د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

شمشاد ټلويزيون د استاد رباني سپکاوی وکړ!

larghonay laraway
22.09.2011

دا خو اوس ټولو ته معلومه ده چې شمشاد ټلويزيون په پيل کې د پښتنو له ځپل شويو احساساتو ګټه واخيسته. شعاري خبرې او خپرونې يې کولې او حتی دومره افراط يې کاوه چې د هغه سندرغاړي پاړسي سندرې يې هم نه خپرولې چې پښتو سندره به يې نه وه ويلې!
ولې کله چې يې ځان په خلکو وپېژانده، پروژې يې واخيستې او په ډالرو واووښت نو له پښتنو هم واوښت!
اوس د پښتنو لپاره يوازې د ژبني تبعيض رامنځته کولو او ډېرولو لپاره کار کوي چې دا يې هم کيدای شي د پښتنو د سره وېشلو پروژه وي. ځکه چې دوی معيار ته نه ګوري او په لوی لاس سيمه ييزې لهجې کاروي! چې يو پښتون ټلويزيون بايد دا کار نه وای کړی!
په هر حال خبره د رباني ده.
شمشاد د رباني تر خپل (نور) ټلويزونه هم ډېر ماتم وکړ او هره شيبه د شمشاد د مبتکر او مفکر څښتن د خواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام اوروي. دا هم خير د سپکاوي خبره خو دا ده چې بيګاه شپه د دې ټلويزيون د تودو بحثونو چلوونکي (عاطف) له بحث کوونکو پوښتنه وکړه چې : ( ايا په افغانستان کې د استاد پروفيسور برهان الدين رباني په څېر بل ملي شخصيت شته چې د سولې د پروسې رهبري وکړي)
زه باور لرم چې تر دې پوښتنې وروسته به په خپله عاطف هم تشناب ته تللی وي او ښه ډېر به يې خندلي وي خو دا چې وظيفوي مجبوريت ؤ نو ځکه يې برهان الدين رباني ته د يو ملي شخصيت خطاب وکړ چې دا د استاد رباني سپکاوی دی. ځکه چې هغه هيڅکله هم ملي يو والی نه دی غوښتی، ترجهاد وړاندې د ده له خپلې خولې چې د طاهر بدخشي شاګرد ؤ او د جهاد په دوران کې يې ټولې سرښندنې د سيمې، ژبې او نژاد پر بنسټ ولاړې وې!
د سولې عالي شورا په اصل کې يوه ښه ډالري پروژه ده چې استاد ترې ښه ډېر ډالر تر ګوتو کړل
(ومن يعمل مثقاله ذرة خيرا يره و من يعمل مثقال ذرة شرا يره)
( ان بطش ربک لشديد)
( وهو سريع الحساب)
( والله عزيز ذوانتقام)
( ان المنافقين فی الدرک الاسفل من النار)


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more