساتل شي . موږ د پـښتو ژبې لومړی والی غواړو. د ا حتمي ده چې پښتو ژبه دې د ټولنې او دولت په ټولو قلمرونو کې رسمي شي. پـښتو ژبه به د ملي پیـژاند (هویت) د یوه لوښي په څیر خدمت وکړي. دا کاربه ملت سازي غښتلې کړي او ملي پـیوند به ټـینګ کـړي .د نورو ژبو سره باید په خپل محلي چاپیریال کې مرسته وشي

۷ ــ موږ غواړو چې بهرنئ قواوې دې په سالمه اداره شوې طریقه له افغانستان نه ووځي. موږ په ټول افغانستان کې د هیڅ ډول بهرنیو اډو جوړول نه منو

۸ ــ دا حتمی ده چې ټولنیز عدالت دې برلاسی شي او د یو څو جنایت کارو عناصرو انحصار دې چې په ریاکارو- سیاسي ډلو پورې تړلي دي له منځه ویوړل شي

۹ ــ د پنځــه کلـونو لـپـاره یوه اغـــیزمن مـنځـمهال حکـومت ته اړتـیا ده چی قانـوني حکــومت تــه لار هـواره کـــړي. د روڼ اندانو، ټکنوکراتانو او د اوسني پاڅون د خوځښت د غـټو برخو په ګډون، منځمهال حکومت باید له هغو اشخاصو نه جوړ شوی وي چی د افـغانستان په امـنیت او په ټولنیز، سیاسی او جـسمي جوړښـت کې اغـیزمنه وڼـډه اخـیستلی شــي. دلته مـلی خایـنان او د اوسنـي حکومت هـغه عناصر هــیڅ ځای نلــري چې په فــساد کـکړ شــوي وي

۱۰ ــ د دې لپاره چې د افغاني ټولنې اوسنئ واقعیت منعکس شي، د اساسي قانون بشپـړ تعدیل حتمي کار دی

۱۱ــ څـوک چې د ټـول افـغانستان د خـپلواکۍ لپاره جنګیـږي، دافغانستان زوزات دی. جـنګ په ټول افـغانستان ورتـپل شـوی دی. دا جنګ غیرقانوني، غیر اخلاقي او جنایي دی. له دې امله، د ټولو معلومو بین المللي او بشري معیارونو سره سم، دا د افغان ولس حق و چې په وسله وال پاڅون لاس پورې کړي. یرغلګرو قواو او فاجعو یې مدني بحث ته هیڅ مجال ور نکړ. له دې امله وسله وال پاڅـون د عـمل یواځینئ لارشوه

۱۲ ــ موږ د یوه داسې اڼـډول شوي اقتصادي نظام پلویان یوچې (الف) شخصي او دولتي همکاري به پکې وده کوي او (ب ) افراطي اقتصادي او سیاسي حرص به پکې د عامه خیر لپاره پـیزوان کیـږي

۱۳ ــ موږ به د فاسد حقوقي نظام او د فاسدې پولیسي قوې جرړې وباسو او د ملت سازۍ لپاره به عسکري خدمت د یوې ملی موسسې په څیر پیل کړو

۱۴ ــ د ډیورنډ استعماري تړون (۱۸۹۳ زیـیز) او ورسره د ډیورڼډ تخیلي لیکه دواړه غیر قانوني، بې اتباره او غیراخلاقي دي. موږ غواړو چی د ښکیللاک (استعمار) بدرنګ داغونه لرې کړو. موږ غواړو چې پاکستان دې زمـوږ خاوره (پـښتونخوا او بلوچـستان) موږ ته راوسپاري. په بدل کې به یې موږ د پاکستان سره د دوستۍ او ګـډې دفـاع تـړون لاسلیک کــړو

۱۵ ــ پـښتون ولــس چی د افـــغانــستان د وګړو مــطلق اکــثریت جــوړوي، د دوی په ضد برتانویان د جنګ مـهـندسـان دي او ساده امریکایان د پښتون – دښمن سیاست د عملي کولو لپاره استعمالوی

۱۶ــ موږ غواړو چی ایران دې په افغانستان کې خپل کلتوري یرغل تم کړي. موږ په دې ټـینګار کوو چی افغانستان نه د ایران د کلتوري ځان طلبۍ او جګ طلبۍ تمدید دی او نه به هیڅکله دغسې شي. زموږ په اند، د امریکې- ناټو د جسمي یرغل په کچه په افغانستان باندې د ایران کلتوري یرغل دافغانانو راتلونکي ملي یـووالي ته ډیــر غټ زیـا ن اړوي

۱۷ ــ افغانستان چـمتو دی د هغې سترګورتیا (بصارت) برخه وال شي چی په یو عادل او قانوني نړۍ وال نظام راچاپیره وي- په هغه نړۍ وال نظام چی د ضعیفانو په حقوقو به یرغل نه کوي

۱۸ــ مـوږ په افغانستان کی د جنګ د جنایتونو د یوې خپلواکې محکمې د جوړولو پـلویان یو. دا محکمه به هغه کسان چی د افغانستان د ولس په ضد د جنګ د جنایتونو تور پرې لګـیدلی وي د تحقـیـق لاندې نیسي او د تحقیق لاندې اشخاصو او ورسره د نورو ټولو کسانو هغه شتـمنـي به هم د تحـقیـق لاند ې نـیسی چی په غــیر عـادلانه ډول به یــې د ځان لـپاره خــونـدي کــړې وي

۱۹ ــ د ټــول افــغـانــستـان ولسي تــړون د بې تاوه پاڅـون خوځـښت دی او د ټـول افـغانـستـان لـپاره د دغــه ډول پاڅـون پلوي دی

پورتنئ تړون زما (ډاکټر محمد داود میرکي) له خوا ترتیب شوی دی او په امریکا، یورپ،کاناډا او د ډیورنډ د تخیلي او استعماري لیکې په دواړو خواو کې د افغان منورینو، قومي او دیني مشرانو او د عادي افغانانو سره زما په غوڼـډو، تماسونو، او بحثونو ولاړ دی. دا تړون زما په هغو کتنو ولاړ دی چی افغانستان ته زما له ګڼـو سفرونو نه را وتلې دي. له دې وروسته، زه دې پایلې ته ورسیدلم چی افغان ملت یوې نوې ویښتیا او نوښتتیا (رینسانس) ته اړتیا لري چی خپل مصیبتونه، هـیلې، بقا او ملي راژوندي کـیدا پکې بیان کړي. دا تړون له دې واقعیت نه راوتلی دی چی افغانان تپل شوی سیاسي نظامونه، مصنوعي ترتیبات، استعماري پلانونه او د نورو په لاس د خپلو دردونو فرضي درملـنه نه مني. موږ افغان روڼ اندي په دې پوهـیـږو چی د نړۍ والې طرحې داوږدې اجندې د اسانۍ لپاره ټـــول افــغـان مـــلت په نـښه شـوی دی

مــنـــــنــــــه

ډاکټر رحمت ربی زیرک یار، ماسټري، ډاکټري

زه د ډاکټر رحمت ربی زیرک یار د سازونکو نیوکو او تحقـیقي مشورې منندوی یم. ډاکټر زیرک یار چی ماسټري او ډاکټري یې په سیاسي علومو کی په جرمني کی د برلین ازادپوهنتون نه لاسته راوړې دي، په امریکا کې اوسیـږي

نور افغانان

زه د امو او اباسین په منځ کې د نورو افغان منورینو او ځوانو فعالانو نه مننه کوم. زه د اوسني افغان وسله وال پاڅون د ډلو له نظرونو نه هم مننه کوم

ټول حقوق خوندي دي،۱۸ س


پتوال
25.09.2011

[quote:e360f60cf9]يو څه زما په زړه ،يوڅه ساد ه لودګي !!! [/quote:e360f60cf9]

لودګي (؟) خو په کې نشته، سادګي به په کې وي !
............................................... هغه څه چې ستا په زړه وي ډير اغزي به پکې وي :

د قدرت ځای ټولګړتوب دی جزي لار ده جز غوښتنه
................................................. که په کل کې جز مطلق شي لودګي به پکې وي !

د ملت اراده عام ده نه د سمت او نه دقام ده
..................................................... بې له دې يې که غلبېل کړې : ليوني به پکې وي !

زورواکۍ ځنې کار ماخله داپېړۍ ده يويشتمه!
..................................................... چې نظام وي [u:e360f60cf9]اسلامي[/u:e360f60cf9] ولسواکي به په کې وي !

بهترين نظام دنيا ته [color=blue:e360f60cf9]اسلامي ولسواکي ده[/color:e360f60cf9]
...................................................... بې له دې به تل جګړه وي ځانمرګي به پکې وي !

هر صَحي نظم پتواله د ملت په کچه سم وي
.......................................................... چې صبغه يې ملي نه وي بې پتي به پکې وي!


larghonay laraway
26.09.2011

زه زيرکيار صيب له هغه وخته پېژنم چې په پېښور کې د مطبوعاتو بېخي قحطي وه خو د دوی له برکته مو هيله لوسته، ملي ستم، ملت او خراسان مولوست او د ده خواږه ، پيغام لرونکي او له سياسي شعوره ډک شعرونه مو لوستل.
ده همغه وخت هم په پښتنو غږ وکړ ی چې يو شئ خو له بده مرغه چ پښتانه د کږو خښتو ديوال دی او د داسې خلکو غږ نه اوري.
ولې يوه ګيله له زيرکيار صيبه هم شته او هغه دا چې ده د مبارزې پر وخت پښتانه ذهنونه راڼه وساتل خو کله چې د سياسي وېش وخت راغی نو افغانستان ته رانغی او دلته يې خپل ځان ونه ښود!
دا سمه ده چې حکومت بې احساسه او بې کفياته دی خو ده بايد د خپلو پلويانو په زور پر حکومت فشار راوړی وای او دلته يې خپل حضور ساتلی وای.
اوس هم سر وخت دی خو که چېرته د دوی د لاندې مادې په اړه پوښتنه وکړم چې د افغانستان ټول اتباع خو پرېږده چې ايا يوازې کندهاري وروڼه دې ته چمتو کولی شې چې ټول پښتانه بايد لږ تر لږه يوه ليکنۍ پښتو ولري. څو يې نور هم ومني؟
ځکه چې استاد پهلوال او ستر جهاني د پښتنو وېشلو ته دومره نه ستړې کيدونکې منډې ترړې کړې دي چې انګريز او امريکی به يې هم ونه کړي!

[quote:2d9905983e]ــ موږ د پـښتو ژبې لومړی والی غواړو. د ا حتمي ده چې پښتو ژبه دې د ټولنې او دولت په ټولو قلمرونو کې رسمي شي. پـښتو ژبه به د ملي پیـژاند (هویت) د یوه لوښي په څیر خدمت وکړي. دا کاربه ملت سازي غښتلې کړي او ملي پـیوند به ټـینګ کـړي .د نورو ژبو سره باید په خپل محلي چاپیریال کې مرسته وشي[/quote:2d9905983e]
همدارنګه يې په ليکنه کې دا لاندې جمله سموم او (تم) پر ځای (بند) ليکم. ځکه دلته تم په دې معنی چې په افغانستان کې دې اډانه واچوي!
[quote:2d9905983e]موږ غواړو چی ایران دې په افغانستان کې خپل کلتوري یرغل تم کړي.[/quote:2d9905983e]

مننه
د استاد زيرکيار دهلو ځلو د چټکتيا او بريا په هيله
لرغونی لاروی


طاهر مسافر
27.09.2011

سلامونه
پتنګ سیب
دا خو همغه میرکی سیب دی چه په افغانستان کی یی امریکایی جرایم یعنی د هغه بمونو استعمال چه په یورانیوم ککړو رسوا کړی وو؟ 

پتوال سیب
ښکلی شعر دی ویلی دی.

اوس د ۱۲ او ۱۴ مادی په هکله څو ټکی:
د دولسمی مادی په دوهم بند نشوم پوه. پتنک سیب او یا پتوال سیب لیږ خو یی راوښیه.
د ۱۴ مادی په هکله زه دا سوال لرم چه ایا دا غوښتنه د پښتنی غیرت نه سوا بله کومه ګټه لری؟ زه چه دا تیر تاریخ ګورم نو ددی پالسی په خاطر مونږ د بر پښتونخوا خلک سراسر تاوانی یوو. نور خلک خو زمونږ په غم ندی شریک. نو ایا د بر پښتونخوا خلک به نور پسی ونه ټکول شی؟ دا خبره می په دی سبب کړی چه د لر پښتونخوا خلک زما په خیال اوس ځان اول پاکیستانیان بولی بیا پښتانه. نو که هغوی نوی خوښ بیا نو د بری پښتونخوا خلک ولی د هغوی دآزادی دعوی وکړی. دوهمه خبره دا ده چه بی له جنګه به هغه ترلاسه شی او که نه؟ ایا مونږ باید پری وجنګیږو؟ که جنګ نه وی نو بیا خو هسی نعری وهل زما په خیال سراسر تاوان دی. ځکه پاکستان هم زمونږ غوندی خلک لری او هغه به هیڅ وخت هغه خاوره له لاسه ورنکړی. دا چه اوس مونږ ډیر بیتوانه یو نو پاکستان به ولی زمونږ د دوستی په خاطر نیمه خاوره مونږ ته سپاری؟
زما په خیال په دی هکله اوس باید نوی نظر وسی. مونږ باید د تیرو روسیمشربه تبلیغاتو نه ځان خلاص کړو او د ځان له ګټو سره برابر نوی خبره وټاکو. زیات د سړی سینی بحث ته ضرورت وینم.
دا زما خیال دی.  


اکرم
27.09.2011

دبحث دنورو ګډونوالو څخه په ډیره بښنه !
[color=brown:67868e1844]((((((((((((([/color:67868e1844] طاهر مسافر " سیب نه " ټیپر !!!
[quote:67868e1844]پتنګ سیب
دا خو همغه میرکی سیب دی[/quote:67868e1844]

یاره ماته خو سم دم هوښیار او دسواد خاوند ښکارې !
دا چې دصاحب ، اوسیب تر منځه په نه توپر کې دې څه راز دی پرې پوه نشوم ؟
ګمان کوم ضرور دې هم نوي چې ددرناوی ندایې سره دې هرومرو صاحب ورغبرګ شي ،
خو سیب دتوهین په بڼه دی !!! که ماته څوک قصداً سیب ووایي زه به پرې هومره په غصه شم لکه تا ته چې څوک ټیپر او یا ملۍ ووايي !
نو که هدف دې درناوی وي هیله ده لږ يې په اخلاص ، دقدر اواحترام د خاوند او [color=darkred:67868e1844]صاحب[/color:67868e1844] په بڼه ولیکې ! نه دکومې میوې او یا واښه په بڼه .
ورنه د ((سیب)) په پیل دې د پاتې درستې لیکنې زیار د اوښ دپسکې په بیه ځي .[color=brown:67868e1844])))))))))))[/color:67868e1844]

مننه[color=#444444:67868e1844][/color:67868e1844]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more