نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په افغانستان او نړی کې د امن یوه لار پاکستان په دوهمه لبیا بدلول دي
      طالب ISI
      25.09.2011
    
ګرانو وروڼو،
طالبانو د استاد ربانې په وژلو هم داسې خوله پټه کړه لکه د شهید داد الله، ملا اختر محمد عثماني، ملا برادر... ځکه د کویټې شورا په حقیقت کې د پاکستانې جنرالانو شورا ده چې په واقعیت کې به هسې په نامه طالبان پکې شامل وي.
عام طالبان خو د خپل شهوت د زر پوره کولو لپاره ، مجبور دي، ځان په یو شکل د اشکالو ځان مړ کړي، تر څو حورو سره یوځای شي.
نو طالب نن ورځ هسې د یوه غیر ژوندي موجود رول ادا کوي. لکه روبوټ.
او ددوی زوړ امارت که راشي، بیا به ټول عمر چغې ووهي، چې او د نړی خلکو په رسمیت مې وپیژنی.
د افغانستان ټول جنجال له تیرو دیرشو کالو راهیسې، پاکستانې جنرالان جوړوي.
نو زما په اند یې د حل لار داده چې، پاکستان کې د امریکا له خوا اقتصادي مشکلات نور هم زیات شي، خلک حکومت څخه په تنګ راشي، په عین وقت کې د بلوڅانو او تحریک طالبان سره مرسته وشي، نو چې یو ځل خلک پاڅیدل، دا به د پاکستانې پوځ لپاره آخري چانس وي، دوی به لکه بنګال کې د خلکو په وژلو، بې عزته کولو، بې ناموسه کولو، ....پیل وکړي، دغه کارونه به د میډیا له لارې خپاره شي، خلکو به نور هم په قهر شي، چې پدې حال کې عام پاکستانیان، بلوچان، سندیان او تحریک طالبان ټول فعال شي، او خبره به د ناټو بمباری ته ورسیږي، نو که خدای کول، دغه د شر ملک به نور د نړی له نقشې ورک شي. او قضافي غوندې به ورک شي.
یوې خواته به د سند په نامه مملکت منځ ته راشي، او بل طرف ته، د بلوچستان، او پښتونستان په نامه.
البته عام پنجاپيان په خپله غواړې د هندي پنجاب سره یوځای شي.
د امریکا په سفارت ورستی حمله، د رباني وژل، او نور واقعات ورو،ورو امریکایان هم دغه کار ته آماده کوي، تر څو د پاکستان په هکله نور هم جدي شي.
      عبدالله خان
      25.09.2011
    
السلام علیکم
شهیر جانه دا ستا خبری ندی بلکی د بیرژینسکی (د پولڼډ یو یهودی دی چی د امریکا په متحده ایالاتو کی اوسیږی ) نقشه ده چی د لوی منځنی ختیځ په نوم یی جوړه کړی ده
په افغانستان باندی د امریکا دیرغل یو هدف هم دهمدی نقشی عملی کول وو
خو دامریکا دولت ددی نقشی په عملی کولو کی ناکامه شو ، ددی نقشی مطابق د پاکستان هیواد باید ۲۰۰۵ میلادی کال کی باید تجزیه شوی وای چی ونشو
      پتوال
      25.09.2011
    
سلامونه درنو ورونو ! الله دې وکړي چې خښ او نېکمرغه ياست !
د امريکايي يهودو  نقشې خو دادی په عربي نړۍ کې يو په بل پسې پلې کيږي ، سياسي ټولنيز غورځنګونه يې په لاره اچولي دي،
 څو له  تندلارو مذهبي ديکتاتوريو څخه د رامنځته کېدلو چانس واخلي او  ولسواکيو ته مخه کړي !
پاکستان تندلاري او غربي دموکراسي دواړه  لري،  په يوۀ  کې  خپل  اصلي مخ  تېرور ، جنګ او  ځانمرګي بريدونه  څرګندوي  او په بل کې
دموکراسي، ليبرايزم، فسق و فساد،  اختناق ،  د پښتنو او بلوڅو ځپل ،  دغرب  فحاشي  ، غلامي او...او...... څرګندوي !
امريکا همدغسې يو سيمه ييز پوليس  او ځنځيري سپي ته اړتيا لري ، دغه ستراتيژيک سپيتوب ورسره  تر اوسه پورې پاکستان په ښه 
بري سره چلولی دی :  په افغانستان  بادې دواړه  امپريالستي   پوځي يرغلونه  د  امريکا او پاکوستان  (  جيمي کاتر او ضيا الحق  او   بوش او  مشرف) 
 يا  په لنډ ډول  د CIA   او ISI  په ګډ پلان تر سره شوي دي  . پرچميان او مجاهدين لومړی ځل   او  کرزيخيل او طالبان په کې  دويم ځل  هسې  مُهرې دي چې 
چې بهرني  لوبغاړو کارولې او  لا کاروي  يې!
نو باور نه لرم چې  د امريکا  به دخپل  ځنځيري سپي   ISI   ،  مسلم ليک  او د هغوی له دولت  پاکوستان سره   اړيکې وشلوي ! هسې  جيګ و ټيټ به يې 
په منځ کې راځي ، نه سترالتيژيک بدلونونه !